عبدالهادي حيران
څو ورځې د مخه په مطبوعاتو کې نشر شوى دا خبر به ستاسې له نظره هم تېر شوى وي چې د افغانستان په څلورو جنوبي ولايتونو کې لږ تر لږه دوه سوه ( 200 ) مکتبونه لدې امله وتړلى شول چې د طالب جنګياليو لخوا ورته د سوځولو دړکې ورکړل شوې وې. لدې وړاندې اؤ وروسته په قندهار، هلمند، ارزګان، زابل، لغمان او ځينيو نورو ولايتونو کې د نامعلومو وسله والو لخوا د مکتبونو د سوځولو او ورانولو پيښې رامنځته شوې اؤ دغه لړۍ لا اوس هم روانه ده. تېر کال هم د يو شمېر دا ډول پېښو له امله زيات خلک دې ته اړ شول چې خپل ماشومان له مکتبونو وباسي چې په دې توګه به د پښتنو راتلونکى نسل د زده کړې څخه بې برخې پاتې کېږي. د پښتنو راتلونکى نسل مې ځکه وويل چې دا پيښې يواځې د افغانستان په هغو ولايتونو کې رامنځته کېږي چې د اوسيدونکو اکثريت ئې د پښتنو دى. تيرو ورځو کې د افغانستان په ختيځو ولايتونو ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان کې د يوې اندازې له مخې وويل شول چې په مکتبونو کې د ماشومانو شمېر ډېر کم دى . په ځانګړې توګه د ماشومانو انجونو شمېر خو بېخي د نيشت برابر دى.
زما په نظر عِلم اؤ پوهې سره د دښمنۍ دا مثال به تاسې د نړۍ په بل کوم هېواد کې پيدا نکړى شئ. د ځان مرګي بريدونو، چاودنو اؤ جګړو صحنې خو به تاسې اوريدلي وي چې په عراق، فلسطين اؤ ځينيو نورو هېوادونو کې هم کيږي خو د مکتبونو د سوځولو، روغتونونو د ورانولو اؤ د بيا ودانۍ په کارونو کې د بوختو خلکو تښتولو اؤ وژلو صحنې به تاسې يواځې په افغانستان کې وينئ، ګورئ اؤ اورئ. خلکو ته دړکې ورکول کيږي اؤ په ډول ډول طريقو ډارول کېږي تر څو خپل بچي په مکتبونو کې داخل نۀ کړي. د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې په افغانستان کې د امريکا، نورو بهرنيو هېوادونو قواوې اؤ د افغانستان ملي فوځ اؤ پوليس د دې وطن دښمنه، عِلم دښمنه اؤ انسان دښمنه ډلو سره ځاى په ځاى لاس اؤ ګرېوان دي خو دوئ کمېږي نۀ، بلکې د هرې ورځ په تيريدو زياتيږي اؤ مضبوطيږي. دوئ سره د جنګ لپاره بېخي نويو وسلو، تماس لپاره د ستلايت تليفونونو، اوسيدو لپاره د محفوظو ځايونو، د چاودنو کولو لپاره د چاوديدونکو موادو اؤ د ځان مرګي بريدونو لپاره د تيارو خلکو هيڅ کمى نشته. دا له کومه راځي؟ په افغانستان کې زيات خلک فکر کوي چې د دې هر څۀ په شا د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس دى.
په هر حال، د افغانستان يؤ نسل خو په جهاد قربان شو. هغه جهاد چې نتيجه ئې د يوې بدترينې خانه جنګۍ په صورت کې راووتله. چې کله دغو کورنيو جګړو د افغانستان په ورانولو اؤ د افغانانو په ځپلو کې کوم کمى پرې نۀ ښود نو له نامعلوم لوري څخه د افغانستان په ځمکه طالبان راوورول شول. د طالبانو د اساسي قانون دوهم نوم "بندېز" ؤ. د انجونو په زده کړه بندېز، په هنر بندېز، په سپورتي لوبو بندېز، په انټرنېټ بندېز، په اخبار بندېز، په اظهار بندېز اؤ دا ډول نور بې شمېره بندېزونه چې په افغانستان کې ئې د خلکو ساه ګانې بندې کړې اؤ يؤ ځل بيا د وطن د پرېښودلو لړۍ پيل شوه.
اخر هم د طالبانو افراطي پاليسيو د هغوئ کشتۍ ډوبه کړه. له هغوئ وروسته د حامد کرزي نظام راغى چې ورسره سم افغانستان هم د يوې ماتې ګوډې ديموکراسۍ په لور روان شو. دا ماته ګوډه ديموکراسي هر څو کۀ ډېرې خامۍ لري خو سياسي نظامونه د خلکو په ملاتړ اؤ نويو تجربو خپلې لارې مضبوطوي. خو ستونځه دا راپېښه شوه چې په يؤ سياسي نظام کې د ګډون اؤ د هغې د برخې د جوړېدو لپاره د خلکو لپاره لازمه ده چې هغوئ د سياست اؤ ديموکراسۍ په اهميت پوهـ اؤ خبر وي. اولس بايد په دې پوهـ وي چې په يؤ سياسي اؤ ديموکراسي نظام کې بايد هغوئ څرنګه خپل رول ولوبوي. د افغانستان غوندې هېواد لپاره کۀ څۀ هم دا تجربې نوې نۀ وې خو تر ډېره حده نا اشنا ضرور وې. ولې د ډېر تاسف اؤ ماتم ځاى دا دى چې کله په يؤ اولس کې د زده کړې لارې چارې بندې وي نو هلته به خلک د سياست اؤ ديموکراسۍ نظام څۀ وپېژني اؤ څۀ به پکې ځاى شي؟؟. د عِلم اؤ پوهې په لارو کې خنډ دغه خلک دومره ځواکمن دي چې حکومت اؤ اولس دواړه ئې په وړاندې ملا ماتي دي.
د مطبوعاتو له لارې د نشر شويو راپورونو له مخې د مکتبونو د سوځولو، ورانولو اؤ تړلو دا عمليات د طالبانو لخوا ترسره کېږي چا چې په افغانستان کې د خپل حکومت پر مهال هم د عِلم اؤ پوهې هرې دروازې ته د قلف اچولو هڅه کړې وه. اوس د مکتبونو د سوځولو لپاره هم د دوئ سره دليل دا دى چې په دې مکتبونو کې د عيسائيت تبليغ اؤ درس ورکول کېږي. تاريخ شاهد دى چې کله هم د عِلم دښمنانو د عِلم اؤ پوهې د رڼا لپاره د لارو د بندولو اؤ د تيارو د خورولو اراده کړې ده نو همدا ډول دليلونه اؤ بهانې ئې ورته پيدا کړې دي. کۀ ستاسې په ياد وي نو په هندوستان د پرنګيانو د واکمنۍ پر مهال په پښتونخوا کې هم دې خلکو د عِلم اؤ پوهې د رڼا په ضد دا غږ پورته کړى ؤ چې:
سبق د مدرسې وائي
دپاره د پيسې وائي
جنت کې به ئې ځاى نۀ وي
په دوزخ کې به غوپې وهي
يعنې دوئ ته چې کله هم د خپلو "مقاماتو" لخوا د عِلم اؤ پوهې په ضد د عملياتو لپاره ويل شوي نو ورسره ئې دوئ ته دا ډول "دليلونه" هم په لاس کې ورکړي دي چې دا د اسلام په ضد دى، دې کې د عيسائيت تبليغ دى ، په دې کې دا دي اؤ په دې کې دا. ساده خلک يا خو د دوئ په دې خبرو غوليدلي اؤ يا هم د دوئ د بريدونو څخه ډاريدلي اؤ د عِلم څخه بې برخې پاتې شوي دي. همدا لامل دى چې نن په ګرده نړۍ کې زمونږ تعليمي کچه تر هر چا زياته برباده اؤ خواره ده.
نن بيا په افغانستان کې مکتبونه سوځول کېږي اؤ خلکو ته دړکې ورکول کېږي چې خپل ماشومان دې له مکتبونو څخه ليرې وساتي. اؤ دا کار يواځې په هغو ولايتونو کې کېږي چې اکثريت ئې د پښتنو دى. ايا دا په اجتماعي ډول د افغانستان د راتلونکي نسل د ورکولو اؤ بربادولو يؤ لوي پلان نۀ دى؟
a