تر کله به قربانۍ ورکوو؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: سردارولي سردار

د ستپټمبر له یوولسمې وروسته افغانان په یوه بله کرغېړنه جګړه کې ښکېل شول. پر نیویارک ښار برید او د دوو لویو سوداګریزو مرکزونو ویجاړول، هغه څه دي چې تر ننه له افغانانو قربانۍ اخلي. د سپټمبر پېښه څنګه، چا او ولې طرحه کړه؟ پر افغانستان برید د څه لپاره؟ افغانستان ته د امریکایانو راتګ او د جګړې نه ختمېدل په څه معنا؟ ایا واقعا هم

امریکایان په نړۍ کې ترهګري له منځه وړل غواړي؟ د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته کورنۍ جګړې ته چا زمینه برابره کړه او ولې؟
که څه هم دا پوښتنې تر ډېره ځواب شوې؛ خو زه غواړم لا یې روښانه کړم: که تاریخ ته ځیر شو، نو دې پایلې ته رسېږو چې امریکایان پخوا په دې لټه کې وو، څو وکولی شي افغانستان ته ځان ورسوي. د شورویانو راتګ افغانستان ته او د دوی پر وړاندې د افغانانو جهاد او قربانۍ، هغه څه دي چې امریکایان یې په لټه کې وو. افغان جهاد نیغ په نیغه او یام هم په غیر مستقیمه توګه د امریکایانو او د دوی د ملګرو له لوري ملاتړ کېده. د شورویانو پر وړاندې د افغانانو جهاد هېڅ ځان ونه نیوه؛ ځکه نن مو تر هغه بدتره په یوه بله پردۍ، استخباراتي او چټله جګړه کې ښکېل یو او هره ورځ قربانۍ ورکوو.
فکر کوم زموږ دوه میلیونه قرباني بېځایه وه او موږ تر هغې غلامۍ بدتره یوې بلې غلامۍ ته لاره هواره کړه. پر نیویارک ښار برید چا طرحه کړ؟ د شوروي ځواکونو له ماتې وروسته په هېواد کې هغه چا جګړه وغځوله چې لا هم خپلو موخو ته نه وو رسېدلي. د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د طالبانو واکمن کېدل امریکایانو ته یو بل درد سر جوړ شو؛ بناَ امریکایانو پرته له قربانۍ بله هېڅ لاره نه لره. زما په اند پر نیویارک ښار برید خپله د امریکایانو پلان و؛ ځکه امریکایان نور پرته له دې چې قرباني ورنه کړي، بله هېڅ لار نه لري. برید وشو، کابو دری زره امریکایان مړه شول او په ترڅ کې یې پر افغانستان یرغل ته زمینه برابره شوه.
لنډه دا چې امریکایانو د برید پړه په القاعده او د دغې ډلې پرمشر (اسامه بن لادن) واچوه. دا مهال په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، د هېواد په شمال په ځانګړې توګه پنجشېر کې جګړه هم روانه وه، مسعود چې د شمال ټلوالې نامتو قومندان و، ووژل شو. امریکایان چې له پخوا راهیسې یې په افغانستان کې سترګې ښخې کړې وې، له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړه. دوی وویل چې موږ له درېیمې نړیوالې جګړې سره مخامخ یو او که لاس په کار نه شو، نو نږدې ده چې ډېر څه به له لاسه ورکړو(بوش). د دې تر څنګ د امریکا پخواني ولسمشر بوش پر نړیوالو غږ وکړ چې د القاعدې په ځپلو کې ورسره ودرېږي. لنډه دا چې دوی د القاعدې د ځپلو په موخه پر افغانستان برید وکړ. د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د امریکایانو او نورو غربیانو په منځګړیتوب د نوي حکومت هڅې پیل شوې. موقته اداره رامنځته شوه او د هېواد پخوانی ولسمشرد دغې ادارې مشر وټاکل شو.
د طالبانو د واکمنۍ په نسکورېدو کې له امریکایانو سره تر ډېره شمال ټلواله ملاتړې وه؛ البته د دوی په مرسته د طالبانو واکمني نسکوره شوه. له دې ښکاري چې له روسانو سره جهاد زموږ پر قربانیو ملنډې وهل وو.
د بن په کنفرانس کې تر ډېره بریده شمال ټلوالې ونډه درلوده او د نوي حکومت په مهمو او کلیدي پوسټونو دوی وګومارل شول. صرف د امریکایانو په خوښه د موقتې ادارې مشري پښتانه ته ورکړل شوې وه، نور واک ټول له ټلوالې سره و.
امریکایان افغانستان ته د ننه شول او خپلې هغې موخې ته ورسېدل چې پنځوس کاله وړاندې یې لټه کې وو. اوس راځئ په دې خبرې وکړو چې امریکایان به تر کله په افغانستان کې پاتې کېږي، اوسنۍ جګړه څوک پر مخ وړي، د امریکایانو بمبارۍ به تر کومه دوام کوي او خلاصه دا چې د افغانستان پر سر ولې دوی دومره مالي او مادي قربانۍ ورکړې؟؟
لکه څنګه چې وړاندې مې ورته اشاره وکړه، امریکایان به تر هغه پورې په افغانستان کې پاتې کېږي، څو چې خپلو موخو ته نه وي رسېدلي. امریکایان دلته په سیمه ییزه کچه موخې لري؛ منځنۍ آسیا، سیمه او روسیه هغه څه دي چې امریکایان یې له پنځوسو کلونو را په دې خوا په لټه کې وو. روسیه چې د امریکا نړیواله سیاله ده، نو طبعا چې امریکایان به له افغانستان څخه ژر ونه وځي؛ ځکه د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو امریکا کولی شي له دې ځایه سیمه په سمه توګه کنټرول کړي. بناَ امریکایان دلته په لویه کچه سمیه ییزې ګټې لري.
اوسنۍ جګړه به تر هغه وخته دوام کوي، څو چې امریکایان خپلو هغو موخو ته چې وړاندې مې یې یادونه وکړه، ونه رسېږي. همدارنګه د دوی بمبارۍ به هم په همدا ډول دوام کوي؛ تېره ورځ امریکایي ځواکونو د هلمند په سنګین کې یو ځل بیا وحشت وکړ. دا د دوی لومړنۍ او وروستۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې یې هم په ورته جنایتونو لاس پورې کړی و او په راتلونکي کې به هم د ورته پېښو شاهد واوسو. امریکایي ځواکونو نه یوازې چې عام ولسي وګړي په نښه کړي، بلکې په ځلونو ځلونو یې افغان امنیتي ځواکونه هم په نښه کړي، ښه بېلګه یې په لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته برید ګنلی شو.
سربېره پر دې امریکایي ځواکونو په کندوز کې د دغه ولایت د سقوط پر مهال یو روغتون په نښه کړ چې د بې پولې ډاکټرانو په ګډون ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته. له دې وحشي برید وروسته د کندوز په کندهاري سیمه کې هم په ورته وحشي جنایت لاس پورې کړ چې په لومړیو کې افغان حکومت نه تاییداوه؛ خو وروسته خپله امریکایي ځواکونو دا ومنله چې په یاد برید کې کابو ۴۰ کسه ملکي وګري وژل شوي. یوازې دا لومړی او ورستی برید نه دی، بلکې په سلګونو ورته جنایتونه یې کړي.
د تېرې ورځې د برید په اړه لا هم افغان حکومت خپل دریځ نه دی روښانه کړی. افغان حکومت صرف دومره ویلي چې په دغه برید کې ګڼو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په داسې حال کې چې ځایي چارواکي او خلک د دغه برید ټول قربانیان ملکي وګړي بولي.
موږ په یوه نا پېژندل شوې، پردۍ او چټله استخباراتي جګړه کې ښکېل یو. موږ به تر هغه پورې قربانۍ ورکوو، څو چې امریکایان له هېواده وتلي نه وي او یا هم دوی دلته خپلو موخو ته ونه رسېږي. زما په اند د امریکایي ځواکونو وتل به یو خیال وي، زه فکر نه کوم امریکایي ځواکونه دې دومره په اسانۍ له هېواده ووځي. د دوی مصارف او قربانۍ ښیي چې دوی دلته اوږد مهاله موخې لري او څو چې خپلو موخو ته ونه رسېږي، نه به جګړه کراره شي او نه به هم د دوی دا وحشت ختم شي.
بله مهمه مسئله دا چې افغانان یې په خپل منځ کې سره ویشلي، قومي، سمتي او ژبني تعصب ورځ تر بلې رنګ اخلي. له بلې خوا وسلوالو طالبانو ته پیسې ورکوي، د هغوی هر اړخیز ملاتړ کوي. امریکایانو د جګړې پروژه پاکستان ته ورکړې او پاکستان یې پلې کوي. زه فکر نه کوم د ټرمپ په راتګ سره دې هم کوم بدلون رامنځته شي. (یوم البدتر) ورځ تر بلې به په ورته ناخوالو کې ښکېل وو. بناَ د اوس لپاره زموږ د خلاصون یوازنۍ ملي یووالی دی؛ خو ملي یووالی مو هم د دوی په لاس دی. زه باور لرم څو چې امریکایان ونه غواړي په ګران هېواد کې سوله راتلل یو خوب دی؛ له حزب اسلامي سره هم سوله د دوی په خوښه وشوه چې د دوی خوښه نه وای سل کاله به نور هم سوله نه وای شوې. له طالبانو سره په هېڅ صورت سوله نه شي کېدای؛ ځکه چې امریکایان نه غواړي، که طالبان سوله وکړي، نو طبعا چې د جګړې زور به ختمېږي او کله چې د جګړې زور ختم شي، نو هېواد به پرمختګ کوي او بلاخره دوی ته به د وتلو امر کېږي.
امریکایانو په ویټنام، ایران او نورو هېوادونو کې دا تجربه کړه چې له قربانیو وروسته وتل ورته ګټه نه لري.