طالبان په ژورنالست او وياند کې توپير نشي کولاى.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ګلزاده حقپال ليکنه



ما چې افغان اسلامي اژانس ته د طالبانو ګواښ وغانده او د خبري رسنيو څخه مې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د طالبانو د ګواښونو څخه د ځان ساتلو ښه لاره دا ده چې د څه وخت لپاره دې د طالبانو د تخريبي هلو ځلو د خبرونو د نشرولو څخه مقاطعه اعلان کړي نو په ځواب کې يې د طالبانو يو تن وياند يا ليکوال د " پي ار ټي ليکواله ستا يې د خېره" تر سرليک لاندې ليکنه وکړه چې بيا دغه ليکنه هم د ځينو ليکوالو لخوا ځواب شوه او د ډېرو خلکو لخوا په دې اړه ليکنې او نظرونه مخې ته راغلل.

ما چې په وزګار وخت کې دغه ټولې ليکنې او نظرونه ولوستل نو بې لدې مې بله کومه لاره ونه موندله چې په دې هکله يو ځل بيا څو ضروري خبرې وليکم او هغه خبرې لوستونکو ته تشريح کړم چې زما يا د مخالف لوري لخوا ښه ندي بيان شوي.

تر هر څه د مخه بايد دا خبره وکړم چې د " د پي ار ټي ليکواله ستا يې د خېره" تر سرليک لاندې ليکنه په بېنوا ټکى کام کې د اسحاق نظامي او د طالبانو په خپله وېبپاڼه (الاماره ټکى کام) کې د ملا سعيد اتل په نامه خپره شوې. نه پوهېږم چې طالبانو ولې دا يوه ليکنه په دوو بېلابېلو وېبپاڼو کې په دوو بېلابېلو نومونو خپره کړې ده، امکان لري په دې کې هم د دوى کوم "حکمت" پټ وي ځکه چې د شريعت نه خو يې جامې ويستلې دي اوس د حکمت نه هم جامې وباسي.

په ليکنه کې د طالبانو ليکوال زه د پي ار ټي ليکوال بللى يم او د هېواد ژورنالستانو ته يې جاسوسان ويلي دي. په دې پورې راته د عربۍ هغه يو متل راياد شو چې "المرءُ يقيسُ على نفسِهِ". يانې څوک چې څنګه پخپله وي هماغه ګومان په نورو کوي. طالبان پخپله د اي ايس اي د ايجنټانو رول لري نو هر ليکوال ورته د پي ار ټپي کارکوونکى او هر ژورنالست ورته جاسوس ښکاري. طالبانو افغانستان کې په خپله شپږکلنه وحشي واکمنۍ کې يواځې دا کار کړى چې نور خلک يې وژلي او د مدرسو زده کوونکي يې په نورو خلکو وژلي او ورسره يې مکتبونه بند کړي، ښځې سپکې کړې او خلک در په دره کړي دي. اوس هم د دوى څخه د څه ښه کار تمه کول ډېر بې ځايه کار دى.

د دغې ليکنې د نورو محتوياتو ډېر ښه ځوابونه ښاغلي اجب ليکلي دي چې زه ورسره سل په سلو کې موافق يم. راځئ چې دغه ځوابونه په ګډه سره ولولو:

اقتباس:



اسحاق نظامي ليکلي:
تيره ورځ دطالبانو دتحريک دجنوب ختيځو او شمال ختيځو برخو لپاره فوځي وياند ډاکتر محمد حنيف افغان اسلامي اژانس ته دخپلو روزمره تيلفوني خبرو په جريان کي ديوه خبر دناسم خپرولو او نه اصلاح په اړه ګيله کړي وه








تاته څنګ معلومه شوه چې ډاکټر حنيف ګيله کړې وه او ګواښ يا تنقيد يې نه و کړى؟ ايا تا په دې هکله د افغان اسلامي اژانس د مسئولينو سره خبرې کړې دي يا ته پخپله ډاکټر حنيف يې چې د اسحاق نظامي په نامه ليکل کوې؟

اقتباس:



ا سحاق نظامي ليکلي:
دګلزاده نظر دادى چې ميډيادې تش د(PRT) موسسي صابون او بسکټ ويشل اعلانوي او بس








ايا ته څه ګومان کوې چې د پي ار ټي د صابون او بسکټ د ويشلو او د طالبانو لخوا د پاکستانۍ اجنډې د پوره کولو څخه پرته په افغانستان کې هيڅ نه کېږي؟

اقتباس:



اسحاق نظامي ليکلي:
کله چې پّه هیواد کي پردي یرغلګر ووژل شي نو بيا دې وويل شي چې دوۍ واکسينونه نه وو کړي او دشري ناروغۍ ووژل








او چې پردي مزدوران (طالبان) وژل کېږي نو بيا په هغو باندې ستاسې پرتوګونه ولې شلېږي؟ د افغانانو لپاره خو پردى يرغلګر (امريکا او ياران يې) او پردى مزدور (طالب او ياران يې) يو شى دى. بلکې مزدور د يرغلګر څخه زيات خطرناک دى ځکه چې يرغلګر درته په قانون، مذهب او هره حواله پړ دى خو مزدور به څنګه پړ کوې؟ (لکه طالبان چې د اسلام، شريعت او افغانيت په نامه د پاکستان د اي ايس اي اجنډا ترسره کوي نو دوى به څنګه پړ کوې؟)

اقتباس:



اسحاق نظامي ليکلي:
زما په خيال نړيواله ميډيا به دومره دځان شرمولو ته هم ټينګه نه شي دخپل باور دساتلو لپاره به هم داسي ونکړي او چې نړيواله ميډيا دګلزاده خبر ونه مني نو محلي او سيميزه ميډيا خو هسي هم په تقليد ولاړه ده








نړيواله ميډيا په نوره نړۍ کې همدغه "بې شرمي" کوي. د نړۍ په هر ګوټ کې چې ترهګر څه فعاليتونه وکړي نو ميډيا يې د خبر د نشرولو سره سم غندنه هم کوي. خو افغاني ميډيا داسې نه کوي. لامل يې شايد دا وي چې افغاني ميډيا لا تر اوسه پورې د (ډانګ او پړانګ) ترمنځه ګېره ده.

اقتباس:



اسحاق نظامي ليکلي:
هغه ډيموکراسي چې ګلزاده او ملګري يي په استقبال کې دخپلواکۍ ،ملي او ديني ارزښتونو پر بايللو او دپنځوسو کلونو پورې دخاوري پر پلورلو هم راضي دي دومره بي روحه او بي معنا وخته چې يوازي پکې امريکايي عسکرو او ګوډاګيانو ته يي دبيان دازادۍ حق حاصل دى، او ګلزاده او ملګري يي غواړي چې ددى تقلبي ډيموکراسۍ نه ديوه داسي چاقو کار واخلي چي پخپله پرې هندواني او خټکي وخوري او دنوروپرې مرۍ ورغوڅي کړي








زه وايم که د طالبانو "شريعت" دومره بې روحه او بې انسانيته و چې د ږيرې په خريلو، د خولۍ په نه پسرولو او په سپورتي لوبو کولو يې خلک وژل او تهديدول او په ډکو بازارونو کې يې د تورسرو سپکاوى کولو او اوسنى "تحريک" يې دومره وحشي دى چې د ښوونځيو ماشومانو او کتابونو ته هم بمونه ږدي نو ديموکراسي هم دا حق لري چې د دوى غندنه وکړي او د ديموکراسۍ ميډيا بايد د دوى سره مقاطعه اعلان کړي. او هسې هم د ديموکراسۍ مطلب دا ندى چې ترهګر دې هم پکې ازاد وي. د افغانستان په دې ماته ګوډه ديموکراسۍ کې خو بيا هم دومره روح شته چې خلک په کرزي تنقيد کولاى شي، وزيرانو ته بدې ردې وايي، بوش ته ښکنځل کوي، د ګوانتانامو او بګرام زندانونه محکوموي، خو په ايمان يې ووايه چې د طالبانو په واکمنۍ کې چا د طالبانو په کوم وحشت تنقيد کولاى شو؟ سره د دې چې طالبانو ورته اسلام وايه خو وحشت دومره و چې چا د ملا عمر نوم بې اودسه نه شو اخستلاى.

اقتباس:



اسحاق نظاملي ليکلي:
خير دى امريکايي عسکر دې دافغاني ميندو تالاشي هم واخلي په کورونو دې هم ورننوزي او په خپلو بمباريو کې دي سلګونه ښځې او ماشومان هم ووژني خو چې ددغو درنو ميلمنو خلاف څوک اوازپورته نه کړي او يايي پرضد څه خپاره نه شي








ته د فيل په غوږ کې اوده يې. د دغو اعمالو په ضد همدې ميډيا، بلکې نړيوالې ميډيا هم خپل غږ پورته کړى او هر څه يې کړي دي. خو حقيقت دا دى چې افغانانو ته دا بده ورځ هم د طالبانو د وحشت له امله ورپېښه ده. که په افغانستان کې طالبان نه واى نو امريکا په افغانستان کې څه کول؟ او اوس هم که د القاعده او طالب په نوم وحشت په افغانستان کې له منځه لاړ شي نو افغانانو ته د امريکايانو ويستل څه ګران ندي.

اقتباس:



اسحاق نظامي ليکلي:
داد طالبانو دبنيادي قوت دليل هم دى چې دميډيا له هيڅ ډول سپوټ نه پرته يو ځل بيا پر ميدان وځليدل








د ميډيا د سپورټ پرته به ځليدلي وي خو د اي ايس اي د سپورټ پرته نشي ځلېدلاى.

اقتباس:



اسحاق نظامي:
طالبان اوس هم دخپلو خبرونو په خپرولو کې دميډيا ددروازو سائلان نه دي بلکې ددوۍ په تيلفونونودرسنيو وار نه کيږي څوک تائيد او يا تر ديد غواړي ،څوک معلومات غواړي او څوک ورسره مرکې کوي حتى چې دخبرپه لمړي ځل تر لاسه کولوکې يوډول مسابقه روانه وي ان تر دى چې له ډيرو اژانسونونه ګيلى هم ځکه کوي چي تر ټولو لمړى خبر ورکول به په دى شرط وي چي په سالم کيفيت نشرشي








لدې داسې برېښي چې ته هم د طالبانو کوم وياند يې ځکه درته دا هر څه په دقيقه توګه معلوم دي. هيڅ بعيده نده چې ته پخپله حنيف يې. په هر حال، همدغه خو لامل دى چې ته (يا حنيف) اژانسونو او ورځپاڼو ته ګواښونه کوې. که دوى دغه کار پرېښود نو بيا ورته نه ګواښ کولاى شې او نه دړکه.

اقتباس:



اسحاق نظامي:
په فلسطين او عراق کې داشغالګرو په خلاف دمقاومت کونکو سره عرب ژورنالستانو دسر قر باني هم ورکړي خو په افغانستان کې دګلزاده نامي په څيرکسان دخارجي ير غل لپاره دژورنالستکو همکاريو تر څنګ جاسوسي ته هم اماده دي او دژورناليزم حيثت يي دومره ذليل کړى چې ددوۍ په مشکوکوفعاليتونو سره نن زموږ په هيواد کې نژدى ده چې ژورنالست دجاسوس دوهم نوم وګرځي








په عراق او فلسطين کې د خلکو همکاري او خواخوږي يواځې د هغو مقاومت کوونکو سره ده چې وحشيان ندي. هلته مقاومت کوونکو ماشومانو په توغنديو ندي ويشتلي، ښوونځي يې ندي سوځولي، علماء کرام يې په ماينونو ندي الوځولي، سرکونه يې ندي ويجاړ کړي، ملي شتمنۍ يې په کباړ کې ندي خرڅې کړې، د افيمو او کوکنارو کښت او کاروبار نه کوي، ژورنالستان يې ندي تهديد کړي او وژلي او د کتابتونونو په کتابونو يې وريجې ندي پخ کړې. او دلته طالبان دغه ټول کارونه کوي. بل دا چې طالبان مقاومت نه کوي بلکې د پاکستان اجنډا ترسره کوي. نو دلته بايد د طالب په ضد ټوپک په لاس کې واخلي. جاسوسي خو لا يو کوچنى کار دى.

اقتباس:



اسحاق نظامي ليکلي:
زما يو اشنا چي دکندهار په هوايي ډګر کې له ترجمانۍ نه لندن ته وتښتيده په هوايي ډګر کي يي دترجمانانودغلطو مصروفيتونو له امله له ترجمانۍ نه توبه کړي وه او له ويري يي پوره حال هم نشو ويلى خو ماته يي يو څو پيښي بيان کړي چې زه يي دويلو او ليکلو جرائت اوس هم نشوى کولى او چې کله رايادشي يوډول مرموز سکوت راباندي حاکم شي








له ترجمانانو سره چې هر څه شوي بايد چې ويلي دې واى. خو بيا هم هر څه چې امريکايانو له ترجمانانو سره کړي لدې درې چنده زيات طالب قوماندانانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د تنکيو هلکانو سره کړي دي. که تا د امريکايانو په مرکزونو کې د ترجمانانو د فعاليتونو کيسې وليکلې زه به درته د طالبانو په مدرسو کې د زده کوونکو سره د فعاليتونو کيسې ښه په تفصيل سره وليکم. بيا هم په امريکايانو او طالبانو کې توپير دا دى چې امريکايان يې زمونږ ښکاره دښمنان دي هر وخت ترې بدل اخيستلاى شو خو طالب چې دا هر څه د اسلام په نامه کړي دي نو بدل ترې څنګه اخلې؟

اقتباس:



پر افغانستان وسلوال يرغل هغو مشهورو ،خپلواکو، افغان فرهنګيانو،سياستوالو او ليکوالوهم خارجي يرغل بللى چې ګلزاده او ملګرو يي دژورنالست او ليکوال نوم هم له همدى مشرانو زده کړى
دډاکټر (فاروق) اعظم ،ډاکټر( صمد)حامد په څير ملي سياستوال،د (قدرت الله) حداد ،علامه رشاد(مرحوم) او (حسن) کاکړ په څير تاريخ پوهان او د( اصف) صميم ، (حبيب الله )رفيع په څير ليکوال ټول په دى سره يوه خوله دي چې هيواد اشغال شوى او په څر ګندو ټکو کې يي ويلي چې ټولټاکني ،پارلمان او نور پروګرامونه دپردو لخوا يوه جعلي پروسه او دولس غولولوهڅه ده








مونږ هم وايو چې هېواد اشغال شوى، خو د چا دلاسه اشغال شوى دى؟ ايا عامل يې هم د دې طالبانو وحشت نه و؟ که دوى په خپله ترهګر نه واى او افغانستان نه يې د نړيوالۍ ترهګرۍ مرکز نه واى جوړ کړى نو نه به د امريکا يرغل و او نه اشغال.

اقتباس:



اوس نو ګلزاده خيل بيا دچا زامن دي چې په وړو خلو او وړو قلمونو دافغان فرهنګيانو په نوم داستعمار چوپړ ته دمشروعيت لاري لټوي
او پاته شوه دطالبانو دخبرونو او اژانسونو خبره نو طالبان چې له اسلامي اژانس نه ګيله کوي نو ضرور به ددى اژانس پر يوډول حيثيت قايل وي او ددغه اژانس افغاني هويت او ملي صبغه به ددى وړ ګڼي چي ګيله ورنه وکړي
هغوۍ له ګلزاده خيلو نه هيڅکله ګيله نه کوي ځکه چې دوۍ پوهيږي چې ګلزاده خيل او ملګري يي په ښکاره ډول د پردو نانځکي دي
او هغوۍ پو هيږي چې دخارجي انجو ګانو دګيسټ هاوسونو په مفتو ډوډيو او شرابو مست خماريان او سستان د ملي او مسلمانو فرهنګيانواو فرهنګپالو نمايندګي نشي کولى
او نه هم ددوۍ په وړوکو دماغونو کې دومره لوړ افکارځاى لري چې دهيواد دملي او ديني ارزښت پر مسائلو دې پوه شي .







که ته پخپله حنيف يې، او زما باور دى چې يې به، نو زه ستا په دې خبره بس دومره وايم چې شابسې!!!! چې د يو تحريک د استازي او نماينده ژبه او لهجه دا وي نو د مشرانو به يې لا څه حال وي

.............................

اوس به د دې لړۍ يوه بله ليکنه هم ياده کړم. عزيز الله حبيبي په بېنوا ټکى کام کې د خپلې يوې ليکنې " د دې نه مخکې هم په لسهاوو خبريالان ګواښل شوي" سره حاضر دى. د دې ښاغلي د ليکنې هدف دا دى چې خبريالان ګواښل دومره غټه خبره نده نو پام ورته ندي کول پکار. لدې داسې معلومېږي چې د نوموړي په نظر ژورنالست او خبريال د سره انسان ندى. که څوک يې ګواښي، سپکوي او يا وهي او وژني نو هغه له دا هر څه قبلول پکار دي. او هيڅ غږ ندي کول پکار. دا ښاغلى دومره ناخبره دى چې د سيد احمد قانع، طاهر صافي، عبدالناصر، ولي الله شاهين او نورو ژورنالستانو د وهل کېدو او ګواښل کېدو مثالونه ورکوي او وايي چې خلکو د هغوى په حق کې ولې غږ ندى پورته کړى. زه لده څخه دا پوښتنه کوم چې خلکو غږ نه و پورته کړى او اژانسونو او خبرپاڼو د دوى خبرونه نه وه خپاره کړي نو ته د دوى نه څنګه خبر شوې؟ ايا په تا وحي کېږي؟ د دغه هر ژورنالست په پېښه اژانسونو او خبرپاڼو راپورونه خپاره کړي دي، هغوى ته شوي ګواښونه او وهل کېدل يې غندلي دي او په ضد يې کمپاينونه چليدلي دي. چې زه هغه تفصيل اوس دلته نشم ورکولاى. خو بس دومره وايم چې دا به هغو خلکو ته مالوم وي چې هره ورځ اخبار لولي او په حقايقو خبر وي.

اوس به راشم دې خبرې ته چې طالبان دا فکر کوي چې د افغانستان ټول ژورنالستان دې يا د دوى د وياندويانو رول ترسره کړي ګنې نو بيا دوى د امريکايانو جاسوسان دي. دغسې فکر امريکايان هم کوي. خو په امريکايانو او طالبانو کې توپير دا دى چې امريکايان دې د مذهب او دين په نامه نه وژني او طالبانو که پخپله ترهګرۍ کې ووژلې نو دې ته د اسلام د سرلوړۍ نامه ورکوي. طالبانو پخپله شپږکلنه شرمېدلې دوره کې د افغانستان او افغانانو په تباه کولو او له منځه وړلو او په نړيوال کچ د اسلام په شرمولو کې هيڅ کمى ندى پريښى. او اوس چې د پاکستان لپاره کوم کار کوي دا به يې هم په تاريخ کې يو شرمېدلى باب وي. دا يو ښکاره واقعيت دى چې دا وخت هېواد د بهرنيانو لخوا اشغال دى خو دا هم ښکاره خبره ده چې د هېواد په اشغال کې د طالبانو رول و. هغوى د افغانستان نه د ترهګرۍ نړيوال مرکز جوړ کړى و. عربيانو لپاره افغانستان د افغاني پېغلو ښکارځاى جوړ شوى و او له د عربانو او طالبانو پرته انسان په افغانستان کې د اوسېدو هيڅ تصور نشو کولاى. نو د همدوى په وجه امريکا او نړيوال دې ته اړ شول چې زمونږ په هېواد بريد وکړي او دغه وحشت له منځه يوسي.

اوس خبره دا ده چې هېواد نه د بهرنيانو ويستل په دې ممکن دي چې هېواد کې امنيت راوستل شي، زده کړې وشي، خلک سياسي شعور پيدا کړي، وطن مضبوط او خلک يې ښاد او اباد شي. خو پاکستان داسې نه غواړي نو طالبان يې د دې دپاره ګمارلي دي چې په هر قيمت او هر حال دې افغانستان کې حالات خراب وساتي او افغانان دې له تعليم او سواد څخه ليرې کړي. طالبان اوس دغه کار ښه په ايماندارۍ کوي. او غواړي چې افغانى ژورنالست دې هم ورسره همغږى شي. خو زما په فکر دا ناشونې ده. که په طالبانو کې څوک ليک لوست والا سړى وي نو د هغه نه دې معلومه کړي چې په ژورنالست او وياند کې څه توپير دى. که يې بيا هم معلومه نکړاى شي نو زه به يې په تفصيل سره ورته وليکم. په لنډو ټکو کې به دومره ورته ووايم چې د يوې ډلې وياند چې هر څه وايي د يو ژورنالست لپاره هغه ټول د اورېدلو وړ دي خو د منلو وړ ندي. وياند جوړېدل ډېر اسان او ژورنالست جوړېدل ډېر ګران کار دى.