لـويـه جـرګـه او د خــلـکـو دنـدې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهـنیارظـفـرخان

« اهتمام »

مخکې لدې چې په راتلونکو ټاکنو خبرې وشي دقدرمنو لوستونکو پام هغې مقالې ته چې داضطراري لويې جرګې څخه مخکې په همدې هکله په همدا شان موضوع ليکل شوې اود«هفته نامهء کابل» په (اته لسمې ) ګڼـې کې په ۱۳۸۱يم کال کې خپره شوې وه را اړوم: دا چې په ګران هیواد کې اوس د نسبي امن ډاډ حاصل دی او خلکو ته د ارادې او واک حق ورکول کېږي خلک باید له دغه فُرصت څخه په پوره درک او جرأت معقوله ګټه واخلي او دراتلونکو نسلونو له پاره د نیکمرغه ژوند هیلې په رښتینولۍ بدلې کړي دا کار د نېک اومثبت عمل په ترسره کولوکېږي.یانې که اوس څوک پوښتنه کوي چې په افغانستان کې په تیرو ۲۳ کالو کې چا خیانت کړی!؟ په دې حساس وخت کې به دا پوښتنه بېشکه، د سولې او ملي حکومت جوړیدو ته ګواښ وي، مګر غوره او مثبته به وي چې وپوښتل شي:په تېرو درې لسیزو کې د چا لاسونه دلوټـمارۍ، جګړو ، وژنواو خیانت په تورککړ نه دي"؟!" ځکه دلته هر چا د خپل وس په انډول د خپلو بادارانو د خوښۍ له پاره د ملت په زورونې هیله نه ده کړې، د شرق سر سختي پلویان د غرب لمنې ته ولوئیدل، او هر چا څو، څو ځلې خپلې نظر یې او عقیدې بدلې کړې، ملت او وطن یې د خپل هوس ښکار وګرځوؤ، ملت باید اوس له تعقُل څخه کار واخلي ځکه هر څه یې د سر په سترګو لیدلي او یاد یـې دي . لکه څنګه چې طالبانو د عقل او اسلامي منطق او استدلا ل په ځای داخلي مسایل د متروکې په وچ زور او بهرني یې په سر تمبه ګۍحل کول، تړه یې کړې وه چې خپلو امیرانو ته به د هرډول امر له پاره پرته د تفکر څخه یوازی د"هو"سرخوځوي غربيان پرې خوشاله وو، خوکله چې د القاعدې د متروکودزور شړق د نیویارک او پنتاګون آسمان څکو ته ورسېد،غرب اونړیوال دافغانستان دانسانانو او ښځو حالت ته متوجه شول او په ډیر لنډ وخت کې یې د افغانستان د دریمې غمیزې ټغر هم ټول کړ . د بن د پریکړې سره سم، لنډ مهاله اداره جوړه شوه، د بن د پرېکړې په رڼا کې ویل کېدل چې :
ــ لنډ مهاله اداره به پراخ بنسټه وي،
ــ لویه جرګه به راتلونکی انتقالي حکومت جوړ وي .
ــ کابل به غیرې نظامي کېږي ...
څرنګه چې افغانانو دجګړې دډګر اتلولې ګرې ده بايد ددموکراسۍ دډګر مخکښان هم ؤاوسي پدې زماني مقطع کې تېر په هیر بدل کړي د غچ اخيستو پر ځای د دوستۍ غېږ یو بل ته پرانیزي . دموکراسي پوره زغم غواړي، لومړی باید په خپل ځان کې دا وس او زغم پیدا کړو، له لباس سره سم په خپل عمل او کړو کې هم پوره بدلون راولو، دموکراسي جرأت غواړي او لمن یې دومره ارته ده چې : د هرې ژبې، هر رنګ او کام خلک منلی شي، د هر فکر اواند خاوندانو ته چې سترې ملې او هیوادنۍ ګټـې زیانمنې نه کړي د آزاد فعالیت حق ورکوي، له دموکراسۍ نه وېره پکار نه ده، بلکې دموکراسي موږ د بدو کړو څخه ویروي، زموږ کړه او فکر سپېڅلتېا ته کاږي . په دموکراسي کې د یو بل منل زغمل او د نورو د فکر درناوی پالل کېږي، لکه چې اوس د لویـې جرګې په لور روان یو باید د ولس . محکمې ته چې قاضیان یې خلک دي د خپلو کړنو له مخې تیار ؤ اوسو، له همدې شیبې څخه خپل تګ او عملونه سمبال کړو، له کرکې او تنګ نظرۍ څخه ډډه و کړو خپل چاپېریال په نېک او پراخ نظر وګورو، دا چې ځان ته د ژوند، کار، سیاسي فعالیت واک او حق ورکوو، نور باید هم له پام څخه و نه غورځوو، ښځې او یا نور هم عیناً حق لري، دلته ډیر قومونه ژوند کوي ټولو ته باید د کوم خاص تفوق او امتیاز پرته حق ورکړل شي ټول انسانان دي، ملي یوالی هیڅ ډول توپیر او امتیاز نه شي زغملی، کوم څه چې ټاکونکی رول لري هغه به د هر چا عملونه او تګ لوری وي او بس، د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مسؤلیت به وي چې خلک خپل واک ته پرېږدي تر څو وکولای شي د رښتینې دموکراسۍ په رڼا کې د ملت رښتیني نماینده ګان دخپل شمېر په انډول وټاکي، خلک باید هوښیار وي اوس او آینده باید وپـېژني، ملي ګټو ته وفاداره کسان چې په هیواد کې د خپل ځان د ګټو له پاره په ملي ګټو سودا،ونه کړي، لاسونه یې په وینو سره نه وي، د بل چا مال او حق ته غله نه وي، او ملي شؤنات ورته درانه وي انتخاب کړي چې دا نماینده ګان بیا وکولا ی شي تر څو د ژوند چارې د قانون په رڼا کې سمبال او هیواد د پرمختګ او انسانیت په لور بوځي(ختم).
اوس چې له هغه وخته نږدې (۶)کلونه تېرېږي د خلکو دژوند سياسي،اقتصادي،ټولنيزاو امنيتي حالت يو څه ښه شوی ؤ خو په دې وروستي يو نيم کال کې بیرته مخ په خرابېدو روان دی اود راروانو ټولټا کنو له پاره خلک ګڼـې اندېښنې لري دا چې د ولسمشرۍ د دويمې دورې ټاکنو ته يوکال اودپارلماني ټاکنوله پاره دوه کلونه پاتې دي د دې ټاکنو له پاره د تیارۍ بهیر پېل شوی دی.دولسمشرۍ د ټاکنو بهیرلا ندې پړاونه لري:
د عمومي سر شمېرنې بهیر چې د اسد په میاشت کې پیل کېږي .
د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر .
د ولسمشرۍ د کاندیدانو ثبت او راجسټـر .
د انتخاباتي روند ( کمپاین ) د رسمي پـیل او پای بهیر .
د رایې ور کولو له پاره د خلکو د ګډون بهیــــر .
څرنګه چې د جمهوري ریاست د ۱۳۸۳یم کال د تلې د اته لسمې نېټــې په ټولټــاکنو کې ښځو او نارینه وو پراخ ګډون و کړ، همدا شان اوس هم باید د هیواد ټول وګړي ښځی او نر چې قانوني عمر یــې بشپړ کړی وي د شرایطو د باریکيو په درک کولو سره د رایو مرکزونو ته لاړشي د ګران هیواد راتلونکی برخه لیک په خپلو لا سونو و ټاکي،په ځانګړي ډول درنې مېرمنې او ښځی .
د پښتنو په سیمو کی په تېرو ټاکنو کې د هیواد مېرمنو،پرته له پکتیا څخه په نورو سیمو کې هومره خپل دروند مسؤولیت نه ؤ اداء کړی خو بر عکس د بامیانو،شمالی او ځینو نورو ښاري سیمو ښځو په تېرو ټاکنو کې پراخه ګډون کړﺉ ؤ چې پائیله یې همدا اوس په پارلمان کی دهغوی داستازو دګــڼـلو وړ شتون دی . ملي شورا د هیواد سر نوشت ستاسو د استازو په وسیله ټاکي نو باید هر څوک ورته د خپلې خوښې وړاستازي د ولسواکۍ د اصولو پر بنسټ وټاکي دا کار په ټاکنو کې د ښځو او نرو په فعاله ګډون سره شونی دی یو ځل بیا په خوبوړي ټبر غږ کوو چې یوازې او یوازې د خپلې خوښې د ولسمشر او پارلماني استازو د انتخاب له پاره په ټولټـــاکنو کې ارومرو ګډون وکړﺉ او له نورو څخه وروسته مه پاتې کېږﺉ او خپل برخه لیک د نورو په لاس کې مه ورکوﺉ سر له همدا اوس څخه د ټاکنو په هکله خپل معلومات زیات او پوره کړﺉ او سمو ټاکنو ته تیاری ولرﺉ،داسې کسان چې ستاسواوستاسودهیواد درد ته دوا شي و ټاکۍ .

په درنښت
د دې مقالې لومړۍ برخه د ( هفته نامه کابل ) د ۱۳۸۱ کال د اتلسمې ګـڼې په ( ۶ ، ۱۲) مخ کې خپره شوې ده.