نور صبر د څه لپاره ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه : خوشحال آصفي
د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ځيني اسناد او شواهد له يوې ليکنې سره يو ځاى د رسنيو په واک کې ورکړي چې له حقاني ډلې او طالبانو سره د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې اړيکې ثابتوي. ښاغلي نبيل په دې ليکنه کې ويلي، پر افغانستان د پخواني

شوروي اتحاد د تېري پر مهال دغه هېواد د افغانستان د مجاهدينو د سمبالښت په پلمه د امريکا په مرسته خپل پوځ تجهيز کړ او د وسله والو د جذب، ښوونې او روزنې او د افغانستان جهاد د پياوړتيا په نوم يې د زرګونو ديني مدرسو بنسټ کېښود. نبيل ويلي چې په پاکستان کې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېرې ديني مدرسې چې ډېری يې د افراطي اسلام او تاوتريخوالي په ترويج بوختې دي، فعالې دي، دغه راز ۵۱ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالې دي او له يادو مدرسو وسله وال جذبوي.
د ښاغلي نبيل ادعا په پوره معنا پر ځای ده چې په پاکستان کې له پنځوسو زياتې ترهګرې ډلې شتون لري چې له مدرسو ترهګر جذبوي. د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د حقانې ترهګرې ډلې په شمول؛ ډیری نورې خطرناکې ډلې لکه د لشکر طيبه، جيش الاسلام، جيش المحمد، تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي، د ملا نذير ډله، حرکت المجاهدين او ځينې نورې ډلې فعالې دي چې په پاکستان کې تمويل، تجهيز او پلان ورکول کيږي څو په افغانستان او د سیمي په نورو هيوادونو کې د پاکستان په ګټه ورانکاري وکړي.
په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د ثبوت دغه اسناد هم عادي اسناد نه دي بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارو هغه رسمي لیکونه دې چې پخپلو منځو کې یې تبادله کړي او په هغه کې یې د حقاني شبکې د غړو د ساتنې او امنیت په اړه خپلو نورو څانګو ته لارښوونې کړې دي. په دې اسنادو کې داسې اسناد هم شته چې د کابل په هوايي ډګر د برید طراحانو ته پکې د آی ایس آی له لوري تر دوه نیم ميلیونو پاکستانیو کلدارو جایزه ورکړل شوې ده.
همداشان له دې وړاندې د افغانستان او په نړيوال سياست کې څو نورو مشهورو څيرو هم د پاکستان د منزوي کیدو لپاره پوره ونډه اخيستې ده. د امريکا د کانګرس د بهرنيو اړيکو کمېټې ته د ډاکتر زلمي خليلزاد څرګندونې او په ټوله کې د پاکستان خلاف وروستی دريځ يې، د ملګرو ملتونو د جګپوړی کارپوه وحيدالله وحيد څرګندونې ويلي و چې لويديځ هېوادونه، په ځانګړې توګه امریکا تصميم لري چې پاکستان تجزیه کړي؛ په وارسا کنفرانس کې د پاکستان خلاف د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې چې نړیوالو ته ښکاره کړه چې د سیمې نور هیوادونه د افغانستان د سولې لپاره همکارۍ کوي خو پاکستان د افغانستان سولې ته ژمن نه دي ځکه طالب وسلوال په خپله خاوره کې ساتي، په ښه او بد یې ویشي او د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، په وروستيو کې د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبيل څرګندونې او له ترهګرو د پاکستان د ملاتړ په تړاو يې د اسنادو افشا کول، او په ټوله کې په امریکا کې دننه د پاکستان پر ضد انتقادونوزياتيدل او د افغان حکومت وروستی دريځ؛ که څه هم ډیر ناوخته دي خو بيا هم ډیر پر ځای او د قدر وړ دي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې له دې زرينې موکې بايد څه ډول ګټه واخيستل شي؟
1.    افغان حکومت په ځانګړي توګه ولسمشر غني بايد همداسې د پاکستان په مقابل کې خپلې پالیسۍ ته دوام ورکړي او تر هغې ترې په شاه نه شي څو د نړۍ هر هيواد په دې پوه شي چې پاکستان يو ترهګر پال او ترهګر زيږونکی هيواد دی.
2.    افغان حکومت بايد له پاکستان سره هر ډول پټ لاسليک شوی تړون لغوه اعلان کړي، په ځانګړي توګه هغه د استخباراتي معلوماتو د شريکولو، اس او پي او بارډر منجمنټ لاسليکونه. که داسې ونه شي او په اساسي توګه له پاکستانه زمونږه خوږه ګوته راخلاصه نه شي نو تش په خوله د پاکستان خلاف دريځ نيول او پر وړاندې يې څرګندونې کول به بې معنا وي.
3.    افغان حکومت بايد د پوځي مقابلې پر ځای له پاکستان سره اقتصادي مقابله وکړي او په اساسي توګه ورته بايد ماتې ورکړي. په دې معنا چې حکومت بايد د هغه افغان پانګوالو لپاره په کور دننه د پانګونې زمينه برابره کړي چې همدا اوس په پاکستان کې په ميلونونو پانګونه لري. دلته بايد د اوړو، غوړو او نورو هغو توکو فابريکې فعالې شي چې همدا اوس يې افغانستان له پاکستانه واردوي. که د پاکستاني توکو تحريم ترسره شي نو پرته له شکه چې افغان حکومت به په اساسي او بنیادي توګه پاکستان په ګونډو کړی وي.
4.    اوس چې په افغانستان، امريکا او په ټوله کې د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د پاکستان ضد روحيه مخ پر ودې روانه ده نو افغان دولت بايد همدا غوره چانس وګڼي او له موکې په ګټه اخيستلو په افغانستان کې د پاکستان د هر منافقت اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړي. ځکه همدا يې غوره وخت دی.
5.    وروستيو پيښو وښوده چې پاکستان نه يوازې د افغانستان او هندوستان د امنيت لپاره ګواښ دی بلکې د سعودي عربستان او نورو اروپایې هيوادونو په شمول د ټولۍ نړۍ لپاره ګواښ زيږونکی دی. پس لازمه ده چې د پاکستان په خلاف مبارزه بايد يوازې افغانستان او هندوستان ته پاتې نه شي بلکې د نړۍ ټول هيوادونه په يوه خوله د پاکستان خلاف غږ او چت کړي او پاکستان د خپل عمل په سزا ورسوي.

لیکنه : خوشحال آصفي