عبدالملک پرهیز
کله چې د سقاو د زوی کلکاني پلویانو د هغه مړی له قبره و ایست او د بیا ښخولو دپاره يې نوي هديرې ته د سیاسي او پوځي اقداموتو تر چتر لاندې یوړ دا کار د تاوتریخوالي شو. اوس دا پوښتنه پیداکېږي چې د سقاو زوی د کومو خدمتونو او کارنامو په خاطر پس له څو
لسیزو چې هډوکي يې هم خاورې شوي ، د هیواد د نظام د بې ثباتۍ په بیه ، ګویا د حق د پر ځای کولو په خاطر نوي مقبرې ته یوړل شو؟
د سقاو زوی حبیب الله کلکاني څوک ؤ او څنګه واک ته يې خپله لاره پرانیستله او د ویاړ وړ خدمتونه يې کوم دي؟
حبیب الله کلکاني یو کم لوستی کلیوال ؤ چې نه يې سواد درلود او نه له ديني علومو خبرتیا او پوهه درلوده.
ویل کېږي چې لږه موده يې د شاه امان الله په پوځ کې په ټيټو پوړیو کې کار کړی ؤ . پلار يې په کلیوالي مېلمستیاؤ خلکو ته اوبه ورکول او خلکو ورته سقا ویل نو ځکه ده هم له خپل پلاره د سقا د زوی لقب تر لاسه کړ
د پوځ تر خوشې کولو وروسته يې د سیدحسین خان چاریکاري سره د غلو او داړه مارانو یوه ډله جوړه کړه او په لار وهنو بوخت شو.
دولت د هغه د غلاو او شوکو د لمن د پراختیا له امله د هغه دنیولو امر وکړ خو هغه پاکستان ته وتېښتېده او هلته يې په سماوار کې په کار پیل وکړ. همدلته د انګلیسي استخباراتو تر پاملرنې لاندې راغی.
کله چې ځوان شاه امان الله خان خپل اصلاحي پروګرام پیل کړ یو شمیر انګلیس پاله روحانیونو، لکه نقشبندي شیخانو ، مجددیانو د انګلیس په اشاره پر شاه د کفر تور ولګاوه او حبیب الله يې د بغاوت دپاره رامخ ته کړ.
غلام محمد غبار په خپل تاریخ کې لیکي حبیب الله د یو هیواد څه چې ان د یو کلي د اداره کولو وس او پوهه نه لرله.
سیدحسین خان چاریکاري او د هغه یو شمیر نورو غله ملګرو د هغه په دولت کې لوړ او مهم مقامونه تر لاسه کړل.
حبیب الله کلکاني په یوه وینا کې داسې وايي:(په افغانستان کې د ژبې تاریخ کتاب) « ما دکفر ، بې دینۍ او لاتيګرۍ د حالت په لیدو او د رسول الله دین ته د خدمت دپاره د جهاد ملا وتړله څو تاسې وروڼه له کفر او لاتیګرۍ څخه وژغورم. زه وروسته له دې د بیت المال پیسې د مکتب په جوړولود نه لګوم، بلکې ټول خپلو عسکرو ته ورکوم چې چای، قند او پلو وخوري او ملایانو ته يې ورکوم چې عبادت وکړي. زه د صفايۍ او ګمرک مالیه نه اخلم، ټول مې وبښل نور نو زه ستاسې پاچا یم، او تاسې زما رعیت یاست ،ځې وروسته له دې تل چړچې وکړئ او خپل ساعت تېرکړئ او خوښ اوسئ.
خو څه موده وروسته يې څو ځله زیاته مالیه ټولوله. په دې وخت کې له نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ لارې تړل شوې وي او د هیواد اقتصادي حالت ډېر خراب ؤ.
لنډه داچې حبیب الله واک ته په رسېدو سره د افغانستان د اساسي قانون لغوه ، جنتري يې له شمسي څخه قمري ته واړوله، د مالیاتو په لغوه کولو ، د ښځو د حجاب او په ظاهره د شرعي قوانینو په جاري کولو پیل کړ
هغه لږه موده وروسته د شاه امان الله خان دوه وروڼه او د تېر حکومت ځنې نور کسان بې له محکمې اعدام کړل.
له پورتنۍ یادونې څه په ډاګه څرګنده ده چې حبیب الله د دین په بهانه خپل بغاوت توجیه کوي او د قوم او ژبې مساله په منځ کې نشته. خو نن په تاسف سره یو شمېر څرګنده کړۍ د مذهبي علت سربېره د هغه پاڅون قومي پاڅون بولي او هغه د یو ټاکلي قوم او ملیت ویاړ بولي.
باید وویل شي چې د قوم او ژبې پر بنسټ یو انسان پر بل انسان برتیا نه تر لاسه کوي او نه هم څوک پر دغه بنسټ ذلیل او ټيټ کېدی شي. په هر قوم او ملیت کې ښه او بد انسانان شته، د پوهې ، تقوا خاوند شته ، په جهالت او خرافاتو کې ډوب کسان ، غل او لار وهونکی شته. علم او پوهه ، تقوا او اخلاق په ټولنه کې د انسان دريځ او حیثیت لوړوي او ددې خلاف غلا او داړه ماري د خلکو د کرکې نفرت سبب ګرځي .
کله چې موږ د حبیب اله کلکان او یا کوم بل چا شخصیت ارزو نو د ارزونې سم او درست معیار د هغه شخصي ځانګړنې او کړه دي، نه د هغه ملیت، قوم ، ژبه او کورنۍ. پورته مو د تاريخ په حواله د حبیب الله شخصیت او کړنې مخکې له واک او وروسته له واک په لنډه توګه یادې کړې. چې د هغه د پېژندنې دپاره اساسي کرښې دي. هغه نه علمي ، نه مذهبي او نه سیاسي شخصیت تېر شوی او نه يې د خپل واک په دوران کې د یادونې یو داسې کار چې د هغه د خدمتونو په جمله کې ثبت شوی وي او د هغه د ویاړ سبب شي نه تر سترګو کېږي.
د همدې تشې د ډکولو دپاره د هغه پلویانو د عیارۍ او داسې څه نورو په نامه کېسې او داستانونه جوړ کړي څو د ساده لوستونکي په زړه کې له هغه سره د همدردۍ حس پیداکړي.
د هغه پلویان کېدی شي په دوه ډلو وویشو. مذهبي تندلاري چې په څرګنده د پرمختیا او ترقۍ دښمنان دي، بله ډله قومي او ژبني تنګنظري چې د تنګ نظرۍ په اور کې سوزي.
باید وویل شي چې دغه دوه ډلې نوي سقاویان له ډېرو اړخونو له لومړنیو سقاویانو سره ورته او یو شان دي. همدغه ورته والی سبب کېږي څو دوی خپل ځای د سقاوي مفکورې په اډانه کې پیداکړي.
اوس به راشو دې ته چې د حبیب الله کلکاني ، پلویان نوی سقاویانو څوک دي ؟ وروستیو پېښو وښودله چې ددې حرکت تر شا پخواني جهادي مشران لکه عبدالله عبدالله ، قانوني ، بسم الله محمدي، صالح، سیاف، حکمتیار او یو شمیر قومي او ژبني تنظران ولاړ دي. که ددې هر یو تاریخچه و څېړل شي نو و به لیدل شي چې دوی هم په بېشمېره جنایتونو ، انسان وژنو، قاچاق، غلا ، لار وهنو او پردو ته په جاسوسۍ، د ملي زېرمو په چور او تالان ، ترهګرۍ کې تر هغوی بر او لوړ لاس لري. که دهر یو جنایت په جلا توګه څېړ شي نو له جنایتونو او خیانتونو به يې کتابونه ډک شي. خو په دې لیکنه کې ددې کار دپاره ځای نشته او بل داچې اکثریت اولس ددوی کړنې په خپلو سترګو لیدلي، لا د هیواد په هره کوڅه او کور پر دېوال ددوی د جنایتونو نښې تازه او لا څرګندې دي. همدارنګه په سل ګونو ویدیويي فلمونه په یوتوب کې شتون لري .
لکه څنګه چې وویل شول دوی په تېرو څلويښتو کلونو کې د هیواد د پرمختیا او ترقۍ تر وړاندې د هیواد له دښمنانو په تېره بیا له هماغه پاکستانه چې د سقاو زوی ترې سر را پورته کړ ،وسلې تر لاسه کړي ، ښوونځي ، روغتونه ، سړکونه او د عمومي ګټو موسسې يې په زیاتې بې رحمې ورانې کړې، ښوونکي ، ډاکتران ، انجینران ، د علم او هنر د ډګر فعالان يې په بې رحمۍ له منځه وړل، پر ښځو او انجونو يې تېزاب شیندل او د انجونو ښوونځي يې ړنګ کړل. دوی هم لکه د سقاو د زوی اسلام د خپلو مخو دپاره وکاروه او اوس هم د خپلو ناپایه جنایتونو سره سره د کفر او اسلام ټاپې په جیب کې ګرځوي ، او خپل مخالفان په کفر او الهاد تورنوي. خو په په جوماتونو کې پر ماشوانو جنسي تیري کوي او له هيڅ ناوړه جنایته باک نه لري.
دا لنډې ځانګړنې هغه ځانګړنې دي چې دوی له سقاوي بغاوتګرو سره تړي ، حبیب الله کلکاني د هیواد او د سیمې د تر ټول مترقي ، وطنپال ، آزادي غوښتونکي ، متمدن شاه پر خلاف د انګلیسي استخباراتو په لمسون او لار ښوونه پاڅون وکړ او هیواد يې د پېړیو دپاره د ترقۍ او پرمختګ له کارونه په شا و تمبولو. د ښوونځیو دروازې يې وتړلې ، ټولې مدني موسسې يې بندې کړې ، هراو مرج ، خپل سرۍ او ګډوډیو ، بې امنۍ ، د مصونیت نشتوالي او بې قانونۍ ته يې عمومیت ورکړ. دین يې د سیاسي وسیلي په توګه د انګلیسي ارمانونو د پلي کېدو د پاره وکاروه.
او نن چې یوویشتمه پېړۍ کې، یو ځل بیا دا د رڼايۍ، علم او ناپوهې ، ترقۍ او پرمختیا دښمنان د هماغه مکاره دښمنان په هراړخیز ملاتړ را ولاړ شوي څو یو ځل بیا هیواد د جهالت په تیارو کې ډوب کړي.
ټول تور او تور فکره خبیثه ځواکونه بیا په یو سنګر کې راټولیږي، سره ددې چې په دوی کې زیات خپل منځي اختلافونه او سختۍ دښمنۍ ګانې تېرې شوي او اوس هم دښمنان دي، خو د ګډ ارمان دپاره ټول په یو سنګر کې سره راټولېږي او د یوبل څخه ددفاع دريځ غوره کوي، د حکمتیار عاجل دریځ یو تصادفي خبره نه ده، حکمتیار په هینداره کې له دوی سره د خپلې څېرې توپیر نه ویني نوځکه د سقاوینو ملاتړ ته راوځي او د ستر ملي شخصیت غازی امان الله شاه پر خلاف څرګندونې کوي.
باید وویل شي چې ددې پېښو تر شا پټ استخباراتي لاسونه احساسېږي ، چې هدف يې په هیواد کې د ثبات او ټينګښت د رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی دی، ځکه د افغانستان ثبات د یو شمېر هیوادونو له ستراتېژیکو ګټو سره په تضاد کې دی.
د ارتجاع کورنې کړۍ په تېرو څلويښتو کلونو کې د جنګ او بې ثباتۍ له لارې د بې شمېره پانګې او شتمنۍ او قدرت خاوندان شوي ، جنګ ددوی د واک او ځواک سرچینه ده نو په هيڅ وجه دوی ددغه امکاناتو د له لاسه ورکولو دپاره چمتو نه دي. نو ځکه د خپلو بهرنیو ملاتړو په مالي ، سیاسي او پوځي ملاتړ هر وخت او ناوخت د قدرت د نمایش او د تاوتریخوالي نندارې په لاره اچوي ، څو له یوې خوا خلک په همېشنۍ وېره او وحشت کې و ساتي او له بلې خوا د ثبات او بدلون تر وړاندې نوي او تازه خنډونه رامنځ ته کړي.
دا چې ځنې کسان د خپل فکری تړاو او ګټو پربنسټ د سقاو زوی ځاتنه ویاړ بولي د دوی خپل کار دی خو کله چې دوی غواړي دا د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک يې منلو ته چمتو نه دي ، دا د دولت دنده ده چې شخصیتونه د هغوی د خدمتونو او مثبتو کانامو پربنسټ و لمانځي او یادونه يې وکړي. خو په تاسف سره دولت هم د وسله والو بانډونو په قبضه کې دی . دولت باید په ټولو ممکنو امکاناتو سره د بانډونو له قبضې و ایستل شي. د قانون د واک ټینګښت او د وسله والو بانډونو بې وسلې کولو باید د ټولو ملي او دموکرتیکو او قانون پلوه ځواکونو د ورځې پر مهمه او لومړنۍ دندې بدله شي.
باید د بانډونو د بې وسلې کولو دپاره دولت او بهرني میشت ځواکونه تر ټينګ او پرله پسې فشار لاندې راوستل شي ، څو د بانډونو د بې وسلې کولو دپاره بې له استثا ټینګ او مظبوط اقدامونه وکړي. د وسله والو ټولې اقتصادي سرچینې وچې کړی شي . د وسله والو بانډونو په شتون کې د ملي واکمني ټینګښت او د خلکو مصونیت او امنیت ناممکن دی.