د ارواښاد خیبر د شهادت د ۳۱ م تلین په یاد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سناتورغلام حضرت خیبر

له نن څخه ۳۱ کاله شا ته د ۱۳۵۷ لمریز کال د وري په ۲۸ مه ، د ګران هېواد په زړه کابل کې یوه دردونکې پېښه ، د څو خرڅ شویو ، ناپاکو او هېوادپلورو څېرو له خوا رامنځ ته شوه . له دې غمیزې روسته لا تر اوسه په هېواد کې د وینو لښتي او بیالې بهیږي او د هېواد د ژغورون هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي . دا غمیزه د استاد میر اکبر خیبر په شهادت رسېدل و !
زه ویاړم چې په هېواد او خپلو خلکو د میین ، دغه لوی شهید له کورنۍ څخه یم . د افغان سرلوړي ملت ته د هغه په سرښندنه ویاړم او تل به د هغه په ویاړلې لار قدم اخلم .
مخکې له دې چې د شهید خیبر د ژوند په نورو اړخو رڼا واچوم ،
لومړئ غواړم چې د هغه لنډ ژوندلیک ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم .
شهید میر اکبر خیبر د ارواښاد میرافضل زوی ، په ۱۳۰۹ لمریز یا ۱۹۳۲ ع کال په یوه بېوزله او کروندګره کورنۍ کې زیږېدلئ و . پلار يي روحاني شخصیت چې زیات وخت يي قران شریف لوست او په پښتو او دري ژبو يي لیکل کولئ شول . له دې کبله هغه ته لومړۍ زده کړې د پلار له خوا ، له دیني کتابونو څخه ورکړل شوې وې .
ارواښاد خیبر ۱۴ کلن و چې له ازموینې روسته په رشیدیه ( عسکري لېسه ) کې شامل او د هغې له بشپړتوب روسته په حربي پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو .
هغه حربي پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې خو په ۱۳۳۰ کال له پوهنتون څخه د فراغت په ورځ ، ددې پر ځای چې د خپلو نورو همزولو او ټولګیوالو په شان عسکري یونیفورم واغوندي ، د تحصیل د بشپړتون په ویاړ د همزولو غوندې خوښي وښۍ ، د خپلو خلکو او هېواد پر وړاندې کړې زده کړې وکاروی او دخپل ایستلي زیار ګټه او مېوه خپله وخوري او کورنۍ ته يي ډالۍ کړي له بده مرغه ، په هېوادکې د هغه وخت د نظام د وچتوب ، سرزورۍ او بې تمیزۍ له کبله د خپلو نورو ملګرو هر یو عبد الله او محمدزي سره یو ځای ، بې له کوم ښکاره تور او جرم څخه د دهمزنګ په زندان کې د ( ۵ ) کالو لپاره د تورو تمبو شا ته غورځول کیږي !
د دهمزنګ زندان کې د خیبر د بندې کېدو په خبر سره ، د هغه سپین ږیرئ پلار او سپین سرې مور دومره کړېږي چې له ډېرې لنډې مودې روسته دواړه وفات شول او په ژوند يي د زوی د مخ د لېدو ارمان ګور ته یووړ .
شهید خیبر په زندان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ، انګریزي او اردو ژبې زده کوي او په زندان کې له نورو سیاسي بندیانو سره اشنا کیږي .
په ۱۳۳۵ کال له زندان څخه خلاصیږي . کله چې کور ته ځي ، ګوري چې نه پلار شته ڼه مور ، نه میرمن شته او نه ورور . ټول څوک مړه او څوک په ژوند تري تم دي ! ځکه د زندان په وخت د خیبر اړیکې د هغه له کورنۍ سره پرې کړئ شوې وې .
شهید خیبر له لنډ مهال روسته ، بېرته کابل ته ځي او د وخت د حکومت له خوا چې لومړئ وزیر يي شهید محمد داود و ، د پولیسو په اکاډمۍ کې د دوهم بریدمن په رتبه د تدریسي مدیر پتوګه ګمارل کیږي .
کله چې د هېواد په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې روشنفکري غورځنګ وده او پراختیا مومي او یوشمیر زده کونکي شړل کیږي او بندیان کیږي ، ارواښاد خیبر هم په ۱۳۴۳ کال د وخت د کورنیو چارو د وزارت له خوا غوښتل کیږي او ورته سرپټئ مکتوب ورکول کیږي او ورته ویل کیږي چې دا مکتوب د پکتیا والي ته یوسه !
کله چې والي دا مکتوب لولي ، کابل ته د بېرته تګ اجازه نه ورکوي ، په پولیسو کې يي د یوه چارواکي پتوګه ساتي او د یوه سیاسي تبعیدي پتوګه ورسره چلند کوي .
په څلویښتمو کالونو کې کله چې په ګران هېواد افغانستان کې یو نوئ پړاو رامنځ ته کیږي او د ځوانانو په سرښندنو د نیم بندې دیموکراسۍ تر نوم لاندې سلطنتي کورنۍ چمتو کیږي چې واک ملکي حکومت ته پریږدي . د نوې رامنځ ته شوې فضا څخه په ګټه ، په ۱۳۴۳ کال کې د ارواښاد نورمحمد تره کي په کور کې د ملي تګلارې په غوراوي سره ، د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د بنسټ ډبره کېښودل کیږي .
په دې ګوند کې ارواښاد خیبر د یوه روښانه ملي څېرې پتوګه ګډون کوي .
خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې ګوند تر اوږد مهال پورې دغه ملي تګلاره ونه شوه ساتلئ او هغه يي ونه شوه کړې چې پلې کړي او ډېر ژر د ځینو معلوم الحاله څېرو لکه ببرک کارمل او حفیظ الله امین د ځان غوښتنې او مقام غوښتنې نظریو او هیلو ښکار شو .
ګوند ددې پر ځای چې په غوره شوې ملي تګلاره مخې ته لاړ شي ، پوخ او غښتلئ شي ؛ د همدغو څېرو د ځاني غوښتنو او غرضونو له لاسه په ډلو ، ښاخونو او څانګو ویشل کیږي !
خیبر تل هڅه کوي چې د ګوند یووالئ وساتي او ګوند له ملي لیکې څخه ونه ښوییږي . خو دده او نورو دغه هلې ځلې ځای نه نیسي او ګوند ډېر ژر په دوه سیالو څانګو ویشل کیږي !
په ۱۳۵۲ کال ، په هغه ورخ چې په هېواد کې د ارواښاد داودخان په مشرۍ د کودتا له لارې شاهي نظام ړنګیږي اوځای يي د لومړي ځل لپاره جمهوري نظام نیسي ، خیبر ما ته وايي چې جمهوری نظام د خلکو لپاره یو ستر برئ دئ او تر دې نظام لاندې به افغانستان ډېر ژر د ژوند په ټولو برخو کې سترې بریاوې ترلاسه کړي .
هغه وخت ، خیبرد داودخان په مشرۍ جمهوري نظام د افغانانو د سوکالۍ او ښېرازۍ لپاره یوه ښه لاس ته راوړنه بلله او په دې اند و چې دا نظام په اوس وخت کې د پرمختګ او ټولنیز سمون لپاره زموږ د خلکو او په تېره بیا د روڼ اندو له هیلو او ارزوګانو سره اړخ لګوي .
بېځایه به نه وي چې په دې برخه کې د ښاغلي غوث الدین فایق « رازي که نمي خواستم افشا ګردد » له کتاب څخه د داود خان په اړه ، دخیبرد نظر یو څرک راواخلو.
فایق د خپل کتاب په ۲۲ مخ کې داسې لیکي : « در سال هایکه تماس وعلایق سردار محمد داودخان مرحوم بدستور حکومت وقت از مردم ، محیط وماحولش قطع شده در منزلش در عزلت به منتهای تاثر وحسرت میزیست ، روزی اخباری بدستم رسید که با عکس سردارمرحوم مزید بود در قسمت پایین عکس به قلم میر اکبر خیبر چنین ارقام یافته بود : ( روزی این مرد مدبر، پراندیشه وارمان ، دردهای این ملت را مداوا وزخم های مردم مارا التیام خوهد بخشید . )
په ۱۳۵۴ کال چې میاشت مې نه ده په یاد ، یوه شپه مکرویانو کې د خیبر کورته ولاړم ، د شپې هلته پاتې شوم او په ناستخونه ( سالون ) کې ویده شوم . لا زه پوره نه وم ویده چې ناوخته چا ددروازې زنګ وواهه، ارواښاد خیبر دروازې ته ورغئ ، له روغبړ روسته يي هغه شخص ناستخونې ته راوباله . زه لا ویښ وم او ژور نه وم ویده شوئ ، ځان مې نور هم پسې غلئ کړ . هغه کس له خیبره وپوښتل چې څوک ویده دئ ، خیبر ورته وویل چې زما خورايي دئ ، توپیر نه لري خبره کوه ، څنګه ناوخته راغلاست ؟
نوموړي کس داسې ورته پیل کړه : نن زه کارمل سیب غوښتئ وم ، پر سیاسي حالاتو له خبرو روسته يي راته وویل ، داودخان او دهغه تګلاره د ارتجاع خواته روانه ده ، ځان او نور پوځي ملګري چمتو کړۍ چې موږ یوبل انقلاب ته اړتیا لرو ، د داود رژیم باید رانسکور شي .
خیبر نوموړي ته په خبرو کې داسې ادامه ورکړه ، تاسو چې نن د ګوند لوړغړئ او وزیر هم ياست ، کله چې خپل کلي ته لاړ شي ، تا خلک د انقلابي او یا وزیر په نوم پېژني که د پلاني د زوی په نوم ؟
هغه خیبرته وویل چې څو ورځې له مخه ، زموږ د کلي څو تنه سپین ږیري زما دوتر ته راغلي وو . زما په دوتر کې يي ما ته وویل چې د پلاني زویه خدای دې نور هم غټ سړئ کړه ، موږ سره به دا مرسته کوې !
نو خیبر هغه ته وویل چې وګوره زموږ په هېواد کې چې نه پیاوړئ اقتصاد لرو ، نه پیاوړئ سیاسی بنسټ لرو ، موږ څنګه کولئ شو چې حکومت وکړو . دا به زموږ لویه تېروتنه وي چې د جمهوري نظام سره مرسته ونه کړو او دا به زموږ لویه ختا او جفا وي چې د جمهوري نظام پر وړاندې کوم اقدام وکړو . خیبر زیاته کړه چې داودخان له ما سره بد کړې ، زه يي بندي کړئ یم او زما کورنۍ يي تبا کړې ، نو کارمل سیب ولې ورته په قار دئ ؟
همدارنګه کله چې د اساسي قانون په توشیح څه جاروجنجال پېښ شو او یو شمېر ملګري بندیان شول ، بیا هم هغه وخت چې زه ورسره ناست وم ، دا پوښتنه رامنځ ته شوه چې زموږ ګوند اوس یو پیاوړئ ګوند دئ ، نو بیاولې واک نه اخلو ! خیبر بیاهم په ځواب کې وویل چې د واک اخیستل که اسان دي خو د واک ساتل ګران کار دئ . نه موږ خپله ، نه زموږ هېواد او نه زموږ خلک دې کار ته چمتو دي ! څنګه کېدئ شي چې په پينځه زره ګوندیانو واک تر لاسه کړو چې د هغو هم زیات شمېر کم سواد اوبېسواد دي ! ؟
په ۱۳۵۶ کال د چنګاښ په ۱۲ مه ، د ګوند دواړې څانګې سره بېرته یوځای شوې ، ما په هغه وخت لوګر کې ګوندې دنده درلوده او د عینکومسو د کان چارواکو لکه انجینر عنایت الله او کارګرانو سره مې اړیکې درلودې خو دایمی ګوندې اړېکې مې د کابل په علي شمس کې له عظیم شهبال سره وې او هلته مې ژوند هم کاوه . په لوګر کې د هغه وخت یو خلقي ملګرې ماته وویل چې دې ورځو کې داودخان د ګوند مشر نورمحمد تره کئ ځانته غوښتئ و او ورته ویلي يي دي چې ګوند ړنګ کړه ، زه به درته په حکومت کې لویه څوکۍ درکړم . ما دا خبره خپل ګوندي مسول شهبال ته وکړه او هغه پورته انتقال کړه .
یوه اوونۍ روسته زه ، نوراحمد نور په ګذرګا کې ، د لېدلو لپاره وغوښتلم ، او را څخه يي وپوښتل چې دا خبره تا ته چا کړې ده ؟ ما نوراحمد نور ته د نوموړې خبرې په اړه یاد شوئ ټول مالومات ورکړل ، خو نوراحمد نور بیاهم له ما وپوښتل چې دا خبره خو تا ته خیبر نه ده کړې ؟ که خیبر کړې وې راته ولیکه ! ما ورته د نوموړې خبرې سرچینه بیا بیا تکرار کړه ، خو د هغه باور نه کېده ، روسته يي په عصبانیت را ته وویل چې زه ولاړ شه !
په هرحال د ګوند له یووالي روسته ، د پرچم د څانګې په منځ کې زیات اختلافونه رامنځ ته شوي وو چې د همدې اختلافونو له کبله د ۱۳۵۷ کال د وري په ۲۸ مه د مازیګر په وخت ، په دویمو مکرویانو کې د مطبعي دېوال ته نږدې ، د ناڅرګنده کسانو له خوا ، خیبر په شهادت ورسید !
اروا دې ښاده وي !
د هغه له شهادت روسته لومړئ کس چې د هغه کور ته تللئ وهغه نوراحمد نور و ، چې د هغه له ارواښادې مېرمنې څخه يي پوښتنې کړې وې ! له دې روسته څو تنه د پولیسو په یونیفورم کې کور ته تللې او کور يي لټولئ او ځانونه يی پولیس ښودلئ وو . خو کله چې د کورنیو چارو د وزارت چارواکي کور ته ځي ، خبریږي چې له دوی له مخه د پولیسو په جامه کې ځینیو کسانو کور لټولئ او تللي دي .
همدارنګه د جنازې په ورځ یو ملګرې چې توریالي کارګر نومېده ، کله چې د خیبر تابوت ته نږدې کیږي په چیغو سره رهبري ته د نېوکې لاس نیسي او وايی چې ( ای خاینان شما اورا کشتید ! )
د خیبر له شهادت روسته ، همدغه ملګري د واک پر ګدۍ کېناستل ، د دوه ورځو لپاره يي د ځانښودنې په موخه ، د هغه عکسونه پرمیزونو کېښودل . خپله نوراحمد نور چې په هغه وخت د کورنیو چارو وزیر و ، نه يي د شهید پر دوسیي کار وکړ او نه يي د هغه په وژنه تورن کسان د قانون منګلو ته وسپارل .
دا هغه پوښتنې دې ، هغوی چې په تېره بیا ژوندې دي لکه نوراحمد نور ، سلطان علي کشتمند ، اناهیتا راتب زاد او نور يي باید ځواب ووايي !
که ځواب نه وايي او غواړي له دغو پوښتنو ځان تېر کړي ، نو په ډاګه ویلئ شم چې دوی هم د شهید خیبر په وژنه کې په یوه یا بله بڼه لاس لري !
د خیبر هڅه او کوښښ دا و چې د داود خان تر مشرۍ لاندې د هېواد اقتصاد وده وکړي ، پوهنه او زده کړې پر مخ لاړې شي . هغه د یوې ډلې تیکنوکراتانو په مټ د داود خان له زوی سره هم لېده کاته کړي و چې یو له هغو څخه ښاغلئ مرشېدي دئ چې اوس په سویس کې اوسیږي او زما د پورته خبرې شاهد دئ .
زه هیله من یم چې مرشېدي سیب پخپله ، پورته یاده شوې خبره چې ارواښاد شیرزي په خپل کتاب کې لیکلي ، رسنیو ته راوباسي .
شهید خیبر یو ملي څېره وه او ملي فکرونه يي درلودل . د هغه توپېر هم د ګوند له مشرتابه ، په تېره بیا له کارمل سره په همدې ټکې کې پروت و . کارمل به تل ، خیبر په ځينیو ګوندي کړیو کې د یوه پښتون نشنالېست او د یوه روسته پاتې کلیوالي پښتون پتوګه ، معرفي کاوه . په روستیو کې خو خیبر د همدغو ملي اندیښنو له مخې ، په ګوند کې ګوښه کړئ شو . د ګوند کومو کادرونو چې به له خیبر سره اړيکه نېوله ، په هغو به هم د کارمل د پلویانو لخوا پورته ټاپه وهل کېدله .
په دې ځای کې به بېځایه نه وي چې د ډاکټر سرلوڅ مرادزي د خولې یوه خبره دلته راواخلم « نوموړئ وايي : په ۱۳۵۴ کال ژمې کې ګوندې کنفرانس په کابل کې جوړ شو . څلور تنه هر یو خدایداد بشرمل ، استاد ربي ، سرور یورش او زه ( ډاکتر سرلوڅ ) دې کنفرانس ته له ختیځ څخه راوبلل شو . په کنفرانس کې د ګوندي مشرتابه د یو څه پراختیا له خبرو روسته ، د ګوند په روانه تګلار او په دې خبره چې ګوند به د داود خان په مشرۍ له دولت سره څه چلن غوره کوي خبرې اترې وشوې . په خبرو کې دوه لوري له ورایه په ډاګه وو : یو لورئ د ارواښاد خیبر لخوا داسې و چې ګوند دې د داود خان په مشرۍ له جمهوری نظام څخه ننګه وکړي او په هیڅ شان دې د دولت پر وړاندې پاروونکي او لمسوونکې هلې ځلې نه ترسره کوي .
په کنفرانس کې د ځینیو استازو لخوا داسې هم ویل کېده چې ګوند ته به ښه دا وي چې د داودخان په وړاندې شوي تګلارې سره راغونډ شو او زموږ اوسني ګوند ته د خپلواکو او بېلو تشکیلاتو کومه اړتیا نه لېدل کیږي . ځکه هغه څه چې موږ غواړو او په دې مرحله کې ممکن دي ، خپله زموږ او نورو هېوادپالو په ننګه د دوادخان په جمهوري کړنلارې سره پلي کېدئ شي .
خو په ګوند کې واکمنه ډله د کارمل په مشرۍ په دې لټه کې وه ، چې ګوند باید داودخان د رژیم بدیل وي او موږ باید دې ته چمتو واوسو . »
ارواښاد خیبر د ژوند په روستیو کې په یوې لیکنې ( زموږ د زماني نشنلیزم ) کار کاوه . دا لیکنه تر ۴۲ پاڼو پورې لیکل شوې وه خو لا بشپړه نه وه ، که وخت یاري راسره وکړه او زما په لاس راغله ، زه به يي د رسنیو له لارې هېوادوالو ته ورسوم .
شهید خیبر جمهوري نظام په هېواد کې یو ستر بدلون باله او یوه ورځ يي ما ته وویل : که داود خان جمهوري نظام نه وايي راوستئ ، افغانانو باید پنځوس کالونو نور هم د جمهوري نظام د راتګ لپاره انتظار کښلئ وئ !
دا وې هغه خبرې چې ما له ځانه سره درلودي او د خپل ویښ ضمیر له مخې مې هغه رسنیو ته وسپارلې .
په پای کې ، د خیبر او د هېواد د ټولو شهیدانو اروا دې ښاده وي !
سرټيټي دې وې د هېواد دښمنان !

سناتورغلام حضرت خیبر