کرزی صا حب په خپله لو به کی بر یا لی ده
رحمت اله روان.
څو ورڅی مخکی دافغا نستان ولسمشر په یوه مطبو عا تی کنفرانس کی په ډاګه وویل چه زمونږ اوخا رجیانو تر منڅ چه هدف یی امریکا یان وه یوه لوبه (پهلوانی) روانه ده ولی مونږ حتمی پیروزه کیږو نن داده بیا معلومه شوه چه امریکا یانو دافغا نستان ده دولت دستری محکمی هغه پری کړه تاید ګړه کوم چه کرزی صاحب او دهغه دواړه معاونین کولای شی دانتخاباتو تر نیټی اودنوی ولسمشر تر انتخابیدو پوری خپلو وظا یفو ته دوام ور کړی ، او داسی وایی
– دامریکا متحدوایالتونوداسدترنهه ویشتمې نېټې چې په افغانستان کې انتخابات ترسره کېږي ، دسترې محکمې له لوري دولسمشرکرزي د واک دمودې داوږدېدا هرکلی وکړ.
دافغانستان سترې محکمې دیکشنبې په ورځ وویل چې کرزی کولی شي ترانتخاباتوپورې په واک کې پاتې شي خو دهغه یوشمېرسیاسي مخالفانودسترې محکمې پرپرېکړې نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا محکمه د داراز پرېکړې صلاحیت نه لري.
دامریکا دبهرنیوچارو وزارت ویندوی ګوردن دوګاید تېره شپه وویل : متحدایالتونه دافغانستان دسترې محکمې دپرېکړې کلک ملاتړکوي اوهرکلی ورته وايي .هغه زیاته کړه : موږباور لرو چې ترانتخاباتومخکې په اوسنیو حساسو شرایطو کې دحکومت دوام حیاتي دی اودثبات له تداوم سره مرسته کوي.
دامریکا دبهرنیوچارو وزارت له ټولوافغانانووغوښتل چې دسترې محکمې دفیصلې درناوی وکړي اوپرخپل حکومت دنیوکوپرځای خپل پام داسد د۲۹ نېټې انتخاباتوته واړوي.
دافغانستان له اساسي قانون سره سم انتخابات باید د ولسمشرکرزي دواک دقانوني دورې ترپای ته رسېدو یوه یا دوې میاشتې مخکې ( دکرزي دواک دوره دثورپه پای کې سرته رسېږي) ترسره شوې وای خوټولو خواوو موافقه وکړه چې په بېلابېلوعلتونوانتخابات په خپل وخت نه شي ترسره کېدای اودانتخاباتودخپلواک کمیسون له لوري په ټاکل شوې نېټې یعنې داسد په نهه ویشتمې دې ترسره شي،
دبله طرفه لکه څرنګه چه معلومه ده د ښا غلی کرزی صا حب په مستقیمه لار ښونه له ډیری مودی را په دی خوا دطلبانو له مشرانو سره خبری جریان لری او ددغه خبرو دوی دوری په سعودی عر بستان او دوبی کی تر سره شوی اوڅه نا څه مثبت نتا یج هم درلودل چه په دغه خبرو اترو کی دکرزی رول نظر بل هر چا ته ښه اود قدر نه ډک ؤ او دطالبا نومشران دقدر اواعتبار په ستر ګه ورته ګوری ، داچه طالبان اوس یو لوی او غښتلی طاقت او قوت دی دجنګ له لا ری دهغوی ما تی نا شونی ده همدغه علت دی چه دامر یکا نوی ولسمشر دطالبا نوسره دخبرو اومذاکراتو غو ښتنه کوی اوکرزی صاخب نسبت بل هر چا ته په دغه پروسه کی ښه کردار تر سره کو لا ی شی نوامر یکا یان مجبور دی چه دکرزی صا حب څخه خپل ملا تر اعلان کی بیا هم کرزی صا حب په خپله لوبه کی بر یا لی ده ،دطالبا نوسره دخبرو بل دور په لاندی ډول سره به مخ روان ده
- شپېګل جرمنۍ مجلې په خپله تازه ګڼه کې راپور ورکړ چې دسعودي عربستان داستخباراتو مشر شهزاده مقرین بن عبدالعزیزالسعود په منځګړتوب دطالبانو اودافغانستان د ولسمشرحامدکرزي دحکومت داستازوترمنځ د دوهم ځل لپاره په سعودي عربستان کې خبرې شوي اوپه ترڅ کې یې دجګړې دپای ته رسېدو پرلارو چارو بحث شوی دی.
تردې پخوا دسپټمبر په میاشت کې ( د روژې په وروستیو ورځو کې) د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د دواړو خواوو داستازو ترمنځ خبرې شوې وې.
شپیګل مجلې په داسي حال کې د افغانستان دحکومت او دهغه دمخالفو وسله والوداستازو ترمنځ د پټوخبروراپور ورکړی چې الجزیرې تلویزیون په دوبۍ کې د دواړو لورو ترمنځ دپټې کتنې خبر ورکړی دی.
شپېګل ملاعمرته دیوه نژدې کس عبدالله انس ،چې پخوا دافغان مجاهدینونژدې همکاروو، له قوله ویلي دي چې دطالبانومشر پخپله موافقه کړې چې دافغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.
شپېګل ادعا کوي چې ملاعمراوس دې نتیجې ته رسېدلی چې د ده تحریک دومره پیاوړی نه دی چې واک ترلاسه کړي نو غواړي چې د ده ملګري په حکومت کې برخه ولري.
دشپېګل مجلې له راپورسره سم په دغوخبرو کې په دې هم بحث شوی چې ملاعمردې سعودي عربستان ته لاړ شي اودهغه ترمشرۍ لاندې دطالبانودتحریک یوشمېرنورمشران دې دافغانستان لوړې دولتي چوکۍ ترلاسه کړي.
هم شپېګل او هم الجزیره وايي چې ګلبدین حکمتیارته هم وړاندیزشوی چې دڅوکلونو لپاره په سعودي عربستان کې سیاسي پناه ومني.
دواړه سرچینې وايي چې په خبرو کې چې دسعودي عربستان دحکومت په مرسته اودامریکا په موافقه شوې دي د ولسمشرکرزي ورور قیوم کرزی،دحکمتیارزوم غیرت بهیراودملاعمریو پخواني ویاندشامل وو ، هیله لرم چه کرزی صاحب ووطن ته دخدمت په ستره لوبه کی تر اخیره کا میاب او بریالی شی ، پای
رحمت اله روان.