نور الله هوتک
دجها داوسولې ستراوسپیڅلی رهبر فضيلتماب ارواښاد پير سيد احمد ګيلاني یوحلیم اونرم شخصيت و په ښواخلاقوکې يې ساری نه درلود،دخپل خوږ ژوند ډېره برخه يې هېواد او خلکوخدمت ته وقف کړې وه.
ودخیر په کارونوکې له هرچا څخه مخکې و،هرچاته ته به یې په مینه سلام کاوه ،په شونډوبه یې تل مسکا خوره وه،دټولوخلکوبه یې درناوی کا وه، دخلکو په غم اوښا دۍ کې يې ځان شریک باله دربا رته یې هره ورځ په سلګونوخلک د ليدو لپاره راتلل ، ټولوسره به یې لیدل هېڅ مشر او کشر يې له مينې محروم نه ، په زړه کې يې کینه نه درلوده دغریبواوبې وزلوخلکولاس نیوی یې کاوه ،هېڅوک به یې نه پرېښودل چې دده له دربارڅخه نا امیده ولاوړشی .
دارواښاد پیر صاحب دربارته به چې ورغلې دخوښۍ احساس به دې کا وه ،یوعجیب شا ن درباریې درلوده چې کلونه به دې هم تېرکړل چا به درنه دا پوښتنه نه کوله چې له کوم ځا یه را غلی یې او څه کوې داسې فکربه دې کاوه چې په خپل کورکې اوسېږې ،پښتون ، تاجیک ،ازبک که هزاره وې دپیرصا حب دربارکې میلمه وې
. دکورنيو جګړو سخت مخالف ودهېچاکوريې وران نکړ،چاته په مورچل کې کښېنناست ، پاټک یې نه درلود ،هیڅ یوماشوم یې بې پلاره اوبې موره نه کړ، دچا کورته یې غم ورنه وړ،دخیرسړی و ټول رهبران یې سولې ته را دعوت کول ،هیله یې داوه چې دا وطن آباد شی،هربچی یې په کې په مینه ژوند وکړی اوپه ورستیوسلګیو کې هم وویل پا ک ربه افغا نستان کې سوله راولې
. دجها د په نوم یې امتیازات وانه خیستل ،طیارې اوټانګونه یې ونه پلورل ،ځمکې يې غضب نه کړې کوم ښارګوټی نه لری ،سیمټی دیوالونوکې نه اوسیده دهېوادوالوپه منځ کې اوسېده دژوند تر وروستۍ ورځې هم په زغروالوموټروکې ونه ګرځېده،دهېواد هېڅ وګړي ته یې دردنه دی رسولی.
څه ښه وایی چې دزروپه قدر زرګرښه پوهیږی له هېواد پالویې وپوښتی دا پردی پال یې په قدرنه پوهیږی،په دې هېواد کې ډېر داسې وګړي اوس هم شته چې د پردويو په اشارو او لمسونونو خپل ژوند تېروي اوباداران يې چې هرڅه ورته ووايي دوي هماغسې کوي او دېته نه ګوري چې د کار او ناکار سړی څوک دی خو په توهين او سپکاوي يې لاس پورې کوي.