د لوی او بښونکي خدای په ستر نامه !
خبر تیا او بلن لیک!
درنو او محترمو خویندو او ورونو په انگلستان او اروپا کی میشتو لر او بر افغانانو، دحق او عدالت پلویانو او لارویانو السلام علیکم !
په دې ډول خبردركوو چې په انګلستان - لندن كې مېشته د واحد، تاریخی او بشپړ افغانستان یوشمېر مخکښانو، د یو شمېر وطنپالو گوندونو، سیاسي او
ټولنیزو واحدونو استازو افغانانو دادی یو ځل بیا د << ډيورنډ لاین>> د تورې، تپل شوې، غېر مشروع استعماري کرښې د 123 تور تلین د غندنې په موخه یوه ورځنی، سیمینار او کنفرانس د لندن ښار د میدلسیکس پوهنتون (Middlesex University) په کنفراس تالار CG76 کی را بللای دې.
کنفرانس او ناسته کې به د افغان ولس له آمونه تر اټک او مارګلې پورې د ټول افغان ولس د سترې تراژيدی عوامل، سیمې او نړۍ ته دې سیمې ته د نا سمې او یا نه پاملرنې په وجه خطرات او دغه عواملو کې دفرضي کرښې یعنې د ډيورنډ لاین د غیر مشروع والی تاریخي او حقوقي اړخونه او د حل پر لارو او د تاریخي، واحد افغانستان په بیا رغونې باندې بحثونه او تنویري کار لړۍ او سلسله ادامه پيدا کړي. د حق او ریښتیا لار کې مبارزه او دا بېرغ اوچت ساتل او دهغه منطق عامول زمونږ ایماني، اسلامي او انساني رسالت دی. امېد چې یواځې له وضعې نه نا ناراض او نیوکی کوونکي نه، بلکې خپله هم لاس په کار شئ چې حالت بدل کړو.
حق او د حق منطق ټولو ته ورسوو.
په دغه ناسته کې آزادبحث، ملي ترانو، او آزادو لیدنو کتنو ته هم وخت او فرصت په نظر کې نیول شوای دی.
ناسته ستاسې ده او ستاسې هر جوړونکې نظر د دې ناستې د تدارکاتي کمیټې سره شریکونه او اقلا د خپل د حضور او یا خبرو کولو ټکل په اطمینان ورکونې به تدارکاتي کمیټې سره به ستاسې مرسته وي!
د ناستې نیټه، وقت:2pm راتلونکې شنبه 3 /12/2016
ناسته په ۲ بجو پیل او حد اكثر تر دريو ساعتو پورې ادامه پیدا کولای شي.
د موټرو د پارک لپاره هم ځایونه موجود دي!
د اړیکو شمیرې:
جاوید تراب : 00447859800085
ډاکټر زیب خان: 00447958558869
ډاکټر سادات: 0044795 66 77 190