سرخط ورځپاڼه
د سرخط ورځپاڼې موندنې ښیي چې په خوست ولایت کې ۱۱۰۰۰ هغه نجونې چې له تېرو اتو کلونو را په دې خوا یې د دغه ولایت په سیمه ییزو ښوونځیو کې زده کړې کولې، اوس مهال د دوی ښوونځي د ولسوالیو له نورو لویو ښوونځیو سره منحل شوي او وروسته له دې به کورنۍ خپلو اولادونو په ځانګړې توګه نجونو ته د تګ اجازه ورنه کړي.
په داسې حال کې چې د دغې موضوع دوه میاشتې په تېرېدو دي، خو د پوهنې اوسني وزیر له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې له دغې مسلې بې خبري وښوده. اسد الله حنیف بلخي له سرخط ورځپانې سره په خبرو کې وویل: «ښوونځي په همغه ډول په کورونو کې دي، محلي ښوونځي لرو او موږ دې پروګرام ته په همغه شکل دوام ورکوو، په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه لرو»
د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ د خپل وزارت پر مهال، د خوست ولایت په ځینو لرې پرتو سیمو کې داسې یو پروګرام په لاره واچاوه، څو د لرې پرتو سیمو یو شمېر نجونې له زده کړو بې برخې پاتې نه شي. د همدغه پروګرام مطابق په علي شیر، تڼی، ګربز، ځاځي میدان او لکڼو کې یو شمېر سیمه ییز ښوونځي رامنځته شول، څو نجونې وکولی شي ښوونځیو ته په اسانه توګه لاسرسی پیدا کړي، خو په دې وروستیو کې د بودجې د نه شتون له کبله یاد ښوونځي له نورو لویو ښوونځیو سره منحل (مدغم) شوي او نجونې نه شي کولی د لارې د اوږدوالي او کورنیو ستونزو له امله ښوونځیو ته لاړې شي.
د خوست ولایت د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ښوونځیو په له منځه تلو سره لا هم یو شمېر زده کوونکي هلته زده کړې کوي، خو ټولې هغه نجونې چې هلته یې زده کړې کولې، د کورنیو د ناوړه دودونو له کبله په بشپړه توګه له زده کړو بې برخې شوې دي. له دې امله په دغه ولایت کې کابو ۱۱۰۰۰ نجونې له څلورمه تر لسم ټولګیه پورې له زده کړو بې برخې شوې دي. د دوی په باور د یادې ستونزې اصلي لامل د بودجې نه شتون دی، دوی وایي یوازې یو ښوونکی هم کولی شي ابتدایه دورې ته درس ورکړي، خو لوړو ټولګیو ته د زیاتو ښوونکو اړتیا ده چې د پوهنې وزارت د دې کار مالي توان نه لري. د پوهنې وزارت د ناسم مدېریت له کبله په تېرو دوو کلونو کې زیاتره نړیوالې مرسته له لاسه ورکړې دي او په ډېریو برخو کې یې جدي ستونزې را ولاړې کړې دي.
د بودجوي ستونزو یوه ښه بېلګه د ۴۷ میلیونه افغانیو حق الزحمه ده چې تېر کال وروسته له اوو میاشتو ښوونکو ته ووېشل شوه. د خوست ولایت ریاست اوس هم ۲۵ میلیونه افغانۍ د تېر کال د ښوونکو د معاشونه پوروړی دی.
حنیف بلخي له سرخط سره په خبرو کې وویل: «ټول سیمه ییز ښوونځي په خوست کې په همغه شکل دوام لري او هېڅ ښوونځی له کوم بل رسمي ښوونځي سره نه دی منحل شوی» د وزیر دا ډول څرګندونې ښیي چې دی د پوهنې له وضعیته بیخي نا خبره دی، ځکه چې د پوهنې له بحران او د نجونو د زده کړو له محرومیته هېڅ خبر نه لري.
د ولسي جرګې تعلمي او فرهنګي کمسیون په لوړه کچه له زده کړو د نجونو محرومیت، د پوهنې وزارت د بې نظمۍ په مانا بولي او وایي چې د پوهنې وزارت مکلف دی چې پر بدیلو لارو غور وکړي. حمیرا ایوبي د دې کمسیون یوه غړې وایي، د پوهنې وزارت په راس کې باید داسې څوک وګومارل شي، څو وکولی شي په لرې پرتو سیمو او ښارونو کې د معارف د وضعیت د ښه والي په خاطر بهرنۍ مرستې را جلب کړي.
د خوست ولایت د پوهنې ریاست چارواکي یاده ستونزه مني او وایي چې د پوهنې وزارت مو د یوه مکتوب له مخې په جریان کې اچولی و، خو د پوهنې وزیر لا هم له دغې موضوع بې خبره دی. یونیسف او دپاملرنې تر نامه لاندې بهرنۍ موسیسې مو هم په جریان کې اچولې دي، خو دوی هم تر دې دمه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.
د تېرو لسو کلونو یوه لویه لاسته راوړنه، په پراخه کچه ښوونځیو ته د زده کوونکو لاسرسی دی، د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق د شمېرنې پر بنسټ، کابو څلوېښت سلنه د زده کوونکو نجونې تشکیلوي. په افغانستان کې د زده کړو پرمختګ ته په کتو، که چېرې په خوست کې په دومره لوړه کچه نجونې له زده کړو محرومې شي، نو د معارف نظام به د پرمختګ پر ځای له شاتګ سره مخ شي او که چېرې د پوهنې وزارت لوړپوړي چارواکي له دا ډول اطلاعاتو نا خبره وي، ښکاره خبره ده، چې د پوهنې راتلونکی به له لویو ننګونو سره مخ دی.
#سرخط