دملا محمدعمراخند مخکنی خوب په حقیقت بدلیږ ی
رحمت اله روان
په ۲۰۰۱ م کال کی دسیپتمبر دپیښی وروسته کوم وخت چه طالبانو دامریکایي طیارو دسخت بمباردمان په نتجه کی دی ته مجبورشول چه دیو شمیر ولایاتو ځخه خپل قوتونه وباسی اودقندهار په ولایت کی چه دطالبانو عمده مرکز و دځوورځودپاره پاته شول په دغه ورځو کی ملا محمد عمر اخند خپل قومندانان راټول کړل اوهغوی ته یی وویل چه مقامت ته دوام ورکی اوما خوب لیدلی دی چه طالبان به بیا بیرته ټول افغا نستان نیسی اوحکو مت به ور با ندی چلوی ٠دادی دهغی ورځی ځخه پوره اووه کاله اوځو میا شتی تیریږی اودملا صاحب دخوب تعبیر په ښه تو ګه ځرګند کیږي اودده خوب به دامریکا دنوی ستراتیزی یوه لویه برخه وی٠
اودامریکا ولس مشر بارک حسین اوباما په دی اعتراف کوی چه طالبان یو غښتلی قوت اونه ما تیدونکی طاقت دی دامریکا ولسمشربارک اوباما وایي دی هیله لري چې امریکايي پوځیان به دطالبانومعتدل اومنځلارې عناصرومومي اوپخلاینې ته به یې راوبولي .
اوباما له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا دافغانستان په جګړه کې بریالۍ ده ، وویل : ((نه))اوزیاته یې کړه : ((زموږځواکونه په ډېرومشکلوشرایطو کې فوق العاده هڅې کوي .خوپه وروستیوڅو کلونو کې حالات خراب شوي.طالبان ترپخوا زړه ور شوي. د افغانستان په جنوب کې طالبان داسي حملې کوي جې دی فکرکوي پخوا دهغوی له لوري داسي بریدونه نه ول لیدل شوي .))
دامریکا ولسمشربارک اوباما په دې مرکه کې چې دنیویارک ټایمز په ویبپاڼه کې خپره شوې ،همداراز وویل : ممکن له منځلارو طالبانوسره دتماس فرصتونه وي ، خوپه افغانستان کې حالات ترهغه څه پېچلي دي چې امریکايي پوځیان په عراق کې ورسره مخامخ ول .
په عراق کې امریکايي پوځیان وتوانېدل چې سني مخالف وسله وال تریوه حده همکارۍ ته راضي کړي .
اوباما خبرداری ورکړ چې تاریخ ته په پام سره په افغانستان کې حکومتونه کمزوري ول اوقبایل د حکومت له کنټروله ازاد ول چې دې مسلې دامریکا لپاره شرایط سخته کړي دي .
د جنرال دیوید پیتروییس په شموال د امریکا په پوځ کې له ځینوطالبانوسره دهمکارۍ دنظر په اړه له څو میاشتو راهیسې خبرې روانې دي .
اوباما په دې اړه وویل : ((که له جنرال پیتروییس سره خبرې وکړﺉ ، فکرکوم هغه به استدلال وکړي چې په عراق کې دبریالیتوب یوعامل له هغوکسانوسره تماس ووچې موږګومان کاوه هغوی اسلامي سخت دریځي دي خوهغوی غوښنل چې زموږ سره همکاري وکړي .))
دې ته ورته فرصتونه ښايي په افغانستان اوپه پاکستاني سیمو کې هم وي خوپه افغانستان کې حالات لا پېچلې دي .
تېره میاشت دامریکا دفاع وزیررابرت ګېټس ویلي وو چې که طالبان وسله پرمځکه کښېږدي اودافغان حکومت شرایط ومني ، امریکاد افغانستان دحکومت اوطالبانوترمنځ سیاسي روغه جوړه منلی شي .
دافغانستان ولسمشرحامدکرزي په ځلونو وسله والوطالبانوته دپخلاینې وړاندیز کړی خوتراوسه پورې د سیاسي روغې جوړې په پروسه کې دپام وړ پرمختګ نه دی شوی همدا راز .
په افغانستان کی ميشت دنمارکی ځواکونه دطالبانو او دهغوی دخواخوږو مينه والو سره دخبرو اتر په موخه راشه درشه او ناسته ولاړه کوی . دی ډول ډيالوګ د دنمارک د دفاعی چارو دمشرتابه د ټينګار سره سره چی ګويا ډنمارکيان دطالبانو سره په خبرو اترو کی ونډه نلری ٫ دوام موندلۍ دی . په افغانستان کی د ډنمارکی ځواکونو راتلونکی مشر Bjarne Holgaard چی تازه له افغانستانه وطن ته راغلې دی ٫ د طالبانوسره داړيکو درلودلو له جريان نه پرده پرته کوی او وايی : ٫٫ اجازه راکړی څرګنده کړم چی موږ په ځانګړو سيمه ايزومشورتی غونډو کی چی طالبانو هم استازيتوب پکښی درلود ٫ ګډون کړې او پدی توګه مو د دوی سره غير مسقيم ډيالوګ پرمخ بيولۍ دی . دطالبانو گډون پدی خاطر وو چی دسيمی خلګوته زموږ وړانديزونه واوری او و وينې چی په څه ډول موږ او دوی ديو بل سره ګډ کار او مرستې کولای شو . کله خو داسی پيښی هم رامنځته شويدی چی زموږ سره په ګډ کار کی مرسته کونکې سيمه ايز خلګ ترټل شوی او ان وژل شويدی . که موږ ډنمارکيان په رښتيا غواړو چی افغانستان ته دی سوله راشی نو بيله دی نه چی دطالبانو سره پر ډيالوګ باندی زور واچوو او خبری اتری مخته بوزو ٫ بله هيڅ لاره نلرو . داځکه چی موږ دغه دښمن دجنګ دلاری ماتولای نشو ،،
د ډنمارک ځواکونه په ٢٠٠٢ کال وروسته له هغه نه چی امريکايی ځواکونو کابل ونيوې ٫ افغانستان ته ولاړل او په ٢٠٠٦ کال ددی هيواد په ناارام ولايت هلمند کی د برټانيوی ځواکونو تر قوماندی لاندی ځای پرځای شول چی داګړی يی ټوليز شمير ٧٣٨ تنو ته رسيږی . له دی ډلې نه ٦٥٠ تنه په هلمند ٫ ٥٨ تنه په کندهار او څو دګوتو په شمير تنه يی هم په چخچران او کابل کی ميشت دی . تراوسه يی ټول ٢٢ تنو هلته خپل ژوند له لاسه ورکړی چی ١٢ تنه يی يوازی په ٢٠٠٨ کال کی مړه سوی دی . له دی نه پرته ٣٩ تنه هم زخميان لری . په ٢٠٠٩ کال کی دجنګ د لګښتونو دپاره ٧٤٥ ميليون دنمارکی کرونه ( يو ډالر نژدی ٦ کرونه . ژ. ) په پام کی نيول شويدی . همدارنګه به ٤٠٠ ميليونه کرونه دبيارغونې په موخه او ٥٠ ميليون کرونه پر بشری اړينو مرستو باندی ولګيږی .
په داسي حال کې چې امریکا هڅه کوي دافغان امنیتي ځواکونولپاره کافي روزونکي پیدا کړي ، راپورونه وايي چې پرافغان ځواکونود وسله والوطالباتنوحملې تېرکال (۲۰۰۸)درې چنده زیاتې شوې دي .
داخبره په هغه نوي راپورکې شوې چې دافغانستان دتاوتریخوالودپای ته رسولو په لاره کې د ولسمشربارک اوباما د ستونزو په اړه چمتو شوی دی .
په دې راپورکې چې تېره شپه ناوخته خپورشو(دامریکا په وخت دوشنبه\مارچ نهم)دامریکا داحتساب ادارې ویلي دي چې د۲۰۰۷ کال داکتوبراود۲۰۰۹ کال داکتوبرترمنځ په افغانستان کې پرحکومتي ځواکونوحملې له ۹۷ څخه ۲۸۹ ته زیاتې شوې دي .
له دې راپورسره سم ترټولوزیاتې مرګ ژوبلې افغان پولیسو ته اوښتي .په دې ډول چې هره میاشت په متوسط ډول ۵۶ پولیس په دې موده کې وژل شوي دي .
دامریکا دفاع وزارت وايي چې یونیم زرنوروامریکايي روزونکوته اړتیا ده چې په افغانستان کې پولیس وروزي
دامریکامرستیال ولسمشرجوبایډن نن(سې شنبه\مارچ۱۰)په بروکسل کې دناټوپرغړیوهیوادونوږغ وکړچې دافغانستان دخرابېدونکوحالاتودمخنیوي لپاره دامریکا له متحدوایالتونوسره مرسته وکړي .
هغه په عین حال کې خبرداری ورکړچې دافغانستان حالات په مجموع کې لوېدیځ ته هم ګواښ پېښوي .
دامریکا مرستیال ولسمشرجوبایډن دناټو د۲۶ غړیوهیوادونواستازو ته په بروکسل کې وویل : ((په سیمه (افغانستان اوپاکستان) کې خرابېدونکي حالات نه یوازې امریکا بلکې د دې مېزپه شاوخوا کې دټولوراټولوشویوهیوادونوامنیت ته خطرپېښوي .))
هغه همداراز وویل چې ولسمشربارک اوباما غواړي چې دسیمې لپاره دنوې ستراتیژۍ په باب له خپلومتحدانوسره سلامشوره وکړي او واشنګټن هیله لري چې ټول متحدان به یې پرخپلوژمنو ودرېږي ،وسلام
رحمت اله روان .