افرین دوستمه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدامین بسمل
دخوښي ځای دی اوپرې ویاړم، چې وروسته له یوې نیمې لسیزې دیوې ناکامې دولتي ادارې له مینځه داسې یوڅوک راولاړیږي، چې پخپله هم په بلا جرمنومرتکب وي خو یو ناڅاپه یوه داسې توره وکړي، چې هغه زموږ ببر څڼي یې هم نه شي کولای.


باور وکړئ دا لیکنه په داسې حال کې کوم، چې دیوې دقیقې دناستې وس هم نه لرم ټوله ورځ مې سرګردانه تېره کړې دومره ګرځېدلی یم، چې څپلۍ مې هم وشکېدې.
اوس چې دشپې دولس بجې کېدونکې او سخت ستړی یم خوهیوادنۍ مینه مې هڅوي، چې یوڅه ولیکم.
زه نن داسې یو څوک ستایم، چې هغه زما دقام قاتل هم بولم زه دلیلي ددشتي ګلان او په شمال کې وروستي قتلونه نه شم وربخښلای خوپه ننني اقغاني ګام یې ویاړم زه نر دښمن هم ستایلی شم.
زه کوم طالب نه یم خو دطالب ټاپي پرېمانه په مالګېدلې، ځکه چې ما دطالب مېړانه هم ستایلې نو له طالب څخه هم هیله کوم، چې ما ددې لیکنې له وجې  په دوستمیانو ورګډ نه کړي.
ای کاش، چې نن خو طالبانو هم دهیواد ددې شرمېدلي غله( دسقاو دزوی)په منډوخورکې لمبې نڅولې وای.
خیر په هرصورت هغه غیرت، چې په کورزي او احمدزي کې نه و هغه زموږ ازبک دوستم وکړ.
ددوستم دټولو بدیو ترڅنګ باید داشهکاري، چې نن یې وکړه وستایله شي او په سقاویانوپسې دکابل په کوڅو کې دا پرزې ووېلې شي، چې دغله هډوکې مو هم په تیاره کې په خاورو ومنډل.
هو!
غله تل تیاره خوښوي څو خپل شوم اعمال پکې په اساني سره ترسره کړي بس نو دا دی دغلوهډونه په تیارو کې ومنډل شول او پخپل وخت باید له هغه ځایه څخه تري تم شي.
دوستمه!
 افرین پنجه یې کړه دانه یوازې په ګران هېواد افغانستان کې دسقاویانو شرمول ووچې تا وکړل، بلکې  دهغوی لوی بادار انګرېز دې هم ورسره وشرماوه ځکه خو په دې نیمه شپه کې ستا دا نېک ګام ستایم هغه نور حسابونه به بیا په کراري سره کوو.
یو پښتون سل کاله وروسته غچ اخیستی و وېل دا خو مې ډېره بیړه وکړه خیر په هرصورت نننی ګام دې یو ویاړلی ګام و.
هیله من یم، چې زموږټول وروڼه قومونه دهیواد ملي ګټو او ارزښتونو ته پام وکړي اوپه خپل لوړافغاني فرهنګ او بین الافغاني روغه جوړه دبهرني دښمن مخ ورتور کړي.
دملي یووالي او ګران افغانستان دخپلواکي په هیله
ستاسو پردېس لیکوال
 محمدامین بسمل