د افغانستان تلويزنونه او هندي بې مفهومه سريالونه
قاضي محمد طارق نجم – نړۍ اونيزه
په دا وروستيو كې په افغانستان كې د ملي تلويزيون په شمول يو لړ شخصي تلويزيونونو هم فعاليتونه پيل کړي او بېلابېل پرګرامونه خپروي. په دې ټلوېزنونو كې يو شمېر داسې فلمونه او ډرامې خپرېدلې چې د هنري ارزښت تر څنګ يې ټولنې ته اصلاحي پيغام درلود خو كله چې يو لړ تلويزونونو هندي ، پښتو يا دري ته ژباړل شوې ډرامې لكه د هر كور كيسه، دلهن ، زمانې خوش هم عروس بود، امتحان زنده گي، مادر او داسې نورې نشر ته و سپارلې چې په هغوي كې زمونږ د نوي قشر عقيدوي انحراف، د فكرونو غلطول او حتى فحاشت خپرول هم داخل وو نو د هيواد د علماؤ په شمول يې د ټولو هغو مسلمانانو ورونو چې د سليم عقل خاوندان وو، نظرونه ځان ته ورواړول.
هماغه وو چې د افغانستان يو لړ علماوو په خپلو جوماتونو كې د دې خلاف غږ پورته كړ او د علماوو شورا هم د دې مخالفت پيل او رسماً يې اعلان وكړ چې ددې كار د بنديز لپاره دې چارواكي عملي اقدام وكړي.
د وخت په تيريدو په هغه هم څه كار ونشو بالاۤخره په نتيجه كې نشرياتو په غټو ټكو وليكل چې : طُلسي وګټله او علماؤ بيلوده.
كه په دغه موضوع يو ژور نظر واچول شي خورا مهمه بريښي او هغه داسې چې د افغانستان مسلمان ملت د خپل اسلام او د هيواد د استقلال لپاره خپلې وينې توى كړې ، ماشومان يتيمانان او تورسرې يې كونډې شوې، د جهاد تر څنګ يې د خپل ناموس او حيا د حفاظت په موخه ګاونډي هيوادونو ته هجرتونه وكړل. اۤيا هغه عبث لاړل؟ .... نه هيڅكله نه.
دا يو رښتينې حقيقت دى چې نن د همدغو هندي سريالونو له امله افغاني ماشومان دومره متأثره شوي دي چې په كورونو كې د هماغو هندوانو د رسوماتو پيښې كوي، د دوه لاسونو په يوځاى كولو او بيا د تندي په لوري چا نه د بخښنې په موخه اوچتول يې خپل عادت ګرځولى دى .
يو لړ تورسرو خو د هماغه هندي بې حيا لباس (ساړي) ډيزاين خپل دود ګرځولى دى چې بيا پرې فخر هم كوي چې ډيره د شرم او افسوس خبره ده.
بله لا ډيره بدتره دا چې په ځانګړې توګه د هيواد په يو لړ ولايتونو كې بعضې ميرمنې له ميړونو څخه په عادي جار وجنجال باندې ځانونه خلاصول ، هم د همدغه سريالونو زيږنده ده.
له بلې خوا مو د اطلاعاتو او فرهنګ موجوده وزير خرم صاحب د پخواني وزير رهين صاحب په څېر ځان بې مسؤليته ګڼي چې لمر په دوه ګوتو د پټولو معنى لري او لوي څارنوالي هم د كوم غريب او بې چاره د نيولو نه پرته په داسې موضوعاتو كوم قرار صادر نكړ او يا حد اقل كومه دوسيه يې ترتيب نه كړه چې بيا يې د سترې محكمې له لارې د محاكمې غوښتنه كړې وه.
په خپله د سترې محكمې موجوده عالي شورا چې په راس كې يې پوهاند عبدالسلام عظيمي واقع دى ، كله دې ټكي ته مخ راوانه ړاوه چې حد اقل د دې په خلاف خو يې د دې درې كلونو په اوږدو كې خپل غږ پورته کړاى واى ، د ښاغلي مولوي فضل هادي شنيواري صاحب په وخت كې خو لا په عامو نشرياتو كې يوه اندازه د ساز او سرود مخالفت هم كيده چې په دې اړه دهغې وخت د عالي شورا د يو تن غړي مركه چې د بي بي سي راډيو سره يې كړې وه د يادونې وړ ده.
خو داسې معلوميږي چې موجوده عالي شورا لپاره به د دې نه د مخدره موادو مسئله ډيره مهمه وي ...........؟
ډيره عجيبه خو لا دا ده چې ستره محكمه خو د احتساب شعبه هم لري چې ماموران يې خواران له خپل مسؤليت څخه ړانده او فقط مياشت په مياشت د تنخوا لپاره راځي او بس نه امر بالمعروف شته او نه نهي عن المنكر...؟
زما په اند د افغانستان ملت فقط د كابل يو څو په شمار خلك او يا د غرب او هند نه راغلي خلك نه تشكيلوي بلكې دا خو د سپيڅلو مجاهدينو، غازيانو او متدينو مسلمانانو هيواد هم دى. هغوي د خپلو نشرياتو نه د دې بېهوده او بې مفهومه سريالونو په ځاى د الله اكبر نعره اوريدل غواړي.
كه دا تول نشريات په خپلو خپرونو كې سالم بدلون رانه ولي نو لرې نه ده چې د افغانستان مسلمان ملت به يې د بنديز لپاره عملي مبارزه پيل كړي چې بيا به يې زيان او پړه د تلويزيونونو د مالكانو په غاړه وي. والسلام