رحمت الله روان
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن په ډیرو ښکاره الفاظو کی په مخامخ جګړو دطالبانو په ناکامی اعتراف وکړی ، هغه دخپلو خبرو په طرځ وویل چی « د امریکا متحد ایالتونه له پاکستانه غواړي چې د افغان طالبانو پر ضد اقدام وکړي خو پاکستان په خپله
خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه نه شي کولی » سرتاج عزیز په دی هکله پي ټي وي ته وویل:«زموږ نظر دا دی چې تاسو (ناټو او امریکا) له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي جګړه کوئ، خو جګړې سوله رانه وړلی شوه، اوس یوازینۍ لار خبرې اترې دي. که طالبان افغانستان نیولی نه شي نو تر کلونو پوري جنګ کولی شي » ..»
له بله لوری نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سياسي معین حکمت خليل کرزي په مشرۍ افغان پلاوي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د وروستۍ لانجې په اړه خبري وکړې ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه) د دواړو خواوو له خبرو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی خبرې په صمیمانه فضا کې وشوې او پرېکړه وشوه چې د خپلو خبرو په باب به له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي او نورې خبرې به د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره د جون په ۲۳ او ۲۴ مه په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غونډې ترڅنګ وکړي
په عین حال کی په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ویلي، چې هېواد یې تر دې وروسته د افغان کډوالو کوربه توب نشي کولای. د اکسپرس نیوز د راپور له مخې طارق فاطمي ویلي، اسلام اباد نور نه دی چمتو چې خپله خاوره کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي او په دې توګه خپل قلمرو کې د افغانانو مدني جګړه دوام وکړي. هغه په ورته مهال یو ځل ویلي، چې هند له افغان خاورې په استفادې پاکستان کې بې ثباتي رامنځته کوي، هغه ادعا چې افغان چارواکو په کراتو کراتو رد کړې ده .
دپاکستان دبهرنیو چارو د اړیکو دسلاکار سرتاج عزیز د نن ور ځی له ځرګندونو داسی معلومیږی چی پاکستان نور خپل اعتماد په دی هکله له لاسه ور کړی دی چی طالبان دپاکستان د ګټو پخاطر په افغانستان کی وجنګیږی او یا دی افغانستان یو ځل بیا تر خپلی مستقیمی اداری لاندی را ولی ، بنا او س یی په خپله خارجی پایلسی کی دافغانستان سره دسرحد په سر ددرازوجوړه ولو خبره را پورته کړی ده او له دی لاری غواړی د افغانستان پر دولت فشار وارد کړی ، چی په دی لاره کی هم په جهانی سطح دسختی سیاسی انزیوا سره او هم دافغانستان له لوری دسخت مقاومت سره مخامخ شو .