له استعفا وروسته یې په کومو کړنو لاس پورې کړ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: سردارولي سردار

نن غواړم د ځوان نسل د پوهاوي لپاره په یوه بله ګټوره موضوع خبرې وکړم. مخکې تر دې چې خپلې اصلي موضوع ته راشم غواړم د استعفا د معنا او مفهوم په اړه څه نا څه ولیکم: یو شمېر خلک نه غواړي چې استعفا وکړي؛ خو ناسم مدیریت او نه کاري وړتیا هغه څه دي چې دی استعفا ته اړ باسي. د هر چا د استعفا علت معلوم وي؛ خو دی هېڅکله دا هڅه نه

کوي چې د خپلې استعفا علت په ډاګه کړي، بلکې نور خلک د ده د استعفا په علت خبرې کوي. کله چې یو کس خپله استعفا وړاندې کوي، اړینه ده چې د ده پر ځای بل وړ کس په دنده وګومارل شي.
بل دا چې د یو شمېر کسانو د استعفا علت مخکې له مخکې معلوم وي. شخصي ستونزې، له ادارې سره نه لېوالتیا، په کاري چاپېریال کې د ده پر وړاندې پراته خنډونه او د سازمان له مشر سره نه همغږي هغه څه دي چې نوموړی استعفا ته اړباسي. ښه بېلګه یې د برېټانیا لومړی وزیر (ډېوېډ کامرون) راوړلی شو، چې دوه میاشتې وړاندې یې له دې امله خپل ملت ته استعفا وړاندې کړه چې نه باید دغه هېواد له اروپایي ټولنې بېل شي. دا چې د بېل غوښتوونکو رایه نسبت ده ته ډېره وه، نو مجبور شو چې خپله استعفا وړاندې کړي او له راتلونکي مسوولیت او ناخوالو ځان خلاص کړي.
له بده مرغه باید ووایم چې په افغانستان کې له نورو ستونزو او ناخوالو سره سره، اوس استعفا هم پر یوه چټله معضله بدله شوې ده. دلته کله چې یو څوک له دندې ګوښه او یا هم استعفا ته اړ شي، بیا نو د ده استعفا د ملا نصرالدین د لنګې غوا په څېر ملت ته تمامېږي؛ یعنې تر شیدو یې د وښو خوراک ډېر شي.

کله چې د برېټانیا صدراعظم ډېوېډ کمرون استعفا وکړه، اونۍ وروسته له خپل فامیل سره د سیند په غاړه ناست او د عامه وګړو په څېر یې برګر خواړه. کمرون ته نور د برېټانیا ولس د یوه عادي وګړي په څېر کتل. بله ښه بېلګه په دې وروستیو کې په امریکا کې د واک لېږد ګڼلی شو؛ امریکایانو له سختو ټاکنو وروسته یو لېونی سپینې ماڼۍ ته ورساوه، د لوړې له مراسمو وروسته نور د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما، امریکایانو ته یو عادي فرد شو او ده هم د یوه عادي امریکایي په څېر ژوند پیل کړ.
موږ چې وروسته پاتې او تل نورو ته اړ یو، یو مهم علت یې همدا دی چې موږ د مقام او څوکۍ وږي او تږي یو. د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل که څه هم چې ښې لاسته راوړنې یې درلودې؛ خو له استعفا وروسته یې سم د ملا نصرالدین د لنګې غوا په څېر وشنل. نبیل د نوي حکومت له پالیسۍ سره په ټکر کې واقع شو او بلاخره د ولسمشر د بهرني سیاست له کبله یې خپله استعفا وړاندې کړه. که څه هم نبیل د یوې امنیتي ادارې مسوولیت پر غاړه لاره، نو په کار نه وه چې د ولسمشر په بهرني سیاست کې لاس وهنه وکړي؛ د دې پر ځای چې ده له ولسمشر سره ټکر کړی وای، پر خپلو امنیتي ځواکونو به یې تمرکز کړی و.
له استعفا وروسته یې په کومو کارونو لاس پورې کړ؟
متاسفانه باید ووایم چې له استعفا وروسته یې په داسې کارونو لاس پورې کړ، چې د دردېدلي ملت په زخمونو یې د پټۍ پر ځای مالګې وشیندلې. له پخوانۍ ادارې پاتې ستونزې، د بهرنیو ځواکونو وتل، د وسلوالو پراخ بریدونه، اقتصادي ستونزې او.... هغه څه وو چې نوي حکومت ته په میرث پاتې شول. له دې سره سره د نبیل استعفا افغان ولس ته په یو بل درد بدله شوه. ده له ګوښه کېدو سره سم په منفي تبلیغاتو پیل وکړ او د همدغې ادارې په تورو پیسو یې منفي تبلیغات پیل کړل. (هېره دې نه وي چې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د امریکا د استخباراتي اداري تر ټولو ستر اجېنټ او د دوی په غوښتنه د ملي امنیت ریاست ته غوره شوی و.)
تورې پیسې په لاس روغلې وې، خو دا فکر ورسره نه و چې یوه ورځ به دا هم خلاصې شي. کابل ښار کې یې تر لسو ډېر دفترونه ونیول، څه موده یې د کابل پوسټ په نامه یو ورځپاڼه جوړه کړه چې بیا یې د ورځپاڼې له مدیر مسوول او نورو کارکوونکو سره جنجال وکړ او هغوی هم د ده یو شمېر مهم رازونه افشاء کړل؛ له کابل پوسټ وروسته یې د (خبر هشت) په نامه یوه بله ورځپاڼه جوړه کړه، ویل کېږي چې هغه هم په دې وروستیو کې د مالي امکانانو د نشتون او د تورو پیسو د خلاصون له امله بنده شوې ده.
په دفترونو کې به یې ځوانان را ټولول او د حکومت په اړه به یې منفي مفکورې ورکولې. اونیزې غونډې به یې نیولې او په دغو غونډو کې به له ځوانانو سره د هېواد د استخباراتو پټ رازونه شریک کېدل، څو ځوانان د حکومت پر وړاندې غبرګون وښیي.
بله مهمه مسله فیسبوکي پاڼې وې چې مهمې پاڼې یې د (تلک، بابه باغبان، حقایق تلخ، متفکر، رولا غني، حکومت وحشت ملي، غني افغانستان) او لسګونه نورې ورته پاڼې درلودې چې اوس هم د منفي تبلیغاتو په موخه ترې استفاده کېږي. خلاصه نبیل له ټولو ممکنه امکاناتو په استفادې د حکومت په تخریب پسې بډې ووهلې.
نبیل نه یوازې چې د حکومت تخریب یې پیل کړ، بلکې د هېواد ملي او نامتو څېرو د تخریب هڅې یې هم پیل کړې چې لا هم له همدغې لارې د خپلو سیاسي سیالانو تخریب کوي. کابل پوسټ ورځپاڼه ولې بنده شوه، خبر هشت ورځپاڼه ولې بنده شوه، له افغان اتلانو سره د مرستې بنسټ د څه لپاره جوړشو او ولې یې فعالیت نه معلومېږي؟؟
ویل کېږي چې نبیل له سختو مالي ستونزو سره مخ شوی. د دفترونو نیول، د فیسبوکي پاڼو سپانسر او د اونیزو غونډو ګډونوالو ته پیسې ورکول، هغه څه دي چې نبیل یې له مالي ستونزو سره مخ کړ. له استعفا وروسته نبیل د خلکو په زړونو کې ځای ونیوه، خو د ده منفي او دولت ضد فعالیتونو دی په ټولنه کې سخت منفور کړ. ویل کېږي چې له افغان اتلانو سره د مرستې د ملاتړ ژمنه د امریکا د استخباراتي ادارې له لوري ورسره شوې وه؛ خو د نبیل منفي او بېځایه تبلیغاتو د ده محبوبیت ته سخته ضربه ورسوله او همدغه لامل شو چې (سي ای اې) یا د امریکا استخباراتي اداره پر نبیل بې باوره شوه او د افغان اتلانو له بنسټ سره یې خپلې مرستې بندې کړې. نبیل غوښتل له دې لارې په استفادې راتلونکو ۲۰۱۹م کال ټاکنو ته ځان نوماند کړي؛ خو د ده ناسم مدیریت دی نه یوازې چې له سختو ستونزو سره مخ کړ، بلکې په ولس کې یې نفوذ هم کم رنګه او د منفور شو.

د پټو رازونو او اسنادو افشاء
متاسفانه باید ووایم کله چې نبیل له دندې ګوښه شو، نو څه وخت وروسته یې د هېواد د استخباراتي ادارې یو شمېر مهم او پټ اسناد رسنیو ته ورکړل چې د ملي یووالي حکومت یې له سختو ستونزو سره مخ کړ. په داسې حالاتو او داسې سختو شېبو کې د پټو اسنادو خپرول فکر کوم له ولس سره ستره جفا ده؛ د یوه هېواد د استخبارتو مشر نه باید دومره کم عقل واوسي. کله چې د (ای اېس ای) مشر ګوښه کېږي، نو د مرګ تر ورځې هغه تر څارنې لاندې وي او همدغه لامل دی چې نن پاکستان پیاوړي اسختبارات لري. افغانستان ته خو له هرې خوا بده ورځ جوړه ده، نبیل د دې لپاره چې له څوکۍ ګوښه شو، نو په داسې کارونو یې لاس پورې کړ، چې درد به یې څو کاله وروسته هم افغانان وزوروي. دا یې یوه نمونه وه، دا چې په راتلونکي کې به دی څه کوي او نور به یې څه کړي وي والله علم.

د ریاست پر مهال
نبیل د خپل ریاست په مهال تر ټولو بې کفایته او لوچک کسان په دندو ګومارلي وو، حتا ماشومانو ته یې د ریاستونو په کچه څوکۍ ورکړې وې او ځوانې ځوانې پېغلې یې له ځان سره د مشاورینو په توګه نیولې وې، خو د مشورې پر ځای به یې نورې غیر اخلاقي شوړې ورسره وهلې، شراب به یې څکل او تر نیمې شپې به یې ډانسونه پرې کول. ویل کېږي چې حتا له یوې وکیلې سره یې خراب انځورونه راووتل؛ دا چې د ده کور په امریکا کې دی او دی دلته د (سي ای اې) په خوښه په دنده ګومارل شوی و، نو مجبور چې په ورته غیر اخلاقي کړنو هم لاس پورې کړي. د ریاست پر مهال به یې ډېری معاشونه د فیسبوکي پاڼې سپانسرانو ته ورکول چې د عادي فیسبوک چلوونکي معاش تر سل زرو افغانیو کم نه و. ماشومان یې په ریاستونو ګومارلي وو، تورې پیسې یې تر لاس لاندې وې څه یې چې غوښتل کول یې او د تر شا یې د پوښتنې څوک نه وو.
خلاصه دا د نبیل هغه فعالیتونه دي چې له استعفا وروسته یې پیل کړي او څه نا څه زه ترې خبر یم. له نیکه مرغه باید ووایم چې نور ده خپل باور له لاسه ورکړی، نه یوازې چې په هېواد د ننه منفور شو، بلکې د امریکا استخباراتي ادارې ته یې هم خپل ځان وښود چې نه وړتیا لري او نه هم مدیریت کولی شي او همدغه لامل دی چې هغوی هم له افغان تلانو سره د مرستې تر نامه لاندې کوم بنسټ چې جوړ شوی، خپلې مرستې بندې کړې. نور پرته له دې چې پاڼې سپانسر کړي، بله هېڅ لاره نه لري. مجبور چې د فیسبوک له لارې خپل سیالان وننګوي، خو د فیسبوک په لیکنو او چټیاتو خلک باور نه کوي او دا د ده تر ټولو لوی ضعف په ډاګه کوي.