مبارزمفتون په خټه عرب په قوم شکرخیل د سرمعلم عبدالمجید زوی د عبدالکریم لمسی او د عبدالهادي کړوسی په کال (۱۳۶۳ ) کې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د کندی باغ د قریې د باډیل په کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې. لومړنۍ ذده کړه یې د کندیباغ په متوسطه کې چې اوس مهال لېسه ده تر نهم ټولګي پورې او د لسم نه تر دولسمه پورې یې
ذده کړه د چپرهار په عالي لېسه کې تر سره کړي دي ، نوموړی په کال (1389 ) هجري شمسي کې له دولسم ټولګي څخه فارغ شو ، د اقتصادی مشکلاتو له امله یې ونشو کړای چې پوهنتون ووایي نوموړی چې کله په پنځم ټولګي کې ؤ د شعر د کاروان سره ملګری او د شعر او شاعرۍ د لارې لاروی شو چې لا تر اوسه پورې په دې لاره کې مزل کوي ،مفتون چې به کله شعر ولیکه نو د اصلاح دپاره به یې (مرحوم استاذ آمیر ذاده خاکسار .ته چې په یاد شوي متوسطه کی ملاظم ؤ ښودل. ( مفتون اوس مهال د (۷۵۰ ) په شاوخوا کې شعرونه لري چې د حمد شریف، نعت شریف ، غزلې ، روباعیات ، داستانونه ، څلوریزې ، چهاربېتې ، لوبې ، سروکې ، نظمونه، سپین شعرونه (آزاد شعرونه ) ، ټپې ، ټبېزې او داسې نور دي
همدارنګه نوموړی په ننګرهار ولایت کې د ډېرو چاپي رسنیو سره لکه :
مینه ، تلوسه ، نړۍ ، رڼا ، څپه ، پښتونخوا ، ډانډس طنزیه مجله ، او داسې نورو سره قلمي همکاري لرله .
مفتون نه یوازې چې شعري لیکنې کړي بلکې نثري لیکنې یې هم کړيدي چې دهغې له جملې څخه یې لنډې کېسې ، طنزونه، ناولونه (چې هر یو یې سوالګر ، جنازه ، کوژدن ، د یادونې وړ دي ). مفتون کوم چاپی اثر نلری خو د ثمر د ژب پوهنی اداری له لوری چی کله د ننگرهار د شاعرانو شعرونه دتذکرې په ډول راټول او د ننګرهار غږ په نوم کتاب کې یی شعرونه انتخاب او چاپ شویدي