څلورمه برخه
لیکنه: نجیب الله پاڅون
د طالبانو د حکومت له سقوط نه وروسته د هېواد په ټولو ولایاتو او له هغې جملې نه په بلخ کې ګڼ شمېر چاپي، انځوریزې، غږیزې او نورې خپرونې منځ ته راغلي، چې زیاتره دغو خپرونو یو اړخیز او یا هم اقتصادي ګټو لپاره یې نشرات کول.
په دغه دوره کې زیاتې چاپي خپرونې منځ ته راغلې، چې ځینې یې د لنډ وخت لپاره نشرات کول او بیا وروسته بندې شوې. په بلخ کې زیاتره، څلورمیاشتنۍ، میاشتنۍ، دوه اونیزې، اونیزې په خپل وخت سره نه چاپ کېږي، له ۱۳۸۸!۲۰۰۹ کال نه راپدېخوا تنها څو ورځپاڼې له هغې نه عصرنو، ماندګار، ۸ صبح په بلخ کې په مسلسل ډول چاپ کېدلې.
انترنت په بلخ کې
انترنت په لومړي ځل په بلخ کې په ۱۳۸۴ـ ۲۰۰۵ کال د (ندا تلي کام) شرکت لخوا پرانېستل کړای شو همداراز په دغه موده کې د موبایل له لارې هم انترنتي خدمتونه پیل شو.
په ۱۳۸۸!۲۰۰۹ کال بل شرکت د (انستا تلي کام) په نامه هم د انترنت خدمتونه فعاله کړل. د فایبر نوري سیستم د ۱۳۸۷!۲۰۰۹ په وروستو کې مزارشریف ښار یې له کابل سره او وروسته یې د غبرګولي په ۳۰ مه ۱۳۸۸!۲۰۰۹ د حیرتان له لارې ازبکستان سره وصل کړای شو.
په دغه دوره کې په بلخ کې له ۳۰ نه ډېرې چاپخونې منځ ته راغلې، چې ځینې یې اوس هم فعاله دي:
په بلخ کې د خصوصي چاپخونو منځ ته راتلل:
د ۱۳۷۳ ـ ۱۹۹۴ـ کال په وروستیو کې په لومړي ځل خصوصي چاپخونو په دې ولایت کې په کار پیل وکړ.
د بلخ ولایت ځینې چاپخونې:
د سید هاشم چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول سیدهاشم
معصومي چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول جمشید
میهن چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول نیک محمد
توران چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول محمد حسن بیګزاده
حکیمي چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول احمد منیر حکیمي
صورتګر چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول محمد رحیم صورتګر
برادران چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول دین محمد
هېواد چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول میرویس
ظاهري چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول محمدالله مهرپور
رحمتي چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول مسعود
طلوع چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول قسیم
د زرنګار چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول محمد صابر
مجودي چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول عزیز احمد مجودي
انصاري چاپخونه( دنیای چاپ) ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول محمد آصف انصاري
بهار آزادي چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول اسدالله
صدوري چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول زمری
محمدي چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول محمد حسین
اقبال چاپخونه ـ د امتیاز څښتن سیدزکریا او مدیر مسوول عبدالقادر
ناشر چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول ناشر
سمیر فایز چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول احمد فرید
نصیب چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول عبدالصمد جوره زاده
سلطاني چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول احمد ولي سلطاني
سازش چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول احمد زبیر سازش
باختر چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول خان محمد
مولاعلي چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول محمد فرید
قدیري چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول عبدالقدیر
رومان چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول شفیق الله رومان
جوانان چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول احمد جاوید
وطن چاپخونه ـ د امتیاز څښتن نجیب الله او مدیر مسوول عاقل شاه
طاهري چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول فرید احمد طاهري
شاه ولایتمآب چاپخونه ـ د امتیاز څښتن او مدیر مسوول انجنیر غلام علي.
په بلخ کې د خبریالانو ټولنې
د رسنۍ د بازار په ګرمېدو سره، په بلخ کې زیاد شمېر د خبریالانو ټولنې او انجمنونه منځ ته راغلل په دې لیکنه ځينو ټولنو ته لنډه کتنه کوو.
د باختر آژانس نماینده ګي
د باختر آژانس نماینده ګي د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پورې مربوط ده، دغه آژانس د تېر په څېر خپل فعالیت مخ ته وړ، په دغه دوره کې په ترتیب سره محمد یوسف روانیار، محمد زمان نیکزای او لعل محمد همګام، چې اوس د همت تخلص کوي د دغه آژانس آمران ول. د باختر آژانس خبریالان په بلخ کې بریالی شکیب، مېرمن ملالۍ اماني، روشن روشنا او یعقوب آزرده ول.
د بلخ پوهنتون د خبریالانو ټولنه
د بلخ پوهنتون د خبریالانو ټولنه د دغه پوهنتون د ادبیاتو او د انساني علومو پوهنځي په چوکاټ کې د تېر په څېر خپل فعالیت کوه. او له پیل څخه تر د ۱۳۸۸ـ ۲۰۱۰ کاله اخیره پورې په ټوله کې ۲۹۵ زده کړیالانو په کې درس لوستی وه، په دغه دوره کې محمد نظري، سکینه بانو غضنفر، عبدالحمید صفوت د ټولنې رئیسان، او نفیسه خوشنصیب، غلام غوث غمګسار، ولي فرهودي، مېرمن ماریا رهین او احمد ضیا فیروز پور ښوونکي ول.
د آریانا د خبریالانو ملي ټولنه( انجمن ملی روزنامه نګاران آریانا)
د آریانا د خبریالانو ملي ټولنه، د بلخ د لیکوالانو په دفتر کې په ۱۳۸۱ـ ۲۰۰۲ کال کې پرانېستل شوه، عبدالبصیر بهراوي د دغه انجمن رئیس، احمد شاه اثر مرستیال، او صالح محمد خلیق مدیر وټاکل شوه، دغه انجمن په ۱۳۸۳ـ ۲۰۰۴ کال کې له منځه لاړ.
د افغان فرهنګي او مطبوعاتي مرکز نماینده ګي
د افغان فرهنګي او مطبوعاتي مرکز( آیینه) چې د (انترنیوز) لخوا یې لګښت ورکول کېده، په ۱۳۸۱!۲۰۰۲ او ۱۳۸۲!۲۰۰۳ کلنو کې د فریدون الهام په مشرۍ کار کوه، خبریالانو ته زده کړه، له نورو ولایاتو سره د بلخ رسنیو اړیکې د دغه مرکز له مهمو کارونو څخه وې.
د ټولو رسنیو او د ځوان خبریالانو کور
د ټولو رسنیو کور د آلمان هېواد په مرسته، کال ۱۳۸۱ـ ۱۳۸۳! ۲۰۰۲ـ ۲۰۰۴ د ډاکتر عبدالسمیع حامد او وروسته د محمد شفیق پیام په مشرۍ په بلخ کې فعالیت کاوه، ځوانانو ته د خبریالۍ ښوونیز ورکشاپونو جوړول، د انټرنت خدمات، د (آسمانه) خپرونې نشرول، او.. د دغه مرکز له مهمو کارونو څخه وو.
دغه مرکز همداراز د (خانه ژورنالیستان جوان بلخ) د بلخ ځوان خبریالانو کور په نامه د محمد سهراب سامانیان په مشرۍ یوه ټولنه هم جوړه کړه، چې په دې مرکز کې ډېرو ځوانانو په وړیا ډول د انترنت او کتابونو څخه ګټه اخیسته.
د مدیوتیک ښوونیز او فرهنګيی مرکز د ( رسنیو کور) یو ځل بیا خپل فعالیت په ۱۳۸۸ـ ۲۰۰۹ کال د رجب علي( شفیع رحیمي) په مشرۍ پیل کړ.
د بلخ ځوان خبریالانو کانون
د بلخ ځوان خبریالانو مرکز د لیندۍ په میاشت کې، کال ۱۳۸۳ـ دسمبر ۲۰۰۴ د محمد سهراب سامانیان په مشرۍ او د سروش کاظمي، منصور بیدار، فیروز فرزام، جمشید رادفر، فریدون فرامرز، ذبیح الله پویا، بنفشه بهشتي او رامش آرمان په غړیتوب جوړ کړای شو. ځوان خبریالانو ته زده کړه، له رسنیو سره د خبرونو او رپوټونو په جوړولو کې همکاري، او د (پدیدار) په نامه خپرونه، چې د وږي میاشتې څخه کال ۱۳۸۴ـ مارچ ۲۰۰۵ خپرونې کولې د دغه مرکز له مهمو کارونو څخه دي.
د بلخ د ژورنالیستانو ملي اتحادیه
د بلخ د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د مرغومي په میاشت کې ۱۳۸۴ـ ۳۱ د دسمبر ۲۰۰۵ـ د مولانا خسته په کتابتون کې پرانېستل شوه، د دغې اتحادې رئیس عبدالبصیر بابی، محمد سهراب سامانیان مرستیال، محمد اسماعیل شاداب مدیر، عبدالرب جاهد، محمد ګل زلمی، طاهر قادري، مبینه خیراندیش، بریالی رحیمي، شفیع رحیمي، قمر نوري او ذبیح فطرت د دغې شورا غړي و.
د بلخ د رسنیو ۱۸۵ تنه کارکوونکي د دغې شورا غړیتوب لري، د دغې اتحادیې مرکزي دفتر په کابل کې، چې مشري یې: غوث الدین زلمی او داکتر محمد هاشم عصمت اللهي په غاړه لري.
د مولانا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی
د مولانا خصوصي پوهنتون د ژورنالیزم څانګه د دغه پوهنتون په جوړېدو سره ۱۳۸۶ـ ۲۰۰۷ـ په کار پیل وکړ، او په ۱۳۸۹ـ ۲۰۱۰ کال کې یې په لومړي ځل ۹۰ تنه زده کړیالان فارغ کړل.
زبیر خلیل آزرمي او فریدون مرامرز په ترتیب سره د دغه پوهنځي رئیسان ول.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه
په بلخ کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د تلې میاشت، کال ۱۳۸۷! ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۸ کې پرانیستل شوه. محمد صالح ګردش د دغې اتحاديې رئیس، سهراب سامانیان او سهراب سیرت مرستیالان، محمد صادق عصیان، ذبیح فطرت او محمد شفیق پیام د دغې شورا مشاورین وټاکل شول.
د دغې شورا مرکزي دفتر په کابل کې دی، او عبدالحمید مبارز یې رئیس دی.
په هېوا کې له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنه( نی )
د نی ټولنه په ۱۳۸۳! ۲۰۰۴ کال کې د (انترنیوز) په مرسته په کابل کې پرانېستل شوه، او خپله څانګه یې په بلخ کې د مرغومي په میاشت کې کال ۱۳۸۸ـ ۲۰۱۰ د ملک فیصل په مشرۍ پرانیسته. خبریالانو ته لارښوونه او له رسنیو سره همکاري ددغې ټولنې له مهمو کارونو څخه دي.
په بلخ کې لومړنۍ غږیزه آزاده راډیو (رابعه بلخي) ده، چې د کب په ۱۸ مه ۱۳۸۱ـ ۹ مارچ ۲۰۰۳ پرانېسته شوله. همداراز لومړی شخصي انځوریز تلوېزیون(آرزو) ده چې د وري په لومړۍ ۱۳۸۶ـ ۲۱ مارچ ۲۰۰۷ خپلې خپرونې پیل کړې.
د ۱۳۸۳! ۲۰۰۴ـ نه تر ۱۳۸۹ـ ۲۰۱۰ کاله پورې په بلخ کې ۱۴ راډیو او ۳ تلوېزیونو په خپلو خپرونو پیل وکړ.
د بلخ ملي رادیو ـ تلوېزیون
د طالبانو د واکمنۍ څخه وروسته د بلخ تلوېزیون د درې کلو ځنډ څخه وروسته یو ځل بیا په خپلو خپرونو پیل وکړ، د بلخ شریعت غږ راډیو د بلخ په راډیو ونومول شوه او له ۱۳۸۴ـ ۲۰۰۵ کال کې د بلخ راډیو ـ تلوېزیون د بلخ ملي راډیو ـ تلوېزیون په نامه ونومول شو.
د بلخ راډیو هره ورځ نږدې پنځه ساعته خپرونې درلودې، چې د سهار له ۷ نه تر ۹:۳۰ پورې او د ماسپښین نه وروسته له ۳ نه تر ۶ بجو پورې یې نشرات درلودل. دغه راډیو په اف ام موج د بلخ په ۳۵ کیلو مترۍ پورې، او په منځني موج په ټول هېواد کې او همداراز د هېواد نه بیرون هم اورېدل کېده.
د دغې راډیو خپرونې: سرود بامدادان، دریچه زنده ګي، ترانه ها و نکته ها، سیرت النبي، نواها و صداها، ورزش، مجله رادیويي، سخن خوش، آهنګ خوش، سرود وسخن، به سوی نور، ګزیده ها، نوای هستي، پیام ما، موسیقي رنګارنګ، موسیقي فرمایشي، صدای مردم، اسلام، فروغ جاویدانه، ګذرګاه ذوق، خبرونه او نور...
د بلخ تلوېزیون په لومړیو کې په همغه پخوانۍ دستګاه چې د طالبانو له واکمنۍ نه مخکې یې خپرونې درلودې فعالیت کوه، وروسته د وږې میاشتې څخه ۱۳۸۵ـ سپتمبر ۲۰۰۶ په نوې دستګاه چې یو کیلو وات(زر واته) خپرونې کولې، دغه دستګاه د هند لخوا یاد تلوېزیون ته ورکړل شوې وه، د بلخ ملي تلوېزیون د سهار له ۵ نه ذ شپې تر ۱۲ بجې پورې خپرونې لري، د دغه تلوېزیون ځینې خپرونې: سرود وسخن، جلوه های زنده ګي، جوانان، زن و جامعه، کانون خانواده، کاروان حله، اورنګ هشتم، سواد، تندرستي، نګاه نو، ګردش، ورزش، شب شعر، شهرما، خانه ما، دیدګاهها، ترنم، زراعت، کودکان، هزارویک ګپ، عصر آدینه در بلخ، راه روشن، دانش آموز، جامعه و قانون، زیر آسمان کبود، در آیینه مطبوعات، رنګین کمان، بیندیش، خبرونه، رپوټونه، فلمونه، سریالونه او نندارلیکونه. د دغه تلوېزیون رئیسان په ترتیب سره محمد صابر نقشبندي، محمد ګل زلمی، داکتر ذبیح فطرت، او یو ځل بیا محمد ګل زلمی.
د رابعه بلخي رادیو
دغه راډیو چې د ښځو لپاره ځانګړې شوې، د یوې کاناډايي موسسې لخوا د (امپکس) په نوم د کب په ۱۸مه ۱۳۸۱ـ ۹ مارچ ۲۰۰۳ په مزارشریف ښار کې جوړه شوه. له پیله تر اوسه پورې د اف ام په څپو په دري ژبه نشرات کوي. دغه راډیو د مزارشریف ښار په ۱۸ مترۍ کې او همداراز د بلخ ۱۲ ولسوالۍ هم پوښښ لاندې لري. د دغې راډیو د امتیاز څښتنه ناجیه حنیفي او همکارانې یې فریده شایان پاکطین او مبیه خیراندیش دي.
د رابعه بلخي راډیو فریکانس ۸۶،۹
د نوبهار بلخ راډیو
دغه راډیو د (انترنیوز) په مرسته د فهیم صادق په امتیازۍ او د محمد نبي همدرد په مدیرۍ د کب په ۱۲ مه ۱۳۸۲ـ مارچ ۲۰۰۴ کال د بلخ په ولسوالۍ کې پرانېستل شوه. دغه راډیو شپه ورځ ۱۶ ساعته خپرونې لري،
د نوبهار بلخ راډیو ځینې خپرونې: بلخ د تاریخ په اوږدو کې، دمي با یاران، هفت رنګ و هفت آهنګ، اندیشه، زمزمه ها، خاطره ها و آرزوها، خبرونه او رپوټونه.
دنوبهار بلخ راډیو فریکانس ۸۹،۹
د نوا راډیو
دغه راډیو د غويي په ۷ـ ۱۳۸۴ـ ۲۰۰۵ـ د دلشاد سلما په امتیازۍ په کابل کې پرانېستل شوه او اوس په ۲۰ ولایاتو کې نماینده ګي لري. دغه راډیو په بلخ کې د سلواغې په ۲۶ ـ ۱۳۸۴! ۱۵ فبرورۍ ۲۰۰۶ کال د انجنیر محمد هاشم آرام په مدیرۍ یې په ۲۴ ساعتونو کې خپلې خپرونې پیل کړې. د نوا راډیو ځینې خپرونې: همنوا با مردم، لحظه های ارغواني، بینش اسلامي، نوای معرفت، نوای روز، اکلیل دانش، جوانان، کهکشان هنر، فرمایشي سندرې، آریانا د تاریخ په اوږدو کې، پرتو دانش، ګنچ کهسار، چنګ و چغانه او ازدیار ادب....
د نوا رادیو فریکناس ۱۰۳،۱
د ستاره سحر راډیو ـ تلوېزیون
د ستاره سحر راډیو د چنګاښ په ۶ مه ۱۳۸۵ـ ۲۰۰۶ کال د کاوه راشد په امتیازۍ او د شفیع الله عزیزي په مدیر مسوولۍ په مزارشریف ښار کې پیل شوه، دغه راډیو د سهار له ۶ نه د شپې تر ۱۰ بجو پورې نشرات لري. د ستاره سحر رادیو ځینې خپرونې: جلوه های شبانګاهي، سلام بلخ باستان!، کهکشان، زمزمه ها، ګلهاي بوستان هنر، شما و رئیس جمهور، از چهار ګوشه جهان، شام به خیر، هموطن!، او ...
د ستاره سحر رادیو فریکانس ۹۱،۳
د ستاره سحر تلوېزیون د شفیع الله عزیزي په امتیازي او مدیر مسوولۍ د زمري په ۱۷ مه ۱۳۸۹! ۲۰۱۰ جوړ کړای شو، دغه تلوېزیون په شپه ورځ کې ۱۸ ساعته خپرونې لري.
آرزو تلوېزیون
دغه تلوېزیون د کمال نبي زاده په امتیازۍ او د محمد اسماعیل تیمور په مدیرۍ د نوي کال په لومړۍ نیټه ۱۳۸۶ـ ۲ مارچ ۲۰۰۷ کال کې یې خپلې خپرونې په مزارشریف ښار کې پیل کړې. د دغه تلوېزیون ځینې خپرونې: (تفکر، تعمق، و پاسخ) مثبت من، لبخند آرزو، داستان بلخ، سخن و تصویر، روشنايي، یک آیینه ستاره، کوچه، پرویزن، کوچه رندان، هفت، روزها، یافتنک، تیک تاک، او کیست؟، افسانه هستي، خبرونه، سریالونه او نور...
د شمال د آزادۍ غږ راډیو
دغه راډیو په بلخ کې د سولې ساتلو څخه د نړیوالو ځواکونو لخوا په ژمي کې ۱۳۸۴ د ۲۰۰۴ کال په پیل کې په کندز کې پرانېستل شوه، دغه راډیو د آلماني ژورنالیستانو او د حفیظ الله مجیدي لخوا د وږي میاشت ۱۳۸۶ـ مارچ ۲۰۰۷ کال څخه په ۸۸،۵ فریکانس د اف ام په څپو په مزارشریف کې ۲۴ نشرات لري. دغه راډیو په بلخ کې ۲۵ نفره خبریالان، او په ټول شمال کې ۴۵ خبریالایان لري. د شمال د آزادۍ غږ راډیو ځینې خپرونې: کورنۍ، ځوانان، زدکړیال، فرهنګ او هنر، د پوهې نړۍ، مجله او کتاب، د روښنايۍ لار، په شمال کې ژوند، ستوري او سندرې، آدینه شب، درمان، ګپ عصر، ګنجینه ها، لبخند آتش، خبرونه، رپوټونه او سندرې...
نهاد راډیو
دغه راډیو د غبرګولي په ۱۰ مه ۱۳۸۶ـ ۳۱ می ۲۰۰۷ـ کال د ډاکتر نجیب الله پیکان په امتیازۍ او مدیر مسوولۍ پیل شوه، نهاد راډیو د سهار له ۵ نه د شپې تر ۱۱ پورې نشرات لري. د نهاد راډیو فریکانس ۹۰،۴ ـ د دغې راډیو ځینې خپرونې: خورشید رحمت، خشونت زدايي با حاکمیت قانون، حدیث شب، ارمغان هنر، پیک عصر، بشارت، جام بلورین، بزم ما، هفت رنګ، چشم انداز هفته، د ستورو هار، ادبي خپرونه، له ځوانانو سره مرکه، خبرونه رپوټونه، خبرې اترې او سندرې ...
کلید راډیو
کلید راډیو د لیندۍ په ۲۴ مه ۱۳۸۶! ۱۵ دسمبر ۲۰۰۷ کال د نجیبه ایوبي په امتیازۍ او د انجنیر نصیراحمد امین په مدیرۍ د اف ام ۸۹،۵۵ په څپو یې خپلې خپرونې پیل کړې، د کلید راډیو ځينې خپرونې: کلید صبح، خبري مجله، افغانستان در چهاد دهه پسین، یک آسمان ستاره، در انتهای جاده، خود را بیازمایید، ګوشه های باستاني کشور، همراز کلید، نوای شب، چراغ رابطه، مراوریدها، سخنور، تب و تاب، زمزمه دل، ګفت و ګوی رودرو، سخني چند ویک سبد آهنګ، قطي عطار، دریچه اسرار، کوکو کو برګ چنار، خورجین خنده، دین و دنیا، کلبه سبز او چلچراغ. د دغې راډیو مرکزي دفتر په کابل کې دی او ګڼ شمېر څانګې د هېواد په ولایاتو کې فعالیت کوي.
آرزو راډیو
دغه راډیو د کمال نبي زاده په امتیازۍ او د محمد اسماعیل تیمور او وروسته د ډاکتر نجیب پیکان په مدیرۍ د نوي کال په پیل کې ۱۳۸۷ـ مارچ ۲۰۰۷ په مزارشریف ښار کې پرانېستل شوه. د آرزو راډیو د اف ام په څپو ۹۱،۸ فریکانس باندې ۲۴ ساعته خپرونې کوي. د آرزو رادیو ځینې خپرونې: بامداد آرزو، خانه خورشید، فصل جوان، یک کوچه خاطره، دوتار، خم رنګریز، امتداد روز، از دوست یک اشاره، شام آرزو، سرود شبانګاه، خبرونه، رپوټونه او سندرې..
لحظه راډیو
دغه راډیو د وږي میاشتې په ۴ مه ۱۳۸۷ـ ۲۰۰۸ کال د محمد ابراهیم غضنفر په صاحب امتیازۍ او لطف الله رووفي په مدیرۍ، په مزارشریف ښار کې پرانېستل شوه، د لحظه راډیو د اف ام په څپو۹۶،۰ د سهار له ۶ نه د شپې تر ۱۲ بجو پورې خپرونې لري. په آرزو راډیو کې ۶۷ خپرونې شته، چې ځینې یې دا دي: صبح به خیر زنده ګي!، هزاردستان، نجوای شب هنګام، ګلبانګ صبح هنګام، پیوند، ګپ هفته، دریای نور، نوای شب، آدینه روز او نفس باد صبا...
دلارام راډیو
دغه راډیو د چنګاښ له لومړۍ څخه د کب تر دویمې پورې کال ۱۳۸۸ـ ۲۲ می ـ ۲۱ فبرورۍ ۲۰۱۰ د اسلام الدین مایل په صاحب امتیازۍ او مدیر مسوولۍ د اف ام په څپو ۹۷،۳ فریکانس د سهار له ۶ نه د شپې تر ۱۲ بجو پورې په مزارشریف ښار کې یې خپرونې کولې، د دلارام راډیو ځينې خپرونې صبح به خیر دلارام!، بهترینهای هفته، چیستانها، زمزمه ها، خبرونه او رپوټونه...
شهر راډیو
د شهر راډیو د وږي میاشتې څخه کال ۱۳۸۸ـ سپتمبر ۲۰۰۹ راپدېخوا د احمد ناصر طوطي خېل په امتیازۍ او د احمد یما صمیم رهنورد په مدیرۍ په مزارشریف ښار کې یې خپلې خپرونې پیل کړې. دغه راډیو د اف ام په څپو ۹۵،۵ فریکانس خپرونې کوي، د شهر راډیو مرکزي دفتر په کابل کې ده او څو څانګې یې د هېواد په ځینو ولایاتو کې نشرات لري.
سبز رادیو
دغه راډیو د کب په ۲۵ مه ۱۳۸۸ـ ۱۶ مارچ ۲۰۱۰ کال د مبینه خیراندیش په امتیازۍ او د سعیده ساعي وروسته د رسول احمد سباوون په مدیر مسوولۍ په مزارشریف ښار کې خپرونې کولې. دغه راډیو د اف ام په څپو ۹۲،۳ فریکانس په ۲۴ ساعتونو کې خپرونې لري.
باند اف ام راډیو
دغه راډیو د احمد فرهاد بلخي په امتیازۍ او مدیر مسوولۍ د وږي میاشتې په ۷ مه ۱۳۸۹ـ ۲۷ مارچ ـ ۲۰۱۰ کال د اف ام په څپو ۸۹،۹ فریکانس په مزارشریف ښار کې د سهار له ۴:۳۰ نه د شپې تر ۱۲ بجو پورې خپرونې لري. د باند اف زیاتره خپرونې معلوماتي، فرهنګي، کورنۍ او نورې...
د مهر راډیوـ تلوېزیون
دغه راډیو تلوېزیون د وږي په میاشت کې ۱۳۸۹ـ سپتمبر ۲۰۱۰ کال د عباس ابراهیم زاده په امتیازۍ او د مېرمن راضیه نظري په مدیر مسوولۍ په مزارشریف ښار کې فعالیت کوي، د مهر راډیو د اف ام په څپو ۹۹،۳ فریکانس خپرونې لري.
مهربان راډیو
دغه راډیو د مشتاق مسعود سکندر په امتیازۍ او محمد تمیم عدیل په مدیر مسوولۍ په ۱۳۸۹ـ ۲۰۱۰ کال په مزارشریف ښار کې د اف ام په څپو ۵۲۷،۶ فریکانس د سهار له ۵ نه د شپې تر ۱۲ بجو پورې نشرات لري، د مهربان راډیو زیاتې خپرونې سیاسي، ټولنیزې، ښوونیزې، فرهنګي او تفریحي دي.
نسل نوین راډیو
دغه راډيو په ۱۳۸۸ لمریز کال کې پرانېستل شوه، د امتیاز څښتن یې خسرو احمدی او مرتضی احمدي یې مسوول مدیر دی، د دغې راډیو زیاتې خپرونې اجتماعي، ادبي او... دي
په بلخ کې د انځوریزو، غږیزو، د بهرنیو او داخلي شبکو نماینده ګانې(استازي) له ۱۳۸۰ نه تر ۱۳۸۹ پورې
آریانا راډیو تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن احسان الله بیات ـ په بلخ کې استازی بشیر انصاري
طلوع تلوېزیون او آرمان راډیوـ د امتیاز څښتن سعد محسني ـ په بلخ کې استازی فرهاد بلخي
آیینه تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن یارمحمد دوستم ـ په بلخ کې استازی محمد جاوید
لمر تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن جاهد محسني ـ په بلخ کې استازی فرهاد بلخي
شمشاد تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن حاجي عبدالکریم فضل ـ په بلخ کې استازی لطیف سهاک
نور تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن برهان الدین رباني ـ په بلخ کې استازی حسیب حاجتي
صبا تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن دلشاد سلما وقفي ـ په بلخ کې استازی محمد هاشم آرام
نورین تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن حاجي محمد عارف نورین ـ په بلخ کې استازی سید مصطفی سادات
تمدن تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن شیخ آصف محسني ـ په بلخ کې استازی محمد یعقوب آزرده
فردا تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن حاجي محمد محقق ـ په بلخ کې استازی رجب علي رحیمي
نګاه تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن محمد کریم خلیلي ـ په بلخ کې استازی روح الله رحیمي
آشنا راډیو ـ د امتیاز څښتن متحده آیالات آمریکا ـ په بلخ کې استازي رحیم ابراهیم او فریده رستم خېل
آزادۍ راډیو ـ د امتیاز څښتن اتحادیه اروپا پراګ ـ په بلخ کې استازي سمیع غوښتون او زهره ساپۍ
بي بي سي راډیو ـ د امتیاز څښتن انګلستان ـ په بلخ کې استازي کنشکا او میثم
دویچه وله د آلمان راډيو ـ د امتیاز څښتن آلمان ـ په بلخ کې استازی عبدالنبي اثیر
سلام وطندار راډیو ـ د امتیاز څښتن انترنیوز ـ په بلخ کې استازی جاوید باختري
مشهد راډيو ـ د امتیاز څښتن ایران ـ په بلخ کې استازی کاظم حیدري
پژواک خبري آژانس ـ د امتیاز څښتن میرغلام حسین ـ په بلخ کې استازی ذبیح الله احساس
وخت خبري آژانس ـ د امتیاز څښتن رحیم الله سمندر ـ په بلخ کې استازی لطیف سهاک
روز خبري آژانس ـ د امتیاز څښتن صفیه میلاد ـ په بلخ کې استازی عارف موسوی
صدای افغان خبري آژانس ـ د امتیاز څښتن حسیني مزاري ـ په بلخ کې استازی کاظم حیدري
د سولې او جګړې خبري آژانس(IWPR)ـ په بلخ کې استازی ـ عبدالقیوم بابک
باختر خبري آژانس ـ د امتیاز څښتن د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ـ په بلخ کې استازی لعل محمد همګام
یک تلوېزیون ـ د امتیاز څښتن سید فهیم هاشمي ـ په بلخ کې استازی شفیق الله شفیق.
د څلورمې برخې پای.