ښاغلى حکمتيار ولې خفه دى؟
ګل خان سيرت
په دې وروستيو کې د ښاغلي ګلبدين حکمتيار د يو څو بيانونو څخه داسې مالومېږي چې د نوموړي د وينې فشار لمحه په لمحه خېژي او ټيټېږي. دا څويم ځل دى چې هغه د پاکستاني "مجاهدينو" څخه غوښتنه کوي چې پاکستان کې د چاودنو او ځانمرګيو بريدونو په ځاى بايد د افغانستان مقابله وکړاى شي ځکه چې د ښاغلي حکمتيار په وېنا "اصلي دښمن د افغانستان حکومت دى". زما په فکر دا د (حکومت) تورى يې پکې هسې ويلى دى، هغه بايد ويلي واى چې اصلي دښمن افغانستان دى. که مونږ د حکمتيار تېر تاريخ لږ وځيرو نو نتيجه يې همدا راوځي چې د هغه دښمني په اصل کې د افغانستان او افغانانو سره ده. ځکه دا افغانان وه چې د کابل په ښار د حکمتيار د توغنديو په باران کې وژل کېدل. دا افغانان وه چې ده د امريکا او پاکستان په حکومتونو پلورل او دا افغانستان وه چې ده ترېنه اول د امريکا او پاکستان اډه جوړه کړه او بيا يې پکې د جنګونو او وينې تويونې يوه نه ختمېدونکې لوبه روانه کړه. بې شکه چې په دې کار کې حکمتيار يواځې نه و خو، لکه چې ټولو ته معلومه ده، د امريکا، اروپا او عربو د پيسو او وسلو اويا فيصده حکمتيار ته تلل نو په جنګونو او افغانستان دښمنۍ کې د حکمتيار برخه هم د نورو څخه څو وارې زياته وه.
ښاغلى حکمتيار د هغو نورو څخه په دې کې هم ځانګړى وخوت چې هغوى اخر خو لاړل او په افغانستان کې کېناستل. او که پټ هر څه کوي خو په ښکاره اوس د افغانستان د ګټې او ودانۍ خبره کوي. حال دا چې حکمتيار اوس هم په ښکاره د افغانانو او افغانستان دښمنۍ نارې وهي او يواځې افغانستان نه بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې چې په هره حواله څه جګړه راپېدا کېږي او انسانان پکې په مالي او ځاني لحاظ تاواني کېږي نو حکمتيار صاحب ورته خامخا خوشالېږي. زما ددې خبرې ثبوت د لبنان جنګ دى. کله چې په لبنان کې اور بند وشو نو حکمتيار صاحب په خپل يو پېغام کې دغه اوربند د ايران سازش وباله او وئې ويل "اوس چې جنګ پېل شوى دى نو بايد چې بند نه کړاى شي". ډېر ښه! خلک د جنګونو د بندولو هڅې کوي خو دى يې پېل کېدو او تودېدو ته لاس پړقوي. خداى څه خړاوه باز طبيعت ورکړى دى خو کشکې چې دده زېږېدنه يې هم د انسانانو په ځاى په هغو حېواناتو لورولې واى چې طبع يې جنګونه او خړاوې دي.
انسانان چې د نړۍ په هر ګوټ کې مري مونږ پرې خواشيني کېږو او ظلم يې بلو خو خداى بښلي ولي خان بابا يوه ډېره تاريخي خبره کړې ده چې "کله ته د چا د وژلو لپاره بمونه لېږې نو هغه نه د ګلونو تمه مه کوه" او بل دا چې "ته د چا کور ورانوې خداى به ستا کور هم يوه ورځ ورانوي". بلکې لا ډېر پخوا رحمان بابا ويلي دي چې:
کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې – چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
پاکستان په تېرو دېرشو کالو کې په افغانستان کې ډېرې چاودنې او ځانمرګي بريدونه وکړل. کله د جهاد په نامه، کله د طالبانو په نامه او کله په دې او کله په هغه نامه. دېرش کاله ډېر وخت دى، کوم ازغي چې يې په افغانستان کې کرلي وو د هغوى ځېلې پاکستان ته هم ورسېدلې او اوس دغه لړۍ په پاکستان کې هم پېل شوه. او يقيناً چې که پاکستان د ازغو کرلو ددې لړۍ څخه نور لاس وانه خيست نو د ازغو ځېلې به د پښتنو د سيمو څخه د پنجاب سيمو ته هم اوږدېږي. او همدغې خبرې حکمتيار ډېر ناکراره کړى دى. هغه چې پېدايشي د افغانستان او افغانانو دښمن او د پاکستان د ملي ګټو څوکيدار دى، په پرله پسې کله په خپل اصلي غږ او کله په ترنم کې ناره وهي چې :
" مجاهدينو ورونو! د خداى روى ومنئ، د پېغمبر خاطر وکړئ چې په پاکستان کې فساد مه کوئ، فساد په افغانستان کې وکړئ". او د پاکستان استخباراتو دده د غږ سره د همغږۍ لپاره يو څو روڼ اندي ليکوالان او ژورنالستان هم پېدا کړي دي چې دده د غږ سره خپل غږ يو ځاى کوي او په يوه خوله د خپلې خبرې د تاثير لپاره خپلې غاړې لمدې ساتي. د ليکوالانو او ژورنالستانو ددغې جملې څخه يو رحيم الله يوسفزى، يو سليم ساپى او يو هارون الرشيد تر هر چا وړاندې او ښکاره دي. کله چې حکمتيار چغه کړي:
"په پاکستان کې جهاد نه کېږي جانانه ځما
افغانستان کې به کوو مونږه فساد فساد"
نو دغه درې واړه تالي څټي هم ورپسې غږ کړي چې:
"فساد فساد
افغانستان کې فساد فساد"