غل هم نارې وهي او د کور خاوند هم!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرلوڅ مرادزی
د روان کال  د فبرورۍ په ۷ مه، د افغانستان د سترې محکمې پر کارکوونکو ځانمرګی برید وشوه. په دې غلچکي برید کې د عامې روغتیا وزارت په وینا ۲۱ تنه ملکیان وژل شوي او د ۴۵ تنو په شاوخواکې ټپیان دي!


له دې خونړۍ برید لږ وروسته او په سبا يی کابل ته د ملګرو ملتونو په ګډون د یو شمېر حکومتونو لخوا بېلا بېل پیغامونه راسر شول. په پیغامونو کې کابل سره د غمرازۍ ترڅنګ دا برید هم تل پشان ترهګریز وبلل شو او حکومتونو هغه په کلکو ټکو وغانده. د تسلۍ او غندنې په دغو پیغامونو کې د ایران او پاکستان چې افغانستان کې دننه د جګړې په سمبالښت او ادامې پړ او مسول ګڼل کیږي او د طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو هر اړخیزملاتړ کوي، نوم هم اخیستل کیږي او له پاکستان څخه د هغه هېواد لومړي وزیر نواز شریف، کابل ته د غمرازۍ پیغام راواستاوه.
که څه هم د غم او ناورین په مهال د خواخوږۍ او غمرازۍ پیغام خورا ښه دود او انساني چلند ګڼل کیږی، خو که دغه دود او چلند هم  د ځانګړو سیاسي موخو قرباني شي او د دوه مخیتوب او منافقت لپاره وکاریږي، د هېوادو ترمنځ په تېره بیا چې ګاونډي هم وي د نږدیوالي او ښو اړیکو پرځای واټن او کرکه رامنځته کوي او د ترهګریزو پېښو قرباني ولسونه لکه افغانان به هغه داسې وانګیري چې ګاونډیان لکه پاکستان او ایران مې وژني او هم مې پر مړي د غمرازۍ په نوم ملنډې وهي!
په دې توګه که افغانان د هر هېواد د غمرازۍ پیغام په درناوۍ بدرګه کوي، خو د پاکستان او ایران د غمرازۍ په نوم له پیغامونو څخه ښویه او سرسري نه شي تېرېدای!
د دغه وحشیانه برید په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي دغه حمله ښۍ چې د عدلي اوقضايي ادارو ملکي کارکوونکي قصدآ هدف ګرځېدلي. په اعلامیه کې د یوناما له خولې ویل شوي، هغه کسان چې دا ډول بریدونه کوي باید مجازات شي.
له دې برید وروسته او له هغه سره په تړاو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت او په دغه هېواد کې د مېشتو امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن وایي« د حقاني شبکه او طالبان د پاکستان په کوټه ښار کې خوندي پناهځایونه لري، ازادي رادیو»، همدارنګه دغه جنرال زیاتوي افغانستان سولې ته اړتیا لري او د دغه هېواد ګاونډیان هم باید پوه شي چې د هغوی امنیت د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی. د نېکولسن په خبره د امریکا او پاکستان پېچلې اړیکې یوې هر اړخیزې ارزونې ته اړتیا لري. نېکولسن د هغه څه په اړه چې ده ګډ دښمن وباله د پاکستان پر جدي همکارۍ ټینګار وکړ.
خو پوښتنه دا ده چې ایا امریکا  له ۱۶ کلونو وروسته بیا هم د غوڅ دریځ پرځای، د جنرال نیکولسن په وینا تر یوه نامالوم وخته د پاکستان په جدي همکارۍ ټینګار وکړي؟
که چیری جنرال نیکولسن دا خبره له زړه څخه کوي، چې وايی«د حقاني شبکه او طالبان د پاکستان په کوټه ښار کې خوندي پناهځایونه لري»، نو بیا د پاکستان همکارۍ ته چې په تېرو ۱۶ کلونو کې يي د ترهګرو اډو په تړلو کې ونه کړه، تر نامالوم وخته کښیناستل څه مانا لري، ایا د همکارۍ په تمه لاس تر زنې ناسته، د وخت او فرصتونو له لاسه ورکول نه دي؟
که امریکا د افغانستان سره د دوستۍ او همکارۍ ستراتیژیک او امنیتي تړون ته ژمنه وي او بلاخره له ۱۶ کلونو وروسته په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په شتون اعتراف هم له زړه څخه کوي بیا خو په دې اوږد مهال کې د افغانانو ټولوژنې او ویجاړی کفایت کوي، ایا بیا هم د پاکستان په وړاندې د غوڅ دریځ شېبه نه ده رسېدلې؟
له دې سربېره، د افغانستان په وړاندې د امریکايی چارواکو دغه خبره هم د اندیښنې وړ ده چې وايی«اصلي هدف دا دی چې پرېنږدي د افغانستان خاوره پر امریکا د برید لپاره وکارول شي»!
همدارنګه  نوموړی جنرال زیاتوي، ځواکونه به یې په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې ماتې ته متمرکز پاتې شي او کله چې وسله وال له افغانستانه بهر پناهځایونه ولري، د هغوی په وړاندي د جګړې ګټل به آسانه کار نه وي!
که چیري ترهګر په پاکستان کې پټنځایونه لري لکه څنګه چې نوموړی جنرال اعتراف کوي، نو بیا ولې اوڅنګه کېدای شي د افغانستان خاوره پر امریکا د برید لپاره وکارول شي. دلته هم د پاکستان په اړه د امریکا دریځ روښانه نه دي او اړوپیچ (ضدونقیض) دي. دا خبره هم سمه نه ده چې امریکایان وايي، کله چې وسلوال له افغانستانه بهر پټنځایونه لري، د هغوی په وړاندې د جګړې ګټل اسانه نه دي!
هوکی، که د ترهګرو پټنځایونه چې پاکستان کې دي، ونه ځپل شي او د پاکستان په اړه دوه مخی سیاست ادامه ولري، ریښتیا هم جګړه نه ختمیږي!
دلته د افغانانو او امریکایانو ترمنځ د اختلاف یو غټ ټکی هم دا دی!
بلخوا په افغاني دیپلوماتانو او د هېواد په مشرتوب غږ کیږی چې امریکايي چارواکي دغه تضاد او د پاکستان په وړاندې خپلو دغه ګډو وډو څرګندونو ته متوجه کړي. که امریکايي چارواکي داسې اړوپیچ دریځ په هر لامل خپلوي، کفاره به يي افغانان ورکوي او دا افغانان دې چې بلاخره امریکایان باید د پاکستان په وړاندې غوڅ دریځ ته اړباسي.
که څه هم په بهرني سیاست کې د ولسمشر غني دریځ او کړنچار د تایید او ستاینې وړ دی، خو که چیری د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویښ او فعال نه شی او لا هم د یوې ټاکلې سیمې او اسلامي جمعیت او نظارشورا په لاس کې برمته وي، افغانان به نور هم بهرني امکانات له لاسه ورکوی او له دې لارې به هم هېواد کې د جګړې ناورین ادامه لري. دا چې اسلامی جمعیت د بهرنیو چارو په وزارت کې د پوره قبضې سره سره، بیا هم د عطا محمد نور په خوله په بهرنیو چارو کې د نړۍ د نیمايي قونسلګریو او لږ تر لږه د ۳۰ سفارتونو غوښتنه کوي، د هېواد بهرنۍ پالیسي له سترې ننګونې سره مخامخوي!
بلخوا د امریکا د چلند په اړه داسې هم لېدل کیږي، کله چې افغانستان کې خونړۍ پېښه وشی، د رسنیو د مارکيټ د تودولو لپاره له نورو لویدیځوالو سره یوځای څو ورځې توده وي او د ورځې په نرخ د پاکستان په اړه ډېر ځله تېزې او توندې خبرې کیږي، خو له پېښو لږ وروسته بیا هر څه ساړه وي او په اصطلاح همغه درک او همغه خرک وي!
همداراز دا هم د خندا وړ ده لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه، د داسې خونړي بریدونو په مهال، د اسلام اباد واکمنان کابل ته د غمرازۍ پيغامونه رالیږي او تازه دا چې ولسمشر ممنون حسین يي د پېښې سره په تړاو پر پاکستان د فشار لږولو لپاره افغانانو ته په پاکستان کې د زده کړو ۳۰۰۰ بورسونه سملاسي مني.
د پاکستان ولسمشر پر سترې محکمې له بریده، د پاکستاني پل پټولو لپاره د زده کړې د بورسونو د اعلان سره هممهال دا هم وايی « د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاريخي اړيکي شته، خو اوس د ده په وینا د بل چا په خوله د دوی ترمنځ واټن زیات شوی دی. نوموړی زیاتوي، د دوی هېواد تل په افغانستان کې سوله غواړي. هغه وايی، ده په وار وار افغان مشرانو ته ویلي، چې که په پاکستان کوم تور پورې کېږي، نو باید لومړی يې له پاکستانه پوښتنه وشي، ځکه چې د ده په وینا د اسلام اباد او کابل ترمنځ په بې باروۍ کې د نورو خلکو لاس دی، BBC.
البته له نورو خلکو څخه د ممنون حسین موخه هندوستان دی چې د سترې محکمې پشان د برید په مهال يي هم له خولې نه غورځوي!
هم مې ووژني پخپله هم پر ما باندې ژړا کا
څه ښه یار دی ښه يي مینه وژل هسې شیون هسې
خوشال بابا
د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی