د زړه انځور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفیع الله روشن

ښايسته ژېړی مازیګرو د لمر سترګه هم غره ته په رسېدو کې وه څلور خواوې يې شفق محاصره کړې وې دطبعت ښکلې وږمې چلېدې،کوچنيو مرغيو هم په نازکو حنجرو سندرې ويلې،موسمي شبنم هم دمخلوقاتو لېمه لمس کول ،هلک ناست و يوه پښه يې په بلې

اړولې وه اونجلۍ يې مخې ته ديوې رنګيني تابلو په څېر په داسې حال کې پرته وه چې د کيڼ لاس ورغوی یې سرته تکيه او څنګل يې ځمکې ته ستنه ګرځولې وه. 

هغه ورته خوږې ،له نازونو او مينې ډکې خبرې کولې او هغې به ورته له کرشمو ډکې اداګانې او موسکاګانې کولې، کله چې به نجلۍ اوږدې خندا له ځانه سره واخستله نو په سينه را خورو شويو تورو زلفوته به يې ټکان ورکړ،چې په دې سره به يې دهلک په عشق او جنون کې څوچنده اضافه والی راوست. 

يوه ښکلې او کاملاً له حوسونو ډکه فضا او ننداره جوړه وه ،دواړه په یو بل کې ورک وو،ځانته يې يوه ځانګړې نړۍ اختيار کړې وه چې نور څوک نه پکې ځايېدل اونه دوی پکې پرېښودل،هلک دمينې په سمندر کې دومره ژور او عمق ته ښکته شوی چې دماهي په شان يې ان په تل کې لا ساه اخسته چې ناڅاپه د نجلۍ په يوې ترټلې اوبې خونده خبرې په دې دوه نفري نړۍ کې دومره سخت انفجار وکړ چې بېخي يې دا نړۍ تار په تار کړه،هلک سر وڅنډه،له ځانه يې ګرد او دوړې لرې کړې په ځای کې کېناست،هرڅه بدل شول،نجلۍ ته يې هېڅ ونه ويل ټول درد يې  په خپل زړه تېر کړ،خو له سترګو يې اوښکو لارې وکړې،نجلۍ چې لاهم دپخوا پشان په اړخ غزېدلې وه له سرنه يې لاس لرې کړاو په کړس يې وخندل، هلک يې له غومبوري کش کړ ټکان يې ورکړ ،هڅه يې وکړه چې مخکيني حالت ته يې بېرته ور وګرځوي،خو هلک جېب ته لاس کړ،د کاغذونو له منځه يې د زړه انځور را ووېست،نجلۍ ورته کتل او ده په منځ دوه ځايه کړ،دواړه ټوټې يې سره یوځای کړې اوبيا يې وڅيره،څلور واړه برخې يې نجلۍ ته په لاس کې ورکړې. 

هه! دا واخله او دمخکې پشان يې جوړ کړه ،خوګوره معلوم نشي چې څېرل شوی دی. 

دنجلۍ سترګې ځمکې د ځان په لور کش کړې،د انځور ټوټې يې په لاس کې پاتې شوې او هلک ترې روان شو. 

رفيع الله روشن