د یاران ادبي دېرې د تېرې اوونیزې ناستې په کره کتنه کې، پورته جمله عظمت کټوازي وویله چې د غونډې مشري يې هم پر مخ وړله، دا ناسته چې د تېرې پنجشنبې په ماسپښين د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ناستو په تالار کې وشوه، مېلمه يې الیاس وحدت او د دریځ چارې ضیا الرحمن زمزم او غلام حسن شاکر پر مخ وړلې.
کره کتنې ته ځوان شاعر نور خان نیازي خپل شعر وړاندې کړ، چې اوږد بحث پرې وشو، د شعر محتوا دا وه، چې په ټوله کې شیخ مخاطب او شاعر ترې پرلپسې پوښتنې کړې وې.
شیخه پیاله، شیخه شراب، شیخه ساقي څه مانا
شیخه پرې پوی مې کړه، ژوند څه او زنده ګي څه مانا
پر همدې مطلعه خبرې وشوې، ګډونوالو ځينې کلیمې مترادفې وبللې او ځينو بیا له شیخ نه دا ډول پوښتنې سمې ونه ګڼلې، خو نور بیا پر دې نظر و، چې دا پر شیخ یو ډول تمسخر دی.
د کره کتنې په پای کې مجموعي نظر دا و، چې پورته کرښې منظوم کلام دی، خو شعریت او هنري اغېز يې کم دی، چې الیاس وحدت هم ورته نظر درلود.
د ناستې په پای کې شرنګېدلې مشاعره وشوه، چې د چکچکو پر شور بدرګه شوه، راتلونکې ناستې ته ادبي درس حمید الله همیم ته وسپارل شو، ژېړی مازیګر یارانو له دېرې سره مخه ښه وکړه.