د لوی الله (ج) په نامه ،چۍعادل دی او رېښتینی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

م.ر سعاد ت

ســـــــــــــرشــــــماري ؟؟ که ســــرنا بــودي؟؟
دکرزي دحکومت بی کفایتي او د کاسې لاندې نیم کاسه

درانه هیوادوال په جریان کې دي چې د افغانستان د احصایې مرکزي اداره د راتلونکې 1387 کال د اسد د میاشتې (31 ـ 10 ) پورې، چې د (08.2008. 21 ــ 31.07 م ) سره برابریږي ، د ۲۱ ورځو په ترڅ کې ،سرشمېرنه تر سره کوي.په دې لیکنه کې هڅه شوې، چې د سرشمېرې( احصایې اخیستنې ) په اړه ، موخې ، ستونزې ، او د مغرضو اشخاصو او ډلو د درغلیو په هکله ، بحث وشي ، البته مونږ د چارواکو څخه د عدالت او ریښتینولې غوښتنه کوو اوهیڅ قوم یا ډلې ته دې اجازه ور نکړې شي ،چې دې څخه دې ناوړه کټه واخلي ، نه داچا پر ضد یوو او نه دچا زوال غواړو .

لوی خوشال بابا وایې :
لــــــکه دی زمــــا زوال وتـــه نــاظر دی
زه لا نـــــه غــــواړم دده هســــــــې زوال

دې پروژې ته د سرشمېرنې یا د سرشماري نوم ورکول دقیقه نده ،ځکه چې ددې پروژې یوه برخه سرشمیرنه یا نفوس شمارې ده، پداسې حال کې چې ، ددې پروژې په پوښتنلیک کې 20 پوښتنې مطرح شوې دی،چې د وګړو د شمیر تر څنګ ډیر نور ارقام او معلومات تر لاسه کیږې .

سرشمیرنه ( احصا یې اخیستنه): احصا یې اخیستنه او سرشمیرنه اصلأ د یوه هیواد د منابعو(مادي او معنوي )، ظرفیتونو او د هیواد دوګړو په اړه بشپړ ، اساسي او بنېادي ارقام او معلومات دي چې پدې برخو کې د بیلګې په توګه تر سره کیږي:
ــ د وګړو یا نفوس شمېر: پدې شمیرنه کې د هیواد مجموعي نفوس او وګړي شمیرل کېږي،او دا هم معلومیږي چې:
څومره یې ښځینه ، نارینه ،ماشومان ،ځوانان، لویان، معلول او معیوب ،لوستې ،نالوستې، کارګر ، بیکاره ،د بیلابیلو برخومحقیقین،متخصصین لکه : کارګران ، بزګران ،مامورین ،انجینېران ،ډاکټران ... او داسې نوردي .
د وګړو یا نفوس شمیر، چې ددې احصایې یوه حساسه او جدي، بلکې سیاسي برخه ګرځیدلې ده ، پدې برخه کې د هیواد وګړي د قومي ،ژبني او مذهبي جوړښت له مخې شمیرل کیږي او دا هم معلومیږي، چې دا قومونه په مجموع کې څومره او چیرته هستوګن دي.
ــ د کوچیانو شمیر او هستوګنځایونه هم تثبیتیږي .
ــ پدې احصایې کې دهیواد د کلواو ښارونو په اړه هم ارقام راټولیږي او د وګړو په اړه په سیاسي ،اداري،تشکیلاتي ، اقتصادي،فرهنګي،علمي ،صحي او حقوقي له پلوه څیړنه کیږي.
ــ همدا رنګه څیړنه کیږي چې په هیواد کې څومره کورونه( پاخه ، خام) ،څومره ښونځې ، پوهنتونونه ،روغتونونه ، کلینیکونه ، سړکونه ، فابریکې او داسي نور ، او داسي نور شتون لري .
ــ او ډیرو نورو تخنیکې پوښتنو ته به ځوابونه پیدا کیږي.

د احصایې موخې او اهداف : په ېوه هیواد کې د احصایو اخیستل او سرشمیرنه ډیر اړین او ضروري دي ، تر څو چې دولتونه وکولای شي خپل انکشافي او توسعوي پلانونه آو ستراتیژې طرحه او تطبیق کړي.
لکه څنګه چې دمخه وویل شول د پاسنیو څیړنو او ارقامو په اساس، به هره موسسه او اداره خپل پروګرامونه او طرحې جوړوي او تطبیقوي .ددې احصایوپر بنسټ به د بیلګې په توګه، د ښوونۍ او روزنې چارواکې به ،ښوونځې ،د عامې او روغتیا چارواکې روغتونونه او کلینیکونه او همدا راز هر وزارت به په خپله برخه کې پلانونه طرحه او تطبیقوي.
تر ټولومهمه مسله داده چې ، ددې سرشمیرنې ، معلوماتو او ارقامو پر بنسټ به د هیواد د وګړو حقیقي، حقوق او استازیتوب د هیواد په سیاسي او ټولنیېو چارو کې تضمینیږي. اوس نو که دا سرشمیرنه دقیقه، بې پرې او شفافه وي ،هیواد ته به ډیره ګټه ورسوي یعني حق به حقدار رسیږي، که نه نو عواقب به یې ډیر ، ډیر خطرناک وي ، چې ددې تاریخي او اصلې مسوولیت به د هیواد لمړي شخص ته متوجه وي.

ستونزې ، درغلې اوخطرناکه لوبه
له بده مرغه په هیواد کې ډیرې جدي ستونزې شته دي ، چې ورته پاملرنه هرو مرو پکار ده . داسي نشي کیدای چې
په ټولو ستونزو دې سترګې پټې او دواړه پخې دې په یوه موزه کې او سرشمیرنه دې تر سره شي ( لکه څنګه چې په هیواد کې خاصې ډلې او خاص ګاونډی هیواد دې ته لمن وهي ، په میلیونونو ډالر مصرفوي او خپل متخصصین یا اجنټان ګماري ).
که ځینې حلقې او چارواکي داسې استدلال کوي چې په 2007 کال د لندن په غونډه کې ، نړیوالې ټولنې د سرشمیرنې په اړه د مالي امکاناتو د برابرولو ( 65 ملیونو ډالرو )،او افغان دولت په 2008 کال کې د سرشمیرنې تر سره کولو ژمنه کړیده ،نو باید افغان دولت خپله ژمنه تر سره کړي. که خبره د پیسو وي ،نو تر اوسه خو په ملیاردو ډالر ( 24 ملیارده = 24000 ملیونه ډالره ) هیواد ته راغلل ، د هغو پیسو پوښتنه چا وکړه ؟ یا په بل عبارت هغه پیسې څه شوې ؟ چې تاسو د 65 ملیونو خیر غواړی ( 30 میلیونه یې ایران ورکوي ) او که خبره دې ژمنو ،اصولو او فعالیتونو وي ، نو بایده خو دا وو ، چې لا د مخه په هیواد کې سوله ټینګه ، امنیت تامین ، د مخدره توکیو کښت او قاچاق له مینځه وړی ، جنګسالاران تصفیه ، کار وړ کسانو ته سپارلی ، د رشوت مخه نیولي ، قانون تطبیق شوی او یوه سالمه اداره جوړه شوي وای ، نو بیا سرشمیرنه او احصایې اخیستنه شونې وه ، پداسې حال کې چې دا اړین کارونه تر سره شوي ندي نو پداسې حالاتو کې د سرشمیرنې مطرح کول د څه د پاره ؟؟؟ که د مغرضو اشخاصو ، ډلو او هیوادو شیطاني اوخطرناکه لوبه ددې تر شا نه وي؟؟ او د کاسي لاندي نیم کاسه نه وي؟ نو بیا ددې سرشمیرنې
منطق څه کیدای شي ؟؟

تر مخه ددې چې سر شمیرنه تر سره شی بایده دي چې شرایط ورته برابر شي ،دا خو د کوم خاص قوم یا ډلې خاصه غوښتنه نده ،بلکې داسې باید وي. دلته غواړم چې د شرایطو د ښه روښانولو د پاره یوه بیلګه وړاندې کړم ( البته دا هم اړینه ګڼم ، چې ووایم د لته د لمانځه او سرشمیرني مقایسه نده ، بلکې د شرط بیانول دي ).
تر مخه ددې چې لمونځ ادا شي ،لمونځ هم شرایط لري یو مهم شرط یې اودس کول دي. تر څو چې اودس شوي نه وي آیا لمونځ ادا کیدای شي ؟ ځواب معلوم ده ،چې نه ! لمونځ ادا کیدای نه شي .
همدې دپاره وایو ، تر څو چې سوله او امنیت ، متخصصه او بې پري مستقله د احصایې اداره را منځ ته شوې نه وي سرشمیرنه هیڅ ممکنه نه ده .

ســـتونــزې
1 ــ امنیتې ستونزه : تر ټولو اساسي ستونزه،امنیتي ستونزه ده، که څه هم دا خبره د احصایې د ادارې لوی رییس ښاغلی عبدالرحمن غفوري هم مني ( آزادي رادیو 16.03.08 ، بی بی سی رادیو 14.05.08 اود اریانا افغانستان (بیات) تلیویزیون 21.05.08 سره مرکي ). او همدا راز ډیرافغان آزاد څیړونکي ، نړیوالې موسسي او حتی د امریکې بې پري موسسې هم نه یوازې داچې دا امنیتي ستونزي مني، بلکې دا هم وایې چې د کرزې حکومت د هیواد په 30 ٪ کې په خاورې ني حاکمیت لري، که دا ارقام مبالغه امیزه هم وي او مونږ د دغو موسسو خبري نیمي یعني ( 50 ٪ )ومنو او دحکومت د کنترول ساحې ( 30 ٪ ) دوه چنده هم کړو یعني ( 60 ٪ ) خاوري باندې هم حاکمیت ولري ، بیا هم په هیڅ صورت د سرشمیرنې د کولو جواز نشته . ځکه چې په 16 ولایاتو لکه : ( هلمند ، زابل ،ارزګان ، بادغیس ،کندهار ، ، پکتیکا ،پکتیا ، خوست ، لوګر ، وردک ، غزني ، کنړ ، ننګرهار ، لغمان کندز او نورستان ) کې جدي امنیتي ستونزې موجودې دي د بیلګې په توګه(مشت نمونه یې خروار)، د هیواد تر ټولو لوی ولایت ، د هلمند ولایت ده چې تقریبآ 59.000 کیلو متره مربع مساحت او 13 ولسوالې او کم او زیاد 3 میلیونه وګړي لري ، دولت فقط په 7 ولسوالیو کې حاکمیت لري یعني ( 53 ٪ ) ، نو پداسي حالاتو کې به د سرشمیرنې معنی څه وي ؟؟؟ او دا سر شمیرنه به څومره مثمره وي ؟؟؟ .

2 ــ د کوچیانو ستونزه : بله ستونزه د کوچیانو ده، آیا په اوسنیو شرایطو کې ټولو هغو ځایونو ته ، چې کوچیان په کې میشت دي سرشمیرونکي تلای شي ؟؟ راځی چې مسایل صادقانه وڅیړو ،ستاسو ځواب به څه وي ښاغلی غفوري ؟؟
ډیره په زړه پورې ده ، چې د کوچیانو په هکله د احصایې د ادارې لوی رییس ښاغلی عبدالرحمن غفوري څه وایې :
،،... یک چیز را میخواهم خدمت شما عرض بکنم و خوب زمینه ای هم هست کې عرض بکنم ... در کوچې ها پشتون،
هزاره ، ازبک ، تاجک همه کس میتواند شامل باشد ... ،،
( آزادي رادیو ، 10:30 بجي ،16.03.2008 )
درنو دوستانو تاسو قضاوت وکړﺉ ، ددې معنا څه کیدای شې ؟؟ دوی غواړي ،چې په کوچیانو کې نور قومونه ، هم شامل کړي او داسې وښیې چې که چیرې کوچیان دې احصایې نه پاتې هم شې ، نو نور قومونه هم په هماغه اندازې سره پاتې کیږي او له بلې خواه د کوچیانو مسله چې سوچه پښتني مسله ده ، ددې قوم څخه یې وباسي .موږ په جدي توګه د چارواکو پاملرنه دغسي بې مسولیته څرګندونو ته راګرځوو .

3 ــ د مهاجرو ستونزه : بله مسله چې ډیره مهمه ده او دغه مسله د سرشمیرني په نتیجو باندي ډیره اغیزه کولاي شي ، هغه د مهاجرومسله ده ، البته دا هم باید ووایو ،چې نه یوازې د هیواد نه د باندې مهاجر ، بلکې په هیواد کې د ننه هم مهاجر شته دي ، چې په کړاوونو کې ژوند کوي او د جګړو د لاسه هره ورځ هجرت ته اړ کیږي ،همدا څو اوونې د مخه هم د هلمند د بیلابیلو ولسوالیو نه خلک هجرت ته اړ شول او په مکرر ډول سره په تیرو مېاشتو او کالونو کې په سلګونه زره نه ،بلکې په ملیونونه وګړي په هیواد کې دننه د مکررو جګړو له کبله هجرت ته اړ شوي دي دلته یوه باریکي شته ،چې دې هیوادوالو پاملرنه ورته راګرځوم ، هغه دا چې که چېرې دغه داخلي مهاجر په سرشمیرنه کې هم وشمیرل شي ا ما اصلي ستونزه نه حلیږي ؛ځکه که سبا ته په هیواد کې جګړه ختمیږي (هیله مند یوو چې ژر تر ژره ختمه شي ) او دغه مهاجر خپلو اصلي سیمو ته ستنیږي ،نو دغه مهاجر خو د خپلو اصلي سیمو په سرشمیرنه کې نه دي راغلي ،نو ددوی ستونزې به څنګه حلیږي ؟؟ دغو وګړو (داخلي مهاجر)ته به د سرشمیرني اصلي منطق سره سم ، د دوی حقوق څنګه تأمینیږي ؟؟ ( په دې هم پوهیږو چې بله سرشمیرنه د اساسي قانون سره سم 10 کاله وروسته تر سره کیږي) .

او پاتې شوه د هیواد نه د باندې مهاجر ، بیا هم د احصایې د ادارې لوی رییس ښاغلی عبدالرحمن غفوري :
،، ... ما در تمامې دنیا نفر روان کرده نمیتوانیم کې سرشمارې بکنند ... ،ما در سرتاسر جهان طبق قوانین و قواعد افغانستان و طبق اصول و برنامه و قوانین احصایه مرکزی و مخصوصا قانون اساسی کشور این حق را نداریم که در تمامی دنیا حکومت بکنیم و ما یک، یک نفرهای خوده پیدا بکنیم و حساب بکنیم..... ،،
بیا هم ( آزادي رادیو ،16.03.2008 )
ډیره د افسوس خبره ده چې داسی یو شخص د احصایې د مرکزې اداري مشر ده ( ښاغلی غفوري د زراعت د پوهنځي څخه فارغ شوی ) ، وګورﺉ دده منطق ته ،آیا د خپلو وګړو شمارل، په دنیا نې حکومت کول دي ؟؟ ، بله مهمه خبره دا چې ښاغلی غفوري ټوله دنیا ویني ،چې د هیواد نه په لس ګونه زره کیلو متره واټن لري او د افغانستان ګاونډیان ( پاکستان او ایران ) ، چې په میلیونونه مهاجر پکې ژوند کوي، نه ویني .
کله چې د 2004 کال د اکتوبر په میاشت کې د ولسمشرې ټاکنې وی ،او ولسمشر رایو ته اړتیا درلوده، بیا خو دوی ښه د رایو صندوقونه په پاکستان او ایران کې ورته ایښودلې وو ( 80.2 ٪ رایې پاکستان ، 40.4 ٪ رایې ایران ) کې مهاجرو کرزي ته ورکړې او اوس چې د خلکو د سرنوشت مسله ده او دا میلیونونه انسانان د سرشمیرنې څخه محرومیږي، پروا یې نه ساتې . په دی ځای کې د هیوادوالو پاملرنه دې ته راکرځوم ، چې ولې ایراني مقاماتو تېر کال په سره ژمې کې افغان مهاجر دایران نه قهرأ اخراج کړل ،چې په نتیجه کې یې په لسګونه کسان د ساړو له کبله هلاک شول ، آیا دا اخراجول ،د سرشمیرنې سره کوم تړاو نه لرې ؟؟ ... په هر صورت، قضاوت په خپله وکړﺉ .

4 ــ د احصایې د ادارې ترکیب او د احصایې په ادارې د باور نشتوالی :
د احصایې د مرکزي ادارې ترکیب په دې ډول دی :( تاجک67٪ ، پښتون27٪ ، ټول نور 12 قومونه 6٪ )
درنو هیوادوالو ! اوس نو تاسو سوچ وکړﺉ!،آ یا په داسي ادارې چې 67 ٪ یې نه یوازې یوه لږکي قوم ته منسوب ، بلکې یوې جنګي ډلې ته منسوب دی، یعنې 2 ثلثه یې یوه لږکې قوم ته او 1 ثلث یې پښتانو او نورو پاتې 12 ټولو قومونو ته منسوب وي ،نو داسي یوه اداره په دي ترکیب سره ، که په هیواد کې تام امنیت هم وي؟، آیا بې پري ، آزاد او مستقله سرشمیرنه تر سره کولای شي ؟؟؟ولې زموږ بې کفایته چارواکي د نورو په خوږو خبرو غولیږي او د هیواد د میلیونونو انسانانو په سرنوشت لوبې کوي ، نوره د محافطه کاری دغه تورې عینکې بیرته کړﺉ او واقیعتونه ووینﺉ ، لکه شاعر ډاکټر حسن وایې :
په ځــلانـده مـخ یې ژر دوکــه و نــه خـــــــــورې
هســـــې نــه لـکه آیـیـنـه بــل مــخ یـې تـــور وي



دلته فقط لنډ وایم ، کله چې د ولسمشرې او پارلماني ټاکنې وی ، څه د پاسه 10 میاشتې د مخه ورته د عامه پوهاوي د پاره کمپاینونه شروع شوی وو ، اما اوس چې تر هغه لویه ،مهمه او پیچلې پروسه تر مخ ده او دا دی تر دوو میاشتو کم وخت پاتې ده ، ولې دا مهم کار نه ده تر سره شوی ؟؟

ددې پوښتنې په ځواب کې چې سرشمیرنه په څه ډول تر سره کیږي؟، ښاغلی عبدالرحمن غفوري داسې وایې:
،،... د چا کور ته نه ځو ( نه داخیلیږو ) او نه کوشش کوو ، رییس د کورنې راځې موږ سره خبرې کوي مونږ ته وایې په دروازه کې ، دا دومره دي او دومره ماشومان دی ، هغوی خو مسلمان خلک دي او پوهیږو څه چې دی هغه وایې ، مسلمان دروغ نه وایې ... ،، ( بی بی سی رادیو، پښتو خپرونه، 14.05.2008 )

عجیبه ده ، مضحکه او ډیره مسخره ، دا دې ته پاتې کیږی، لکه یو څوک مغازه یا پلورنځی جوړ کړي او خپله ترې لاړ شي او خلکو او خپلو مشتریانو ته ووایې ،چې تاسوپه خپله جنس راواخلی او پیسې هم خپله په کسه یا دخل کې واچوی ،ځکه خلک مسلمان دي او مسلمان خو دروغ نه وایې .مګر داسې د ملا نصرالدین په کتابونو او فکاهیاتو کې وشي په واقعي او ریال ژوند کې داسي چیرته هم نشي کیدای. او داهم شوه سرشمیرنه .
ولې د سرشمیرنې پروسیجر اصلا داسي جوړ شوی ده ؟ چې کنترول نه وي فقط د وګړو په عقایدو تکیه وشي .علمي او د احصایې مسایل د خلکو عقایدو او اسلام پوري څه تړاو لري ؟په هغو هیوادو کې چې ډیرې ستونزې نشته هم داسي نه کیږي ، افغانستان خو لا په ځای پریږدی .

له یوې خواه له بده مرغه په هیواد کې کلتوري ستونزې شته ، په دې سیمو کې به د وګړو شمیر لږ ښودل کیږې خصوصا د ښځینه وو او له بلې خواه په نورو سیمو کې چې د سیاسي ملحوظاتو په اساس ،چې سرشمیرنې ته لیوالتیا شته ، هلته به وګړي ډیر ښودل کیږي ( ځکه چې کنترول نشته )، نتیجه به یې څه وي؟ نتیجه یې کاملآ معلومه ده ، ددوی ټول پلان دا ده چې داسی وښاېې چې په افغانستان کې اکثریت نشته . تر اوسه خو ځینو سیاسي حلقو داسې ادعاوي کولي، خو ددې سرشمیرنې نه وروسته به دغه حلقات ځانونو ته دست آویز هم پیدا کړې .

5 ــ د احصا یې د ادارې د متخصصو سر شمیرونکو د نشتوالې ستونزه:
ښاغلې غفوري داسې وایې :
،، ... مونږ چۍ سرشمیونه کوو د افغانانو په واسطه ، هغه معلمین دي، د مکاتب ،چې په هغه قریه کې ،هغه ولسوالي کې اوسیږي ، حتی مونږ د یو ولایت نه بل ولایت ته او یوي ولسوالي نه بلي ولسوالې ته خلک نه لیږو ، ... ځکه چۍ معلمین خلکو سره بلد دي او خلک هم په معلمینو اعتماد لري .... ،،
بیا هم ( آزادي رادیو ، 10:30 بجي ،16.03.2008 )
واه ،ښاغلی غفوري، ما شاالله څومره شکلې خبرې ، آیا څه چې تاسو وایاست، خلک یې مني ؟؟په بل عبارت آیا داغټې ،غټې خبري چې تاسو یې کوی، عملي هم دي ؟؟
راځۍ چې د هیواد عملي حالات او امکانات تحلیل وکړو ، او وګورو چې واقعیت څه دي .
بیا هم څو بیلګې :
په هرات کې ( 574 ) ښوونځې او( 11000یولس زره ) ښوونکي یا معلین ، بلخ کې ( 370 ) ښوونځې او ( 10000 لس زره ) ښوونکي ا و په بغلان کې ( 313 ) ښوونځې او ( 8400 ) ښوونکي شته اوهمدا راز په نورو سیمو کې ، په دې ټولو شمالي سیمو کې په فضل د الله (ج) هم ښوونځې شته او هم فعال دي. او را به شو نورو سیمو ته ، لکه : زابل کې ټول (180) ښوونځې شته ،چې فقط ( 50 ) یې فعال دی،کنړ کې څه د پاسه 300 ښوونځې ، پکتیا کې 202 ښوونځې شته دی ،چې فقط 40 ٪ کې یې تعمیر لري او فعال دي او د هلمند په اړه د مخه هم وویل شول ، چې د( 13 ) ولسوالیو څخه فقط ( 7 ) دولت سره دي او دا چې هلته څومره ښوونځې فعال دی ؟ او یا دا چې څومره ښوونکي لري؟، ددې ځواب دې ښاغلې عبدالرحمن غفوري راکړي .
بله دا چۍ د احصایې مرکزې اداره غواړي ، چې ښوونکي یا معلمین په ټول افغانستان کې د سرشمیرونکو په توګه و ګماري هغه هم په ټول افغانستان کې( 32000 ) کسان ، او ډیره جالبه خو دا ده ،چې ښاغلی غفوري په ډیر افتخار او جګې غاړې سره وایې ،چې دوی به د یوه ولایت او یا یوي ولسوالې سرشمیرونکي بلې ته و نه لیږي، که دا رښتیا وي او تاسو هم په خپلو خبرو کې صادق یاست ، ددې پوښتنې ځواب به څه راکړۍ، ښاغلی رییس ؟
نور افغانستان (شمال ، شرق یا غرب )پریږدۍ ،راځۍ چې د بیلګې په توګه فقط په غزني ولایت کې په دوو ولسوالیو خبرې وکړو.
د جاغوري او د ناوې ولسوالي .
د جاغوریو په ولسوالۍ کې ( 28 ) لیسې شته ،دا چې څومره لمړني او یا متوسطه ښوونځي لري ، ارقام راسره نشته او اوس به وګورو ،چې د ناوې په ولسوالې کې څومره ښوونځي شته؟ ډیره جالبه ده ، په حقیقت کې خواشینوونکې او د ژړا وړ ؛ دا تریخ حقیقت به اوس ولولۍ ، د ناوي په ولسوالې کې هیڅ ښوونځۍ نشته ، حتی یو هم نه .
(بی بی سی رادیو )
کله چۍ خبره داسې ده ،د جاغوریو ولسوالۍ ته به دا ښوونکې د سرشمیرونکو په توګه ولیږۍ ، اما د ناوې ولسوالې سره به څه کیږي ؟،او هلته به څوک ځي ؟ تاسو ښاغلې غفوري ؟ يا احمد ضیا مسعود؟ یا د طالبانو کوم قوماندان؟؟
ډیر وبخښۍ ،هېر مې شول تاسو سره خو ایراني مشاورین هم شته ، حتمأ هغوی لیږۍ ،که څنګه؟؟
ملت تاسو نه ځواب غواړي ، ځواب ووایاست ،ښاغلی کرزی ، ښاغلی احمد ضیا مسعود ، ښاغلی غفوري !!
دا دې دوو ولسوالیو حالات وو ، چۍ په ټول هیواد باندې تطبیقیږی .

6 ــ سیاسي او محلي ستونزي :
لکه څنګه ، چۍ وویل شول، په هیواد کې ډیرې ستونزې شته ، چې په اوسني وخت کې سرشمیرنه ناشونې کوي او که چیرې سبا ته ، په هیواد کې سوله هم تامین شی ،بیا هم تر څو چې د احصایې په ادارې کې ، ریفورمونه او سمونې شوی نه وي، سرشمیرنه به دقیقه ، شفافه ، بې پري ، آزاده او کاري نه وي ، لکه د مخه په امنیتي ستونزو ( د هیواد دشرقي ، جنوبي او جنوبغربي ) خبري وشوي ، اوس د هیواد شمالي سیمې څېړو ؛که څه هم د هیواد په شمال کې امنیت شته ، اما دسرشمیرنې په اړوند ، دشمال اوضاع (2 ) دوه چنده خطرناکه ده نظر بې امنو سیمو ته، یعنې څه ؟یعنې دا چې ،که چیرې په نا امنو سیمو کې، یو قوم نه حسابیږي ،تاوان به یې دا وي چې دا قوم کم وشمیرل شي ،اما په شمال کې د خاصو ډلو ، جنګسالارانو اومحلي قوماندانانود موجودیت له کبله د یوه قوم او توکم هویت بدلیږي، له یوې خواه د دې قوم او توکم شمیر کمیږې د بلې خواه دا شمیر په بل قوم کې اضافه کیږي .

په دې اړه ، په اولسي جرګې کې د کندز استازی ښاغلی معین مرستیال داسي وایې :
،، د افغانستان د شمال او شمالشرقي ولایاتو کې یوه بله ستونزه هم لرو ... ، د قومیت مسله او د اتینیکي ګروپونو مسله ، دا ټول ددوی د سیاسي اجنداوو په اساس باندي په تېرو تقریبا دریو لسیزو کې په نظر کې نیول شوي ،په زر هاوو مثالونه مونږه په دغو ولایتونو کې لرو ،چې کله د تذکرو د اخیستو دپاره هيَّتونه ورغلي او تذکره یې اخیستې ده که د هغه نه یې د نوم پوښتنه یا د پلار نوم پوښتنه کړیده هلته یې رسولي دی، باقي په هغه تذکره کې یا د سرشمیرنې هغه فارم کې چې ددوی دپاره هلته لیکل شوي باقي ټول هغه جدول ورته خپله مامورینو ډک کړی دی .یعنې په زرهاوو خلک مونږه دغسۍ په افغانستان کې په شمالشرقي او شمالي ولایاتو کې لرو ، چې دوی په یوه قوم پورې تړلي دی لیکن تذکره یې ورته د بل قوم ورکړیده ، د هغه نه هیڅ پوښتنه نه ده شوی او چې داسې اوس ترې مونږ پوښتنه کوو ، چۍ تا ولې داسې ویلې ؟ هغوی وایې چې ،دا یې ما نه پوښتنه نده کړی..... ،زمونږه په زرهاوو پښتانه په شمال کې دی ، کله چې د قوم مسله راغلې ده ، د سیاسي اهدافوپه اساس هغه مخ ته تاجک لیکلي شوی دی او که د ژبې مسله چې راغلې ده چې څه شی ده ؟، مخې ته یې فارسي لېکل شوی ده ... ،،
( د آریانا افغانستان تلویزیون کابل ،لید لوری ، 14.05.2008 )

دپورتنې مسلې د یوې بېلګې په توګه، که په ولسې جرګې کې د پشه یې دقوم استازې تذکره وکتلای شي ،هغه ته هم دده قوم پر ځای بل څه لیکل شوی دی .

که په ټولو ستونزو په تفصیل سره خبرې وکړو فکر کوم چې دا لیکنه به ډیره اوږده شي ، نو غواړم چې د نورو ستونزو فقط نومونه واخلم ، لکه :
تخنیکي ستونزي ، د ډبل چک یا د کنترول د نه موجودیت ستونزي( ورسته له سر شمیرنې په هیڅ ځای کې سند یا کاپي نه پریږدي،نه په ولایت ، نه په ولسوالې او نه په علاقه داری کې) ، او د عامه پوهاوي او د کمپاین د نشتوالي ستونزه ، د ضریب ستوتزه او داسي نور ...

ــ درغلي :اوس به راشو درغلیو ته ،کله چې یو شخص ، ډله ،پروسه یایوه پروژه تر شک او پوښتنې لاندې راځي ، بیا نو نا شونې ده چې اعتماد پرې وشي، په همدي توګه د احصایې مرکزي اداره هم نه یوازې دا چې تر شک لاندې راغلې ، بلکې ددې ادارې درغلي کشف شوي او ثابته شوي هم ده .
په هیواد کې د آزمایشي سر شمیرنې تر سره کیدو په وخت کې په ځینو سیمو کې درغلې تر سترګو شوي دی ( دا چې د ټول هیواد په کچه به ‎څومره درغلې شوي وي ، ددې درک هیوادوال پخپله کولای شي ).
دلته فقط څو بیلګې راسپړو :
ښاغلی سناتور حنفي وایې :
،، ... د آزمایشي سرشمیرنې په ترڅ کې د ننګرهار د روداتو په ولسوالې کې کله چې دوی (احصایې ریاست) سرشمیرنه کړې وه او کله ،چې وروسته بیا دقیقه سرشمیرنه وشوه ، 20 زره کسان د سرشمیرنې نه نظر اندازه شوی وو ، 20 زره کسان دوی نه وو شمیرلې ( د 73000 کسانو په ځای 53000 حساب شوی وو).
بل مثال زه درکومه څکمنی صاحب چې په ولسي جرګه کې د پکتیا وکیل ده ( ددې مرکې په وخت کې ارواښاد څکمنی ژوندی وو ) هغه وایې چې د پکتیا یوې ولسوالې ته د احصایې د ریاست کسان راغلې وو او د ولسوالې خلک یې (5000 ) شمیرلې وو او دا ارقام یې په پنسل لیکلي وو ، که د پنسل سرشمیرنې نه صفر(0 ) ترې ایسته کړې( 500 ) کیږي او که بل صفر ترې ایسته کړې نو( 50 ) جوړیږي ، داسي ځایونه هم پیش سوي دی په یوه منطقه کې چې(3600 )کسان دي او یو صفر (0 ) یې ور اضافه کړی( 36000 ) یې ترې جوړ کړي دی .
او همدا راز سناتور صاحب ادامه ورکوي :
ډیر وبخښی زه تاسو ته د یوه سند وایم چې په تېره جمعه کې زموږ کمیسیون ته راغی ، زموږ کمیسیون د ولایتي شورا د کمیسیون په نامه یادیږی د جوزجان دولایت څخه یو رسمي سند راغی ، چې د جوزجان د ولایتې شورا رییس هم تصدیق کړی وو او په کې لیکل شوی وو ،چې د جوزجان د( 6 )شپـږ میلیونو خلکو په استازیتوب ...... ، او دا سند د سنا په آرشیف کې حفظ دی . ،، ( آزادي رادیو 16.03.08 )
وګورۍ چۍ څنګه په سیستماتیک ډول توطیې پر مخ بیایې ، پارلمان غوندې ځای ته لیک لېږي او په کې د ( 6 ) میلیونو خبره کوي، تر څو سبا ته د ضرورت په صورت کې ترې ناوړه ګټه واخلي .

آزاد کارپوه ښاغلی نورالحبیب نثار په همدې مرکې کې د آزادي رادیو سره داسې وایې :
،، …د څکمنې صاحب خپله کورنې ،چې (36 ) کسان دي ( 6 ) یې حساب کړي ،،( 36 نه یې 3 ایسته کړي او 6 پاتې شوي )

که تېرو پارلماني ټاکنو ( ولسې جرګې ) ته نظر واچوو او د بیلابیلو ولایتونو د استازو ونډه په ولسې جرګې کې وڅیړو ،نو ستر تفاوت او ظلم به مو، تر سترګو شي .وګورۍ!،چې څه ظلمونه په دې هیواد کې ترسره کیږي .
د څو ولایتونو د استازو شمېر په ولسې جرګه کې :
څو بیلګې :
کابل چې تقریبآ 4 میلیونه نفوس لري 33 استازي ، هرات چې 1.5 میلیونه نفوس لري 17 استازي ،
کندهار چې د مساحت او نفوس له پلوه هرات سره یو برابر ده (54000 کیلو متر مربع ) او تقریبآ 1.5 میلیونه نفوس لري 10 استازي ،او هلمند چې په هیواد کې تر ټولو لویولایت ده (59000 کیلو متره مربع )مساحت لري تقریبآ 2.5 میلیونه نفوس لري فقط 7 استازي (وګورۍ دې ظلم ته )،
پکتیکا چې تقریبآ 1 میلیون نفوس لري 4 استازي ، نیمروزسره له ټول لویوالې 41000 کیلومتره مربع مساحت لري فقط 2 استازي او پنجشېر ،چې 3610 کیلو متره مربع مساحت لری هم 2 استازي ، دایکنډي چې په 2004 کال کې د ارزګان څخه جلا شو 4 استازي ، په داسې حال کې ، چې ارزګان تري لوی او پر نفوسه ده ، فقط 3 استازي .
د 1353 کال د احصایې دې مخې کوچیان 3 میلیونه شمیرل شوې وو ، وروسته له درې لسیزو به ، په غالب ګومان دوه چنده شوي وی ، اما که لږ یې هم حساب کړو یعنې 5 میلیونه هم وي دوی فقط 10 استازې لري، یعنې کابل د 4 میلیونووګړو سره 33 استازی او کوچیان دې کم از کم 5 میلیونو وګړو سره فقط 10 استازي .

ښاغلې غفوري په خپلو مرکو کې وویل که شرایط آماده نه وي نو سر شمېرنه به نه کوي، اما په داسې حال کې چې وروسته له همدې مرکو، ښاغلی غفوري د جمهور رییس لومړي مرستال ته ورغلی وو ، او احمد ضیا مسعود د غفوری ځخه خوښي څرګنده کړې وه او دا یې هم ویلې وو ، چې دی ( ضیا مسعود )د احصایې د اداري د کارونو څخه خوشال او راضي دی او سر شمیرنه به په خپل وخت کې کیږي .
له یوی خواه امنیتي وضع مخ په لا خرابیدو ده او له بله پلوه ،د هیواد په بیلابیلو سیمو لکه : کابل ، کندهار ، ننګرهار، هرات … او داسې نورو سیمو کې علمي سیمینارونه جوړیږي ،او ټول په یوه غږ سره ،چې په دې اعتراضیونو کې د ولسي جرګې 80 غړې هم شامل دي ، دا سرشمیرنه او احصایه اخیستنه ردوي ،اما جناب محترم احمد ضیا مسعود لا هم د سرشمیرنې د کیدو خوبونه وینې .

خبري به ختمې کړم ،که څه هم د ویلو دپاره ډېر څه شته .
پای.

Germany ,28.05 2008