انسان او تکامل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز

کله چې موږ د تکامل په هکله خبرې کوو نو موږ ته یو حجره ای حيوانات او دډير پيچلي جوړښت لرونکې یا عالي حيوانات او نباتات را په ياد شې. يو کب (ماهې) د يو اسفنج په پرتله د جوړښت له پلوه خورا زيات پيچلی دي، نو ځکه کب د اسفنج په پرتله زيات تکامل کړی دي. يو آس د يو مار په پرتله د بدن د جوړښت له پلوه خوارا پيچلې جوړښت لري، نو ځکه آس د مار په پرتله زيات تکامل کړی دی. بيزو د آس په پرتله ډیر پيچلی جوړښت لري نو ځکه بيزو د آس په پرتله زيات تکامل کړی دی. انسان چې خورا پيچلې جوړښت لرې د ځمکی پر مخ د ټولو ژونديو موجوداتو له ډلې نه ډير پرمختللی او تکامل موندلی موجود دی. يا په بل عبارت تکامل د عضوي مادی پرمختلونکی بهيردي.

د تکامل په اړوند له پورتنېو يادونو څخه دغه فکر اونظر څرګنديږي چۍ هغه ارګانيزمونه چۍ په عینې چاپيريال کې د نورو ارګانيزمونو په پرتله د خپل چاپيريال د کنترولولو ښه وس لري، د نورو په پر تله يې زيات تکامل کړی دي. له دې څخه دپياوړتيا «دغښتلتېوب او برتيا» مفهوم منځ ته ځي، ددی خبرې مانا داده چې په يوه چاپيريال کې هغه ارګانيزمونو ښه تکامل کړی چې د خوړو موادو زيرمې په خپل واک کې لري. ددغه مفهوم پر بنسټ هغه ارګانيزمونه په ښه او سمه توګه کولې شي خپل ژوند خوندي کړي چې د خپل ژوند څرخ په خپله ګرځوي او هغه په خپل واک کې لري، نو ځکه دوې ترنورو متکامله ارګانيزمونه دي. بايد وويل شې چې د تکامل دغه مفهوم زيات څرګند نه دی. خو ددې مفهوم د پوهيدو دپاره په کار دي چې د تکامل په هکله زياتې څیړنې ترسره شي. خو په تکامل کې يوه مهمه مساله د تضاد مساله ده چې هر ژوندې موجود له دوه ډوله تضادونو سره مخامخ دي ، د ژوندي موجود په دننه کې تضادونه او له هغه بهر، له چاپيريال سره تضادونه. دا تضادونه د پرمختيا او تکامل سبب کيږې، ځکه ژوندي موجودات د خپل پايښت دپاره نوې او تازه وسيلې او سيستمونه په کار اچوي. آن کوچني يو حجروی حيوانات د ځان د پايښت د پاره دځان ساتنې ټاکلې سیستمونه رامنځ ته کوې. لکه د درملونو د بې اغيز کولو دپاره يو شمیر دفاعې سیستمونه منځ ته راوړي. نو وينو چې ټول موجودات د پايښت دپاره هلې ځلې کوې او غواړې چې چاپيريال په خپل واک کې ونیسي. هغه موجودات چې د ځان ساتنې وس نه لري او د نويو حالاتو سره ځان ته د سمون ورکولو وس نه لري له منځه ځې، نو ځکه په طبيعت کې د پايښت دپاره د ژونديو موجوداتو تر منځ جګړه او مبارزه روانه ده او په دغه جګړه کې آن د ژونديو موجوداتو ځنی ډولونه بيخي له منځه تللي دي. له دغه مفهوم څخه دپايښت دپاره د جګړې او هلو ځلو مفهوم منځ ته راځي. انسان ددغه مبارزې په سر کې خاې لری او د طبيعت پر ټولو ژونديو موجوداتو اوپر خپل چاپيريال يې کنترول ټينګ کړې دی. په طبيعت کې د ژونديو موجوداتو جګړه د ژوند له مفهوم سره تړلې ده او ډيره بې رحمه او له وحشته ډکه ده. خو انسان نه يوازې د چاپيريال سره په جګړه کې دي بلکې انسان د انسان سره هم په جګړه او سيالۍ بوخت دي. د انسانانو ترمنځ جګړې هم ډیرې وحشتناکې او بږنونکې دي. انسانان په بې رحمۍ سره يوبل له منځه وړي. خو انسان کولی شي دغه تضادونو ته په انساني لارو چارو د حل لاره پيداکړي. انسان د تکامل په بهير کې د نورو ژونديو موجوداتو په پرتله بيل او اوچت ځای او دريځ لري چې د همدغه توپیر پر بنسټ يې د موجوداتو د اشرف لقب تر لاسه کړې دي. دتکامل بهيراوکچه په ژونديو موجوداتو کې يو شان نه ده، ځنيو زيات او ځنيو لږ تکامل کړی دی. همدارنګه تکامل د انسان په ډول کې هم يو شان نه دي، انسانان د تکامل د درجې له مخې سره توپير لري. دوه کسان چې يو او بل ته مخامخ ولاړ دي په پام کې ونيسې او سره پرتله يې کړې، په ظاهره دوې دواړه د ارګانيزم او د جوړښت د پیچيلتيا له پلوه سره يوشان دي او يوه شيبه داسې فکر وکړې چې دوې دواړه يو شان انتلیګینس او پوهه هم لري، خو يو يې تنګ نظره، مغروره او پر ځان مين سړې دي او بل يې پراخ نظره او متواضع سړی دې نو موږ وايو چې دغه پراخ نظره او متواضع انسان د هغه بل په برتله زيات تکامل کړی. که يو څوک له خپل ژوند څخه د نورو په خاطر تير شي د بیلګې په تو ګه د یوی پيښې څخه لکه د سیلاب....څخه د چا د ژغورنې دپاره خپل ژوند په خطر کې واچوی نو هغه په خلکو کې زيات درناوی تر لاسه کوې او په حقيقت کې دغه سړی د تکامل لوړې درجې ته رسيدلې دی.

موږ په تاريخ کې د سترو اتلانو ، پوهانو او نابغه ګانو له نومونو سره آشنا يو، دوې چې د شهرت لوړې کچې ته رسيدلي دي، علت يې هغه لوړې انسانی هيلې دی چې دوی خپل ژوند ورته وقف کړېدی. زموږ په هيواد کې تر يوې پيړې وروسته نن هم خلک امان الله خان ته د وياړ، غزت او درناوې په سترګه ګوري، ځکه هغه که له يوی خوا د هيواد د خپلواکې بیرغ پورته کړ، دبلې خوا یې بې له ځنډه د هيواد د پرمختيا د پاره بنسټيز ګامونه اوچت کړل، خو ددې ترڅنګ هغه د قدرت او واک په خاطر په هيواد کې د جګړې اور ته لمن ونه وهله بلکې واک يې د سولې او د وطن د سترو ګټو قرباني کړ، نو ويلې شو چې امان الله خان هغه وخت په افغاني ټولنه کې تر ټولو متکامل شخصیت ؤ. هغه که له يوې خوا شهامت او وړتيا لرله نو د بلې خوا يې زړه د خپلو خلکو په نسبت له مينې او محبت څخه ډک ؤ، نو ځکه يې واک ددغه مينې قربان کړ.

د تکامل په هکله ريښتنې او ژوره پوهه داحقيقت څرګندوي چې متکامله انسانان د ځان په پرتله نورو ته زيات ارزښت ورکوي. او معنوې ارزښتونه تر مادي ارزښتونو لوړ بولې. زموږ په فلکلور کې داسی کيسې شته چې ډير کسان د مينې، دوستۍ، ملګرتوب په خاطر له خپلو ګټو لاس اخلي. اوس که د تکامل مفهوم په پورته ډول په پام کې ونيسو نوپه کار ده چې د تکامل په اړوند خپله پوهه ورسره انډول کړو. دا کار مهم دي ځکه د تکامل په اړه کومه پوهه چې موږ تر دی دمه لرو، هغه نور زړه شوې ده. په کار ده چې د تکامل نوې او پرمختللی مفهومونه را برسيره کړو او ځان پرې پوه کړو کوم چې زموږ له ريښتينولې او حقيقت سره ژور پيوند لري. آيا موږ هغه څه وينو چې موږ ورته د ودې ورکولو په حال کې يو؟ او يا زموږ د تکامل لوری او مخه څرنګه او په کوم خوا ده؟ دا خبره زموږ د ورځنې ژوند، کړو وړو اوچال چلند سره پيوند لري چې موږ په ورځنې ژوند کې څه ته ارزښت ورکوو او څه ته ارزښت نه ورکوو او زموږ چلند څه ډول دی؟

تر دغه دمه له تکامل څخه زموږ پوهه په هغه مالوماتو ولاړه ده کوم چې موږ يې د خپلو پنځه ګونو حواسو په وسیله تر لاسه کوو او پرې پوهيږو. نو ځکه موږ تر اوسه د پنځه حس لرونکی خلک يو. دغه حسونو انسان ته ددې وس ورکړی دی څو ددنيا په اساسې او بنسټيزو قوانينو او کړنو پوه شي اوویې پيژني. موږ د خپلو حواسو د لارې پوهيږو چې په هر چلند کې يو علت شته چې له ځانه اغيز لري او هر اغيز هم يو علت لري. موږ د خپلو مقصدونو او فکرونو پايلې وينو. موږ راسيزم او فاشيزم او ټول وژنې وينو: موږ پوهيږو چې دوې له موږڅخه د ژوند حق اخلي، ګورو چې دوي وينې بهول غواړي، زموږ ځواک او انرژې له موږ څخه اخستل غواړي. خو ددې خلاف موږ داهم وينو چې له دوستي څخه مينه اومحبت رامنځ ته کیږي. موږ د ترخه چلند او د يوې مسکا اغيزه هم وينو.

موږ په ځان کې دا وس وينو چې پوهې ته پراختيا ورکړو. موږ د بيلګې په توګه د اوبدلو ستن پيژنو چې د اوبدلو يوه وسيله ده. او موږ يې اغيز هم وينو کله چې ترې کار اخلو. هغه توغندی چې خلک وژني، کيدی شې پر هغه کور و لږيږی کوم چې موږ جوړکړی دي او زموږ کورنۍ په کې ژوند کوي. يوه چاړه خلک وژنې خو همدا چاړه د پخلنځې ضروري څيزهم دي. هغه لاسونه چې بمونه جوړوی، کيدی شې همدغه لاسونه ښوونځې او روغتونونه جوړکړي. هغه ککری چې شيطانت ، فساد او جګړې رامنځ ته کوی، کيدی شې داسې انساني فعاليتونه او هڅې هم رامنځ ته کړي چې ژوند ته مفهوم او هدفمندي ور په برخه کړي. موږ وينو کله چې په ژوندانه کې د لازم وجدان تشه رامنځ ته شې نو ټولنې ته وحشت، ګډوډي، زور وينه، ګواښ او سرتمبګې مخه کوي. ټولنه يو داسې ځای دي چې موږ په کې د راز راز ستونزو، پيښو او ناببره څيزونو سره مخامخ کيږو، دلته دغه خبره مهمه ده چې موږ له دغو څيزونو او پيښو سره څنګه چلند کوو او يا څرنګه چلند باید ورسره وکړو، دغه چلندونه په حقيقت کې زموږ شخصيت ته په ټاکلې لوری وده او تکامل ورکوي. موږ د ښه او بدو ترمنځ يو غوره کوو او دا غوراوی په دي پوری اړه لري چې موږ د ژوندانه په اوږدوکې خپل شعور او روح په کومو شيانو خړوبوو او څه راز خواړه ورته ورکوو، که موږ خپل روح او شعور ته د تعصب، کرکې، رخې، تنګ نظرۍ او بدليدنې خواړه ورکړو نو موږ به په حقيقت کې ځان د تنګ نظری او تعصب په لومه کې ښکيل کړی وې چې د ټولنې دپاره به د زياتو زيانونو سبب شي او فاشستی او راسستی اورونه به بل کړي. نن رسنۍ هغه وسیلې دي چې د خلکو پر شعور او افکارو پراخ اغيز لري او هره ورځ د خلکو مغزونه په ډول ډول مالوماتواو خپرونو بمباروي. موږ نن د رسنيو اغيز ته ګورو چې يو شمير شيطانې کړې څنګه له رسنیو څخه په ټولنه کې د جګړو د رامنځ ته کولو دپاره کار اخلي، دوې د رسنيو له جادويې اغيز نه پوره خبر دي نو ځکه په پرله پسې توګه د زهرجنو تبليغاتو او پروپاګندو له لاري ټولنې ته د کرکې او تعصباتو زهرجن خواړه ورکوي څو ټولنه د نه زغم او بربريت په لورې بوځي او په دې ډول د ټولنی نظم ګډوډ کړي. په تيره بيا نن چې افغانستان د سولې او جګړې پر ګړنګ ولاړ دي دغه شان پرو پاګندونه خورا زيات شوې او زور يې اخيستې دي. دوي قومی، سیاسی او مذهبی تاوتريخوالی ته لمن وهي . تصادفې نه ده چې هره ورځ ددغه مقصد دپاره تلويزيونې ، راديويې او نور شيطانی جالونه په پراخيدو دي. خو که همدغه رسنۍ د انساني ارزښتنو او باورونو د خپرولو دپاره و کارول شي نو ټولنه به د سمون او غوړيدو په لور يون وکړي.

څرنګه چې دمخه وويل شو موږ نړۍ او ټولنه د خپلو پنځه ګونو حواسو په وسيله پيژنو او د تکامل په هکله زموږ پوهه هم له همدي لاری بشپړيږي .نو ځکه موږ له همدغه زاويې نه نړۍ وينو او د تکامل نورو اړخونو ته پام نه ساتو. يانې هغه څه چې آورو، هغه څه چې وينو او هغه څه چې حسوو ، زموږ د ژوندانه په تګ لورې اغيز کوې. لکه چې وايې «چې اوسې په خوې به د هغو شې». اوس چې نړۍ ډیر پيچلې او پرمختللې وسیلې په واک کې لري نو د خلکو د تير ايستلو لوبه هم خورا پيچلې او مرموزه شوې ده.

کله چې د نړۍ پيژاندنه په پنځه حسونو پوری اړينه پاتې کيږې نو د نړۍ او ټولنې په هکله کوم ليد چې موږ سره پيداکيږې هغه هم په همدغه اډانه کې محدود پاتې کيږې. نو ځکه د چاپيريال او خلکو د کنترولولو دپاره د زور او چل ول کارول د یو ضرورت په توګه د يوازنی وسیلې په توګه راڅرګنديږې.

دمادي اړتياو او ضرورتونو په تر لاسه کولو کې د برتيا د ترلاسه کولو حس يو ډول سيالي منځ ته راوړي چې زموږ د ژوندانه پر ټولو برخو اغيز کوي. دا کولې شي د دوه مينانو ترمنځ پر اړيکو، ددوو زبرځواکونو ترمنځ پر اړيکو، د خويندو او وروڼو تر منځ پر اړيکو، دتوکومونو ترمنځ پر اړيکو، د طبقاتو ترمنځ پر اړيکو، دښځې او ميړه ترمنځ پر اړيکو اغيزه وکړي او هغه کړکيچن کړي. دا کارکولې شي د ملتونو، مليتونو او دوستانو ترمنځ اړيکې خړپړې، وران او ويجاړې کړي. همدغه انرژی ده چې عراق، منځني ختيځ او افغانستان ته جګړه او وسلی استوي. همدا انرژي ده چې د کورنيو فضا ګډوډوي. همدا انرژي وه او ده چې په افغانستان کې يې سياسې ډلې د يو بل په خلاف ودرولې او سترې ناخوالې، ناورينونه اوبدبختې يې رامنځ ته کړې. همدا د اقتصاد او پانګې د اولجه کولو سيالي ده چې په افغانستان، عراق، سومالي او ځنې نورو هيوادونو کې يې ټولنيز نظم له منځه يوړ او هغه خلک چې تل د ښه ګاونډيانو په څير ديوبل په ګاونډ کې په سوله او دوستې کې اوسیدل او د یو بل په غم او کړاو خپه کيدل او په خوښيو يې خوښيدل او په يو کلې اويو ښار کې يې ژوند او کار کاوه نن په داسې کسانو بدل شوې چې د يوبل سرونه پرې کوي او يو بل ته په لاره بمونه ږدې، د يو بل له خوښيو خپه کيږې او په خپګان يې خوشاليږې.

په دې ټولو جګړو کې وګړې برخه لري او همدا وګړې دی چې مړه کيږی. پوښتنه رامنځ ته کيږې ولې موږ انسانان د يو بل پر خلاف جګړې کوو؟ د وينو په دغه ټولو سیلابونو کې يو ژور انساني او اخلاقې ضد تريخ حقیقت پروت دی. دا داسې جګړې نه دي چې په هغه کې وسله والی ډلې د جګړې د اصولو پربنسټ په هغه کې برخه اخلې او د جګړې په ډګر کې خپل زورآزمويې. بلکې په دې جګړو کې تر پوځيانو او جګړه مارانو، غير پوځې او عادي خلکو ته زيات زيانونه رسيږي. په دوهمه نړيواله جګړه کې پنځوس فيصده عادی خلک له منځه لاړه، د افغانستان په ۲۵ کلنه جګړه کې د زيانونو تر ۵۰ فيصده زياته برخه عادې خلکو ته رسيدلې. د عراق په بمې چاودنو کې هره ورځ په سلګونو عادې خلک وژل کيږې. د جګړو په لاره اچونکي هغه کسان دي چې د زيات واک او د زياتو زيرمو د لاندې کولو هيلې او هوس لري. دوې خپل هدف ته د رسيدو دپاره وحشت او بربريت ته لمن وهې څو خپل هدف ته ورسيږې. په دغه هيوادونو کې ددولت او اداری ټول ارګانونه په قصدي ډول له منځه یوړل شوه، څو ګدوډيو ته لاره هواره شي، دوې له دغه هيوادونو نه خلکو ته دوزخ جوړکړ.

دولت چې د اقتصادي قدرتمندانو د ګټو ساتنه کوې ځنې ارګانونه لکه پوليس او پوځ په واک کې لري. پوليس او پوځ د واک د اساسي ستنو په توګه کار کوي. وسلې، يونيفورم، جز او تامونه، راديو، مخابره دا ټول د ډار سمبولونه دي. هغوئ چې دِغه څيزونه په کاروي، ډار زيږوي. ډار د هغه واکمني نه رامنځ ته کيږې چې دغه سمبولونه يې تمثيلوي. د واک خاوندان ډاريږی نړۍ ته بې له دفاع ورشي. يا هغوي له هغو ډاريږی چې ددغه واکمنی د پرزولو هيله او تکل لري. پوليس او پوځ ځکه جوړيږې څو خلک د قدرت او واک د شتوالې احساس وکړي. په ۱۹۹۲ کال کې د يوې سترې کورنۍ او بهرنۍ دسیسې په پايله کې د هيواد دولتي، ټولنيز او اقتصادي سیستم ړنګ کړې شو او ټول امنيتي او پوځي جوړښتونه یې له منځه لاړل.

د قدرت او واک شتون اقتصاد ته بڼه ورکوي. په سيمه ايزه او ملي کچه د اقتصاد او په نړيواله کچه د بين المللی اقتصاد او پانګې کنترول يوازې د څو تنو په لاس کې دي. زموږ هيواد چې د سړۍ جګړې له کبله او د دوو سترو قدرتونو تر منځ د نړيوال اقتصاد د کنترولولو په سيالې کې د قدرت له تشې سره مخامخ شو، نو ځکه ددولتي واک ځای په کې سيمه ايزو ډلو ټپلو او بانډ ګروپونو ونيوه چې د خپل پايښت او دوام دپاره يې د ګاونډيو هيوادونو پرپوځې او اقتصادي مرستو ډډه ولګوله او اوس هم پر هماغه مرستو ولاړ دي او خپل ژوند ته دوام ورکوي. د واک د همدغې سيالې په نتيجه کې زموږ هيواد ته نه جبرانيدونکې بې سارې مادي او انساني زيانونه واوښتل او هيواد د بې ساری او وحشتناکې ګډوډۍ او انارشۍ سره لاس او ګريوان شو. هر ګاونډي هيواد د خپلو لاسپوسو ډلو په وسيله د هيواد د اقتصادی زيرمو، لارو او امکاناتو د کنترولولو هڅه وکړه او نن هم چې په هيواد کې ريښتنی ملي واک نه دي رامنځ ته شوي اولا هماغه پخواني بانډګروپونه چې د بهرنیانو د ګټو استازيتوب کوی په پوره قوت سره دننه په دولت او له دولته بهر موجود دي او ددولت اساسي واک يې په لاس کې دي. نو ددي کبله د واک جګړه د هغوی د بهرنيو ملاتړو په مرسته په بيلابيلو بڼو په زيات شدت سره روانه ده. د هرې ورځې په تيريدو سره په هيواد کې سوله ، امنيت او ثبات د لا نورې ګډوډې او خرابې په لورې ځې، بډې اخيستل، بيروکراسي او د مخدراتو قاچاق د ژوند په قانون بدل شوې. د نړيوالو مرستو سره سره دپرمختيا کاروان د ميږې په پښو روان دي. د دولت د غښتلې کولو، په پښو درولو او واکمنولو دپاره رښتنې هڅې او هلې ځلې نه کيږي.جنګسالاران هره ورځ نوې امتيازونه تر لاسه کوي. سياسی دسيسی نوې او تازه بڼې غوره کوي. بی بنسټه او بي منطقه ايتلافونه او جبهې را منځ ته کيږې لکه دا اوس د ملې جبهې په نامه د ايديولوژيکو دښمنو قوتونو ترمنځ کومه جبهه چې رامنځ ته شوې ده. د جبهو جوړيدل لازم کار دي خو جبهې او بلوکونه د موافقو ځواکونو تر منځ جوړيږي لکه کيڼ اړخې یې له کين اړخو او ښي اړخي یې د ښي اړخو سره جوړوي. خودغه جبهه د چا ترمنځ او د چا پر خلاف او د څه دپاره منځ ته راغلې ده؟ دمرامي پلوه د جبهې د ګډونکونکو ترمنځ هيڅ ګډ ټکې نه ليدل کيږې، يوه ډله کيڼ اړخي، بله ډله بنسټپالونکې او بله ډله سلطنت غوښتونکې دي. داکارد هر چا په ذهن کې دغه پوښتنه رامنځ ته کوی چې څنګه دښمن قوتونه په يو سنګر کې د خپلو عقيدو او ايديولوژيو پر خلاف سره راټول او يوموټې کيږې. په داسی حال کې چې دغه وطن د همدوې ترمنځ د عقيدوې او ايديولوژيکې اختلافونو په پايله کې وران او ويجاړ شو. دوی په څه دليل يوه ورځ یود بل سرونه پری کوي او بله ورځ يو بل په غيږ کې نيسي او جبهه جوړوې؟ ددوی ګډی وجې کومې دي؟ او ددوې رښتنی دين او مذهب او ايديولوژی څه ده؟ وسله وال بانډونه په ټول قوت سره د وسلو د سپارلو څخه ډډه کوې او همدا اوس په هيواد کې په سل ګونه زره وسله وال بانډونه شته دي چې د بې دفاع خلکو ژوند يې له خطره سره مخامخ کړې دی . اوس هم په هيواد کې د جګړو د پیل امکان لکه د تل شان شته دی په تیره بیا چې همدا ډلې ټپلې قومی او ژبنيو اختلافونو ته لمن وهي او د جګړې سکروټې تازه ساتي. د خلکو ستر اکثريت لکه د تل په شان په ولږه، بيکارۍ او بدبختۍ کې ژوند کوې. خلک د خپلو حقوقو د ساتنی او دفاع دپاره ريښتنې سازمانونه او اتحاديې نه لري. دولت هم د بې وزلو پرګنو دپاره کوم ټولنيز پروګرام نه لري. هره ورځ له ايران او پاکستان څخه په زرګونه افغاني کډوال شړل کيږي چې د تشو لاسونو سره وطن ته راځي خو دولت دوي ته د هيڅ راز خدمتونو چمتو والي نه لري. په داسې حال کې چې د نړۍ ستر اقتصادي ځواکونه په افغانستان کې دي! دا د خلکو ستر اکثريت دي چې د پيسو د دلالانو د دسيسو قرباني کيږې. بانډونه جنايتونه کوې او ځانته د خلاصون منشور جوړوی، هو روغه جوړه ښه کار دي خو روغه جوړه بايد د عدالت پر بنسټ تر سره شي. روغه جوړه بايد ظلم او ستم او جنایت ته قانونيت ورنه کړي.

پيسې او پانګه د واک او قدرت د څرګنديدو بڼه ده هغوې چې زياتې پیسې لري تر ټولو ښه کولې شې پر خپل چاپيريال او د هغې پر وګړو کنترول ټينګ کړي نو دا تصادفی نه ده چې په افغانستان کې د هر کال په تيريدو سره د تارياکو او هيروينو بازار توديږې. پيسې ګټل کيږې، بايلل کيږې، غلا کيږی، په ميراث رسيږې او په زور تر لاسه کيږی. زده کړه، ټولنيز دريځ، شهرت، او هغه څه چې شخصې ملکیت جوړوی دا ټول د قدرت نښې او سمبولونه دي ـ او کله چې دوی ته د مصونيت غوښتنه رامنځ ته کيږې نودا بیا د قدرت او واک د شتون مانا ورکوي. هرهغه څه چې موږ يې د لاسه ورکولو ډار لرو د قدرت مانا ورکوي. له هغه څه چې موږ ډاريږو کيدی شې په رښتيا هم خطرناکه تمام شي. نو ځکه موږ قدرت د يو پردي څيز په توګه پيژنو.

څرنګه چې واک يو پردی اوبهرنی څيز دی، نو ځکه په ټولنه کې د ټولنيز، اقتصادي او سياسي جوړښتونو لړۍ منځ ته ځي چې دا پخپل وار سره ددې څرګندونه کوې چې واک او قدرت یو داسې سيستم دی چې په بيلابيلو پوړيو کې د واک د څښتنانو ترمنځ ويشل کيږې. هغوې چې په سر کې ځاې لري تر ټولو زيات واک او قدرت لري نو ځکه زيات مهم هم دی او زيات ازرښت لري ، خو دوې زيات زيانمنیدونکې هم دي. هغوې چې په ټيټه او لاندنیو پوړيو کې ځاې لري لږ واک او قدرت لري، نو ځکه لږ ارزښت لري اود لږ زيان او خطر سره مخامخ دي. يو جنرال د يو سرتيري په پرتله ډير مهم دي او يو مدير د موټروان په پرتله زيات مهم دي. يو داکتر د دفتر د چوپړ په پرتله ډير مهم دي، د سره زرو خاوند د يو سوالګر په پرتله ډير مهم دي. موږ د هغه څه له کولو ډاريږو چې مور او پلار يې مخالف وی ، موږ د آمر خلاف د څه کولو څخه ډاريږو ځکه هغه کولې شي موږ ته زيان ورسوي. د شخصيت د کوچنيوالې او لويوالې د ارزښت مفهومونه د قدرت د بیروني شتوالې له اغيز څخه رامنځ ته کيږې.

د ټولو ګډوډيو په زړه کې د بهرنې واک د ترلاسه کولو دپاره يوه سيالي روانه ده. د ټولو شخړو لکه د کاپتاليزم او کمونيزم، د مذهبونو او دولتونو، قومونو او ملیتونو، د هيوادونو ، ښځې او ميړه اوکورنيو ترمنځ شخړې ټول د واک د تر لاس کولو شخړې دي. د قدرت شتوالې د فرد، ټولنې ، يو هيواد او نړۍ پر روح باندې ژوره اغيزه لري. د يو شيزو فرينې ناروغ او د نړیوالې جګړې ترمنځ هيڅ توپير نه شته، همدارنکه د يو کړيدلې انسان او يو کړيدلې اولس ترمنڅ هيڅ توپير نه شته. کله چې يوه ښځه او ميړه د قدرت دپاره سيالي کوي دوی د هماغه خوځون او هلو ځلو څخه کار اخلې لکه د يو قوم خلک یې د بل قوم په خلاف په خپله سيالۍ کې په کاروي.

ددغه بحث پربنسټ موږ د تکامل په هکله داسې مفهوم تر لاسه کوو چې تکامل د ودې په حال کې يو بهير دی چې د هغې په ترڅ کې موږ پر خپل چاپيريال او يو پر بل د برتيا د تر لاسه کولو په هڅه کې يو. دغه مفهوم يو لړ محدودیيتونه لري، څرنګه چې موږ نړۍ يوازې د خپلو پنځه حسونو په وسيله پيژنو، نو دا هغه سیالې منعکسوې چې د قدرت د تر لاسه کولو دپاره روانه ده.

دغه جګړې او کشمکشونه چې د زرګونو کالونو راهیسې د وګړو او ډلو ترمنځ رواني دي، د قدرت د نه مصونيت احساس يې منځ ته راوړې دي. چې دغه د نه مصونيت حالت د قدرت د غښتلتيا له لارې له منځه نه ځي. دا ټولو ته بيخې څرګنده ده چې زموږ بې شميره کړاونه او غمونه د ځواک او قدرت او د ټولنيز عدالت د نشتوالي څخه رامنځ ته شوې دي، دا دومره ګډوډې، وژنې او ورانۍ دا ټول د قدرتونو او ځواکونو له لاسه رامنځ ته شوې دي. دا يو واقعيت دې داسې موږ لوې شوې يو او وده مو کړې ده او داسې لا پر مخ ځو.

خو ددغه وحشې ځواک تر وړاندې يو بل ځواک او قدرت هم شته دا د وجدان او د انسانيت د لوړې پوهې ځواک دي کوم چې د خلکو ترمنځ او په ټولنه کې د عدالت پر بنسټ د عمل او چلند کول غوښتنه رامنځ ته کوي. د ټولنيز عدالت د رامنځ ته کولو دپاره باید يو سیستم يا نظام چې پر عدالت ولاړ وې، رامنځ ته شي. ددې دپاره په کار ده چې د ګډوډۍ له دوران نه وروسته ټول دولتي او ټولنيز سيستمونه له سره او په چټکې سره په سمه توګه د عدالت د اصل د پام کې نيولو پربنسټ جوړي شي. هغوې چې د زور او چور او چپاو د لاری د ميلياردونو خاوندان شوي، غواړې د زورواکې د لاری دنورو پر حقونو خپل واک جاري وساتی او د يو عادلانه نظام مخه ونيسي. دغه هسې په بيلابيلو ډولونو څرګنديږې، لکه پورته چې د جبهې جوړيدوته اشاره وشوه ددغې جبهی په هدفونو کې يو اساسی ټکې هم دا دي چې د چورسالارانو واکمنې د هيواد او ولايتونو په کچه، د واک د نوې ويش دلارې خوند او هميشنې کړي.

د واک د یو سالم سیستم په رامنځ ته کیدو سره به د ټولنيز عدالت د رامنځ ته کيدو له پاره لاره اواره شي. ټولنې ته دداسی سیستم راتګ څه آسانه کار هم نه دی ځکه په دې لاره کې لکه چې اشاره وشوه هم کورنۍ او هم بهرني خنډونه شته چې په ټول قوت سره ددغه بهير مخه نيسې.ددغه هدف دپاره لازمه اراده هم نه تر سترګو کيږي، ددغه بهير د عملي کيدو دپاره د خلکو د پراخو پرګنو فعال ګډون يو مهم شرط دی خو د ټولنې د وروسته پاتې والې د امله او په خلکو کې د لازمې سیاسي پوهې د نشتوالي له امله د خلکو د سترو پرګنو ګډون د ټولنې د دموکراتيزه او عادلانه کولو په کار کې خورا کمزوري دي. خو ستم کونکي چې دټولنې ټول مهم څرخونه یې په لاس کې نيولي دي هره ورځ په ټولنه کې د کرکې ، نقاق او تعصبونو د خپرولو دلارې د خلکو انرژې او هڅې په خپله ګټه راڅرخوي. د ټولنې سالمه وګړې او قشرونه بايد په څرګنده د دغه منفې بهيرونو په وړاندې ودريږی او د جګړه غوښتنې تور ماهيت خلکو ته څرګند کړي او په دې ډول په ټولنه کې د انساني ځواک جوهر پياوړي کړي.

کله چې موږ خپل فکر ، احساس او کړو وړو ته د خپل ځان داوچتو ارزښتونو سره سمون ورکوو، موږ ته د ژوند هدف او مفکوره را پيداکیږې. په داسې حالت کې موږ په خپل ځان کې هيڅ منفې فکر ته ځاې نه ورکوو. موږ ډار له ياده باسو. موږ په خوشحاله وګړو ېبدليږو او له نړۍ سره ښې اړيکې ټينګوه. دا په خلکو کې دانساني ځواک نښې دي. کله چې خلک په دغه ځواک ځان سمبالوي نو په ټولنه کې د رښتنو انسانانو يو ستر بهير او غورځنګ منځ ته راځي.

انساني ځواک د خلکو د شعور په لوړو پوړيو کې ځای لري. يو څوک چې د انسانې شعور لوړو پوړيو ته رسيدلې وي دومره غښتلې او قوی شخصيت تر لاسه کوي چې هيڅکله هم نه شې کولې د نورو هغه کسانو پرخلاف چې دده د عقيدې او هيلو پر خلاف وې، کوم ناوړه کار تر سره کړي. دوی د مخالفو عقيدو او فکرونو د آوريدو پوره زغم لري او تل سالم او جوړونکې بحث ته چمتو وي.

د تکامل په هکله هيڅ يوه پوهه دومره غښتلې او سمه نه بريښې که د هغې اصلې هدف دا نه وي چې موږ د يو ريښتنې انسانې پوهې په لور بوځي. د تکامل اصلې موخه او هدف هم دا دی چې موږ د ريښتنې انسانې پوهې او خصلت د تر لاسه کولو اوچت پړاوته ورسيږو. موږ له يو پړاو څخه چيرې چې دولتی واک زموږ کړه او چلند کنترولوې یو داسې پړاو ته د تيريدو په حال کې يو چيرې چې زموږ لوړه انسانې پوهه او درک زموږ کړه او چلند د یو ښه او مناسب انسان په توګه تنظيموي. برسيره پر دی موږ داسې يو پړاو ته رسيږو چيرې چې يوازې مادی نړۍ زموږ د تکامل يوازنۍ سرچنیه نه ده. په دی ډول تکامل په يو داسې بهير آوړي چيرې چې يوازی زموږ پنځه ګونې حسونه د نړۍ د پيژندلو يوازنې او اساسي وسيله او سر چينه نه بلل کيږي.

موږ په داسې لاره تکامل کوو چيرې چې انسان د پنځه حسونو پر ځاې د بې شميره حسونو څښتن کيږي. زموږ پنځه حسونه د حواسو يو سيستم رامنځ ته کوي چې د حسونو د سيستم په نامه ياديږی، د کوم له لاری چې موږ له بهرنۍ نړۍ سره پيژندګلوی تر لاسه کوو او اړيکې ټينګوو. هغه خلک چې د حسونو زيات سيستمونه لري د مادي نړۍ پر زياتو ډيناميکو سيستمونو چې موږ هم د هغې يوه برخه يو خپله برتيا ټينګوي. زيات حس لرونکی خلک ددې وس لري، په هغه رول پوه شي او ترې ګټه او خوند واخلي چې زموږ فزيکې شتون يې د تکامل له بهير سره په سمون کې لري او په هغه خوځښت چې زموږ د شتون او ډیرښت سبب کيږې. دا هغه پانګه ده چې د پنځه حس لرونکې خلک يې نه شې ليدلې. دغه پټه پانګه موږ، زموږ له ژورو ارزښتونو سره بلدوي. د دغه پټې پانګې له لرليد څخه داسې پيښې اوپديدې رامنځ ته کيږې د کوم په پايله کې يو انسان د يو ډير لوړ انساني هدف دپاره خپل ژوند او هڅې په کار اچوي. د ګاندي او پاچاخان هاند ، زيار او هڅې په ډيرې آسانې سره ددغه خبرې څرګندونه کوي. خو د ګاندې او پاچاخان په لوړو انسانې هدفونو هغه کسان نه پوهيږې چې لا د حسې تکامل له پړاوه نه دي وتي.

د زيات حس لرونکې خلک د پوهې د ګڼو سرچينو په لرلو سره دا ممکنوي څو په هغه ژور او له مفهومه ډک تړاو پوه شي او ترې زده کړه وکړي کوم چې د شخصیت اوشعور ترمنځ شته دي. د انسان شخصیت د انساني چاپیريال هغه برخه ده چې انسان په کې پيدا شوی، لوې شوې او يو وخت به په کې مړ شي. دا چې يو څوک شخصیت و لرې او يا انسان اوسې دواړه په یوه مانا دي. د انسان شخصیت لکه د انسان د بدن، د هغه د ودې او تکامل وسيله ده.

انسان د هغه پريکړو او کړونو په بهير کې وده او تکامل کوې چې د ژوند په اوږدو کې يې نیسې او تر سره کوی يې. هره شيبه سړی يولړ هدفونه او مقصدونه غوره کوې، خپله پاملرنه یو لړ شيانو ته آړوي چې د هغې د لارې سړی تجربه تر لاسه کوې اود سړی شخصیت یو ټاکلي لورې غوره کوي. که سړی دا غوره کړې چې ځانته دنا پوهې، تنګ نظرۍ، تعصبونو او ناخوالوپه چاپيريال کې تکامل او وده ورکړې نو انسان به دناپوهه، تنګ نظره، اومتعصبه شخصيت په توګه رامنځ ته شې. او که وغواړې ځانته د پوهې په اډانه کې وده ورکړې نو د پوه انسان په توګه به څرګند شې چې هم به ځان او هم به ټولنې ته ګټور تمام شي.

دا هيبتناکه او سرکښه احساس، چې د انسان د ژوندانه د پيژاندو څرګنده نښه ګرزيدلې، يوازې د شخصیت په وسیله زغمل کيږې. يوازی شخصيت دی چې قهر،ويره، کرکه، غچ، غم، شرم، پښيماني، بې توپيري، خپګان، مروريدل ، سوړ چلند اوداسې نور احساسوی او پرې پوهيږې . يوازې شخصيت کولې شي قضاوت وکړي، چالاکې وکړي او ګټه اوچته کړي. يوازې شخصیت دی چې د زيات واک په هڅه او لټون کې دي. همدا شخصيت دي چې د نورو په نسبت مينه او محبت څرګندوي، مهربانه او زړه سواند دی. خو مينه او زړه سوې د انسان په شخصيت کې نه بلکې دانسان په شعور او روح کې ځای لري.

د انسان شخصيت تر ډيره حده د انسان په چاپیريال کې د پنځه حسونو په وسيله رامنځ ته کيږې، خو شعور چې د مغزو ډير لوړ او اوچته او پيچلې خاصيت دي په خپل وار خپله خپلواکه اغيزه لري. څومره انسان د اوچتې پوهې خاوند وي دومره د انسان شخصيت د انساني بشپړتیا په لورځي. څومره چې انساني شعور په ټيټه کچه کې وي دومره انساني شخصيت د حسونو په وسيله سمون او جوړښت مومي. کله چې يو څوک تر پنځه زيات حسونه پيداکوي نو هغه وړاند وينه کولې شي، الهام اخيستې شي او ژرفکري کولې شي او دا کارد هغه دپاره زيات ارزښت پيداکوي. هغه کولې شې د خپل ځان او د نورو خلکو د شا او خوا په حالاتو پوه شي اوهم کولې شې په هغه حالاتو ډير ژر پوه شي چې دی په کې شتون لري، دغه حالات يوازي د هغه مالوماتو پر بنسټ چې پنځه ګوني حسونه يې مغزو ته رسوي د بيان وړنه دي. دی بې له دی چې د هغه کړنو او کلمو چې ورسره مخامخ کيږې په هکله نيغ په نيغه مالومات او پيژاندګلوي ولري د هغو په مفهوم او ماهيت پوهيږې. د بيلګې په توګه هغه کولې شې، هغه څوک چې تود او انساني زړه لري د سخت قهر او غضب په وخت کې وپيژني او يو سوړ او دروغجن انسان د خوږو او ښکیلو کلمو تر شا وپيژني.

ډير حسيزه وګړي کله چې دننه په خپل ځان کې نظر اچوي نوپه ځان کې بې شميره او راز راز بهيرونه مومي. د تجربې له مخې کولې شي دغه بهيرونه سره توپير کړي. او کولې شې دهر روحي او فزيکي بهير اغيز و پيژني. هغه پوهيږي چې کوم بهيرونه، لکه د انسان وژنی، راسيزم په څير ناوړه او ګډوډ فکرونه رامنځ ته کوي او کوم بهيرونه مينه، دوستي او رغاوې اونور ښه فکرونه اوښه چلندونه منځ ته راوړي. د وخت په تيريدو سره زده کوي چې څنګه دغه ګټوره بهيرونه په ځان کې وروزي کوم چې مينه، دوستي، رښتينوالي او امانتکاری رامنځ ته کوي. او هغه نوربهيرونو ته چې کرکه، ويره، دروغ، ټګي برګي، نفاق، راسيزم او فاشيزم رامنځ ته کوي، د مبارزې چلنج ورکړي. په دي ډول شخصيت د روح له بهيرونو اغيزمن کيږې او ترې ګټه پورته کوي.

کله چې زموږ شخصیت وکړې شې زموږ روح او شعور ته انرژي ور کړې نو ويلې شو چې يو رښتنی قوت رامنځ ته شوي دی. هره هغه څه چې موږ ورسره په خپل ژوند کې مخامخ کيږو او زده کوه يې زموږ په شخصیت کې ځليږي او هڅه کوې چې زموږ له روح سره غاړه غړې شې او سمون پيداکړي. هر حالت او هره پيښه موږ ته ددی امکان راکوی څو خپله لاره غوره کړو اود انسان په توګه د څرګنديدو وياړ تر لاسه کړو .