نجم الدين « سعيدي »
الحمد لله رب العالمين ، القائل فې کتاب الکريم ، والصلاه والسلا م علی اشرف الا نبياء والمر سلين ، نبينا محمد وعلی اله وصحبه اجمعين : اما بعد :
گرانو لو ستونکو ! سلام د پر ور دګار د نو مونو څخه يو نوم دې او د پر ور دګار د صفاتو څخه یوصفت دې. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائې : « السلام من اسماء الله خافشوه بينکم فان الرجل المسلم اذامر بالقوم فسلم عليهم وفا لم ير دوا عليه ير د من هو خير منهم واصيب » الله پاک په سوره نساء آيات ( ۸۶ ) کې دسلام په هکله داسې فرمائې : « واذا حييتم بتحيته فحيوا با حسن منها او ردوها ان الله کان علی کل شی ء حسيبآ » هو هر کله چې سلام وکړې شو تاسوته نو جواب د سلام ور کړې وهغه ته په ښه سلام له هغه نه او يا ور وګر ځوې هغه سلام .
بيشکه چې الله پر هرشې باندې ښه حساب کوې . اې مسلمانانو کله چې کوم مسلمان تاسوته دوعا وکړه اويا هم سلام ئې در کړه پر تاسو لازمه ده چه په ښه شکل جواب ور کړې او يا جواب ئې ووائې . او يا همغه کلمه تاسو هم ورته ووائې .
د الله تعالی په در بار کې د هر شې حساب شته چې د هر ښه او نيک عمل به اجر در رسيږې .بناء سلام او د هغه ځواب په همدې کې راځې . سلام سلامتې ده او د اسلام په سپيڅلې او مقدس دين کې مستحب او هديه ديو مسلمان و مخاطب لپاره چې جواب ئې واجب دې .
لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمائې : « اطوعکم الله اندی يبدا صاحبه بالسلام » تابع ترين دتا سو د الله په نزد کې هغه څوک دې چې کله ديو چا سره ور مخ شې نو سلام ورکړې . چې پدې کار کې حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پيشوا د اسلام به هميشه په سلام ور کولو کې مخکې او پيش قدمه وه . او ويل به ئې چې خداې او رسول ته هغه څوک نږ دې دي چې اول سلام ور کوي .
په سلام کې مثبت اثرات دي چې رسول د خدای و انس ته وويل چې ای انس : کله چې په بيرون کې د هرچاسره مخامخ شوی نو سلام ور کړه په حسناتو کې به دې زياتې راشي او هرکله چې کورته ور داخليږي سلام ور کړه الله په تا خير او برکت ګدي چې په ور کولو د سلام مينه په کور کې پيدا کيږي
او هم د سلام په ور کولو سره شيطان نشي کولې کورته ور داخل شي . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائې : « البادی بالسلام بری من الکبر » څوک چې اول سلام ور کوې د کبر او تکبر څخه لرې دې .
په بل ځای کی فر مائې : ضعيف اشخاص او افراد هغه څوک دي چی په دوعا کولو کی عاجز وي او بخيل خلک هغه څوک دي چې په سلام ور کولو کی بخل کوي .
بهترين اخلاق د دنياء او آخرت چې پيغمبر د خدای ورته اشاره کړی ده سلام ور کول يو بل ته دي . سلام محبت او دوستي را وړي څوک چې يو بل ته سلام ور کړي ملا ئکی پری ( ۷۰ ) اويا واری د رود وائې .
په قران عظيم الشان کی ( اوه ) ځلی پر ور د ګار سلام ور کړی چی شروع ئې د
( يس ) سوری ( ۵۸ ) آيات څخه او ختم ئې بيا د ( القدر ) سوری ( ۵ ) آيات پوری .
اول : « سلم قولآ من رب رحيم » : ( يس ) سوره ( ۵۸ ) آيات . تر جمه : سلام د وي و هغه ذات له طرفه چی رحيم دی . تفسير : د مهر بان پر ور دګار له جانبه جنتيانو ته سلام چی جنت ته ور داخل شوي او خوښ دي .
دوهم :« سلم علی نوح فی العلمين » : ( الصافات ) سوره ( ۷۹ ) آيات . تر جمه : سلام د الله په نوح چی په عالميانو کی دی .
دريم :« سلم علی ابراهيم » : ( الصافات ) سوره ( ۱۰۹ ) آيات . ترجمه : سلام پر ابرا هيم باندی .
څلورم :« سلم علی موسی و هرون »: ( الصافات ) ( ۱۲۰ ) آيات . تر جمه : سلام د الله پر مو سی او هارون .
پنځم :« سلم علی ال ياسين » :( الصافات ) سوره ( ۱۳۰ ) آيات . تر جمه : سلام دی د الله په ال د يا سين باندی .
شپږم :« ........ سلم عليکم طبتم فاد خلو ها خلدين »: ( الزمر ) سوره ( ۷۳ ) آيات .
تر جمه :( ..... متصرفان د جنت يا هغه خزانه داران د جنت هغه چاته چی ور دا خليږي هغوي و جنت ته نو ورته وائې چی سلام دی وي پر تاسی . او وائې پاک ياست تاسو له ټولو ګناهو نو نه ننوځی جنت ته تاسی به هميشه او سيدونکی ياست دلته .
اوم :« سلم هی حتی مطلع الفجر » : ( القدر ) سوره ( ۵ ) آيات . ترجمه : سلام او سلامت اوسی تر سهره پوری ځکه پدی شپه چی د قدر شپه ده او قرآنکريم د الله پاک کلام را نازل شوی . دا شپه تر لمر ختو يعنی تر سباء پوری د سلامتياء ، د فضيلت ، برکت او کرامت شپه ده . همدا چی سلام اسلامي درود او نښانه د امت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ده . چی زړونه سره نژدی کوي ، محبت او وروري پيدا کوي ، ويره لری کوي ، پيوند او د روني وحدت را مينځ ته کوي ، بد بيني ګانی له مينځه وړي نو پدی اساس الله دی دا مقدس کلام او نوم تر آخره د مسلمانانو په زړو کی ژوندی او دايمي ځای پر ځای ، اوهم دی پر ور دګا�
� قدر
ت او طاقت ور کړي چی په خپلو کی عملي کړي . ( آمين يا رب العالمين )