لیکنه : خوشحال آصفي
وروسته له هغې چې روان کال د مې په ۲۱ مه د امریکا بې پېلوټه الوتکو د پاکستان په نوشکي کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وویشت، پاکستان په خپله خاوره کې د افغانانو نیونې او ځورونې زیاتې کړي او د ډیورند په کرښه کې یې هم ترینګلتیا ته لمن وهلې ده. له
يادې پېښې وروسته په تورخم کې وضعیت ترینګلی شوی. آن دا چې څه موده وړاندې افغان او پاکستاني پوځیانو ټانکونه او زغروال ګاډي په سیمه کې ځای پر ځای کړي وو. خو وروسته له دې چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان له لوی درستیز جنرال راحیل شریف او نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل، پاکستان خپل ټانکونه له تورخمه شا ته یووړل او په تورخم کې یې د کټارې له نصبولو لاس واخیست.
اوس چې په وروستيو کې د تورخم مساله رامنځته شوه نو یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ وضعیت ترینګلی شوی دی. راپورونه وايې د افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ لومړي ځل جګړه هغه مهال ونښته کله چې پاکستاني ځواکونو غوښتل په تورخم کې دروازه کېږدي. افغان امنیتي ځواکونه وايي چې پاکستاني پوځیانو پاروونکي حرکتونه وکړل او دوی یې اړ ایستل چې ځوابي اقدام وکړي. که څه هم پاکستاني ځواکونه په درنو وسلو سمبال و خو ویل شوي چې افغان ځواکونو شاهکار وکړ؛ په پوره ميړانه يې د خپلې خاورې دفاع وکړه او پاکستاني پوځيانو ته يې ښه سبق ورکړ. راپورونه وايې تر شپيتو ډيرو پاکستاني مليشو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. مونږ په خپل ميړني، اتل افغان امنيتي ځواک وياړو.
که څه هم د ډيورنډ فرضي کرښې په شاو خوا کې د پاکستان تحرکات او د تورخم په دروازې د افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې نوې خبره نه ده خو په ورستيو کې پر دغه کرښه د دواړو لورو تر منځ نښتې وروسته له دې ډيرې شوې کله چې پاکستان اعلان وکړ چې د جون له لومړۍ نېټې وروسته به له پاسپورټ پرته د تګ راتګ لپاره چا ته اجازه نه ورکوي. له يادې نيټې وروسته د تورخم دروازه د څو ورځو لپاره د ویزه نه لرونکو افغانانو پرمخ وتړل شوه او ګڼ شمیر ناروغان او نور مسافرین چې پیښور او د پاکستان نورو ښارونو ته د درملنې او یاهم د خپلو کورنیو لیدو ته تلل راتلل؛ د تورخم په دروازه کې ایسار پاتې شول.
پاکستان له دغو تحرکاتو کومه موخه لري؟
۱ــ ځينې خلک په دې باور دي چې پاکستان د دغه ډول تحرکاتو په ترسره کولو سره د ډیورند کرښې د په رسمیت پیژندلو هڅه کوي. تر يوې کچې دا نظر هم د تاييد وړ دی ځکه پاکستان په تير کې دغې کرغيړنې کرښې ته د رسميت ورکولو په موخه په افغانستان کې د نيابتي جګړې له فورموله کار اخيستي دی او تل يې په افغانستان کې د نا امنۍ په جوړولو داسې زمينه سازي کړې ده چې ګويا ترهګر له دغې کرښې دواړو غاړو ته اوړي او را اوړي؛ او د دوی په باور بايد ياده کرښه په رسميت د سرحد په توګه وپيژندل شي څو دواړه لوري يې امنيت ټينګ کړي. خو په اصل کې په افغانستان او پاکستان کې امنيت په دې نه شي راتلای چې خدای مه کړه دغه کرښه دې رسمي سرحد شي. ځکه ترهګر خو د پاکستان په کراچۍ، حیات آباد، اسلام آباد، لاهور او پنجاب کې خوندي پناه ځایونه لري او په رڼا ورځ يې د پاکستان پوځ او استخبارات پر دغه کرښه افغانستان ته را اړوي.
پر دغه کرښه پوځي تحرکات او يا د تورخم دروازې بندول د امنيت د ښه کيدو باعث نه شي کیدی. د ډیورنډ فرضې کرښه خو د تاریخي اسنادو په حواله د انګریزانو لخوا د کرښې د دواړو غاړو د لوی پښتون ولس د ويشلو او په ټوله کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خپل منځي نښتو د رامنځته کيدو په موخه راکښل شوې ده. دغه کرښه د انګريزانو لخوا په ١٨٩٣ زېږديز کال کې د سیمې د میشتو ولسونو د بیلوالي په موخه جوړه شوې ده. خو له نيکه مرغه د سیمې میشتو ولسونو او هيڅ افغان حکومت هغه هيڅکله هم د نړيوالې پولې په توګه نه ده پېژندلې.
۲ــ په پاکستان کې پرله پسې توګه د ترهګرو د مشرانو وژل کيدو؛ نړۍ ته د پاکستان اصلي څېره ښکاره کړه په ځانګړي توګه په وروستیو کې د بلوچستان په نوشکې کې د طالب مشر ملا منصور وژل کيدو؛ د پاکستان ترهګريزه څېړه ټولې نړۍ ته ښه بربنډه کړه. اوس هغه هيوادونه چې پاکستان ته يې د ترهګرو ځپلو په نوم مرستې ورکولې؛ په خپلو مرستو پښيمانه ښکاري او ويل کيږي چې په راتلونکې کې يم پرې خپلې مرستې کمې کړې او په پاکستان کې ميشتې ترهګرې ډلې حقاني شبکې د ځپلو پورې يې مشروطې کړي دي. دا چې په نړۍ کې د پاکستان ترهګره څېره برسیره شوه نو اوس پاکستان غواړي چې د افغان حکومت او نړيوالو فکر بل لور ته واړوي نو ځکه ځينې وختونه د خپل بام وارورې په افغانستان ګوزاروي او دلته د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د شتون دعوه کوي، او کله بيا د تورخم دروازې مسله راپورته کوی. دوی په دې توګه غواړي په پاکستان کې د ترهګرو د شتون له مسلې د نړيوالو فکر؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ جنجالي مسلې ډيورنډ کرغيړنې کرښې ته واړوي.
۳ــ له افغانستان سره د پاکستان اساسي ستونزه دا ده چې ياد هيواد د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی او په هر وخت کې يې د هرې وسيلې څخه کار اخيستی څو افغانان وځپي. اوس په وروستيو کې چې افغان حکومت د خپل دوست هيواد هندوستان په مرسته د خپلو اوبو د مهارولو او د چابهار بندر او سلما بند په څير لويې پروژې افتتاح کړې نو د پاکستان په زړه يې غوبل جوړ کړی دی. پاکستان له يوې خوا د افغانستان او هندوستان تر منځ د اړيکو له خوږوالي او نږديوالي زړه خوري او له بلې خوا د افغانستان پرمختګ او پر پاکستان د اوبو احمالي بندوالي په نس کې درد پيدا کړی دی. پر همدې اساس په وروستيو کې د هغه متل په مصداق چې « اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوي » هره بې شرمانه کړنه ترسره کوي.
لیکنه : خوشحال آصفي