خونړي بريدونه او جالبه غبرګونونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه : خوشحال آصفي
تيره ورځ د کابل ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې د پغمان ولسوالي ارغندې چوک ته نږدې په قلعه حیدر سیمه کې؛ له میدانښاره کابل ته د نویو روزل شویو پولیسو د موټرو پر کاروان خونړس بريد وشو. د کورنيو

چارو وزارت د معلوماتو له مخې په بريد کې ٣٣ کسان شهيدان شوي او ٧٩ نور ټپيان دي. د کورنيو چارو وزير د يادې پېښې د څرنګوالي او څېړنو په موخه دوو کمېسيونونو ته دنده سپارلې ده چې يوه کمېسيون د پېښې څرنګوالى او بل به په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره کار کوي. وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى. دا په نيږدې درې مياشتو کې دريم خونړی بريد دی چې په کابل کې ترسره کيږي. څو ورځې وړاندې په کابل کې د نیپالي وګړو پر یوه موټر هم ځانمرګی برید شوی و، چې ۱۶ کسان پکې وژل شوي ول. همداراز له هغې وړاندې د مې د میاشتې په ۲۵مه په پغمان ولسوالي کې د میدان وردک ولایت د محکمې پر مامورینو برید شوی و چې د ۶ ماشومانو په شمول ۱۱ تنه پکې شهيدان شول.
د چارواکو غبرګون
۱ــ ولسمشر: ولسمشر غنی دغه بريد پر انسانيت بريد بللی او غندلی يې دی. نوموړي ويلي د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان عبادت کوي، خو طالبان برعکس د خلکو په وژلو او د وېرې او وحشت په خپرولو سره نه بښونکی عمل ترسره کوي.
۲ــ اجرايه رييس: اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ياده پېښه پر کلکو ټکو غندلې او زياته کړې یې ده چې د هېواد دښمنانو او د پرديو غلامانو يو ځل بيا خپله ظالمانه کړنه ترسره کړه. پر فيسبوک د عبدالله په رسمي پاڼه کې د يادې پيښې اړوند راغلي چې : «لاسپوڅي دښمن د روژې په مبارکه مياشت کې د دا ډول جنايت په ترسره کولو سره په ثبوت ورسوله چې د هيڅ ډول اسلامي او انساني اصولو پابند نه دی. د خدای ج له درباره د دغې دردونکې پيښې شهيدانو ته د جنت او ټپيانو ته د شفا غوښتونکی يم».
څو پوښتنې چې بايد ځواب شي
اوس پوښته پيدا کيږي چې د هيواد د سياسي مشر په توګه آيا ښاغلي عبدالله ته اوس څرګنده شوه چې وسله وال طالبان او ټول ترهګر چې هيڅ ډول اسلامي او انساني اصولو ته پابند نه دي؟
آيا دېته ورته بريدونه چې په تير کې په امنيتي ځواکونو او ملکي افغانانو ترسره شوي دي لکه د د مې د میاشتې په ۲۵مه په پغمان ولسوالي کې د میدان وردک ولایت د محکمې پر مامورینو برید، د وري په ۳۱ مه د ملي امنیت اړوند د مهمو څېرو (رجال برجسته) ساتنې ادارې پر کارکوونکو بريد چې په کې ۶۴ کسان شهيدان شول او ۳۶۷ نور ټپیان شول او يا نور بريدونه؛ آيا د دغه بريدونو ترسره کوونکي د کوم ډول اسلامي او انساني اصولو پابند و؟
همداشان د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه اشرف غني ته همدا ښايې چې بريد وغندي او عاملان يې پر انسانيت بريد کوونکي وبلي؟
آيا ولسمشر اوس خبر شو چې طالبان د خلکو په وژلو او د وېرې او وحشت په خپرولو سره نه بښونکی عمل ترسره کوي؟
آیا ستاسې مسوليت همدومره دی چې بريده په کلکو ټکو وغندئ او عاملان يې د اسلامي او انساني اصولو خلاف وګڼئ؟
آيا د حکومت مسوليت دا دی چې معلوم کړي جنايت او خونړي بريد ترسره کوونکي؛ څومره د اسلامي او انساني اصولو پابند دي؟
آيا د حکومت دنده فاتحه اخيستل او شهيدانو ته د جنت غوښتل دي او که د هغه پيښو مخنيوی چې په کې خلک شهيدان او ټپيان کيږي؟
دا به ومنو چې تاسې ته اوس څرګنده شوه چې بريد کوونکي او وسله وال د هيڅ ډول اسلامي او انساني اصولو پابند نه دي؛ له دې وروسته به ستاسې مسوليت څه وي؟
څه کول په کار دي؟
۱ــ دا چې په نيږديو دريو مياشتو کې يوازې په کابل کې دا دريم خونړی بريد دی چې په کې په لسوګونو ملکي او نظامي هيوادوال مو شهيدان کيږي او د امنيتي چارواکي په ځانګړي توګه د کورنيو چارو وزير صاحب تش په غندنه بسنه کوي او د نورو احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره نه لاس په کار کيږي نو دا په ډاګه کيږي چې ښاغلی د کورنيو چارو وزير بې کفايته او غير مسلکي کس دی. بايد وزير صاحب او د کابل ولايت ځنی اړوند امنيتي چارواکو د يادو بريدونو په مخنيوي کې د پاتې راتلو له امله له دندو ګوښه او د پوښتنو لپاره قضايي او عدلي ارګانونو ته معرفي شي.
۲ــ حکومت په ځانګړي توګه امنيتي سکتور بايد له سياسي او سهامي بڼې راووځي او ملي شي.
۳ــ امنيتي ليکې بايد چاڼ شي او د دولت په بدنه کې په بيړنۍ توګه د پنځم ستون د تشخيص کولو لپاره بايد لازم تدابير ونيول شي او حکومت سمدستي لاس په کار شي.
۴ــ په امنيتي سکتور کې په بيړني توګه لازم اصلاحات بايد راوستل شي. هغوی چې د کومې څوکۍ وړتیا نه لري بايد له دندې ګوښه او پر ځای يې وړ او مسلکي اشخاص وګمارل شي.
لیکنه : خوشحال آصفي