رفيع الله روشن
له ډېرو ننګونو،ګواښونو او هر راز تکليفونو ګاللو وروسته يې ځانونه يو بل ته ورسول،ګډ ژوند يې پيل کړ،مينه يې بېخي انتها ته رسېدلې وه،نن يې خاوند د لږ وخت لپاره چېرې روان و، له خونې په وتلو کې يې له لستوڼي ونيو، اوښلنې سترګې يې و واړولې او په انکاري نظر يې ورکتل.
هغه ورته موسکی شو، ورته ويې ويل:
ايا ته خفه شوې؟ ډېر وخت نه تېروم د شپې بېرته راځم.
دې هم د اوښکو وچولو لپاره له ټټره ټيکری ور پورته کړ او ځواب يې ورکړ:
ايا ته فکر کوې ! زه يواځې د شپې ساه اخستو ته ضرورت لرم؟؟!!!
رفيع الله روشن