د ننګرهار د پوهنې له ريئس محمداقبال عزيزي سره مرکه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مرکه کوونکى: انجينر فضليار

نړۍ: ښه ريئس صاحب! تر هر څه وړاندې، د نړۍ لوستونکو ته د ځان په هکله يو څه معلومات ورکړه.
عزيزي: زما نوم محمد اقبال عزيزي دى، اصلاً د پکتيکا ولايت د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکى يم. زده کړې مې د پاکستان په کراچۍ پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې پورې په سياسي علومو او نړيوالو اړيکو کې ترسره کړي دي. په شخصي انسټيټيوټونو کې مې د انګليسي ژبې د استاد په توګه دندې اجرا کړي. دوه کاله د پکتيکا ولايت د پوهنې د رييس په توګه پاتې شوى يم، د ميدان وردګو ولايت د پوهنې د رييس په توګه مې هم دنده اجرا کړې او اوسمهال د ننګرهار ولايت د پوهنې د رييس په توګه دنده ترسره کوم.
نړۍ: دا دې ونه ويل چې ننګرهار ته د پوهنې د رييس په توګه کله راغلى يې او په خپلو ترسره کړو فعاليتونو لنډه غوندې خبره وکړه.
عزيزي: لنډه به يې نه کوم ګوره.
نړۍ: څه چې تاسو ويل غواړئ، کېداى شي هغه زمونږ د لوستونکو په پوښتنو کې مطرح شوي وي، وروسته به د پوښتنو په ځواب کې مفصل پرې وغږيږې.
عزيزي: سمه ده، شاوخوا يو نيم کال به کيږي چې په ننګرهار کې مې د پوهنې د رييس په توګه ماموريت پيل شوى دى. کله چې زه دلته راغلم د پوهنې په رياست کې يو لړ ډېرې جدي ستونزې موجودې وې، چې اساسي او مهمه ستونزه يې د تشکيل په برخه کې وه. پنځه کاله تېر شوي و چې د ننګرهار په ولايت کې هيڅ يو ښوونکى په دنده نه و ګومارل شوى. د زده کوونکو شمېر به زياتېدو خو ښوونکي به نه ورته مقررېدل. مونږ داسې ښوونځي هم لرل چې د زده کوونکو شمېر به يې د شپږ سوو په شاوخوا کې و خو ښوونکى به يې يو و. ددې لپاره چې د پوهنې کيفيت لا زيات سم وي، د ٤٥٠٠ په شاوخوا کې نوي ښوونکي مې په دندو ګومارلي....
نړۍ: رييس صيب په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل نورالله ستاسو ځينې هڅې ستايلي، هغه وايي چې د پوهنې په رياست کې زيات کارونه شوي خو زياتوي چې اوس هم په ښوونځيو کې د ښوونکو شمېر د زده کوونکو د اړتيا هومره نه دى او بيا يې پوښته کړې چې د پوهنې رياست نوي ښوونکي د کوم معيار له مخې په دنده ګوماري؟
عزيزي: اساساً که تاسو د پوهنې رياست په انګړونو کې وګورۍ، ډېر زيات خلک به يا د ازموينې په صحنو کې وي او يا به د استخدام د مکتوب د اخيستلو په بهير کې. مونږ ٤٥٠٠ ښوونکي زما د ماموريت نه راپديخوا نوي استخدام کړي دي چې په مجموع کې د ښوونکو شمېر د ننګرهار په ولايت کې د ١١٠٠٠ په شاوخوا کې دى. زه فکر نه کوم چې د ذراعت په ليسه کې به د ښوونکو د کمبود ستونزه وي، ولې نورې ستونزې هلته شته. د تشکيلاتو د پراخوالي موضوع ته زه ډېر جدي متوجې يم. زمونږ هر ښوونکى اوس د څلوېښتو په شاوخوا کې زده کوونکي لري، په دې تناسب باندې مقرر شوي چې يو ښوونکى او څلوېښت زده کوونکي. انشاالله او تعالى چې د وخت په تېرېدو به دغه ستونزه په بشپړ ډول حل کيږي. او په نوي تعليمي کال کې به مونږ په هيڅ ښوونځي کې د تشکيل د کموالي ستونزه ونه لرو.
د دوهمې پوښتنې په هکله: اصلاً ښوونکي دازادې سيالۍ له لارې مقرريږي د ننګرهار په ولايت کې له نيکه مرغه بستونه ډېر زيات وي او زمونږ د ښوونځيو د ښوونکو تعداد دومره نه وي چې هغه د ازادۍ سيالۍ معيارونه او نورمونه سرته ورسوي. مونږ بې شمېره کسان مقرروو او هغه معيارونه چې مونږ ورته ټاکلي دي په تاسف سره هغه مونږ کله کله نشو تر لاسه کولى او د ښوونکو په استخدام کې کله کله هغه معيارونه عملاً نه تر سترګو کيږي چې د پوهنې رياست ورته ټاکلي.

نړۍ: خو د واحدالله (همکار) په نامه د تجروبوي ښوونځي يو ښوونکى وايي چې د دولسم پاس او ليسانس ښوونکو تر منځ بايد عدل وشي. هغه زياته کړې چې په ښوونځيو کې دولسم پاسان مقرر دي او لسانس اوزګار ګرځي.
غزيزي: زما پيغام به ټولو د ننګرهار خلکو ته داوي چې که څوک ليسانس وي، مسلکي ښوونکى وي، د پوهنې رياست په ډېر ښه زړه هغوى مقروي . هيله مو ده چې د پوهنې رياست ته مراجع وکړي او مونږ به يې هرکلى وکړو
نړۍ: همدا د ښوونکو د مقررۍ په هکله يوشمېر لوستونکو نيوکې کړي، د حکمت الله شجاعت په نامه يو ورور وايي چې د ښوونکو او په تېره بيا د مديرانو او په ولسواليو کې د پوهنې د مديرانو په مقررۍ کې رشوتونه اخيستل کيږي او واسطې منل کيږي.
عزيزي: د واسطو خبره خو منم ځکه چې افغاني ټولنه اوس نورماله ټولنه نه ده او متاسفانه د واسطې فرهنګ او رواج په کې ډېر په شدت سره موجود دى. خو يوه بله ستونزه چې په افغاني ټولنه کې موجوده ده، هغه د جرياناتو منفي تحريف دى چې په ډېر شدت سره موجود دى. مثلاً ډېر کم خلک دي چې د يوه فعاليت مثبت اړخونه په نظر کې نيسي. ښه، د واسطې خبره به حتماً موجوده وي، ولي د رشوت مسئله زه فکر نه کوم چې وي دي. او کچېرې څوک دغه شکايت لري، دا طبعاً يا د ازادې سيالۍ په پايله کې ناکام شوى يا د بستونو د نشتوالي له امله په ولسواليو کې جذب شوى نه دى. همدغه ګيله يې په ډېر شدت سره کړې ده. زه فکر کوم که دغه ورور له ما سره شخصاً اړيکه ونيسي، زه به دده ټول کوايف پټ وساتم خو دا دې د موضوع په څېړنه کې له ما سره همکاري وکړي.
نړۍ: رييس صيب! تاسو د واسطې مسئله ومنله، نو په دې څلورنيم زره کسانو کې چې تاسو مقرر کړي څو فيصده به د واسطو په اساس نيول شوي وي؟
عزيزي: فيصدي خو به يې ډېره دقيقه نه درته ووايم او ددې معنا دا نه ده چې واسطې کيږي، حتماً منل کيږي. ولې د واسطو له امله د پوهنې د رياست په مامورينو باندې فشار ډېر زيات دى. زه فکر نه کومه چې ډېرې زياتې ګومارنې دې د واسطې په اساس شوي وي خو واسطې په نهايت کې زياتې دي.
نړۍ: تاسو د يوه ځوان او فعال رييس په توګه څومره ددې وړتيا لرئ چې د واسطې له دغه غلط کلتور سره مبارزه وکړئ او په وړاندې يې له مقاومت څخه کار واخلئ.
عزيزي: همېشه مې کوشش کړى چې هغه چاته قناعت ورکړم چې د يو داسې چا واسطه کيږي چې اصلاً د ټاکنې په معيارونو برابر نه وي. کوشش مې کړى چې هغه کس په دې قانع کړمه چې غوښتنه يې معقوله نه ده. کوشش مې همېشه هم دغه دى چې له دغه فشار سره چې په ډېر شدت موجود دى، برخورد وکړم او برخورد په دې معنا چې ويې نه منم.
نړۍ: ما سره خو دا پوښتنه ده چې د واسطې په اساس د ښوونکو ګومارل د ننګرهار د پوهنې په څرنګوالي يا کيفيت باندې څومره ناوړه اغېزه کوي، خو زه به له خپلو پوښتنو تېر شم، ځکه چې د نړۍ د لوستونکو رالېږلې پوښتنې بې ځوابه پاتې نشي. زه هڅه کوم چې د لوستونکو رالېږلې پوښتنې له تاسو سره مطرح کړم. د لوستونکو له ډلې نه د فريدالدين په نامه د لغمان يوه اوسېدونکى وايي چې ما د اصلاحات اداري له لارې د پوهنې رياست ته امتحان ورکولو، هغه مربوطه فورمې مې هم ډکې کړې خو کله چې د ازموينې وخت راغى، نو زه خبر نه شوم. بيا چې ما د موضوع پوښتنه وکړه نو راته وويل شول چې د پوهنې رييس د اصلاحات اداري له کمېسيون نه ټول واک اخيستى او په دې ډول يې غوښتل چې يواځې هغه کسان مقرر کړي چې د رييس صيب خوښ وو او بل چاته هيڅ ټليفون نه و شوى.
عزيزي: اساساً زه کېداى شي دومره بختور نه يمه چې ٤٥٠٠ شخصي ملګري يواځې په ننګرهار کې ولرم.
نړۍ: ډېره يا يو څه برخه يې همداسې ده؟
عزيزي: مخکې مې په پېژندګلوي کې درته وويل چې زه اصلاً د ننګرهار ولايت اوسېدونکى نه يم. اول خو به زه ځان ډېر بختور احساس کړم چې دومره پراخې اړيکې ولرم او دومره ډېر ملګري ولرم. خو زه فکر نه کمه.
دوهم زه د پوهنې د رييس په صفت باندې تاسو باور وکړۍ دومره وخت نه لرم چې هر چا ته ټليفون وکړم، دا زما دنده نه ده او هيچا ته مې نه دى کړى. که تاسو داسې څوک پيدا کړئ چې ما زنګ ورته وهلي وي، بيا سمه ده.
نړۍ: طبعاً زنګ خو ته نه وهې خو که وغواړې بل کس ته دنده ورکوى شې چې دا کار وکړي.
عزيزي: په دې کمېسيون کې د ولايتي شورا نماينده شامل دى، حقوق بشر په کې دى، اصلاحات اداري کمېسيون په کې دى، د پوهنې رياست د استخدام څانګه په دې کې شامله ده. دا يو ډېر پراخ کمېسيون دى او د تاسيس هدف يې دا و چې په ټاکنو کې شفافيت تامين وي. نو زه فکر کوم که دې ورور ته ټليفون شوى نه وي، کېداى شي کومه تخنيکي ستونزه وي. دا د ټليفون شبکه هم ډېره زياته فعاله نه وي. دوهم زه به دا ځان سره نوټ کړمه، دغه موضوع به وڅېړمه چې د پوهنې رياست د استخدام څانګې يا کمېسيون زنګ ولې نه دى وهلى. کېداى شي يو دغه ورور نه وي، کېداى شي نور ډېر زيات ورونه همداسې پاتې شوي وي. په ډېر تاسف سره تخنيکي مشکلات لري، يانې انسان په دومره پراخو ټاکنو کې تاسو ګورئ د پوهنې رياست د مامورينو تعداد ډېر محدود دى او خپله د کمېسيون تعداد د شپږ ، اوو کسانو په شاوخوا کې دى...
نړۍ: که شمېر هر څومره محدود شي، بيا هم دا د کمېسيون دنده ده او د خپلې دندې د ترسره کولو مسئوليت لري.
عزيزي: مطلق يې دنده ده، زه دغه موضوع څېړم که داسې شوي وي د پوهنې رياست د استخدام کمېسيون پړ دى او دغه مسئوليت په غاړه اخلو، زه دغه موضوع ډېره جدي تعقيبوم.
نړۍ: بله يوه نيوکه چې شخصاً تاسو ته متوجې ده او ډېرو کسانو رالېږلې چې له هغې جملې نه يو عبدالمنان لغمانى ورور دى، وايي چې عزيزي صيب د پوهنې رياست پورې اړوند په هره پروژه کې خپل سهم لري. هغه زياته کړې هغه ښوونځي چې په ولسواليو کې جوړيږي، د انجينري اصولو له مخې ډېر نيمګړي او د ټيټ معيار لرونکي دي خو د پوهنې رياست په دې سترګې پټوي او د شرکتونو له خاوندانو څخه قيمتي ډالۍ تر لاسه کوي.
عزيزي: اصلاً که دا ورور د ښونځيو د کيفيت د ټيټوالي له مخې دا تحليل کوي نو د ښوونځيو د کيفيت ټيټوالى يا د بې کيفيته ودانيو موضوع زه منم. دا نه يواځې په معارف کې بلکې په ډېرو سکتورونو کې چې کله پروژې کيږي، په مجموع کې د هېواد په سطحه باندې د ډېر ټيټ معيار لرونکې وي. کيفيت يې ډېر خراب وي. که تاسو د تدارکاتو قانون وګورئ، ورورجانه د تدارکاتو په قانون کې د پوهنې رييس د ٥٠٠٠٠ ₯ په شاوخوا کې صلاحيت لري. ٥٠٠٠٠ هم په هغه شکل چې د و لايت، مستوفيت او خپله د رياست يو هييت تعينيږي، او نرخونه به معلوميږي. زه نه پوهېږم کله چې زه پروژه نه ورکوم، کله چې زه دا صلاحيت نه لرم نو دا د ډاليو ورکولو موضوع کله دغه کيږي. ما مخکې تاسو ته وويل چې په افغانستان کې چې جنګونو زمونږ نهادونه زيانمن کړي دي، هر جريان که ډېر مثبت جريان هم وي، په ډېر نيک نيتي باندې شروع شوي وي، تحليل يې منفي کيږي. دا زمونږ يوه ټولنيزه ستونزه ده، که تاسو فکر کړي وي په اسلامي فرهنګ او کلتور کې د ډېرو شديدو او ناوړو حادثاتو تحليل ډېر مثبت کيږي ولې افغاني ټولنه لکه مخکې چې مې وويل ډېره نورماله نه ده او...
نړۍ: رييس صيب! که ددې پوښتنې ځواب ته راشې
عزيزي: د پوښتنې ځواب ته راځم، په دې هکله به زه له تاسو جداً هيله وکړم چې دغه ورور چې همدغه نيوکه يې کړې ده، ماته يې دقيقاً ادرس راکئ ، د ادرس د راکړې په صورت کې دغه موضوع په څارنوالي کې زه خپله تعقيبوم. عريضه زه کومه خو دې به يې جسټيفېکېشن وړاندې کوي. او که يې وړاندې نه کړي نو زه اعاده د حيثيت غواړمه.
نړۍ: رييس صيب دا ستا ادعا او خبرې ډېرې عجيبه نه دي؟ له يوې خوا په خپله دا تاييدوې چې ښوونځي په ډېر ټيټ کيفيت سره جوړيږي. که داسې وي، د هغې کنټرول ستاسو مسئوليت نه دى؟ او کله چې خپل مسئوليت نه ادا کوئ حتماً د ډاليو پوښتنه رامنځته کيږي.
غزيزي: غوږ ونيسه، په افغانستان کې په مجموع کې او په ننګرهار ولايت کې هم همداسې دي، کله چې پروژه ورکول کيږي، تاسو باور وکړئ چې زه د ځينو پروژو له قيمتونو نه هم تر اوسه نه يم خبر. مونږ يواځې خپل انکشافي پلان جوړوو، ډونران خپله دي، ډېر زيات ډونران دي خپله پروژه جوړوي، قرارداد يې خپله کوي او خپله باندې تړون لاسليکوي او قرارداديانو ته يې ورکوي. نو بناً د پوهنې رياست اصلاً نه دى مطرح.
نړۍ: خو مانېټورنګ او د کار نظارت کول ستاسو دنده نه ده؟
غزيزي: مثلاً PRT ده. هغه خپله پروژه ورکوي او خپله مانېټورېنګ هم کوي.
نړې: يانې مانا دا چې تاسو هيڅ صلاحيت او مسئوليت نه لرئ؟
غزيزي: په دې برخه کې که د تدارکاتو قانون مطالعه کړې او که د پوهنې د رياست صلاحيت مطالعه کړې، حتى د پوهنې رياست د ٥٠٠٠٠ ₯ نه پورته . ښه د مانېټورنګ موضوع راغله، مانېټورنګ يواځې د پوهنې رياست دنده او وظيفه نه ده، دا د ټولو هېوادوالو او د ټولو ولسونو وظيفه ده.
نړۍ: ګوره رييس صيب! د پوهنې د رييس په توګه ته په دې قانع يې چې د ښوونځيو د جوړېدو کېفيت ډېر ټيټ او خراب دى. ښه نو اوس په دې برخه کې ستا مسئوليت څه دى؟
غزيزي: شاباس،دې کې يواځې د پوهنې رياست مسئوليت نه لري. د پوهنې رياست د کېفيت او کوالټي د کنټرول لپاره همېشه کوشش کړى دى. په دې کې ولايتي شورا مسئوله ده ځکه چې د څارنې وظيفه لري. په دې کې د ولايت اړوند ارګانونه او په مشخصه توګه .
نړۍ: ولايت يا ولايتي شورا که يې څاري ، ستاسو له لارې به يې څاري که مستقيماً؟
غزيزي: نه مستقيماً، مستقيماً. ولايتي شورا مونږ څارلى شي، زمونږ فعاليتونه څارلى شي.
نړۍ: ته چې خپله وايي چې زمونږ له لاسه څه نه کيږي، مانا دا چې په دې برخه کې فعاليت نه لرئ نو د هغوى څارل بيا څه مانا؟
غزيزي: ګوره فضلياره، د مانېټورنګ پروسه چې ده دا يوه ټولنيزه پروسه ده، چې په دې کې د ددې وطن هر وګړى، هر شاګرد، هر معلم، د هر شاګرد پلار حق لري چې دغه مانېټور کړي، تر څو پورې کوالټي يې کنټرول کړي.
نړۍ: د بېلګې په توګه په يو ځاى کې يو ښوونځى جوړيږي، ته ښه پوهېږې چې ددې ودانۍ د کار کېفيت ټيټ دى، ته په هغوى کوم ډول فشار نه شې راوړې يا د هغوى د کار مخنيوى نشې کوى يا لږ تر لږه هغوى ته يوه لارښوونه نشې کوې؟ او دا کارونه خپل مسئوليت نه ګڼې؟
غزيزي: مونږ تر خپله وسه پورې همېشه کوشش کړى دى چې کوالټي يې کنټرول کړو، کېفيت يې کنټرول کړو او ډېر داسې ښوونځي به تاسې ووينۍ چې مونږ يې د کار د کېفيت د خرابوالي له امله د دوى په اړه رسمي برخورد کړى، دوسيه ګانې مو يې څارنوالۍ ته لېږلي دي. زه تاسو ته ځينې دوسيه ګانې ښکارومه چې اوس هم په څارنوالۍ کې دي. او ځينې پروژې درته ښيمه چې کار يې بند دى. مستند چې زمونږ په وس کې وي او کله کله داسې کيږي چې زمونږ مانېټور روان هم وي ډونر خپلې پېسې ورکوي.
نړۍ: مثلاً کومه پروژه تاسو بنده کړې؟
غزيزي: او او ، که تاسو لاړ شئ د کامې ولسوالۍ اړوند يوه مدرسه ده، دغه مدرسه په دوسرکه کې ده، ډېره نژدې هم ده، د پاخه سرک په سر باندې، ويې ګورئ دوه کاله کيږي چې زما دوسيه په څارنوالۍ کې اوس روانه ده. ددې ترڅنګ په خوګياڼو کې د سيپاى مکتب چې په کوټ کې دى که بټي کوټ کې او نورې. او ځينې داسې پروژې هم شته چې مخکې له دې چې پروژه شروع شي ډونر ورته ٧٠% پيسې مخکې تر مخکې ورکوي.
نړۍ: دا خو کومه ستونزه نشي زېږولى ځکه که پيسې مخکې ورکړل شي يا وروسته، د کار څارل او کنټرول په هر حالت کې کېداى شي.
غزيزي: غوږ کېده، زه يو مکتب درته ښيمه چې ډونر مخکې له مخکې ٧٠% پيسې ورکړي دي اوس که ته فشار ورباندې راولې چې عملاً همداسې شوي چې پروژه يې په ځاى پرېښې، يو څو ډبرې يې ايښي او سړى يې تښتېدلى. هيڅ پيدا کيږي نه، ادرس نه لري.
نړۍ: تاسو وويل چې په د ډېرو هغو شرکتونو کار مو بند کړى چې د کار کيفيت يې ښه نه و، خو همدا اوس هم ډېرې پروژې په داسې حال کې روانې دي چې د کار کيفيت يې ډېر خراب دى.
غزيزي: مثلاً
نړۍ: مثال ته څه اړتيا ده، يوه يا دوه خو نه دي.
غزيزي: خو ته يې ماته راوښيه
نړۍ: مخکې تاسو په ټوليزه توګه دا ومنله او خپله دې اعتراف وکړ چې د زياترو پروژو د کار څرنګوالى يا کيفيت ټيټ او خراب دى.
غزيزي: خو درته ومې ويل چې زياتره مې بندې کړي، ځيني مکتبونه مې درته وښوول چې کارم په بند کړى دى. په کامه، خوګياڼو او بټي کوټ کې
نړۍ: يانې ستا مطلب دادى چې دا کوم کارونه روان دي، دا ټول سم دي؟ په ځاى دي؟ د ساختماني موادو او کار کيفيت يې خراب نه دى؟
غزيزي: ګوره فضليار صيب، مخکې مې خبره درته وکړه. اول خو مې اعتراف په دې وکړو چې د اکثرو پروژو کيفيت خراب دى، دا منمه او هغه پروژې چې پېسې يې زمونږ په واک کې دى يا د ډونرانو سره د هغوى پروژې مې په بندې کړي او څارنوالۍ ته مې وړاندې کړي دي. چې ډېرې بېلګې يې دلته موجودې دي کومې پروژې چې زمونږ په کنترول کې نه وي هغه ډونر پوهېږي قراردادي يې پوهيږي او کار يې پوهيږي.
نړۍ:ښه، همدې ورور په خپل اوږده ليک کې دا خبره هم ليکلې چې اقبال صيب د پتمن صيب خاص سړى دى، چې ګومان کوم پتمن صيب د پوهنې د وزارت معين دى، دا وايي چې اقبال صيب د هغه سره په ډېرو معاملو کې لاس لري او زياتوي چې د هغه په ننګرهار کې يو کور دى چې ټول د هغو شرکتونو لخوا ودان شوى چې د معارف پروژې ورکړل شوي دي، هغه شرکتونه يو ګاډى ساختماني مواد ښوونځي ته او يو ګاډى يې د پتمن صيب کور ته وړي.
غزيزي: ( تر اوږدې چوپتيا وروسته) دا خبره ورورجانه له همدغسې بې اساسه درواغو څخه ده. بې سره او بې پښو دروغ دي. دا ورور نه پوهېږم اصلاً به د پوهنې له رياست سره کومه ستونزه لري. ددې تر شا به کومه بله ستونزه وي، کور په افغانستان کې د هر وګړي چې تذکره ولري حق يې دى. او ډېر کسان يې لري که هغه د پوهنې ريس وي، که وزير وي، که معين وي. کور په افغانستان کې له چارواکو پرته ډېر نور خلک لري.
نړۍ: نه، د کور د ملکيت په هکله خو دا څه نه وايي. دا خو دا وايي چې د معارف له پروژو څخه په غلطه ګټه اخيستنه ودان شوى.
غزيزي: زما هيله له دې ورور څخه داده چې اسناد دې وړاندې کړي. که اسناد وړاندې نه کړي همدغه خبره ده چې د سړي شخصيت تورول دي، د سړي په شخصي حريم باندې تجاوز دى. دا يو بې اساسه دروغ دي چې د تعصب او ددې شي له مخې دا برخورد کوي. نو زما هيله به له تاسې د ورځپاڼې دا وي چې په دې برخه کې مسئولانه برخورد وکړي.
نړۍ: ښه عزيزي صيب! د نجيب الله په نامه يو تن چې ځان د کوم ساختماني شرکت مرستيال راپېژني، وايي چې يو ځل د ځينو قراردادونو مسئله و،ه نو د پوهنې رييس ته مونږ ورغلو، د هغه سکرتر راته وويل چې تاسو سره به مونږ د پنځو ښوونځيو د قرارداد په هکله مرسته وکړو خو په دې شرط چې يو کاناډايي ماډل کرولا ماته واخيستل شي.
غزيزي: بيا به مې هم هيله دا وي چې په دې هکله له مونږ سره همکاري وکړي چې دا کوم سکرتر دى چې زما په ادرس له خلکو نه داسې غوښتنې کوي. ما مخکې هم تاسو ته د تدارکاتو د قانون خبره وکړه د پوهنې رياست خو پرېږده چې د ولايت په کچه څوک دا صلاحيت نه لري چې د کوم چا سره تړون وکړي.
نړۍ: يوې بلې موضوع ته به راشو، چې هغه د ښوونځيو پر زده کوونکو د مرستو د وېش مسئله ده. لکه غوړي، غنم، قلمونه، کتابچي او نور قرطاسيه جات. په دې اړه د اقبال ميوند په نامه يو ورور په تاسو تور لګوي چې ددې موادو زياته برخه ستاسو لخوا اخوا دېخوا کيږي.
غزيزي: که ددغه ورور ادرس له تاسو سره دقيق وي، په دې برخه کې به عيناً له تاسو څخه زما هيله دا وي چې دادې ثبوتونه او شواهد وړاندې کړي چې مونږ يې په اړه اقدارم وکړو او که کوم مسئوله او با احساسه هېوادوال وي هيله به مې دا وي چې ورورجانه دا خبره دې د مستندو شواهدو سره راوړي.
نړۍ: دا ورور دا هم ليکي چې د دغو موادو د وېش په وخت کې ريس صيب د ولسواليو د پوهنې مديران بدلوي رابدلوي، تر څو د موادو د وهلو زمينه ورته برابره شي. زياتوي چې يو ځل د څو موټرو موادو د خرڅولو دعوه پرې وشوه او يو څه مزاحمت هم پيدا شو خو د ريس صيب د پټکو له وجې هغه خلک غلي شول.
غزيزي: زه به تاسو ته ځينې داسې ولسوالۍ په ګوته کړم چې هلته اصلاً د موادو کومه پروژه نشته. مثلاً د خېوې او دره نور په ولسواليو کې چې د پوهنې مديران بدليږي رابدليږي، ولې؟ مثلاً ډېرې ولسوالۍ شته چې مونږ د پوهنې مديران بدل رابدل کړي خو هلته د موادو د توزيع کومه پروژه نشته نو ځکه دا يو بې اساسه دروغ دي چې د يوې عقدې له مخې دا خبرې کوي.
نړۍ: دا ورور وايي چې په ښار او بازار کې مونږ غوړي کتابچې او نور هغه مواد وينو چې اصلاً د WFP يا يونيسيف له خوا له زده کوونکو سره د مرستې لپاره راغلي دي، نو که د پوهنې رياست په چارواکو کې درغلي نه وي، دا مواد څنګه بازار ته راوتي؟
غزيزي: د پوهنې رياست دا خبره ډېر په شدت سره کنترولوي، تاسو هغه دوکان مونږ ته راپه ګوته کړئ چې هلته د پوهنې مواد خرڅيږي. د پوهنې په موادو دا نه دي ليکل شوي چې دا د پوهنې مواد دي. دا د WFP مواد دي او هغوى نه يواځې له معارف سره بلکې له مهاجرينو سره او له کوچيانو سره هم د همدې موادو مرسته کوي. د معارف دنده دا ده چې د دې موادو وېش کنترول کړي.
نړۍ: د اجمل په نامه د فقرالله لېسې يو فارغ وايي چې ريس صيب ښه سړى دى، کور دې ودان وي، خو په رسمي وخت کې شخصي ليدنې ډېرې لري او هغو مراجعينو ته ډېر کم وخت ورکوي چې د رسمي کارونو پسې ورغلي وي.
غزيزي: کېداى شي دوى ته به دا شخصي کتنې ښکاره شوي وي، ولې کله مې هم په رسمياتو کې شخصي کتنې نه دي کړي او نه په شخصي موضوع باندې غږېدلى يم. کېداى شي ځينو خلکو ته زمونږ په ليدلو کې له دې امله مشکل وي چې د پوهنې رياست د مراجعينو شمېر زيات دى.ددغې مشکل د حل لپاره مونږ متوجې يو چې د ټولو مراجعينو ستونزې حل شي.
نړۍ: د فرهاد په نامه د پنځمې ناحيې يو اوسېدونکي پوښتلي چې ريس صيب ښوونځيو ته واقعاً چې ډېر کار کړى خو مدارسو ته يې څه کړي؟
غزيزي: مونږ هره ولسوالۍ کې يوه ديني مدرسه لرو چې ټولې فعالې دي. ګڼ شمېر زده کوونکي لري. په ډېرو ولسواليو کې مو ودانۍ ورته جوړې کړي، لکه کامې او بټي کوټ کې. همدارنګه دلته د يوه عالي دارلعلوم لپاره ودانۍ په لوړ لګښت سره جوړيږي چې قيمت يې د ٧٥٠٠٠٠ امريکايي ډالرو په شاوخوا کې دى. کار ورباندې شروع شوى دى.
نړۍ: د تجروبوي لېسې څخه د عزت الله لالپوروال او عتيق الله په نامه دوه ورونه وايي چې زمونږ ستره ستونزه داده چې زمونږ په لېسه کې د جونو او هلکانو لپاره يوه ودانۍ ده. له تاسو يې هيله کړې چې دغه ستونزه ورحل کړئ او بېله بېله ودانۍ ورته جوړه کړئ.
غزيزي: د تجروبوي ښوونځى اصلاً د تعليم او تربيې د پوهنځي لپاره تجروبوي ښوونځى دى چې د لوړو زده کړو وزارت په ملکيت کې جوړ شوى . نو له همدې امله د پوهنې رياست د ښوونځي ودانۍ ته انکشاف نشي ورکولى. په وروستيو کې زمونږ پېشنهاد داو چې د لوړو زده کړو زارت سره په تفاهم باندې ددې ملکيت يو ه برخه د پوهنې رياست ته ورکړل شي چې مونږ يې د انکشاف په برخه کې کار وکړو
نړۍ: د همدې تجروبوي لېسې د مدير ښاغلى کريم خان دوه پوښتنې خو مخکې ځواب شوې. ستونزه يې داده چې په ښوونځي کې د ٦٠٠٠ زده کوونکو لپاره يواځې درې تنه ملازمين لري.
غزيزي: د ملازمينو يا خدماتي پرسونل په برخه کې د پوهنې رياست پلان لري چې ټولو ښوونځيو ته که په اطرافو کې وي که په ښآر کې تشکيل پراخ کړي. خو ستونزه په ډېر شدت سره نه ده.