لومړۍ اوروستۍ ليدنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمدشاه پاڅون

روحاني نن په دې دينا کي نسته باور وکړئ هيڅ مي زړه ته نه لويږي هر ځل چي د دفتر ور پرانستل کيږي زه ګمان کوم چي اوس به روحاني صاحب راسي توره بکسه به يې په څنک کي وي او په لوړ اواز به ووايي (( انډيوالانو سلام )) وروسته به ماته واي (( پاڅون صاحب زه کوم کمپيوټر ته کښينم )) او هر ځل چي مي ټليفون زنګ وهي ګمان کوم چي اوس به د هغې لور اواز راسي (( پاڅون صاحب سلام په پلاني وخت په پلاني ځاى کي غونډه ده ورسه ))
سمه ده
روحاني به بيا ووايي (( مننه جان ))
د روحاني د نامه سره هغه مهال اشنا سوم څه وخت چي په هلمند کي په لومړي ځل د ( بګړۍ ) په نامه يو مجله چاپ سوه او د روحاني صاحب يوه ليکنه مي پکښي ولوستل هغه مهال چي روحاني صاحب په سباوون کي دنده پيل کړه بيا خو د هلمند هر وګړى يې د ږغ سره ډير ښه اشنا سو
هغه مهال چي ما او روحاني سره و ليدل دوهم ځل وو چي ما د بست فرهنګي ټولني په مشاعره کي ګډون درلود ډير ښه مي په ياد دي محمد زخمي په ترنم کي خپل شعر وايه د ټولني ور پرانستل سو لوړ قدى انسان ټولني ته دننه سو خوله يې د خندا څخه نه ټوليده د ټولني پاى ته تير سو پر يوې پلاستکي چوکۍ کـښيناستى توره بکسه يې پرانستل (مني ډيسک او غوږۍ) يې چمتو کړې د شعرونو په ثبتولو يې پيل وکړ زماد شعر ځيني برخي يې هم ثبت کړې . د هغه ورځي څخه زما او د روحاني ملګري پيل سوه زموږ د ملګريتوب لا لومړي پړاوونه وه چي روحاني په بي بي سي کي دنده پيل کړه د مشاعرې په ورځ ما غوښتل چي روحاني ته د نوي دندي مبارکي ورکړم خو هغه وار د مخه کړ او زما د شعر ستاينه يې وکړه .
خداى بخښلى روحاني د لوى حوصلې څښتن وو يوازي يې کار پيژندى د کار کولو په وخت کي يې د چا سره خبري نه کولې د دواده په شيرينه ورځ ورته بي بي سي د يوې اونۍ لپاره رسمي رخصتي ورکړه د با احساسه روحاني د واده په دوهمه ورځ د عامو وګړو د ږغونو څه ډک يو راپور خپور سو .
روحاني په خپل سپيڅلي نيت دا با ور درلود چي په هلمند کي به يې هيڅوک هم په بده نوي خوشحاله ځکه خو بې له کومي وريري يې د هلمند لري لري سيمو ته سفرونه کول
څه وخت چي خداى بخښلى په کندهار کي وو هلته هم ډير و ځليدى خپل کار يې په ډير ميړانه سر ته رسوى د ځينو کسانو د خولې مو اوريدل چي هلته ډيرى کسان د روحاني د راشه درشه څخه ناخوښه دي زه پوهيدم چي ولي؟ ځکه روحاني د خپل کار په ښه توګه د بشپړلو په موخه د چا سره په ټليفون کي او مخامخ اوږدې خبري نه کولې .
روحاني که هر چرته تللى واى هغه روحاني وو هغه مهال چي ارواښاد په کندهار کي وو موږ ځيني ملګري د يو کار په موخه کندهارته روان سولو روحاني ته مو په دې موخه ټليفون وکړ چي موږ په خپل منځ کي دا خبره پخه کړېوه چي شپه به د ورحاني صاحب سره تيروو .
خداى بخښلى زيات خوشحاله سو څه کم يو ساعت يې ( تم ځاى ) اډه کي انتظآر وويست هر لحظه يې په ټليفون کي زموږ خبر اخيست وروسته يې زړه بې طاقته سو نور هم مخه ته راغلى تر څو په سنګسار کي مو سره پيدا کړل پر هغه ځاى مو د لين موټر خوشي کړ او د اواښآد روحاني په موټر کي د هغه کور ته راغلو هغه شپه مو تر ناوخته پوري وخندل او ټوکي مو وکړې

د خداى بخښلي د شهادت څخه يو اونۍ مخکي په لښکرګاه کي د عامه اړيکو تر عنوان لاندي يو ورکشاپ داير سو څه وخت چي ټرينر وليدل چي روحاني صاحب هم په دې ورکشاپ کي ګډون لري زيات خوشحاله سو ځکه هغه مخکي هم د ارواښاد روحاني د ږغ او شخصيت سره اشنا وو
د روحاني د ژوندى شېبې نوري هم لڼدي سوي وې د ورکشاپ وروستۍ ورځ راورسيدل د بري ليکونو د ويشتلو لړى پاته و رسيدل د خورو ورو چوکيو په منځ کي ورحاني زما خواته راغلى غټي ژړي سبح يې په لاس کي وې تسبيح مي له لاسه جني وکښې موسکى سو راته يې وويل ( (راپور دي واخيستى ؟ )) ما د هو ځواب وکړ دا مي د روحاني سره وروستى ديدن وو
د شنبې ماښام وو د روحاني دلاس هغه تسبح مي اړولي ټليفون راغلى (( روحاني لادرکه دى تا خو به نوي ليدلى )) زړه مي و ريږديدى خو بيا مي هم ځان ته تسلي ورکړه .
هغه تسبح مي په لاس کي وې چي د روحاني د شهادت زړه بوږ نونکى ږغ راباندي وسو
زما هغه تسبح په لاس کي وې چي روحاني په خپل لاس راکړي وې د امبولانس دروازه پرانستل سوه د خداى بخښلي روحاني جسد مي وليد سپيني جامې يې په خپلو وينو سرې وې
ډير مي وژړل هغه تسبيح کي په اوښکو لندې کړې
روحاني ولاړى د ابد په لور
هغه تسبح اوس هم راسره دي هر ځل چي ورته ګورم هغه صحنه را په زړه کيږي چي روحاني په مينه ناکو قدمو زما لوري ته را روان وو

احمدشاه پاڅون