عبدالرحیم موسی زی د انجینیر حکیم خان موسی زي زوی او د حاجي فضل الدین لمسی د ۱۳۶۸هجري لمريزكال د تلې په ۲۶نېټه چې د۱۹۸۹ميلادي كال د سپټمبر ۱۵مې سره برابره ده د کابل ښار خیرخانې مېنې كې په یوه درنه او متدینه کورنۍ کې زيږيدلى دى.
انجینیر حکیم خان موسی زی د عبدالرحیم موسی زي پلار د موسی زیو قوم او د هېواد د علمي مشرانو له ډلې څخه شميرل كېده چې د شهید سردار داود خان د واکمنۍ پر مهال یې خپله د عسکرۍ سپېڅلې دنده په ویاړ او صداقت سره ترسره کړه.
عبدالرحیم موسی زي لومړنۍ او دیني زده کړې خپل نیکه او پلار سره پیل کړې، بیا د خپل کلي د جارچي جامع جومات ته ولاړ او په شپږ کلنۍ کې چې د ۱۳۷۴ هجري لمریز کال و د کابل په قره باغ بازار لومړني ښونځي کې شامل شو.
کله چې د طالبانو او د هغوی مخالفینو ترمنځ جګړې زور واخیست او د جګړې لومړۍ کرښه کلي ته ورسېده نو؛ مونږ هم د نورو هېوادوالو په شان مجبور شو چې خپله کډه له کلي څخه کابل ښارته ولېږدوو او هماغه و چې د جګړو له امله مې خپلې زده کړو ته د عبدالغفور ندیم منځني ښوونځي کې دوام ورکړ.
نهم ټولګی مې هلته ولوست او وروسته له هغه د غلام حیدرخان لېسې ته ولاړم چې په ۱۳۸۵ هجري لمریز کال له دولسم ټولګي څخه فارغ شوم.
همدا راز موسی زي درې کاله د ښوونکي سپېڅلې دنده ترسره کړه او وروسته د هېوادپال روزنیز مرکز مشر په توګه وټاکل شو.
نوموړي له ۲۰۱۰ ز. څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د ژباړې مدیر، د رسنیو څارونکي او د راډیو ویاند په توګه د افغان آیینه مطبوعاتي او کلتوري مرکز کې کار وکړ.
موسی زی له ۲۰۱۱ ز. څخه تر ۲۰۱۲ ز. کال پورې په یوریکا څېړنیز او ارزونې مرکز او کوشا ګرافیک شرکت کې د ژباړو د مسؤول او ځینو نورو ملي او بین المللي موسسو سره د ژباړو او لیکنو په برخه کې همکاري درلوده.
ښاغلی موسی زی د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د مارچ له ۵ نېټې څخه را پدیخوا په افغان بېسیم مخابراتي شرکت کې د ژباړو مسؤل په توګه دنده ترسره کوي.
پر دې سربیره ، له ۲۰۱۲ څخه تر دې مهاله یې د هېواد معتبرو چاپي او برښنایي رسنیو سره په سیاسي، علمي او فرهنګي ډګر کې د پام وړ مقالې، کالمونه او تبصرې لیکلي او چاپ شوي دي.
همدا رانګه ښاغلی موسی زی په کال ۱۳۸۵ هجري لمریز کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ د انجینیري څانګه کې شامل هغه یې په ښو نمرو پای ته ورسوه او ډیپلوم یې ترلاسه کړ.
نوموړي په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال کې د لنډې مودې له پاره په نی یا د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ مرکز کې د ژونالیزم په یوې روزنیزې دورې کې ګډون وکړ او هلته یې د ژورنالیزم اساسات، خبر او راپور لیکنې په برخه کې زده کړه وکړه.
له کوم ځایه چې ښاغلي موسی زي ژورنالیزم سره بې کچې مینه درلوده په کال ۱۳۸۷ هجري لمریز کې د کانکور آزموینې څخه وروسته د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي ته لاره پیدا کړه او د مطبوعاتو په څانګه کې یې د لېسانس تر کچې پورې تحصیل وکړ.
هغه د کوم سیاسي ګوند، سازمان او یا ټولنې غړیتوب نه لري خو؛ دې ته لیواله دی چې یو ملي او خود جوشه ګوند ولرو داسې یو ګوند چې اسلامي او ملي ارزښتونه تر هڅه ورته ډېر لومړیتوب ولري.
ښاغلی عبدالرحیم موسی زی له ورزش اوپلي ګرځېدو سره زياته مینه لري، هغه يو خدای پرست اومتدين شخص دى.
موسی زی په پښتو، دري، انګليسي ژبو د خبرو کولو وړتیا لري، په اردو ژبه هم پوهیږي او د دې ترڅنګ د كتاب د مطالعې او د ټلويزيون د خبري اوعلمي پروګرامونوسره لیوالتیا لري.