له حزب اسلامي سره هوکړې، ولې د ځینو ډلو غبرګونونه را پارولي دي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: امین پاچا

له څه باندې دوه کلونو را په دې خوا له حزب اسلامي سره د سولې خبرې اترې پیل شوې وې، خو په دې وروستیو څو میاشتو کې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ لیدنې کتنې چټکې شوې او بلاخره تېره ورځ د دواړو لورو تر منځ وروستۍ هوکړه، د لوړپوړو اوسنیو او پخوانیو چارواکو په ګډون په ارګ کې لاسلیک شوه.

له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ولې وځنډېدې، د دې خبرو اترو مخالفت تر ډېره چا او ولې کاوه، حزب اسلامي ولې سوله وکړه او تر ټولو مهمه دا چې پر نورو مخالفو ډلو به یې اغېز څه وي؟؟ دا او دې ته ورته نورې پوښتنې په همدغه لیکنه کې تحلیلېږي:

له حزب اسلامي سره مخالفت دوه اړخه لري:

۱ـ کورنی ۲ـ بهرنی

کورنی اړخ بیا په دوه برخو وېشلی شو:

 لومړی په حکومت کې د ننه ځینو کسانو نه غوښتل چې له حکمتیار سره سوله وشي. دویم له حکومته د باندې هم ځینې کسان ورسره مخالف وو. د دوی د سولې نه غوښتل بیا هم په دوو کټګوریو وېشلی شو. لومړی دا چې تر ډېره د دوی شخصي ګټې خوندي پاتې کېدې، دویم دا چې حکمتیار د دوی پخوانی سیال و.

د حکمتیار په راتګ سره به د ځینو ډلو شخصي ګټې، له سختو خنډونو سره مخ شي. اوس په هېواد کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکې څېره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ده. حکمتیار کولی شي د هېواد ډېری وګړي په یوه ټغر سره را ټول کړي، که موږ د حزب اسلامي تاریخچې ته ځیر شو؛ د لومړي ځل لپاره په هېواد کې دری مهم ګوندونه را منځته شول، چې یو د خلق ګوند و، بل د حزب اسلامي ګوند او درېیم افغان ملت و.

له حکومته د باندې هم یو شمېر کسان د حکمتیار د راتګ مخالف دي، چې ښه بېلګه یې پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ګڼلی شو؛ دا ځکه چې سیاف د حکمتیار یو له سر سختو سیالانو ګڼل کېده. یو شمېر هېواد وال په ځانګړې توګه همدغه ډلې چې له ده سره مخالفت لري، تور پورې کوي چې حکمتیار د هېواد په ورانولو کې ونډه درلوده. زه د دوی ځواب ډېر په لنډه وایم: د هېواد په ورانولو په ځانګړې توګه د کابل په ورانولو کې تر ټولو ډېره ونډه شمال ټلوالې درلوده. مسعود او ډلې یې هر څه له خاورو سره خاورې کړل، له پنځو خواوو یې پر کابل د توپونو بریدونه پیل کړي وو. بنا موږ نه شو کولی یوازې حکمتیار د کابل ورانکار وګڼو، تر حکمتیار لس چنده ونډه د مسعود او د دوی د ډلې وه.

راځو په دویم اړخ یې خبرې کوو چې هغه هم بهرنی اړخ دی. له حکمتیار سره تر ډېره بهرنیان هم مخالف دي، که موږ تېر ته نظر وکړو د روسانو پر وړاندې یوازنی کس چې د روسانو سره یې سخته جګړه وکړه حکمتیار دی. د بن په کنفرانس کې د حکمتیار نه ګډون هم یوازې د امریکایانو راتګ و، حکمتیار نه غوښتل چې په هېواد کې بهرنیان حضور ولري او همدغه لامل و چې ده هلته ګډون هم ونه کړ.

اوس ځینو خلکو ته دا پوښتنه پیدا شوې چې حکمتیار نو اوس ولې سوله وکړه؟ له حکمتیار سره د سولې په هوکړه لیک کې لومړنۍ ښکاره خبره د بهرنیو ځواکونو وتل دي. حکمتیار تر ډېره بریده د دوی پر وړاندې جګړه وکړه، خو اوس پوهېږي چې امریکایان باید له سیاسي هلو ځلو څخه په استفادې له ګران هېواده بهر کړي او په هوکړه لیک کې راغلي چې دی به تر هغه د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مبارزه کوي، څو چې د دوی یو عسکر هم دلته حضور ولري.

اوسنیو شرایطو ته په کتو او د امریکایانو ړندو بمباریو په اشارې، نه یوازې حکمتیار د امریکایانو له شتون سره مخالف دی، بلکې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د دوی د بریدونو او شتون سر سخت مخالف دی. کرزي په وار وار ویلي چې امریکایان په هېواد کې خپلې ګټې پالي او تر هغه چې امریکایان ونه غواړي په افغانستان کې د سولې او ارامۍ راتګ خورا سخت دی او تل یې په افغانانو غږ کړی چې له بین الافغاني لارو چارو خپلې ستونزې سره حل کړي. په کرزي تل تور لګول کېږي چې ګواکې دی طالبانو ته د ورور خطاب کوي او په همدغه خبره تېره ورځ د لوې جرګې په تالار کې د رباني د پنځم تلین په موخه غونډه جوړه شوې وه، د ځینو خلکو له لوري مرګ پر کرزي، مرګ پر کرزي چیغې هم وشوې.

ویل کېږي چې دا کسان د ځینو خاصو کسانو له لوري په تالار کې ځای پر ځای شوي وو، څو د حامد کرزي سپکاوی وکړي. لکه څنګه چې مخکې مې ورته اشاره ورکړه په هېواد کې ځینې کسان او ځینې مطرح ډلې ځکه سوله نه غواړي چې د دوی ګټې خوندي دي، دوی فکر کوي چې که حکمتیار او وسلوال طالبان راشي، نو د حکومت واګي به تر ډېره د دوی تر ولکې لاندې وي.

نه یوازې کرزی بلکې تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم پر بهرنیانو سختې نیوکې وکړې، ده هم د کرزي په څېر پر بین الافغاني خبرو اترو ټینګار کاوه او بهرنیان یې د هېواد ورانوونکي او په هېواد کې د خپلو ګټو پالوونکي وبلل. حکمتیار زیاته کړه تر څو چې افغانان خپله سره یو ځای نه شي او په خپلو کې سره خبرې ونه کړي، بهرنیان به هېڅکله د دوی تر منځ رښتینی منځګړیتوب ونه کړي.

حکمتیار په پای کې د یوه ازاد او خپلواک افغانستان هیله وکړه، ده وویل هیله من یم چې نور بهرنیان زموږ په چارو کې لاسوهنې بندې کړي او زموږ له هېواد څخه دې خپلې سیاسي او اقتصادي موخې نه پالي.

په پای کې ویلی شم، چې د حزب اسلامي راتګ په ځانګړې توګه د حکمتیار راتګ به په هېواد کې خورا زیات بدلونونه راولي، پر نورو مخالفو ډلو په ځانګړې توګه پر وسلوالو طالبانو به زیات اغېز وکړي، لرې نه ده چې وسلوال طالبان به هم د یوې سیاسي هوکړه پر بنسټ له افغان حکومت سره د سولې مېز ته حاضریږي. لکه څنګه چې تېره ورځ کرزي ورته اشاره وکړه، د حزب اسلامي په څېر به طالبان هم د سولې او خبرو اترو مېز ته حاضر شي. کرزي وویل ما حزب اسلامي ته د ورور خطاب وکړ، خو ډېریو کسانو را باندې نیوکې وکړې او دا دي نن همغه حزب له حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېد. ده وویل په طالبانو ځکه د ورور غږ کوم چې یوه ورځ به خامخا طالبان هم د حزب اسلامي په څېر د سولې مېز ته حاضرېږي.

وما علینا اللبلاغ