عبدالهادي حيران
د پښتو اکادمۍ واکمنو پرېکړه کړې چې د "پښتو" مجلې راروانه ګڼه به "قلندر مومند نمبر" وي. يو مذهبي جنوني د پښتونخوا ايالت وزيراعلى سيکرټرېټ ته په دې هکله خط لېږلى او غوښتنه يې کړې ده چې پښتو اکادمي دې د "قلندر مومند نمبر" د چاپ کولو څخه منعې کړاى شي. وزير اعلى سيکرټرېټ دغه خط د پېښور پوهنتون له لارې پښتو اکادمۍ ته لېږلى خو د پښتو اکادمۍ مشرې اغلې سلمى شاهين يې په ځواب کې ويلي دي چې قلندر مومند د پښتو ژبې يو داسې مُحسن او لوي شخصيت دى چې دا ژبه او دا سيمه ورباندې فخر کوي. نو ځکه پښتو اکادمي به خامخا د "پښتو" مجلې "قلندر مومند نمبر" چاپ کوي.
لدې وړاندې کله چې پښتو ادبي بورډ د "تاتره" د قلندر مومند نمبر اعلان کړى ؤ نو هم دغه کس پښتو ادبي بورډ ته دړکه ورکړې وه او د پښتو ادبي بورډ کمزوري وګورئ چې په يو خط يې خپله پرېکړه بېرته واخيستله او د قلندر مومند نمبر د چاپ کولو نه په ډډه شو. د پښتو ادبي بورډ دغې ويرې او بُزدلۍ هغه مذهبي جنوني ته دا حوصله ورکړه چې اوس هر چرته خطونه لېږي او د پښتو ژبې د سترو شخصياتو او اصلي مُحسنانو کردار کشي پکې کوي.
محترمه سلمى شاهين د ډېر زيات داد او مبارکۍ لايق ده چې وزير اعلى سيکرټرېټ او پېښور يونيورسټۍ ته يې مدلل ځواب ورکړى دى او ويلي يې دي چې قلندر مومند نمبر به خامخا چاپ کېږي. د پښتو ژبې ادارو ته د همداسې مشرانو ضرورت دى.
وزير اعلى سيکرټرېټ ته خط لېږونکي په خپل خط کې ويلي دي چې چونکې قلندر مومند يوه خاص عقيده لرله نو لدې امله دا د اسلام خلاف عمل دى چې د دې سيمې ادارې دې د هغه د ادبي خدماتو اعتراف وکړي او مجلې دې د هغه نمبرونه چاپ کړي.
زۀ پوره يقين لرم چې وزير اعلى سيکرټرېټ کې په دې خبره د سوچ کولو او پوهېدو والا هيڅوک نشته ځکه خو هغوى دغه خط په ځاى د دې چې د ردۍ ټوکرۍ ته يې واچوي پېښور يونيورسټۍ ته لېږلى دى. ايا هغوى په دې نۀ پوهېدل چې مذهب يو مقدس حيثيت لري نو په ادبي معاملو کې د مذهب په دې طريقه راګډول د مذهب سپکاوى دى؟.
مذهب، سياست، ادارې او ادب د يوې ټولنې بنيادي او د ژوند تېرولو مهم توکي دي. خو د افسوس او ماتم ځاى دا دى چې زمونږ په ټولنه کې سياست خو تش د منافقت دويم نوم ګرځېدلى دى، ادارې د رشوت او غلا مکتبونه جوړ شوي دي او مذهبي ډلو د دې لپاره ملا تړلې ده چې د خلکو ترمنځ نفرتونه خوارۀ کړي او په دې ډول خلک نۀ يواځې د مذهب نه بلکې د ژوند نه هم بېزاره کړي. دا ادب دى چې هره نعره، هره جذبه او هر احساس يې د خلکو ترمنځ د مينې خورولو او ورورولۍ پيدا کولو لپاره دى.
ادب کايناتي دى. په ادب کې د عقيدې، مذهب، ژبې، نسل، رنګ، قام او هېواد توپير نشته. دا يواځې د مينې پرچار دى او خلکو ته د سُرور او ښکلا په رنګونو کې د حق او رښتيا ښودلو ائينه ده.
د منافقت دې حد ته ګورئ چې کومو مذهبي ډلو پنځوس کاله د هندوستان په "لال کلا" د اسلام د بېرغ لګولو سياست وکړو هغوى د همدغې کلا يو متعصب مېلمه ايل کى ايډواني ته په اسلام اباد کې مېلمستياګانې ورکړلې او ورورولي يې ورسره وکړله، دوى په خپل منځ کې په يو بل پسې مونځ قدرې نۀ کوي، د اقتدار لپاره هرې روا ناروا منلو ته تيار دي او د خپلو سياسي مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره مذهب هم استعمالوي. او اوس دا دى ادب ته هم دغه تعصبات، کرکې او منافقتونه راوړل غواړي.
د دې ملک (پاکستان) په نصاب کې د شکسپئير ډرامې، د کرشن چندر افسانې او د ډېرو غيرمسلمو تخليقات شامل دي، دې ملک کې ډېر غير مسلم په اوچتو سرکاري عهدو پاتې شوي دي او غير مسلمو ته د هغوى د خدماتو د اعتراف لپاره ايوارډونه ورکړاى شوي دي. خو پښتو اکادمي او پښتو ادبي بورډ دې ته نۀ پرېښودل کېږي چې د قلندر مومند نمبر چاپ کړي.
کۀ غور وکړاى شي نو دا په اصل کې د دې صوبې د حکومت لخوا د هغو سازشي کوښښونو څخه يو کوښښ دى چې د خپلې اولې ورځې نه يې د پښتو ژبې خلاف کوي. د کوم وخت نه چې په صوبه کې د مُلا ملټري الاينس (ايم ايم اى) حکومت راغلى دى نو د پښتو ژبې د ختمولو منصوبې په غير محسوس طريقه ډېرې شوې دي. اردو ژبه د صوبې سرکاري ژبه وګرځول شوه، د حکومت په سرپرستۍ کې چلېدونکو ادبي ادارو باندې هندکي ويونکي قبضې کوي، ادبي او کلتوري هلې ځلې په يو او بل نوم بدنامولى شي او چې کله چارواکي د پښتنو مخې ته راشي نو داسې وعدې وکړي چې بيا يې د پوره کولو لپاره څۀ چې پرې د غور کولو لپاره هم وخت نۀ لري. دې ته وائي دهوکه، دې ته وايي بې پښتو کارونه او د همدې لپاره ښاغلي سيف الرحمان سليم ويلي وه چې:
د جومات استاد عرب دى، په مکتب کې دهلي وال دى
يو استاد راله پيدا کړه خو پښتون راله پيدا کړه
زۀ د دې کالم له لارې درې خبرې کول غواړم.
اول د پښتو اکادمۍ مشرې محترمې سلمى شاهين ته داد ورکوم چې هغې په دې معامله کې د حکومت وضاحتي غوښتنې ته په صفا ټکو کې ځواب ورکړ چې قلندر مومند د دې سيمې او د دې سيمې د خلکو د ژبې يو اهم او ستر شخصيت دى. هغۀ ددې ژبې لپاره کار کړى دى، مبارزه يې کړې ده، علم يې ورکړى دى او د خپل زړۀ وينې يې ورکړې دي. عقيده د هغۀ خپله شخصي معامله ده. زمونږ يې د ژبې، ادب او علم سره کار دى او په دغو درې واړو حوالو هغه زمونږ دپاره محترم دى.
دويم پښتو ادبي بورډ کۀ رښتيا يو بورډ او اداره وي نو بايد چې د يو مذهبي جنوني په دړکو کې د راتلو په ځاى خپل کار ته په خپله خوښه او طريقه دوام ورکړي. کۀ چيرته يې دا حال وي چې د يو کس په خط خپلې دومره غټې پرېکړې بېرته اخلي او خپل ادبي کارونه پرېږدي نو بيا پکار ده چې دغه اداره ختمه شي ځکه چې د دې ادارې دغه معذرت خواهانه رويه د ادب او پښتو دښمنانو ته حوصله ورکوي.
او اخري خبره د يو شاعر په دې شعر چې:
دا عمر خو د مينې محبت لپاره کم دے
حيران يم چې نفرت ته اوزګارېږي خلج څنګه
نفرت ته اوزګارو دې مذهبي جنونيانو ته خواست کوم چې دا د نفرتونو د فتوو کار دې د خپلو دايرو پورې محدود وساتي. ادب دې پکې نۀ لړي. دا به يې په ادب او مذهب دواړو احسان وي.