بسم الله الرحمن الرحيم دحميدالله محمد شاه د نيول کيدو په اړه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلاميه !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر تابه جرګه

لکه څنګه چې تاسو درانه هیوادوال په جریان کې یاست د هیواد غښتلی ، صادق او متعهد خبريال ، ليکوال او فرهنګي شخصيت ښاغلی حميدالله محمد شاه ،چې دالجزیرې خبري رسنیو سره د خبریال په توګه دنده ترسره کوله، په کابل کې د روان کال دغبرګولي په څلرویشتم ( 14.06.2009 م )، د ملي امنیت د چارواکو لخواه د نا معلومو دلایلو په اساس نیول شوی ده.

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د ښاغلي حميدالله محمد شاه نیول،د نړیوال ژورنالیزم ، د بیان د آزادی او په هیواد کې د نافذ شویو قوانینو په ضد عمل ګڼي.
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، د ملي امنیت د چارواکودغه بی مسوولیته او د ډیموکرسې ضد چلند په کلکه غندي او د افغانستان اسلامي دولت او په تیره د ملي امنیت چارواکوڅخه په کلکه غوښتنه کوي ،چې ژر ترژره ښاغلی حميدالله محمد شاه ، دا د هیواد اصیل بچی او واقعي خدمتګار خوشی کړي،او په راتلونکې کې دې ورته پیښو مخنیوی وکړي.

په درنښت
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر تابه جرګه