مبارزه د څه له پاره؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نور محمد غفوری

سیاست علم دی او د سیاسی ګوندونو جوړول او چلول د سیاست جز دی. سیاسی مبارزه چې په دموکراتیکو شرایطو کې د خبرو او مطبوعاتو له لارې په سوله ایزه توګه پرمخ وړل کیږی، ټاکلی هدفونه لری او باید وئې لری. بې هدفه هڅې او بې پلانه او پروګرامه

لاس او پښې غورځول، تشکیلات جوړول او پړسول او یو له بله سره ستړي کوونکی بحثونه کول وخت او انرژی ضایع کوی، ستړیا را ولی، خو په لازمه چټکۍ مو هدف ته نه رسوی. هغوی چې د ټاکلی هدف په لور د مبارزې له پاره د وړو سازمانو او لږو ملګرو په هڅونه، لارښونه او تشویق کې بریالی نه وی، طبعا چې نه شی کولای چې لوی کمیتونه او ستر سازمانونه هم رهبری او اداره کړی.

په ننیو شرایطو کې په سیاسی مبارزه کې د سازمان د غړو زیاتوالی نه، بلکې د ایډیاوو تولید او د عمل له پاره د ابتکارونو وړاندې کول او خلکو ته رسول غوره رول لوبوی. سیاسی سازمان ددې له پاره رامنځته کیږی چې ټاکلی هدف ته د رسیدو په خاطر مبارزه وکړی. که لسګونه او سلګونه زره کسان په یوه سازمان کې راټول شی، خو هدف یې معلوم نه وی او په دې پوه نه شی چې څه باید وکړی، د څه له پاره یې وکړي، څنګه یې وکړی، څه وخت یې وکړی او په کومو امکاناتو او ځواک یې عملی کړی؛ تشکل يې بې ګټې دی. د ګوند غړی که لږ وی او که ډیر، باید ښه پردې پوه وی چې څه غواړی، څه خلکو ته د ویلو او رسولو له پاره لری، په څه ډول یې ورته وایې او په کوم وخت کې باید کومې موضوع ته ډیر پام ور واړوی.

سیاسی ګوندونه د دولت تابع ارګانونه نه دی او د هغو د پریکړو په لکۍ پسې نه ځغلي، بلکې د موجودو حالاتو له پاره پخپل ابتکار معقول الترناتیف لټوی او ولس ته یې ور رسوی. د دموکراسۍ په شرایطو کې په سوله ایزه سیاسی مبارزه کې د څو محدودو کسانو اغیزه او ګټه چې کلکه اراده ولري، هدف یې ځان ته معلوم کړی وی او خلکو ته د هغو د ویلو او رسولو عصری لارې یې زده وی، تر هغو سازمانونو او ګوندونو ډیره ده چې په زرګونه غړی یې منظم خو تړلې خولې او دوه زړي په انتظار کښینولي وی. نه څه لیکي، نه د ویلو څه لری، نه یې د ویلو چل زده وی، نه یې په ځای او رقم پوهیږی او نه د خپل هدف د څرګندولو، د خپل ځان د ښکارولو او خلکو ته د ورپیژندلو جرئت ورسره وی. نن تر هر وخت زیاته ددې شعر محتوی په سیاست کې د تطبیق وړ ده چې وایي:

«سیاهی لشکر نیاید به کار ++++ دوصد مرد جنګی به از صد هزار»

لنډه دا چې سیاسی سازمان معین مرام ته اړتیا لری. دا مرام باید خیالی، اتوپیک او داسې ایدیال نه وی چې ګوند له ټولو هڅو او کوښښونو سره سره عملا یو متر ور نږدې نه شی شوای او لاسته راوړنې ونه لري. ګوندی مرام باید د ټولنې د عینی او ذهنی شرایطو او همدا راز د ملی، سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو سره په مطابقت کی او د ګوندی امکاناتو له په نظر کې نیولو سره طرح او د عمل لارې يې وسنجول شي. که ګوند د خپلو فعالیتونو په بهیر کې وخت په وخت وړې او لویې بریاوې او لاسته راوړنې ونه لری، غړی یې نا امیده کیږی، له مبارزې لاس اخلی او ولسونه ترې مخ اړوی. د ګوندي غړو د روحيې د لوړ ساتلو او تشویق له پاره لازمه او ضروری ده چې ګوندی رهبری په داسې عملونو او د مرام د هغو برخو په پلی کولو لاس پورې کړی، چې معین بریالیتوبونه ولری او هغه باید وخت په وخت د ګوند غړو ته ورسیږي. په سیاسی مبارزه کې د ګوندي غړو او پلویانو د روحیې لوړ ساتل، اقناع، تشویق، ترغیب او د ګوندي موخو په لور کشول د ګوندی رهبرۍ له خورا مهمو دندو څخه دي.

ګوندی مرام یوازې کلیشه ای، زینتی او التقاطی راټولې شوې جملی نه دی چې یوه د بلې په لکۍ پسې ور وتړل شی، خو ګوندی غړی او ولس یې په مفهوم پوه نه کړل شي. ګوندی مرام باید په علمی تحلیل، لوړو ادبیاتو او سټنډرد شکل سره جوړ شی، خو باید هڅه وشی چې حجم یې محدود وی، د ډیرو کسانو له پاره د درک او هضم وړ وی او په ولس کې ځای ومومی. د ګوند د اساسي مرام د وړاندې کولو تر څنګ لازمه ده چې ګوندي رهبری وخت په وخت د ګوندی اهدافو د توضیح او روښانتیا له پاره اغیزمن تدبیرونه تر لاس لاندې ونیسی. د هرې تقنینی دورې له پاره موخې انتخاب او تشریح شی، د ولایتونو او ولسوالیو له پاره یې د محلی شرائطو سره سم تحلیل او تعبیر وړاندی شی، د هر تخصصی وزارت د حکومتی سیاست په وړاندې ګوندی الترناتیف سیاست وټاکل شی او ګوند په دې پوه وی چې د ټاکلی وزارت، ولایت او ولسوالی له کومو کړنو څخه حمایت او له کومو یې ممانعت اړین دی. په دې توګه د ګوند غړی په خبرو راځي او ژبه یې له ګونګي توبه راوزي. هر یو پوهیږی چې په کومه سطحه، کوم ځای او په کومه موضوع کې د ګوند موقف څه دی او څه ډول باید تشریح او خلکو ته ورسول شی. په دې ډول د ګوندي غړو د یو د بل سره د ضد او نقیضو خبرو، لیکنو او ټکرونومخنیوی هم کیږی.

کله چې معقول ګوندی مرام د ټولو غړو او مینه والو د نظرونو په ګډون طرحه، تصویب او د ګوند غړو او د خلکو پراخه کتلو ته وړاندې شی، ګوندی رهبري یې غړو ته د سوالونو او ولس ته د ارزښتونو په تشریح کښې جدی اقدام او لازمه توجه وکړي، په هغه وخت کې د ګوند غړی او د ګوندی سیاست مینه وال د ګوندي موخو په عملی کولو فکر کوی، د هغو له پاره په اوس او راتلونکې زمانه کې پلانونه جوړوی او د تبلیغ او عملی کولو له پاره يې یاران، ملګری او متحدین را ګوری. دا د ګوندي غړو په روځنۍ مبارزه، مشغولتیا او دنده اوړی او ددې سبب ګرځي چی زموږ روڼ انده سیاست مداران او د سیاست ټول مینه وال له ماضی څخه حال ته راووزي او په آینده فکر وکړی. یوازې په پخوانیو معیارونو پیښې او کسان ونه تلی، له پخوانیو پیښو زده کړه وکړی او شاته یې پریږدی او اوسنیو مرامی موخو او ارزښتونو ته مخ ور واړوی او په اعتبار یې یو له بله سره اساسی اړیکی او باورونه جوړ او ملګرتیا وکړي.

دا سوال به د ځینو په فکر کې راشی چې د افغانستان ټول سیاسی ګوندونه مرامونه لری او که یې نه درلودای، هغوی به د عدلیې د وزارت په اړونده څانګه کې نه رسمی کیدل. خو که عملا هر د ګوند غړی او سیاستوال خپلې شاوخواته وګوری، ډیر زر به پوه شی چې د ډیرو ګوندونو مرامونه د هیواد د پیښو په پخو ستنو نه دی ولاړ او یا اړونده ګوندی رهبری د ګوندی اساسی نسبتا انتزاعی (abstrakt) اهدافو په مطرح کولو او وضاحت کې پاته راغلې ده. یا نقص په ګوندی مرام کې وی او یا تشه د ګوندی رهبرۍ د کار په میتودونو او یا دواړو کې وی، چې د ګوند مرامی هدفونه نه په ګوند کې د ننه او نه د ګوند څخه د باندې په ټولنه کي او په عامو مجلسو کې طرحه او شاربل کیږي. علت که هر څه وی، خو په دې حالت کېګوندی غړی او د ګوند مینه وال په مرامی موخو باندې د بحث علاقه او مشوق نه لري.

د ډیرو ګوندونو مرامونه داسې یو بل ته ورته دی، چې د خلکو له پاره او ان د سیاست د مینه والو روشنفکرانو له پاره یې یو له بله فرق او تمیز مشکل دی. ګوندی مرام باید صریح او واضح وی او د نورو ګوندونو له مرامونو څخه په آسانه تفکیک شی. ګوندي مرام د ګوند په داخل کې یو له بله بیل فرکسیونونه، ګروپونه، جریانونه او ډلې سره نښلوی او له ګونده د باندې د ګوند هویت نورو ته څرګندوی. مرام یو له هغو غوره مشخصو علایمو څخه دی چې د ګوند غړی یو له بله سره ملګری کوی، برخلیک یې شریکوی؛ یو ګوند له نورو څخه بیلوی او د ګوندونو ترمنځ پولې ټاکی. ګوندی مرام باید دا دنده په ښه توګه سرته ورسولی شي. په تأسف باید ووایو چې په افغانستان کې ډیر ګوندی مرامونه دا دنده سرته نه شی رسولای. ددې پرځای چې ګوندونه د خپل مرام پر بنسټ ايښودل شوو نومونو وپیژندل شی، د ژوندیو او یا ان د مړو رهبرانو په نومونو یو له بله تفکیک کیږی.

د سیاسی مبارزې اصلی هدف د تشکیلاتو جوړول او پړسول نه دی. د ګوندی وحدت او فعالیت اساسی هدف د موازی آدرسونو او سره ورته سازمانونو له منځه وړل او په ځان کې مدغم کول هم نه دی. په دموکراتیک سیاست کې د تربګنۍ پرنسیپ چې اول باید نږدی تربور د ځان تابع او له مخې لرې کړی، سم نه دی. سیاسی مبارزه د ګوند په مرام کې د ځای پر ځای شوو موخو له پاره کیږی. ګوندی مرام هغو ارزښتونو ته د احترام او دفاع له پاره جوړ دی چې د ګوندیانو او د هغو د پلویانو په ګټه دی. ګوند د هغو رواجونو، حقوقی نارمونو او ارزښتونو په ضد مبارزه کوی چې د ګوندی غړو، د هغو د پلو یانو او هغو طبقو د ګټو سره ضد وی چې ګوند یې د دفاع له پاره جوړ شوی وی. نو که د ګوند کمیت لږ وی او که ډیر، د خپلو اهدافو له پاره مبارزې ته ملا تړی او عملا دوام ورکوی. که په دې حرکت کې څوک ورسره یوځای کیږی، منی یې او وحدت ورسره کوی. خو ګوندی رهبری دا حق نه لری چې د ګوند عملی سیاسی فعالیتونه د معینو تشکیلاتو تر جوړولو او پړسولو پورې وځنډوی. دا ډول حرکت ګوند د ضعف، مریضۍ او مړینی خواته بیایي. څرنګه چې ګوند د هغه د ټولو غړو شریک کور او واحد وجود دی، ځکه نو د ګوند هر غړی حق لری چې ددې وجود د روغتیا او درملنې له پاره د خپل وس په اندازه اقدام وکړی. په ګډو سیاسی چارو کې د ټولو ګډون کوونکو پوښتیدل، نظر اخیستل او قناعت تر لاسه کول اړین دی. هوښیار ګوندي غړی په پټو سترګو په رهبرۍ پسې نه ځي، بلکې د هغو فعالیتونه د تیاتر د صحنې د ممثلانو په څیر په رڼو سترګو څاری، ارزوی یې او په وړاندې یې عکس العمل ښئي.