رفيع الله روشن
هېڅکله مه غواړئ هغه تېروتنه چې نه مو وي کړې پړه يې پر غاړه واخلئ او يا دبل شخص له خوا د کړې ګناه په خاطر تاسې بخښنه وغواړئ، داځکه چې په دې کې کومه ګټه نشته،داپه ځوانۍ او مېړانه کې هم نه راځي،که کومه پايله لري هغه به يواځې داوې چې خپل ځان ته به مو دوکه اوبل ته به مو دځان په
هکله ناسم ذهنیت ورکړی وي،نو په دې کار سره به مو نه په دنيا کې څه فايده په لاس راوړې وي اونه به مو داخرت لپاره څه توخه برابره کړې وي.
که چېرې تاسې له يوه شخص سره مخامخ شئ او ترمنځ مو کومه نزاع یا کشمکش راپيداشي اوپه دې ښه پوهېږئ چې مقابل لوری مو ګرم يا ملامت دی تاسې هېڅکله دهغوئ پروړاندې ځان کم مه راولئ،له هغوئ څخه بخښنه مه غواړئ او هغوئ ته دا تمه مه ورکوئ چې فکر وکړي تاسې ورته مات شوي ياست او داپه دې معنی هم ده چې کله تاسې ملامتي ومنۍ نو د هرچا ډاډ حاصلېږي چې ګواکې تاسې د مقابل لوري په وړاندې په رېښتيا هم پړه ياست،نوپه دې صورت کې به تاسې ته دهغې ګناه اوهغې تېروتنې جزا درکړل شي هغه چې تاسې هېڅ نده کړې،هو په بخښنه غوښتلو او تواضع اختيارولوکې زيان نشته اونه هم د چا له نظره کم راځئ خو هو په هغه وخت کې بخښنه وغواړئ چې تېروتنه مو کړې وې او پوهېږئ چې جبران يې له مقابل لوري څخه په بخښنې غوښتلو سره پور کولی شئ.
ډېرکله ځينې اشخاص غواړي چې د يوه نوي کس پر وړاندې چې تر دې مخکې له تاسې سره نه وي پاتې شوی او يا ورسره بلد تيا نلرئ دوی هڅه کوي چې د هغوئ پر وړاندې تاسې د شخصيت يا موقف له پلوه ټيټ يا غيرمستعد وښيي او ځان ستاسوپه پرتله لوړ او وړتيا لرونکی ثابت کړي،په داسې حال کې غلي مه پاتې کېږئ،که تاسې وايئ چې که چېرې زه هم دده په شان ورته عمل وکړم نو بيابه زما او دده ترمنځ اخلاقي واټن هېڅ پاتې نشي نو په دې صورت کې له داسې کنايو څخه کار واخلۍ چې دی په دې وپوهېږي چې تاسې يې په فکر کاملاً پوهېږئ اوکه چېرې غلي پاتې شئ نو داپه دې دلالت کوې چې تاسې په رښتيا هم د هغه په پرتله د شخصيت ،پوهې او موقف له پلوه ټيټ او کمزوري ياست.
کله کله به له داسې پېښوسره هم مخ شوي یاست چې يو څوک ناسمه خبره کوي خو دقوي کولو او کره ثابتولو لپاره يې له تاسې دتائيد غوښتنه کوي،ترڅو ورته د هو په دود سر وخوځوئ او د هغه يوه ناسمه خبره سمه او په حقه ثابته کړئ،په داسې حال کې هېڅکله دهغه خبرې ته دتائيد رايه مه ورکوئ بلکې رد يې کړئ او هماغه خبره په سمه توګه وکړئ،ترڅو په راتلونکې کې د يو چا دتېروېستلو هڅه ونکړي.
داسې به مو هم ليدلي وی چې ډېری وخت يو څوک په دې خاطر چې بل څوک ورڅخه خفه نشي د هغه د خوشحاله کولو لپاره يې ستاينه کوي، دښواخلاقو يادونه يې کوی سره له دې چې په هغه کې به دغه صفات نه وي،که حقيقت ته نظر وکړو دا له هغه شخص سره مينه دوستي او دهغه ستاينه نه بلکې د هغه بې عزتي،توهين او له هغه سره د خلکو نفرت ته لاره هوارول دي ،ځکه کله چی په ديګي کې څه نه وی نو په کاشوغه او کاسه کې به څه ولوېږي ،نه! دا سم کار نه دی مه غواړئ چې دهغه شخصيت له سوال سره مخ کړئ او دخلکو له نظره يې وغورځوئ دومره څه يې په هکله ووايئ چې هغه وړتيا پکې وي اوتاسې هم هغه شان و اوسئ چې ياستئ په هېڅ شي کې کمې او زياتی مه کوئ.
هوددې هرڅه ترڅنګ هېڅکله هڅه مه کوئ چې د يو چا نيمګړتياوې دخلکو اوملګرو پر وړاندې بيان کړئ، هغه ته پيغور او تانې ورکړئ،هغه د نورو خلکو او ملګرو پر وړاندې بی شخصيته ،نالايقه او بې عقل مه معرفي کوئ،که غواړۍ چې هغه دی هم یو پوه لايقه او مستعد شخص شي لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورته وکړئ،په يواځې او ګوښه ځای کې ورته د زړه خبرې په داسې حالت کې وکړئ چې هغه د کمترۍ احساس ونکړي،ځکه که تاسې د هر چا پر وړاندې د هغه دنه لياقت خبرې وکړئ،هغه به نور هم انزوا ته ولاړ شي او نور خلک خوڅه چې ان دخپل ځان له نظره به هم ولوېږي نو داسې کسانو په پورته کولو کې هڅې وکړئ او د مرستې لاس ورکړئ،ددې ترڅنګ هېڅکله خپل ځان په نورو لوړ مه حسابوئ ځکه چې دا په کبر او لويئ کې راځي او الله جل جلاله دانسان لخوا په کبر کولو ډېر خفه کېږي.