به هغه خبره چه جنرال وردګ وامریکا ته په غو ثه و نن افشا شوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

- دامریکاولسمشربارک اوباماتېره شپه اعلان وکړ چې دامریکا په نوې پالیسۍ کې به له افغانستان څخه دامریکايي ځواکونود وتلودقیق وخت ټاکل شوی وي اوزیاته پاملرنه به دافغانستان اقتصادي پرمختګ ته وي.
تردې مخکې ځینولوېدیځوچارواکو ویلي وو چې امریکاپه دې فکرکوي چې له افغانستانه خپل سرتېري له درو ترپنځوکلونو پورې وباسي.
په داسي حال کې چې په افغانستان کې تاوتریخوالي مخ په ډېرېدو دي ، اوباما وویل موږداسي فکرنه شو کولی چې د افغانستان لانجه دې یوازې له پوځي لارې اواره شي.
ولسمشراوباما وویل له افغانستانه دامریکايي ځواکونوایستل د دې ستراتیژۍ مهمه برخه ده چې لومړني هدفونه یې پرامریکايي ځواکونواود امریکا اودهغې دمتحدانوپرګټودحملومخنیوی دی .اوباما همداراز وویل چې باید دا فکرونه کړو چې یوازې پوځي اقدام به په افغانستان کې زموږستونزې اوارې کړي ځکه نوهغه څه چې موږیې په لټه کې یوو، یوه هراړخیزه ستراتیژي ده اودا باید دځواکونودایستلوستراتیژي وي.
له سي بي ایس تلویزیون سره په مرکه کې ولسمشراوباماخبرداری ورکړ چې افغانستان مټکورغوز(چارمغز) دی چې ماتول یې ګران کاردی اوداسي مسایل پکې دي چې حلول یې دجګړې د ډګردقومندانانوپه وینا،ترعراق ډېرکړاو اوخوارۍ غواړي.
اوباما ددې پوښتنې په ځواب کې چې د دوو میاشتوولسمشرۍ ترټولوستونزمنه پرېکړه یې کومه وه، وویل : ((افغانستان ته داوولس زره نوروامریکايي سرتېرو داستولو فیصله ))
دامریکا ولسمشرچې ددغه هیواد له سي بي ایس تلویزیون سره مرکه کوله همداراز وویل څرنګه چې یوازې پوځي لارې په افغانستان کې کارنه کوي، موږپریوې هراړخیزې ستراتیژۍ کار کوو اوباید یوه دوامداره ستراتیژي موجوده وي نه برسېرنې خاکې .
دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا خاص استازي دشنبې په ورځ په سیمه کې دطالبانوپرضد د مبارزې لپاره دمتحدوایالتونود نوې ستراتیژۍ د ځینوبرخو دافشا کولوپه ترڅ کې وویل:
دامریکامتحدایالتونه به په خپله نوې ستراتیژۍ کې دافغان پولیسو پراخولو، دتریاکوله تولید سره مبارزې اوله کروندګرو سره مرستوته پاملرنه زیاته کړي .
ښاغلي هولبروک همداراز وویل چې په ستراتیژۍ کې به دالقاعده شبکې په شمول له ټولوسخت دریځوسره دمبارزې لپاره پاکستان دهلوځلوپه مرکز کې وي .هغه همداراز دنشه يي موادو له کاروباریانو اوجنایتکارانوسره مبارزه په نوې ستراتیژۍ کې د توجه وړ وبلله خو له افغانستان څخه یې په پاکستان کې دسخت دریځو پرضد اقدامات رد کړل ځکه چې دهغه په وینا دا مسله دپاکستان لپاره دمنلو وړ نه ده .
دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا خاص استازي چې په بروکسل کې داروپايي اتحادیې کې خبرې کولې ،په داسي حال کې چې دپاکستان شمال لوېدیځ دټولوستونزو زړه وباله ، ویې ویل چې دناټوځواکونه به له دیورنډ کرښې پورې غاړه دسخت دریځود ځپلو لپاره وانوړي ځکه چې دا مسله دپاکستان دحکومت لپاره خورا حساسه ده چې موږ یې باید درناوی وکړو .
دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا خاص استازي همداراز وویل چې امریکا له خپلومتحدانوغوښتي دي چې په زرګونوافغان پولیس وروزي .
دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکاخاص استازي ریچردهولبروک نن (شنبه)وویل د امریکاولسمشربارک اوباماغواړي چې دافغان پولیسوشمېرخورازیات شي.
هولبروک وویل داوباماحکومت غواړي چې له افغان پولیسو سره مرسته وکړي اوشمېریې چې اوس اته اویازرو ته رسېږي اوټاکل شوې ده چې ترڅلوروکلونوپورې دوه اتیا زرو ته زیات شي، خورا کم دی.
هولبروک دبلجیم په مرکزبروکسل کې امنیتي کنفرانس ته وویل : (( له هرچا سره چې موږ خبرې کړي ،که هغه افغانان ول یا،دبلواووکارپوهان ،حکومت یا امریکايي پوځیان ،درست موافق ول چې دپولیسوداشمېرکافي نه دی نوموږدافغانستان له حکومت اوخپلومتحدانوسره دافغان پولیسو دخورازیاتېدا لارې لټوو .))
هغه زیاته کړه : حاضردمه پولیس ښه نه دي .موږپوهېږوچې پولیس دافغان امنیتي ځواکونوپه منځ کې کمزوري دي.د پولیسو د روزلولپاره دنړیوالوهلې ځلې تردې دمه ترډېره کافي نه دي ګڼل شوي.
هولبروک په عین حال کې وویل چې په نیویارک ټایمزکې داراپورچې دافغانستان دملي اردو اوملي پولیسو لپاره څلورلکه سرتېري په پام کې نیول شوي ، د اوازې اواټکل له مخې دی او ویې ویل اوباما تراوسه پورې دافغان ځواکونودشمېرپه اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
دافغانستان حکومت اودهغه نړیوالو ملاتړوپخوا لا ویلي دي چې دافغان ملي اردودسرتېروشمېربه له اویا زرو یولکو۴۳ زرو ته ورسوي.
دامریکاولسمشربارک اوباماد افغانستان لپاره دخپلې ستراتیژۍ په بېلابېلواړخونوبیاکتنه کوي څودطالبانودحملوله مخنیوي سره مرسته وکړي .ټاکل شوې ده چې داستراتیژي د روانې مارچ میاشتې ترپایه یعنې په یوه اوونۍ کې اعلان شي.
ویل کېږي چې داوباما دحکومت له لوري په نوې ستراتیژۍ کې ډېرټینګارپه افغان ځواکونودی څوافغان ځواکونه په خپله دخپل هیواددامنیت جوګه شی.
له بلې خواله نوې ستراتیژۍ سره سم له امریکا څخه په سلګونوملکي کارپوهان اومتخصصان افغانستان ته استول کېږي چې په ملکي چارو کې مرسته وکړي.
دپنجشنبې په ورځ فرانسې وړاندیزوکړچې اروپايي اتحادیه دې افغانستان ته دعامه تاسیساتودساتنې دقطعود روزنې لپاره روزونکي واستوي ا .
دا و هغه ځه چه ځو ورځی مخکی سترجنرال صاحب وردګ دافغانستان دملی دفاع وزیر دامریکا ځخه دامریکا دنوی ستراتیژی په سر ډیر سخت په غوثه کړی ؤ او کله چه نو موړی دامر یکا ځخه بیر ته افغا نستان ته ستون شو په یوه خبری کنفرانس کی ئ خبله خوا شنی ځرګنده کړی او په ډیر افسوس يئ وویل چه امر یکایان غواړی مو نږ یوازی پريږ دی ٠ دادی نن بارک اوبا ما خپله اخری خبره افشا کړه او وویل چه امر یکا يئ فوځونه با ید له افغا نستان ځخه ووزی محترم جنرال صا حب با ید خفه نه شی او دامر یکا دنوی سترا تیژی ځخه ملا تړاعلا ن کړی زما او دګران افغا نستان دټولو خلګو ښه په یاد دی چه کوم وخت دپخوانی شوروی اتحاد فو ځونه په افغا نستان کی وه نوحنرال صاحب رحیم خان وردګ به همیشه ویل شورویان دی له افغا نستان ځخه عا جل ووزی افغا نستان دی افغا نانو ته پر یږدی نو دی نن ولی په دی خوا شنی دی چه امر یکا یان دی یوازی پر یږ دی ٠ پاي رحمت اله روان