افغانستان کې جمهوريت که مجبوريت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه:نصرالله حیات

جمهوري نظام هغه نظام ته ویل کیږي، چې محکوم  خپل حاکم او رايه اچوونکي  خپل استازي وڅاري او یا په بل عبارت، جمهوري نظام هغه نظام ته وايي، چې د رايې اچوونکو اختیار له استازو  نه ډېر وي یعنې عام خلک په خپلو وکیلانو او مشرانو باندې قوي وي ، نو اوس

پوښتنه داده، چې  ایا زموږ په هیواد کې عام خلک په خپلو استازو باندې قوي دي او یا په هغو باندې کنټرول لري؟   ستاسې ځواب به خامخا  منفې وي. هغه ځکه چې موږ له استازو سره خبرې نه شو کولای، نو هغوی به څنګه کنټرول کړو.
د جمهوریت په هکله لیکونکې  وايي، کوم هیواد کې چې فقر، بې سوادي، نا پوهي   او  ټولنیزه نا امني ډیره وي ؛ هغه هیواد کې نه یوازي خلک جمهوري نشي کیدلای، بلکې  د هغوی پرېکړې هم هیڅکله جمهوري پرېکړې نه ګڼل کیږي. چې له بده مرغه زموږ په هیواد کې فقر، بې سوادي ، نا پوهي   او  ټولنیزه نا امني  په پراخه کچه شتون لري.
 دا نظام چې له ۱۵ کالو را هیسې  په افغانستان کې چلیږي؛ جمهوري نه دی. يوازې د درواغجنو ټولټاکنو ترسره کول جمهوری نظام نشي کیدلاي. زمونږ ټولټاکنې په یو لحاظ هم جمهوریتې ټولټا کنې نه دي ، زمونږ بهير جمهوري ندی او نه زمونږ حکومت جمهوري دی، ځکه  جمهوری نظام لپاره شرط دادی، چې حکومت باید د قانون مطابق حرکت وکړي. ولسمشر ، د هغه مرستيالان ، وزیر ، والې ، پارلمان، استازي، د مشرانو جرګې وکيلان او ټول لوړ پوړي چارواکې باید د اساسي قانون مطابق  حرکت وکړي. خو زمونږ په هیواد کې د قانون کوم ارزښت نشته ، دلته شخصي زورواکي ده.  زمونږ په هیواد کې د زورواکو قانون چلیږي. کوم هیواد کې چې قانون په عامو خلکو او چارواکو یو شان عملی نه شي هغه هیواد ته مونږ جمهوري هیواد نه شو ویلی.
  جمهوری دولت  ملي ارګانونه باید پیاوړي کړي.پدي هیواد کې نه ریاستې نظام پیاوړي دی او نه مو سیاسي  ګوندونه د پلان پر بنسټ پر مخ روان دي، یعنې سیاسي ګوندونه مو هم یو منظمه اداره نه لري ، نه يې د هیواد ګټو لپاره خپلې سیاسي موخې معلومې دي. د هر سیاسي ګوند غړي د خپل شخصي ګټو لپاره هلي ځلي کوي. کله چې د ټولټاکنو وخت راشي سیاسي ګوندونو مشران د رایو اخیستو لپاره  عاموخلکوته دهوکه ورکړي ، په درواغو ډیرې وعدي ورسره وکړي او کله چې ټولټاکنې خلاصي شي بیا په دوربین کې هم نه ښکاري او بل پلو ته په افغانستان کې له ۵۰ ډېر سیاسي ګوندونه شتون لري، خو له بده مرغه چې ډېری يې په ژبنې او قومې تعصباتو ککړ دي. د سیاسي ګوندونو د همدغو نيمګړتيآوو له امله د دولت خلاف یو قوي او سالم اپوزیسیون نه لرو.  نو همدا وجه ده، چې دولتي چارې مو د خلکو د غو ښتنو مطابق نه دي او دولت چې څه کوي مخه يي هم څوک نه نیسي.
جمهوریتي نظام کې هر څه پاک، شفاف او واضح وي، چې څوک څه کوي، دلته خو شفافیت نشته. غربي او جمهوری هیوادونو کې په بشپړه توګه شفافیت شتون لري ، هلته چارواکي څه کوي؟ څومره مصارف لري؟ شتمنې يې څومره ده؟ واکونه او کړنۍ يې څه دي؟ په نورو هیوادونو کې د پارلمان خپله ویب پاڼه وي،  چې د پارلمان او مشرانو جرګې د غړو مکمل معلومات پکې لیدلای شي. هر څوک د پارلمان د غړو کارونه د ويب سايټ له لارې څارلی شي، چې څومره ګټه يي کړي؟ څومره مصارف يي کړي؟ او څومره جایداد لري ؟ ټولو په هلکه معلومات لاسته راوړلی شي. لیکن زمونږ په هیواد کې دا سیستم نشته ، دلته څوک څه کوي؟ څومره يی وګټل؟  حساب او کتاب ورسره نه کیږي. مونږ عام خلک خو په خپلو خولو کې ډوب یو، په مونږ کې هره ورځ دومره مړه کیږي، چې د هغې پو ښتنه څوک نه کوي، نو د دی به څوک پو ښتنه وکړي. عامو خلکو ته خو د دي معلومات هم نشته، چې ایا د دوی را يې جمهوري نه دي، نو ایا دې ته مونږ جمهوری نظام ویلای شو.؟
زه په ډاګه ویلي شم، چې داسې دولت ته جمهوریتې، نه بلکې مجبوریتې دولت وویل شي. جمهوریتې نظام هغه نظام ته ویل کیږي، چې د دولت چاري د خلکو په خوښه پر مخ  روانې شي. لیکن دلته جمهوریت، عام خلک له دولتې چارو کې له ګډون کولو څخه محرومه ساتلي. دلته خو جمهوریت څو فیصده خلکو لپاره د عیاشی او کاروبار وسيله جوړه شوې ده. هیواد کې ټولې سرچینې ، مال او دولت باندې یو څو ځانګړو مافيايي وګړو قبضه کړي ده. پدي هیواد کې د میلونونو خلکو لپاره نه کار شته ، نه کومه د معاش اخیستو سرچینه، نه عدل او نه انصاف شته، نه د دوی مال او ځان خوندي دی، نه يي عزت او ابرو خوندې ده. حتی پدي هیواد کې عاموخلکو ته د ژوند کولو حق هم  نه دی ورکړل شوی.
 دوستانو! په کوم هیواد کې چې عدل او انصاف نه وي .، فقر  ،بې کاري ، بې سوادي ، نا پوهې   او  ټولنیزه  نا امنې ډیره وي؛ په کوم هیواد کې چې ستا مال ، ځان ، عزت او ابرو خوندي نه وي؛ قانون په ټولو خلکو یو شان نه عملي کیږي؛ نو داسې یو نظام ته مونږ جمهوریتې نظام ويلی نه شو؟. خو له بده مرغه موږ ته چې څوک هر ډول نظام راولیږي او چې څه ډول يې تعريف کړي په پټو سترګو يې منو، موږ بايد هر څه په پټو سترګو ونه منو، ځان پرې پوه کړو او د خپل هیواد او ولس د ګټو پر بنسټ بايد پرېکړې او نظامونه ومنو.       په درنښت