امین پاچا
له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو. که څه هم حکومت له اساسي قانون سره په ټکر او د پردیو د منځګړیتوب پر بنسټ رامنځته شو؛ خو په پیل کې یې د هرې ستونزې پړه پر پخوانیو چارواکو او په ټوله کې پر ځوانۍ اداره اچوله چې ښه بېلګه یې په همغه ورځو کې د سیاسي
رقابتونو له کبله د معارف د نوي وزیر له لوري پر پخوانیو چارواکو په ځانکړې توګه د معارف پر پخواني وزیر د فساد تور پورې شو. اسد حنیف بلخي د خپلې کمزورۍ او خپل ضعف ټوله پړه پر پخواني وزیر اچوله. اسد حنیف بلخي نه یوازې چې د خپلې ادعا ثبوت یې نه درلود، بلکې د هېواد له معارف سره یې ستر ظلم وکړ. پر معارف وزارت د بهرنیو باور ختم شو، نړیوالې مرستې بندې شوې، انکشافي بودجه له نشت سره مخ شوه، انکشافي کارمندان د بودجې د نشتون له کبله له هېواد مخ په تېښته شول چې له دې امله ډېری ځوانان د یونان او ترکیې په اوبو کې ډوب او په ځنګلونو کې د وحشي حیواناتو ښکار شول.
په ډېریو پښتني سیمو کې د ماشومانو پر مخ د معارف دروازې وتړل شوې، یوه اونۍ مخکې د اریانا نیوز ټلوېزیون د خبر پر اساس د هېواد په مختلفو سیمو په ځانګړې توګه پښتني سیمو کې د بندو ښوونځیو شمېر تر ۱۰۰۰ هم زیات وښودل شو او دغه مسئله یې د اندېښنې وړ وبلله. په راپور کې راغلي وو چې د بندو ښوونځیو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او که مرکزي اداره پاملرنه ونه کړي کېدای شي دا شمېره نوره هم لوړه شي.
له دې وړاندې سرخط ورځپاڼې یو راپور له خوست څخه چمتو کړی و، ورځپاڼې لیکلي وو چې په خوست کې لس زره نجونې له زده کړو محرومې شوې وې، خو مرکزي اداره په ځانګړې توګه د معارف اوسنی بې کفایته وزیر ترې خبر هم نه و. ورځپاڼې وړاندې د خپل خبریال په حواله لیکلي وو چې له معارف وزیر سره یې داسې مرکه کړې وه. (وزیر صیب پخوا د فاروق وردګ په وخت کې په ځینو سیمو کې ابتدایه ښوونځي په کلیو کې جوړ شوي وو، ایا هغه ښوونځي اوس هم شته او زده کوونکي درسونو ته لاسرسی لري؟ وزیر د خپلې بې خبرۍ له کبله ورته ویلي وو چې هو هغه ښوونځي دوام لري او موږ ورسره په اړیکه کې یوو، په داسې حال کې چې دوه میاشتې وړاندې یاد ښوونځي تړل شوي وو، خو وزیر دومره بې کفایته و، چې لا تر اوسه خبر هم نه و).
تر دې وړاندې یو بل راپور چې ما خپله سرنوشت ورځپاڼې ته ولیکه؛ له پښتني سیمو سره د مور او میرې چلند و. د پکتیا ولایت چارواکو د معارف اوسنی وزیر اسد حنیف بلخي باندې تور پورې کړ چې له پښتني سیمو سره د مور او میرې چلند کوي. د والي مرستیال ویلي وو چې حنیف بلخې د پښتني سیمو حق شمالي ولایتونو ته ورکوي او سږ کال پکتیا ولایت ته هېڅ بودجه نه ده ځانګړې شوې.
د وزیر له ډې ټولو بې کفایتیو سره سره هغه تورونه چې پر پخوانۍ اداره به پورې کېدل یو هم ثبوت نه شو او ټول بې بنسټه وبلل شول. اریانا نیوز تېره ورځ راپور خپور کړ او ټول هغه تورونه چې د سیګار او یا هم اوسني وزیر له لوري پر پخوانیو چارواکو پورې کېدل، بې بنسټه وبلل شول. د معارف وزارت د عمومي تعلیماتو مرستیال له اریانا نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې دوی دری ځله سروې ګانې کړې دي او په ټول هېواد کې هېڅ خیالي ښوونځی او خیالي ښوونکی نشته.
محمد ابراهیم شینواری د عمومي تعلیماتو مرستیال ویلي چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د کلیو او پراختیا له وزارت سره په همغږۍ په ټول هېواد کې څېړنه کړې او هېڅ خیالي ښوونځی او خیالي ښوونکی نه دی موندل شوی. ښاغلي شینواري همدارنګه زیاته کړې چې د سیګار په راپور کې کېدای شي سوء تفاهم شوی وي او هغه بند ښوونځي چې په هېواد کې د نا امنیو او جګړې له کبله بند دي، خیالي فکر شوی وي. د ده په خبره که همدا اوس هم امنیت ټینګ شي هغه ښوونځي به بېرته د ماشومانو پر مخ پرانیستل شي.
اوس پوښتنه دا ده چې د وزیر د بېځایه تورونو پایله به څه شي. نړیوالو خپلې مرستې بندې کړې، وزیر دومره بې کفایته دی چې نړیوالې مرستې معارف ته نه شي جذبولی او حتا هغه مرستې چې د پخوانیو چارواکو له لوري منظورې شوې وې هغه یې هم له لاسه ورکړې چې ښه بېلګه یې ۶.۲ میلیونه ډالره دي چې د وزیر د بې کفایتۍ له کبله له معارف وزارت څخه بېرته وګرځول شوې. اوس اړینه ده چې حکومت د معارف له اوسني وزیر څخه د ده د بې کفایتۍ پوښتنه وکړي او د معارف پخواني چارواکي هم باید له اوسني وزیر څخه د لګېدلو تورونو سپیناوی وغواړي.
زما ښه په یاد دي چې د سیګار راپور ته ټولو کرایي لیکوالانو او مشهورو خیاطانو پیوند ورکول، خو لکه څنګه چې د معارف پخوانیو چارواکو هغه وخت هم د یوه سېنټ درغلۍ ثبوت ورکاوه، خو لیکوالان ناخبره له دې چې فکر وکړي پر پخوانیو چارواکو تور پورې کاوه. اړینه ده چې د اوسني وزیر په ګډون، سیګار او ټول هغه کرایي لیکولان چې د هېواد پر یوه رښتیني خادم یې تورونه پورې کول بښنه وغواړي.
پخواني وزیر د معارف په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي، د هېواد په تاریخ کې بل هېڅ وخت په دومره لوړه کچه معارف ته کار نه و شوی، په تېرو پنځلسو کلونو کې په ځانګړې د فاروق وردګ په وخت کې د هېواد معارف د سترو لاسته راوړنو شاهد و. چې ترې سترګې پټول به پرې شین کفر وي. اوسنی وزیر دومره بېچاره دی چې د خپلې بې سوادۍ پړه هم پر پخوانیو چارواکو اچوي. دی دې پوه شي چې لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، تاریخ به ستا په کړنو هم قضاوت وکړي او د پخواني وزیر کړنې به ولیکل شي. بل دا چې ستا قضاوت هېچاته د منلو نه دی، پرېږده چې ولس په دې اړه پرېکړه وکړي، ولس په دې اړه قضاوت وکړي، دا ځل بیا سیګار درسره کړه او خپله لاړ شه د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ولسونو وپوښته چې ستا په اړه څه نظر لري او د پخوانۍ ادارې په اړه څه نظر لري.
وزیره! تاته اوس خلک د یوه متعصب او بې کفایته څېرې په سترګه ګوري، ته نور د خلکو تر منځ په متعصب مشهور یې، ته نور د خلکو په منځ کې بېحده منفور یې.