اعلامیه ــ غلط تبلیغات او ترديد يې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ځينې غرضي او مرضي کړيو چې د صلحې تأمين د خپلو غرضونو لپاره ګواښ ګڼي په غلطو او غولوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړی، په دې اړه د افغان مؤمن ولس د اطمینان لپاره دا وضاحتونه ضروري ګڼم:

 

که څه هم د صلحې مذاکرات زیات وخت ونیو او د معاهدې د تطبیق لړۍ هغسې چې ولس يې انتظار درلود په سریع توګه پیل نشو خو دواړه لورې معاهدې او له خنډ پرته پلي کېدو ته يې ژمن دي، دولت او په سر کې يې ښاغلی جلالتماب جمهور رئیس او دحزب اسلامي  مشرتابه  يې په ټول اخلاص او صداقت سره غواړي معاهده ژر تر ژره او له توافقلیک سره سم پلی شي او همدا د ډاډمنی او تلپاته صلحې لپاره بنسټ وګرځي.
د معاهدې د تطبیق اړوند اجرائي کمسیون جوړ او د عقرب میاشتې په ۱۶ په ارګ کې او د یوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې افتتاح شو، په دې مهمې غونډې کې د دولت ډير یو لوړ پوړو چارواکو د کابينې د غړو په شمول او د حزب اسلامی مشرانو برخه اخيستې وه، جلالتماب جمهور رئیس په خپل پیغام کې ټولو چارواکو ته په قاطع او واضح الفاظو لارښوونه کړې وه چې له اجرائي کمسیون سره د معاهدې د بشپړ او ژر تطبیق په ارتباط هيڅ صادقانه تعاون و نه سپموي؛ دې غونډې په څرګنده توګه وښوده چې دواړه لوري د معاهدې بشپړ او عاجل تطبیق ته ژمن دي.
د حزب اسلامي د تګلارې او له وسله والو ډلو سره د اړیکو په اړه هم دغو کړیو له خپلو تبلیغاتو لاس نه دی اخيستی، پداسې حال کې چې حزب اسلامي او مشر يې په وار وار ويلي: حزب اسلامی یو خپلواک او مستقل حزب دی، د اسلامي لارښوونو په رڼا کې ځانګړی فکري، سیاسي او نظامي تګلاره لري، جنګ ته د وسيلې په سترګه او صلحې ته د هدف په سترګه ګوري، په جنګ کې هر هغه عمل او اقدام غندي چې په ترڅ کې يې کوم بې ګناه او ملکي کس ته مرګ، ژوبله او زیان ورسېږي، که دا د بمونو او راکټونو د ورولو په نتیجه کې وي او که په بازارونو، جوماتونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د چاودنو له کبله. دا او دې ته ورته اقدامات تروريستي اعمال ګڼو،   د حزب اسلامی ټول غړی او امیر یی  د القاعده  او داعش په شمول د  هیڅ ترورسیتی دلی ملاتړ نه کوي نه ورسره ارتباط لرو اونه یي تګلاره تاییده وو ,لدی وروسته به هم  اودتل لپاره دحزب اسلامی همدا تګلاره او دریځ وي. دا مطلب د حزب اسلامي مشر له فرانس پریس او شمشاد تلويزيون سره په خپلو وروستیو مرکو کې یوځل په څرګندو الفاظو بیان کړل.
حزب اسلامي ټولې وسله والې ډلې د طالبانو په شمول؛ بین الافغاني مذاکراتو او له دې لارې روغې جوړې او خپلو شرعي او معقولو غوښتنو ته د رسېدو لورې ته رابلي، او همدا د بحران د حل تر ټولو غوره او اسان ګڼي، روان جنګ په اوسنۍ بڼې کې نه د اسلام په ګټه اونه  د افغانانو په خیر بولي، په دې جنګ کې یواځې افغانان وژل کېږي او د دوی هېواد ورانېږي. د پوستو او ولسوالیو لاس په لاس کېدا او د دا راز جګړو د هرې پيښې په ترڅ کې د سلګونو بې ګناه افغانانو مرګ ژوبله؛ نه له عقلي پلوه معقوله تګلاره ده او نه له شرعي پلوه جائز عمل.
مونږ ټول افغان شخصیتونه، سیاسي، اجتماعي او مدني ډلې او ټولنې یووالي، تفاهم او ورورګلوۍ ته رابلو، له ټولو غواړو وسله وال رقابتونه او یو د بل پرځولو اود حذفولو ناروا هڅې او تګلارې د تل لپاره شاته وغورځوي، د رغنده او سالمو سیالیو لاره غوره کړي. ټولو ته د دوستۍ لاس غځوو، له هیچ چا سره د مخکنیو تربګنیو پالل نه خوښوو.
له نړېوال ټولنې غواړو د افغانانو د خپل منځي توافق درناوی او ملاتړ وکړي، د افغانستان په کورنیو چارو کې له هر راز لاسوهنو ډډه وکړي، هغه هېوادونه چې خپلې بدغونې ګټې د جنګ په دوام کې لټوی؛ هغوی باید دې ته اړ کړل شي چې نور نو د جنګ اور ته لمن ونه وهي، د جنګ پر دوام پانګونې ونه کړي، د جنګ غوښتونکو له ملاتړ او حمايې لاس واخلي، افغانان نه د کور دننه  یو د بل په خلاف وجنګوي او نه يې بهر   د جنګ لپاره ولېږي.
دحزب اسلامي افغانستان امیر
حکمتیار
۲۱ عقرب۱۳۹