لنډه کيسه: رفيع الله روشن
خدای خبر دخيالونو په نیلي دسورلۍ په تکل مې د کوم سفر د لنډولو اراده کړې وه،دګڼو خلکو په منځ کې ګړندی روان وم، ډېر پلي روان هلکان او نجونې مې دخپلو اوږو په ډغرو سره کاږه واږه کړل ، ګرځننده ټېليفون مې په ښي لاس کې په چټکۍ سره نڅاوه، چې ناڅاپه مې
فون له لاسه کش کړل شو،جای په جای مې له برېک څخه کريکه ووېسته،په غوسه او وارخطايۍ مې کيڼ لوري ته وکتل ، ګورم چې لوړه ،غوښنه او پلونډه نجلۍ په داسې حال کې زما فون په لاس ولاړه ده لکه په فلم کې چې دمينې د صحنې شوټېنګ کوي.
غټې د موټر ايشاروته ورته عينکې يې پاس دسر په اسمان کې ټومبلې وې،په څو ثانيوکې مې ددې د ګوتو اوږده نوکان،په ښي لاس پورې شين بند لرونکی تړلی ساعت،په کيڼ لاس کې د اسپې د نال پشان غټ بنګړی،اوږده ونه،اوبوناکې سترګې،لنډ او تنګ کشکي لباس،په څنګل کې له کاليوسره پروت همرنګ دستکول، اوږدو پوندو لرونکي بوټونه، لنډه او نښتې غاړه او تر اوږو پورې وېښتان له نظره تېر کړل.
په همدې سوچ کې مې ځانسره ويل چې شايد پېژنم يې خو ډاډه نه وم، د پيژندلو په نيت مې يې د سرچ یا پلټون بټنه ووهله، په داسې حال کې چې زما فون يې په نازکو ګوتو کې لا هم نيولی و د مخکې تلو اشاره يې وکړه،فکر مې شو چې ډېر تلونکي او راتلونکي خلک مو د نندارې لپاره بهانی لټوي ،روان شوم، له ګڼې ګوڼې ووتلو ،ورته ومې ويل فون راکړه!
هېڅ يې ونه ويل بيا مې ورته وويل: فون راکړه ! ته څوک يې؟
قدم يې ونيو د درېدو په دود يې اشاره وکړه.
دواړه ودرېدو فون يې راکړ،په خپل لاس کې ځوړند دستکول ته يې لاس کړ،کوچنۍ کتابچه چې په انګليسی تورو پرې )مينه( ليکل شوي و راواخسته زما د واسکټ له جېب څخه يې قلم کش کړ،بېرته يې دواړه راکړل،بيايې په اشاره دفون شمېرې غوښتنه وکړه،خو انکار مې وکړ، ورته ومې ويل لومړی ځان راوپېژنه!
موسکۍ شوه قلم يې راڅخه واخست دکيڼ لاس په ورغوي يې څه وليکل کله چې يې راته مخامخ کړ،له ډېرې حيرانتيا نږدې و چې غېږ ترې تاوه کړم،دازما يوه ګونګۍ مينه واله وه،چې پنځه کاله وړاندې زما په لومړي چاپ شوي کتاب کې د )ګونګيانو مينه(تر سرليک لاندې ليکل شوې کيسه چا ددوی په ژبه او اشارو ورته لوستې وه ،تر لوستلو پنځه ورځې وروسته يې زه پيدا کړم ډېره زياته خوشحاله وه اوپه خپلو ګوتو يې زما د يادښت په کتابچه کې راته د خپل نوم سره څنګ کې په خپله ژبه وليکل زه ستا يوه ګونګۍ مينه واله يم.