د افغانستان اسلامي امارت په واکمنۍ کې د بلخ رسنۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

درېمه برخه
لیکوال: نجیب الله پاڅون
د طالبانو په واکمنۍ کې آزاد مطبوعات او همدارنګه د بلخ دولتي تلوېزیون خپرونې بندې شوې او د افغانستان راډیو د ( شریعت غږ ) په نامه ونومول شوه، دغه دوره، چې په بلخ کې د زمري د میاشتې له ۱۷ مې نه کال ۱۳۷۷ــ ۱۹۹۸ـ نه د لړم ۱۹ مې پورې د ۱۳۸۰ــ ۱۰ نومبر ۲۰۰۱ پورې ادامه درلوده. تنها په بلخ کې دریو خپرونو د دې فرصت موندلی وه، چې خپل نشرات وکړي: بېدار، صدای اطفال او نور خپرونه.


کله چې طالبان په لومړي کال بلخ ته راغلل ټولې خپرونې بندې شوې او هیڅ نشریه نه خپرېده. یو کال وروسته په بلخ کې د ځینو فرهنګیانو په هڅه او کوښښ له هغې جملې نه محمد عمر فرزاد په هڅه د بېدار تاریخي ورځپاڼه یو ځل بیا خپره شوه، د دغې خپرونې لومړۍ ګڼه د چنګاښ په درېمه ۱۳۷۸ــ ۱۹۹۸ کال د ملګرو ملتونو د دفتر اسکان په چاپخونه کې چاپ شوه. د دغې نشریې خپرېدل په نړیوالو رسنیو کې هم د یو مهم خبر ځای وموند، بیدار د طالبانو د واکمنۍ تر وروستیو ورځو پورې هره اونۍ یو ځل خپرېده،
د دې تر څنګ چې د طالبانو په واکمنۍ کې تنها هغو خپرونو د نشر جواز درلود کوم چې د اسلامي امارت سیاست ته درناوی او په هغو پورې تړلې وي؛ خو بیا هم په بلخ کې د (نور) خپرونه د سترګو د روغتون لخوا، او همداراز د (صدای اطفال) خپرونه له ماشومانو څخه د ملاتړ ټولنې (انګلستان) د تېر په څېر خپرېدې.
د بلخ د شریعت غږ رادیو
د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د بلخ تلوېزیون خپرونې بندې شوې؛ خو د بلخ راديو د شریعت غږ په نوم ونومول شوه. دغې راډیو د سهار لخوا له ۶ نه تر ۱۰ بجو پورې او له ماسپښین نه وروسته له ۴ نه تر ۹ بجو پورې نشرات درلودل. د دغې راډیو خپرونې: د سهار پیغامونه، خبرې او شعرونه، فرمایشي ترانې، جوړ تازه، زمونږ ښار، زمونږ کور، راډیويي مشاعره، د تاسو پیغامونو ته ځواب، د ذهن آزمایښت، ځوانان، ماشومان، د نجات لاره، امر بالمعروف، او خبرې موضوعګانې. په دغه راډیو کې سندرې او د ښځو غږ په کلکه منع شوی وه. د نوې دستګاه د نصب څخه وروسته، د بلخ شریعت غږ راډیو په ګاونډیو هېوادونو کې هم آورېدل کېده.
د طالبانو په واکمنۍ کې د بلخ د شریعت غږ رادیو رئیسان: ملا احمد الله وثیق، مولوي عبدالمتین نیازی(رحمتي) او د نشراتو مدیر: سید رحمان صافی.
د طالبانو په واکمنۍ کې د بلخ چاپي رسنۍ
بیدار
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست خپرونه، چې د مجاهدینو واکمنۍ په ورستیو کلنو کې له چاپ څخه پاتې شوه، د طالبانو په واکمنۍ کې دغه خپرونه د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په درېمه  ۱۳۷۸ـ ۱۹۹۰ نه د لړم د میاشتې ۱۶ مې پورې کال ۱۳۸۰ـ ۷ نومبر ۲۰۰۱ کال پورې په څلورو مخونو کې، چې ۲۰ سلنه پښتو ژبه هم پکې زیاته شوې وه خپره شوه. دغه خپرونه هره اونۍ یو ځل د پنجشنبې په ورځو او د ۱۳۸۰ــ ۲۰۰۷ کال نه وروسته د چهارشنبې په ورځو کې خپرېده. په دغه خپرونه کې زیاتره دیني، سیاسي، ښوونیز، ټولنیز، فرهنګي او د نړۍ او هېواد خبرونه خپرېدل.
د بېدار په دغه خپرنیزه دوره کې د دغو کسانو لیکنې او شعرونه خپرېدل: محمد عمر فرزاد، داکتر محمد نادر عالمي، ماریا سزاوار، ناجیه حنیفي، سید محمد عالم لبیب، اسدالله عفیف باختري، محمد نادر امرخېل، صداقت اتمانزی، داکتر عبدالغفور همدل، ذبیح الله اختري، فیروز خاور، احمد بشیر شیوا، میر غلام محمد ربیع، احمد شاه فایض، سیدامان الله حفیظي، ملاعبدالبصیر سیرت مزاري، محمد نصیر نصرت، نظرمحمد شېرزاد، محمد ظاهر راسخ، محمد اسحق شمسي، شاه عالم څپاند، نعمت الله بېژن، نورالحق ثاقب، محمد کریم افشین، متین اندخوي، عبدالمتین کروړ، امین الحق زیارکښ، جانګل جنګیال همت، عبدالوهاب مجیر، مولوي عبدالقیوم، سیف الملوک تابع او خلیل الله حافد.
د ۱۳۸۰ کال د لړم  د میاشتې ۱۶مه ۷ د نومبر ۲۰۰۱ کال ــــ ۲۴ ګڼه د بېدار خپرونې د طالبانو په واکمنۍ کې روستۍ ګڼه وه.
صدای اطفال
په بلخ کې د ماشومانو څخه د ملاتړ ټولنې(انګلستان) خپرونې خپل دویم خپرنیز کال له ۱۳۷۸ـ ۱۹۹۹ څخه پیل او په څلورو مخونو کې خپره شوه. دغه خپرونه په هرو پنځلس ورځو کې یو ځل په دري ژبه خپرېده. د صدای اطفال خپرونې زیاتره مطالب د ماشومانو نړۍ، او د شعر او ادب په اړه ول.
د دغې خپرونې لیکوالان: میوند رهیاب، امان الله رحماني، نورالحق ثاقب، احمد ضیای حیدري، سیدذبیح الله سادات، ایمل میوند، عبدالله رادیار او عبدالرزاق رحماني.
نور
په بلخ کې د سترګو د روغتون څلور میاشتنۍ خپرونه، د طالبانو  په واکمنۍ کې د ډاکتر مرتضی فرهمند په مدیر مسوولۍ په ۴ مخونو کې خپرېده.
د درېمې برخې پای