معلم صلاح الدين
د هېواد تقريباً په ټولو ولايتونو کې د طالبانو لخوا د ښوونځيو د سوځولو، د ښوونکو او زده کوونکو د وژلو او ګواښلو، د زده کړې څخه د کرکې د ښوولو او د انسان دښمنۍ او علم دښمنۍ لړۍ ښه په درز کې روانه وه چې د اي ايس اي لخوا د يو نوي او پوچ تبليغاتي کمپاين په ترڅ کې د جنورۍ د مياشتې په شلمه نېټه د ملا عبدالحى مطمين په نامه يو تن چې ځان د ترهګرو وياند معرفي کوي رسنيو ته وويل: چې طالبان به د مېلادي کال د مارچ او مي په مياشتو کې د يو مليون ډالرو په لګښت يو تعليمي نظام پېل کړي او "د عملي کار په مهال به په يو مشخص ځاى کې د خبريالانو په وړاندې د يوې خبري غونډې تابيا هم وشي".
د اي ايس اي په لارښوونه د افغانستان د ورانولو لړۍ ته د يو شرعي نوم د ورکولو دا اقدام کومه نوې پېښه نه وه. طالبانو ټول کارونه همداسې کړي دي چې د بېلګې په توګه به دا څو ياد کړو:
(١) طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال ښوونځي او د ښوونځيو کتابونه وسوځول او دا يې د شريعت خدمت وباله.
(٢) دوى په وړو وړو غلطيو (چې په اصل کې غلطۍ نه وې خو د طالبانو په خپل شريعت کې هم وړې غلطۍ وې) د خلکو سپکاوى او تهديد د افغانانو درناوى تعبير کړ.
(٣) دوى په بازارونو کې د ښځو راښکلو او وژلو ته د ښځو د اسلامي حقوقو نوم ورکړ.
(٤) دوى د افغانستان لرغوني او تاريخي اثار ويجاړ او پاکستان کې په کباړ خرڅولو ته د افغانستان د حفاظت نوم ورکړ.
(٥) دوى هغو ترهګرو ته چې د نړۍ په يو ګوټ کې يې ځاى نه کېده د ټول افغانستان په ورسپارلو د افغانانانو نوم او پېژندګلو وشرموله او دې ته يې د مېلمستيا او غېرت نوم ورکړ.
(٦) دوى امريکا دې ته اړ کړه چې په افغانستان بريد وکړي او په زرګونو هېوادوال په دې قضيه کې له منځه لاړ شي دې کار ته يې د حکمت نوم ورکړ.
(٧) دوى يو ځل بيا د پاکستان او ايران په وسلو سمبال د جنګ مېدان ته راودانګل او نه يواځې پخپلو ځانمرګيو بريدونو او چاودنو يې بې ګناه خلک ووژل بلکې په غلچکيو او ترهګريزو فعاليتونو کې يې داسې تاکتيکونه خپل کړل چې د ناټو او ايتلاف په لاس د بې ګناه افغانانو عامه وژنه وکړي او دا کار يې د جهاد په نامه مشهور کړ.
(٨) او په اخر کې يې د ښوونځيو، ښوونکيو، زده کوونکيو او کتابونو د سوځولو، له منځه وړلو، وژلو او ګواښلو په بهير کې د تعليمي نظام اعلان وکړ تر څو د افغانستان د بې سواده خلکو سترګې پټې کړي او دا وښيي چې دوى د تعليم او زده کړې خلاف ندي. خو دغه خبره اوس ټولو ته معلومه ده ځکه چې لمر په ګوته نه پټېږي. اما اي ايس اي د داسې تبليغاتو څخه د پښتنو په سيمه کې ښه کار اخلي او تنکي هلکان دې ته چمتو کوي چې راشي او په افغانستان کې ورانکارى وکړي.
ددې هر څه سره سره هم د پنځو مياشتو له تېرېدو باوجود د طالبانو ددغه تعليمي نظام نه خو کوم څرک ولګېد او نه د ژورنالستانو لپاره د خبري غونډې تابيا وشوه، بلکې برعکس په دې موده کې د طالبانو لاسونه تر مټو پورې د افغاني ژورنالستانو په وينو سره شول.
د طالبانو د دغې تعليمي پروژې اصليت هغه مهال په ډاګه شو چې د ترهګرو يو وياند عبدالحق، چې په داکتر حنيف يې شهرت درلود، ونيول شو او هغه ځينې هغه اسناد وښودل چې د تعليمي پروژې خبره د اي ايس اي لخوا جوړه شوې وه او له هماغه ځايه رهبري کېدله.
د داکتر حنيف په وېنا دغه پروژه د اي ايس اي د مشرانو او ملا دادالله ترمنځ د يوې ليدنې پر مهال جوړه شوه او د پښتنو د تېرباسلو او د يو نوي تبليغاتي کمپاين لپاره د دواړو خواوو لخوا لاسليک شوه.
دا خبره په بشپړه توګه سمه او د منلو وړ ده. ځکه چې:
لومړى = ملا دادالله د اي ايس اي سره له ډېر پخوا راهيسې کلکې اړيکې لرلې او په افغانستان کې د دغې ورانکارې شبکې د اهدافو پوره کولو لپاره يې هر ډول اقدام ته ملا تړلې وه. د بې ګناه خلکو حلالول او د هغوى ويديوګان جوړول هم په دې کې شامل وو. د اسيا تايم ورځپاڼې پاکستاني ليکوال سيد سليم شهزاد د روان کال د مارچ د مياشتې په لومړۍ نېټه (د مطمين لخوا د تعليمي نظام له اعلان څخه دوه مياشتې وروسته) په يو تفصيلي راپور کې وليکل:
"پاکستان له طالبانو سره معاهد وکړه.
کراچۍ: پاکستانۍ ادارې د ملا دادالله په وساطت له طالبانو سره يوه معاهده وکړه چې تر مخه به يې پاکستان د طالبانو سره د کابل په نيولو کې مرسته کوي او طالبان به په جنوبي سيمو کې د پاکستان د مضبوطولو لپاره کار کوي. معاهده کې راغلي چې په يوه پښه ګوډ ملا دادالله به په زابل، ارزګان، کندهار او هلمند کې د پاکستان د يو پياوړي استازي په توګه کار کوي او پاکستان به دوى ته د بلوچستان له لارې وسلې، جنګيالي او نور وسايل ورکوي".
سيد سليم شهزاد وړاندې ليکي: "د پاکستان ستراتيژي حلقې په دې باور دي چې د يو نظامي قوماندان په توګه به ملا دادالله په راروان پسرلي کې په دې وتوانېږي چې د کابل حکومت او ناټو قواوې په کابل پورې راټولې کړي او همدا د پاکستان هدف دى. اسلام اباد هيله لري چې ملا دادالله يو دپلوماتي شخصيت هم دى او چې حکومت ونيسي نو پاکستان پلوه جنګسالاران به له ځان سره پکې شريک کړي". (http://www.atimes.com/atimes/South_Asia/IC01Df03.html ) خو خداى پاک د پاکستان دغه ارمان پوره نکړ او ملا دادالله په کابل کې د پاکستان د استازي د جوړېدو څخه وړاندې خپل انجام ته ورسېد.
دوهم: د داکتر حنيف له نيول کېدو او د ملا دادالله له وژل کېدو سره د طالبانو دغې تعليمي پروژې هم سر وخوړ او ملا مطمين بيا د مطبوعاتو په وړاندې په دې اړه څه ونه ويل. بلکې طالبانو د ښوونځيو سوځولو او د ښوونکو او زده کوونکو وژلو ته لا زور ورکړ.
درېم: داسې څنګه کېداى شي چې کومو طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښوونځي وران کړي او د نصاب په کتابونو وريژې پخې کړې دي او اوس هم ښوونځي سوځوي او د ښوونځيو ګلالي ماشومان په توغنديو ولي، دومره اخلاص او غېرت پېدا کړي چې تعليمي نظام جوړ کړي؟ اوس خو د طالبانو لخوا د ښوونځيو د ورانولو، سوځولو او الوځولو "پروژې" پاکستان ته هم خپلې وزرې وغزولې او د پاکستان طالبان خو بيا دومره وحشي ثابت شول چې ان په تبليغيانو يې ځانمرګى بريد وکړ او نېټ کېفيو ته يې ګواښ کړى چې ځانمرګي بريدونه به پرې کېږي.
د يوې خبرې بايد دلته وضاحت وکړم. کله کله ځينې دوستان له ما څخه پوښتنه وکړي چې پاکستان طالبان تربيه او تقويه کوي نو بيا دوى په پاکستان کې ورانى ولې کوي؟
ځوابونه يې دوه دي. لومړى دا چې پاکستان يواځې د پنجاب نوم دى. د لرې پښتونخوا پښتانه د پاکستان په پوځي تشکيلاتو کې د سره شامل ندي، خو دا پښتانه دي چې ځان پکې هيڅ بې هيڅه شاملوي او وايي چې مونږ پاکستانيان يو. کله چې په پېښور، بنو، باجوړ، وزيرستان، مردان، چارسده او يا نورو سيمو کې د ترهګرۍ پېښې کېږي نو د پاکستان پوځ او پنجاب دې ته هم خوشحالېږي او وايي چې پښتانه مو وځپل او افغانستان مو وران کړ. او که اوس هم ځينې دوستان په دې خبره ټينګار کوي چې نه، لره پښتونخوا پاکستان دى او هلته طالبان فعال دي نو زه ورته بيا په ځواب کې وايم: څه چې کرې هغه به رېبې. او يا لکه رحمان بابا چې وايي:
کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
نو د طالبانو دغه تعليمي نظام يا پروژه د درواغجنو تبليغاتو يوه برخه، د اي ايس اي د اهدافو د بشپړولو يوه ناره او په خپلو تورو او جنايتکاره مخونو باندې د پردې اچولو يوه هڅه وه خو هغه مخونه چې خداى پاک تور پېدا کړي دي په صابون کله سپېنيږي!!!؟
د طالبانو تعليمي نظام څه شو؟
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode