!کرزی صیب دې ویښ شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

میرویس

د ښاغلی آصف ننګ کورنۍ ته،تکړه لیکوالو ته،ويښو ژورنالستانو او بیدارو رسنیو ته د آصف ننګ د خوشې کیدو له امله د زړه له کومی مبارکې وایم او په ورزنیو چارو کې لا نور بری ورته غواړم.خدای شته چې د ننګ صیب په راخلاصیدو ډیر زیات خوښ یم خو ډیر خفه په دې یم چې د پردیو افغان دوښمنو رسنیو ورپورې شوی بی اساسه تور د ننګ صیب په شخصیت باندې د کرزی لخوا لا ندې پوښتل شوی،کرزی ته دا پکار دي چې اوس هغه افغان دوښمنه رسنۍ، او پردي چوپړ کوونکي ژورنالوستیان او ایراني جاسوسان راوغواړي او ورڅخه دې وپوښتل شي چې ولی او د کومې سرچینې له مخې دوي داسې ښکرور دروغ خپروي چې یو ملی شخصیت ته په کې زیان او تاوان ورسیږي،داسې ګونګوسې راځي چې د ملی امنیت کوم کس چې د نظار ډلې کس هم دی دا خبره یی په اول کې کړې وه او تاءکید یی کړې وو چې نوم یی وانخیستل شي.افغان دوښمنه یا دوښمن فطرته ستمي کړۍ او رسنۍ یی د افغانانو دملی شخصیتو د بد نامولو او ځپلو لپاره خپلې کرغیړنې نقشې،پلانونه،پروپاګندونه او هڅې کړې او لګیا دي.د افغانانو ملی او تاریخی څیرو د بدنامولو او ځپلو لړۍ له یو شمیر افغان دوښمنه اوپردیو اجینټانولخوا په ډیره سپین سترګې او د اطمینان په فضا کې روانه ده. د دهغو افغان دوښمنو ایرانی تاليڅټو رسنیو څخه کرزی صیب هم بچ ندی پاتی او شپه او ورځ یی د بدنامولو هڅې روانې دي خو د خفګان خبره دا ده چې حامد کرزي پرې غوږونه کاڼه کړي او هیڅ ورته نشي ویلای ځکه بیا یی شورای نظار خرابوی.ننګ خوارکې یی پر یو مقاله ګۍ ځکه ونیو او د تورو تمبو شاته واچو چې پښتون وو او د نظاریانو،وحدتیانو او دوستمیانو غوندې شخصي وسله والې ډلې ټپلې یی نه درلودې.زه کرزی صیب ته دا وایم که چیرې همداسې بیګناه پښتانه نیسې او له منځه یی وړې نو زه فکر کوم هسې خپلې پښې پرې کوې او هغه وخت به لیرې نه وي چې د نجیب الله غوندې خپل پاللی ماران دې وچیچي.که چیرې کرزی د غفلت او ناپوهې له خوبه پاڅي او دا د نیولو او بندی کولو کمپاین د ایراني تالیڅټو اواجنټانو او د هغوی د افغانی ضد وسله والو ډلو ټپلو(د نظارشورا،وحدت،جنبش دوستم او نور) او همدا رازیی د رسنیو پرضد هم ورسیخ کړي نو هله به د اسلام مقدس دین په رڼا کې د انصاف اصول پر ځای شوی وي،یواځې دی دا د نیولو اوپوښتنو کمپاین د پښتنو پورې نه محدود کوي. مونږ به د کرزی سره دا ژمنه وکړو چې ټول هغه د افغانانو او افغانستان دوښمنه ستمی او خراسانی کړۍ،ډلې ټپلې او ستا(کرزی) پر ضد د هغوی کرغیړنې پروپاګندې،خپرونې اوبد نامونې هڅې درته په مستند ټول وړاندې کړو ترڅو ته د حقایقو په رڼا کې د شواهدو له مخې هغوی هم محاکمه کړې.



که چیرې ستاسو په وجود کې لږ څه د غیرت وینه بهیږي ولی دوحدت شورا جوالي محقق او متعصبه خراسانیان نه نیسې چې په عام مظهر کې تاته او ستا ژبی ته ښکنځل کوي،په دفاترو کې پښتنو ته پاکستانی وویل اوپښتو ته توهین نور د زغم نه وتلې خبره ده، که دا پاتې پښتانه هم درڅخه واوښتل نو دونیا به درباندې سره سوټۍ شي. په درنښت میرویس