لیکوال: امین پاچا
له کلونو راهیسې په هېواد کې استخباراتي جګړه هم روانه ده. جګړه ځپلی افغانستان تل د پردیو د دسیسو ښکار شوی؛ که موږ خپل تېر تاریخ ته ځیر شو، د دغې ناپېژندل شوې او تپل شوې جګړې یو مهم او عمده لامل پردي استخبارات دي. کله چې د نامتو لیکوال صدیق الله رښتین اړیکې له افغان حکومت سره
خربېږي، ځي پاکستان ته او د پاکستان حکومت ده ته هر ډول امتیازات وکوي؛ دا ځکه چې پاکستان غواړي له رښتین صیب څخه د ګران هېواد پر ضد کار واخلي، خو له نېکمرغه چې رښتین صیب خپله هېوادنۍ مینه نه هېروي او نه غواړي د ګران هېواد پر ضد وکارول شي. کله چې د پاکستان حکومت پوه شي چې نور نه شي کولی له رښتین صیب څخه د ځان په ګټه کار واخلي، بیا نو د ده د نیولو امر کوي، رښتین صیب ځي د د افغانستان سفارت ته او له هغه ځایه بیرته خپل هېواد ته راستنېږي.
له دې ښکاري چې پرديو استخباراتو زموږ په هېواد کې له پخوا راهیسې ریښې کړې وې او دا لړۍ اوس ورځ تر بلې په پراخېدو ده. د دغې استخباراتي جګړې یو لوی عامل په هېواد کې پردیو ته ژمنې رسنۍ دي.
که موږ اوسنیو شرایطو ته ځیر شو، تر ټولو خطرناکه جګړه په هېواد کې رسنیزه جګړه ده، رسنیزه جګړه د خلکو ذهنونه مخشوشوي، خلکو ته غلطه انګېزه ورکوي، د پردیو په اشاره د هېواد وتلو څېرو ته سپکاوی کوي، د خلکو تر منځ تعصب ته په پراخه اندازه لمن وهي او تر ټولو مهم دا چې د هغوی پردۍ ګټې تر خپلو ګټو ورته مهمې او اړینې دي.
که موږ د دغو رسنیو بېلګې وړاندې ګړو، خورا زیاتې دي. زه په هېواد کې هېڅ داسې رادیو، ورځپاڼه او تلوېزیون نه وینم چې د ګران هېواد ګټو ته دې لومړیتوب ورکړي. که موږ طلوع تلوېزیون چې په پراخه کچه په هېواد کې نشرات لري، تل یې د ملي ګټو پر ځای پردیو او سمتي ګټو ته لومړیتوب ورکړی، قومي تعصب ته یې لمن وهلې، د خلکو اذهان یې خراب کړي، تر ټولو مهمه دا چې زموږ فرهنګ او کلتور یې له خاورو سره خاورې کړی، په ملي ژبو یې تل ملنډې وهلې دي....
دغو رسنیو نه یواې چې دا کار یې کړی بلکې تل یې د پردیو ګټو د خوندیوب په موخه د هېواد وتلو او ملي څېرو ته هم سپکاوی کړی. که موږ اوس ځیر شو پخوانی ولسمشر حامد کرزی د امریکا سرسخت مخالف دی، خو ازادي راډیو کله چې امریکایي بې پیلوټه الوتکه په ننګرهار کې تنکي ماشومان په شهادت رسوي، داسې راپور ورکوي چې ګواکې هېڅ هم نه دي شوي. همداسې که موږ د بي بي سي راډیو ته وګورو، تل یې د په هېواد کې د انګریزانو او غربیانو ګټو ته لومړیتوب ورکړی.
په دې وروستیو کې ورځ تر بلې د رسنیو موجونه په زیاتېدو دي، په هر ولایت کې رادیوګانو او تلوېزیونونه جوړیږي چې تر ډېره بریده یې ملاتړ له بهره د پردي استخبارات کوي. ښه بېلګه یې سلام وطندار راډیو ده. نه یوازې چې د هېواد ملي ګټې، د هواد ملي ژبو، د هېواد فرهنګ یې تر پښو لاندې کړی، بلکې د هېواد وتلو څېرو سپکاوی یې هم کړی. تل یې د نورو په اشاره د هېواد ملي مشران او په هېواد مین خلک سپک کړي، زه د دوی دا کړنه نه یوازې چې غندم بلکې د دوی لپاره یې ذلت او بې غیرتي ګڼم.
زموږ هېواد اوس په ډېرو سختو شرایطو کې قرار لري، رسنۍ مو پلورل شوې دي، خلک مو پلورل شوي، وطن مو پلورل شوی، خلاصه هر څه مو له لاسه وتلي دي. زه په ګرانو هېوادوالو غږ کوم چې نور لاس په کار شي او د دغو پردیو جاسوسانو چې د هېواد ملي ګتې یې تر پښو لاندې کړې او د هېواد ملي اتلانو ته یې سپکاوی کړی، پر وړاندې ودرېږي.
هغه پلورل شوې رسنۍ چې د هېواد ملي ګټې یې د پیسو په مقابل کې د سیمې او نړۍ پر استخباراتي ادارو پلورلې دي، د مظلوم ولس د دردونو ځواب به په هغه دنیا لوی خدای ته ورکړي.
د سلام وطندار تر نامه لاندې د پردیو جاسوسه راډیو او جاسوس کار کوونکي دې په دې پوه شي چې ګران هېواد وال د دوی په بې ځایه تبلیغاتو نه غولېږي. اوس ولس هوښیار شوی، اوس ولس پوهېږي چې څوک د چا لپاره د څه په مقابل کې کار کوي. تر کومه چې زه له رسنیو سره پېژنم او کار کوم، ډېری داسې رسنۍ مې لیدلې دي چې یوه ورځ د یوه هېواد ګټې په ګران افغانستان کې پالي او بله ورځ د هغه هېواد مخالف واقع کېږي او د بل ګټې پالي.
دا ځکه ډېره د تعجب وړ خبره نه ده چې زموږ رسنۍ پلورل شوې دي، یوه ورځ یې یو هېواد چلوي او بله ورځ بل هېواد. څنګه چې مخکې مې هم ورته اشاره وکړه، هېڅ داسې رسنۍ نشته چې نه دې وي پلورل شوې.
په پای کې هیله من یم چې زموږ ځوانان، زموږ نوی نسل دغې ستونزې ته متوجه اوسي، دوی د پردیو او پلورل شویو رسنیو په بې ځایه تبلیغاتو ونه غولېږي، دوی باید پوه شي چې دا ټولې رسنۍ پلورل شوې دي، دوی د پردیو لپاره کار کوي او د پردیو ګټو ته ژمني دي.
د سوکاله، سرلوړي او لوی افغانستان په هیله.