لیکنه : خوشحال آصفي
که څه هم په افغانستان کې د ايران د نفوذې اشخاصو شتون کومه نوې خبره نه ده خو تيره ورځ د ملي مشارکت ګوند مشر ادعا کړې چې د افغانستان د کابینې ۲۵ سلنه غړي د ایران جاسوسان دي او د هغه هېواد په ګټه
کار کوي. نجیب الله کابلي که څه هم د دغو کسانو نومونه نه اخلي خو زياتوي چې په دې برخه کې مؤثق اسناد لري او که چېرې ولسمشر غني وغواړي، په دې اړه به خپل ټول اسناد ورسره شریک کړي. کابلي ويلي، د افغانستان په حکومت کې د ایران د نفوذ مسئله یې له افغان امنیتي چارواکو سره شریکه کړې او له دوی څخه یې غوښتي چې په دې برخه کې په جدیت سره څېړنه وکړي. خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايې، تر هغه چې کابلي په دې برخه کې اسناد او شواهد وړاندې نه کړي، دوی په دې اړه کوم رسمي نظر نه شي څرګندولی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم رسنيو د حکومتي سرچينو په حواله ويلي ول چې د مخابراتو وزير عبدالرزاق ايرانيانو ته پټ او محرم مالومات ورکړي. څه موده وړاندې وحيدي د فساد په تور له خپلي دندې وشړل شو. همغه مهال ويل کېدل، چې نوموړی په لويه کچه په مالي او اداري فساد کې ښکېل و. خو وروسته بيا خبرونه خپاره شول چې ولسمشر په دې خاطر د نوموړي دنده وځنډوله چې هغه ته مالومه شوه چې نوموړي ایرانيانو ته پټ او محرم مالومات ورکړي دي.
دا چې د افغانستان په کابينې کې د ۲۵ سلنه ايراني جاسوسانو د شتون په اړه به د ملي مشارک ګوند مشر نجيب کابلي کره اسناد ولري او که نه، او يا که اسناد ولري حکومت به يې ترې وغواړي يا پخپله ښاغلی کابلي به يې له رسنيو سره شريک کړي يا نه؛ دا بيله خبره ده. خو د افغانستان اوسنۍ سياسي اوضاع ته په کتو په حکومتي کابينه کې د جاسوسانو شتون نشي رديدلی. د حکومت له کمزوري مديريت او ناسالمې حکومتولۍ داسې معلوميږي چې په دننه حکومتي نظام کې نه يواځې دا چې د ايران جاسوسان شتون لري بلکې د پاکستان په ګډون د يو شمېر نورو هيوادونو لاسپوڅي او ګوډاګيان هم شتون لري.
اوس ټول ولس پوهيږي چې غوا توره ده او شيدې يې سپينې دي. ولس په حکومتي نظام کې د جاسوسانو د شتون په اړه ډير دليلونه لري. خلک پوښتنه کوي چې د حکومتي دستګاه داخل ته چې مرغۍ هم پرته له اجازې نشي ننوتلی؛ يو ځانمرګی څنګه ځان ورسوي؟
د کابل ښار په څلور دروازو کې د امنيتي پرسونل او چک پوسټونو په شتون کې او د ښار په منځ کې په لسګونو د امنيتي کمربندونو د شتون سربيره بيا هم ځانمرګی د ښار په منځ کې له خلکو ژوندون اخلي؛ ولې ځانمرګی د ښار تر منځه رسيږي؟
په يوه سيمه کې امنيتي چارواکي د عملياتو پلان ولري؛ مخکې له دې چې عمليات پيل شي؛ وسله والو ځای پريښی وي او پښې يې سپکې کړي وي؛ وسله والو ته دا خبر څوک ورکوي؟
ځواب روښانه دی، دا هر څه په همدې دلالت کوي چې په حکومتي دستګاه کې پردي مزدوران، پلورل شوي او له خپل ناموسه تير خلک شتون لري چې د هيواد له ورانوونکو سره مرسته کوي. پورته دليلونو ته په کتو هيڅوک سترګې نشي پټولی چې په حکومتي دستګاه کې دې د پرديو ګټو پالونکي او جاسوسان شتون ونه لري. دا د افغانستان حکومت او په ټوله کې د دولت لپاره ډیر د شرم ځای دی چې د ږيرو لاندې او د سترګو پر وړاندې يې پردي جاسوسان ګرځي خو دوی يې نه ويني.
اصلاً د يو وزير ټاکل کومه آسانه خبره نه ده، يو وزيز هيڅکله هوايې نه راځي چې راشي او په څوکۍ کېني، بلکې د وزير په ټاکلو کې لومړی ولسمشر او دلته په افغانستان په پنځوس ـ پنځوس ويشلي حکومت کې اجرايه رياست هم رول لري. لومړی يې دوی اسناد او سابقه ګوري او وروسته يې بيا ولسي جرګې ته معرفي کوي. ولسي جرګه يې هم په اړوند تحقيق کوي او بيا ورته د باور يا رد رايه ورکوي. نو اوس چې د دغو ټولو مراجعو د څار او تحقيق سربيره بيا هم وزيران يې جاسوسان راوځي نو دا بيا دوه معناګانې لري. يا دا چې يا ولسمشر او اجرايه رياست او تر څنګ يې ولسي جرګه په دغه جاسوسي کې ورسره شريکان دي او يا دا چې ولسمشر او اجرايه رياست تر څنګ يې د ولسي جرګې غړي ويده او ړانده دي چې دغه ډول جاسوسان يې ونه پيژندل او په لويو پوسټونو يې وټاکل.
اوس حکومت بايد دې ته ونه ګوري چې په حکومت کې د بهرنيو جاسوسانو د شتون په اړه ښاغلی نجيب کابلی اسناد لري او که نه لري، يا هم اسناد يې کره دي او که ناکره، بلکې حکومت بايد له خپلې لمنې په نظام کې د جاسوسانو د شتون تور داغ ليرې کړي. حکومت بايد په نظام کې د جاسوسانو د شتون ادعا بابيزه ونه ګڼي او د ښاغلي کابلي د ادعا سپيناوی دې وکړي.
لیکنه : خوشحال آصفي