امین پاچا
ډېر کلونه کېږي چې زه د مشرۍ (رهبرۍ) په برخه کې څېړنه او مطالعه کوم. دا کار مې له ځوانۍ څخه پیل کړی او لومړنی مشر (رهبر) چې ما یې په اړه څېړنه وکړه هغه کارتاژ هانیبال و. د کارتاژي جګړې او همدارنګه د هانیبال د فیلونو د وړتیا په اړه چې د الپ له
غرونو به تېرېدل او د جګړې په موخه به یې د رومیانو مقابلې ته دانګل، ډېر کتابونه ولوستل. کارتاژ هانیبال وړتیا درلوده چې له یوه کوچني ځواک څخه، لوی او پیاوړی جنګي ځواک جوړ کړي. ده وکولی شوای په خپلو سرتېرو په کیلومټرونو لاره ووهي او د هغه وخت تر ټولو لوی حکومت (رومیان) رانسکور کړي.
له کارتاژ وروسته مې د اسکیپیو په اړه مطالعه وکړه. هغه داسې یو څوک و، چې هانیبال ته یې ماتې ورکړې وه. بیا مې ناپلیون او ولینګتون په مفصله توګه مطالعه کړل، څو د دغو دوو کسانو تر منځ توپیرونه په ګوته کړم. همدارنګه د واشنګټن، ابراهام لینکلن، جرج باتون، دوایت، ایزنهاور او عمر برادلي ژوند لیکونه مې ولوستل. د دوی له ژوند لیکونو مې څه چې په لاس راوړل هغه دا وو، چې مشران (رهبران) زېږي نه بلکې جوړېږي. هېڅوک یو په یو نه شي مشر کېدای او نه هم مشري تر لاسه کولی شي؛ لکه اسکندر چې له اته کلنۍ څخه مې تر مشرۍ (رهبرۍ) پورې د ده په اړه مطالعه او څېړنه کړې ده.
د تاریخي او مخکښو مشرانو (رهبرانو) په اړه څېړنه
د پخوانیو او اوسنیو مخکښو مشرانو په هکله مطالعه، مشرۍ ته د رسېدو او د مشرۍ د ارزښت په برخه کې له سړي سره ډېره مرسته کولی شي. هر څومره چې د مخکښو مشرانو او د دوی د کړنو په اړه څېړنه وکړی، په همغه کچه تاسو هم روزل کېږی، چې بلاخره خپلې کړنې په عمل کې هم ثابتولی شئ.
ابراهام لینکلن لیکي: «که یو څوک په یوه کار کې بریالي شي، نور هم کولی شي هغه کار وکړي، د هغه په پله پل کېږدي او خپلې موخې ته ځان ورسوي.» برتراندراسل هم له دغې نظریې سره موافق دی او لیکي: « تر ټولو لوی ثبوت د یوه کار د بریالي کېدو لپاره دا دی، چې مخکې هم چا ورته کار په بریا سره پای ته رسولی وي.»
پیل وکړئ د مخکښو او بریالیو مشرانو له کړنو تقلید وکړئ. هر څومره چې د هغوی له کړنو او خوصیاتو تقلید وکړی په همغه کچه هغوی ته نږدې کېږی او بلاخره د هغوی په څېر یو مشر (رهبر) جوړېږی.
د اسکندر کیسه
هر هغه څوک چې غواړي د مدیریت به برخه کې لوړ مقام ته ورسېږي، اړینه ده یو ځل د اسکندر کیسه ولولي. اسکندر په پنځلس کلنۍ کې هوډ درلود او دا یې ځانته برخلیک ټاکلی و، چې یو ځل به دنیا فتحه کوي. ده هوډ درلود چې ټول بشر د سولې او دوستۍ په فضا کې سره متحد کړي. ده دې موخې ته د رسېدو په پار له ارسطو څخه چې د ده ښوونکی و، کلونه زده کړې وکړې. نظامي هنر یې له خپل پلار او لوړپوړو نظامي چارواکو څخه زده کړ. ده باور درلود چې دی به په راتلونکي کې یو ډېر ښه پادشاه وي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره یې رښتینی هوډ کړی و. د چارو د سمون او رغون په برخه کې یوه وتلې څېره وه. وړ کسان یې په دندو ګومارل او هغوی به یې په مناسب وخت کې مناسبو ځایونو او ادارو ته استول. دا وړتیا یې درلوده چې خپلې چارې په ښه توګه پلان کړي او په ډېر عالي فکر سره یې خپل کارونه پر مخ بېول. د اربل مخامخ جګړې ته یې یوازې ۵۰۰۰ کسان واستول په داسې حال کې چې مقابل لوري یو میلیون سرتېري را استولي وو، خو سخته ماتې یې ورکړه. سکندر هېڅکله د ماتې فکر نه کاوه؛ ځکه ده په خپلو کسانو او د هغوی په وړتیا باور درلود او دا هم ورته مهمه نه وه چې د خپلو سیالانو په مقابل کې څومره د بریا چانس لري.
اسکندر د نورو مخکښو مشرانو په څېر خپل کسان په ډېره ښه توګه رهبري کول او هغوی یې داسې کارونو ته هڅول چې لا به یې نه وو تر سره کړي. ده به د خپل ځواک پر مهمو ټکو تمرکز کاوه او د خپل ځواک پاملرنه به یې هغه حساسو سیمو ته اړوله چې بریا به یې هلته ډېره اړینه وه. خلاصه د ده ژوند د مشرۍ (رهبرۍ) په برخه کې له ډېرو ښو خصوصیتونه برخمن دی او تر اوسه د ده په څېر بل داسې مشر (رهبر) نه دی تېر شوی.
خپل ځانته د یوه رهبر په توګه وګورئ
لکه څنګه چې په پیل کې وویل شول، مشري (رهبري) د یوه هرم (هندسي شکل) په څېر ده، چې په ښکتنۍ برخه کې یې داسې کسان ځای پر ځای شوي چې دوی هېڅ فکر نه کوي، په راتلونکي کې به څه رامنځته کېږي؛ خو په پاسنۍ برخه یې دوه سلنه هغه کسان ځای پر ځای شوي چې د بدلون هڅې کوي. موږ هر یو د دغه هرم په یوه برخه کې ځای پر ځای شوي یو او ښکته پورته په حرکت یو. زموږ حرکت زموږ په ورځینو کارونو او خبرو اترو پورې اړوند دی.
که چېرې غواړئ له ځانه یو ښه مشر (رهبر) جوړ کړی، په یاد ولرئ چې هر څه په تاسو پورې تړلي دي. هر څه ستاسو په لاس او حتا ستاسو په ذهن کې دي. تاسو هغه څه جوړېږئ چې د هغه په اړه فکر کوی. کوم انځور چې تاسو په خپل ذهن کې جوړوی په حقیقت کې ستاسو کړنلاره مشخصوي. که چېرې تاسو د خپل ذهن انځور بدل کړئ او خپل ځانته د یوه مشر په توګه وګورئ، کولی شی یو ډېر ښه مشر جوړ شئ. هر څه د علت او معلول د قانون پر بنسټ رامنځته کېږي او دا د نړۍ تر ټولو ښه قانون دی. ټول قوانین که هغه د ریاضیاتو او یا هم نورو علومو قوانین دي، د همدغه قانون (علت او معلوم) تر چتر لاندې دي. دا قانون وایي: د هر معلول لپاره یو علت شتون لري، هېڅ شی په خپل سر نه رامنځته کېږي. د هر چا بریالیتوب دلایل لري. نو بناَ که غواړی د نورو خلکو په څېر نېکمرغه و اوسئ، که دا خوښوی چې له بریالیو کسانو تقلید وکړی، نو فکر وکړئ چې لومړی هغوی څه کړي او کومو شیانو ته یې لاسرسی موندلی؛ کله مو چې دا پیدا کړل، نو د هغوی په پله پل کېږدی او له کړنو یې تقلید وکړئ، بلاخره تاسو به هم ورته پایلې ته ورسېږئ.
د باور قانون هم له دغه قانون (علت او معلوم) سره نږدې اړیکه لري. دا قانون وایي که په یو شي باور او عقیده ولری، نو ستاسو باور په واقعیت بدلېږي. یا به بله وینا کوم څه چې تاسو همدا اوس یئ، هغه څه دي چې تاسو پرې باور لرئ. نامتو فیلسوف ویلیام جېمز وایي: « اېمان ستاسو د ژوند رښتینی حقیقت زېږوي.»
د دغه کتاب موخه دا ده چې له تاسو یو مشر (رهبر) جوړ کړي او که همدا اوس تاسو مشر (رهبر) یئ؛ مرسته درسره کوي چې څنګه وکولی شی ځان په یوه پیاوړي او مخکښ مشر واوړئ. زه تاسو ته د لویو او پیاوړیو مشرانو (رهبرانو) ستاینې کوم، څو تاسو د هغوی له خصوصیاتو تقلید وکړئ او بلاخره له ځانه مشر (رهبر) جوړ کړی.