بندېزونه څه معنى لري؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګل خان سيرت

زما په مازغو کې په پاکستان کې په افغاني تلويزيوني چېنلونو د بندېز خبره لا تازه وه او فکر مې کاوه چې د پاکستان تاريخ څنګه د بندېزونو پر بنسټ ولاړ دى خو بيا مې واورېدل چې مصر کې يو بلاګ ليکونکى په دې خبره بندي شوى دى چې د مصر د حکومتي مشر او د اسلام پر ضد يې يو څه ليکنې کړې دي.
دا دواړه خبرې ځانله يو اوږد پس منظر لري. د اسلام پر ضد ليکنې څه معنى لري؟ او اسلام څه ته وايي چې بايد پر ضد يې ليکنې ونه شي؟ او هغه کومه پېمانه ده چې يوه ليکنه د اسلام پر ضد ثابته کړي؟ همدا د پرونۍ ورځې خبره ده چې استاد سياف په کابل کې د خپلو پخوانيو پلويانو پر وړاندې اعلان وکړ: "هر څوک چې د مجاهدينو پر ضد خبره کوي هغه مسلمان نه دى". اوس زه خو وايم چې استاد سياف او د هغه نورو جهادي ملګرو د افغانستان په تباه کولو او د افغانانو په ذليله کولو کې تر هر چا زيات لاس درلود او غوښتنه کوم چې نه يواځې استاد سياف بلکې هغه ټول مجاهدين چې د امريکا او پاکستان په وېنا او ملګرتيا يې افغانستان راته تخريب کړى او افغانان په يو جنګي جنون کې اخته کړي دي، محاکمه دې شي او په اخر کې دې د کابل په اريانا چوک کې وځړول شي. ايا زه په دې خبره کافر شوم؟ بلې د استاد سياف او نورو مجاهدينو په نظر کې خو کافر يم. نو ايا ددې معنى دا شوه چې هر څوک د ظالم او خاين پر ضد خپل غږ پورته کوي هغه د اسلام پر ضد دى؟ بلې، پرون په کابل کې د راغونډو شويو مجاهدينو او جنايتکارانو په نظر کې خو همداسې ده. البته زه دې خبرې ته هيڅکه غاړه نه شم ايښودلى.
او د هېواد د يو مشر پر ضد د ليکنې معنى څه ده؟ ځه خېر! نن سبا خو د خلکو زړونه د هر مشر نه خوړين دي، د هغه پر ضد ليک کول د هر چا حق دى او هر څوک يې ملاتړ کوي. خو پاکستان ولې په افغاني چېنلونو بندېز لګوي! ځکه چې دغه تلويزيونونه د پاکستان د ملي ګټو پر ضد خپرونې کوي. د پاکستان ملي ګټې څه دي؟ القاعده، طالبان، جهاديان، ترهګري، چاودنې، درواغ، دوکه، غلا، رشوت، فساد او تخريب. زه دا مهال په جلال اباد کې يم او دلته د پاکستان ټولې ورځپاڼې راغلې دي. د مشرق ورځپاڼې، چې د افغانانو او افغانستان پر خلاف او د طالبانو او القاعده ملاتړ ته يې کلکه ملا تړلې ده، په لومړي مخ دا ښکرور درواغ وګورئ. ليکي: "طالبانو د هلمند ولايت ونيولو او خپل والي يې پکې وټاکه". په داسې حال کې چې طالبانو لا تر اوسه پورې په خپله دومره سترې درواغجنې ادعا ته زړه نه دى ښه کړى، خو د مشرق ورځپاڼه يې ښه په نره وايي. په يو بل خبر کې ليکي: "کابل کې د طالبانو د عامې معافۍ لپاره په زرګونو پخوانيو مجاهدينو لاريون وکړو". ايا تاسې د نړۍ مطبوعات اورېدلي؟ د کابل په لاريون کې چا د طالبانو د معافۍ غوښتنه کړې ده؟ نه، هغه جنايتکاران خو د خپلې خېټې په غم کې وه او خپل مکروه مخونه يې پټول غوښتل، طالبان يې څه کول. خو پاکستان او مطبوعات يې چونکې د طالبانو او القاعده سره يو څه له حده زياته مينه لري نو له دې امله يې خامخا دغه لاريون د طالبانو په حق کې ګڼلى دى. او بيا همدغه ورځپاڼه د تر ټولو په غټ سرليک کې ليکي: "بهرني (ترهګر) د وزيرستان څخه په وتلو شول، پنځوس کورنۍ بېرته لاړې". چېرته لاړې؟ ټول پوهېږي چې دا هسې يوه ډرامه ده. بهرني ترهګر په وزيرستان کې د خپل پوره واک او فسادي ذهنيت سره موجود دي او هر څه چې وغواړي کوي يې. که د وزيرستان نه لاړ هم شي نو بل به چېرې ځي بې له اسلام اباده او يا فېصل اباده!!!. دا خو لا څه کړې که دې ددغو ورځپاڼو کالمونه او ليکنې وکتلې!، د کله نه چې پاکستاني ملايانو پخپله چاودنې کول پېل کړي دي نو د افغانستان او افغانانو پر ضد د فتووو ورکولو کار پاکستاني ليکوالو په لاس کې اخيستى دى او داسې نادرې او عجيبې فتوې ورکوي چې ملايان يې څو قدمه شاته پريښي دي.
خو ددې هر څه باوجود، بيا هم د افغانستان دولت زنده باد چې په دغو مطبوعاتو يې بندېز نه دى لګولى. ځکه چې دولت د طالبانو د بندېزونو پايلې په نظر کې لري او پوهېږي چې د طالبانو بندېزونو خلک له اسلامه هم ورپسې متنفر کړل.
زما په فکر که پاکستاني مطبوعات لدې هم ورپسې خپله خيرنه او پمنه څېره بربنډه کړي افغانستان دې پرې بندېزونه نه لګوي ځکه چې بندېز لګول پخپله يو بد عمل دى چې بايد غندنه يې وشي. پکار ده چې څوک څه ويل غواړي هغه دې ووايي. که د هغه په وېنا کې يو فيصد هم رښتيا وه څوک به يې ومني او که نه وه هيڅوک يې منلو ته نه تيار دي نه ورته اړتيا لري.
او د همدې موقعې نه په استفادې سره زه نه يواځې د افغانستان بلکې د نړۍ د ټولو دولتونو څخه بالعموم او د اسلامي هېوادونو څخه بالخصوص غوښتنه کوم چې که دوى د انسان په انساني ارزښتونو عقيده او څه نا څه باور لري نو د خپلو وګړو د ذهني او فکري ودې او د خلکو د هوسا او ارام ژوند لپاره دې د بيان او اظهار ټول بندېزونه ليرې کړي. د بيان، ، عقيدې، مذهب، سوچ، فکر او نظر په اظهار بندېز لګول يو لوى او ستر ظلم دى او دغه ظلم چې هر څوک کوي بايد غندنه يې وشي.