لیکنه : خوشحال آصفي
که څه هم په وروستيو کې په کابل، کندز، هلمند او يو شمير نورو ولايتونو کې مرګونې امنيتي پېښې زياتيدل د دې څرګندونه کوي چې د افغانستان او افغان ولس دښمنانو خپل فعاليتونه زیات کړي دي خو په ټوله کې بايد د دې پيچلي دښمن او غلچکي بريدونو په مقابل کې د افغان امنيتي ځواکونو مقاومت د ستاينې
وړ دی. دا هم څرګنده ده چې حکومت په امنيتي تشکيلاتو کې ستونزې لري خو دا په دې معنا نه ده چې په دغه استخباراتي جګړه کې د افغان ځواکونو په کمزورۍ او د دښمن په بري دلالت وکړي.
که څه هم وسله وال مخالفان هر کال د هوا په ګرميدو او د سپرلي په راتګ سره جګړو ته زور ورکوي خو سږ کال امنيتي ځواکونه له لوی ازمويښت سره له دې امله مخامخ دي چې د وسله والو پر وړاندې په کمو امکاناتو او کمو تجهيزاتو سربيره په يوازې سر جنګيږي. زمونږ برياد او زمونږ د حکومت بريا په دې کې ده چې ټول افغانان په يوه غږ تر يو چتر لاندې راټول شي او د دغه استخباراتي دښمن په مقابل کې د افغان امنيتي دفاعي او استخباراتي ځواکونو وړتياوې وستايو او ملاتړ يې وکړو. له دغو ځواکونو څخه ملاتړ او د دغو ځواکونو د قرباینو او میړانو درناوی او قدرونه، د هیواد د امنیتی وضعیت په ښه کیدو او په هیواد کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د امنیتی ځواکونو د هڅونې په تړاو کاری او مهمه ونډه لری.
د هیواد له امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ، له اخلاقی مسوولیتونو څخه ګڼل کیږی، ټول هيوادوال دولتي چارواکي، سياسيون، مدني فعالان او هر افغان بايد خپل دغه اخلاقي مسوليت ادا کړي. که په دې خاوره کې نسبی امنیت ټینګ دی، نو د هیواد دفاعی او امنیتی ځواکونو د قربانیو له برکته ده. دغه ځواکونه د ځان په قربانولو سره، د امنیت ضد خوځښتونو پر وړاندې مقابلې ته دانګی، په دې توګه په ټولنه کې امنیت ټینګوی، چې خلک په پوره ارامتیا خپل ژوندانه ته دوام ورکړی او له خپل ژوند څخه خوند واخلی.
يو شی چې د هیواد دښمنانو او وسله والو مخالفانو د کمزورۍ او ذلالت په توګه يادولی شو هغه د وسله والو له لوري د ملکي خلکو برمته کول، وژل او په لويو لارو له موټرو د سپن ږيرو، ماشومانو او ميرمنو راښکته او نا معلوم لوري ته بيول دي. د دښمن د ذلالت وروستۍ او تازه پيښه تيره ورځ په ننګرهار کې د روداتو ولسوالۍ حصارک په جومات کې د جمعې د لمانځه په ملکي خلکو بريد دی چې په لسګونو بيګناه خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. د افغانانو او مسلمانانو دغه ذلیل دښمن ديته ونه کتل چې په جومات کې ټول ملکي خلک او عام مسلمانان د روژې په مبارکه مياشت کې د جمعې مبارکې لمونځ ادا کوي
؛ خو د خپل تورمخي يا سور مخي بادار امر يې پر ځای کړ او لسګونه کورنۍ يې د غم په ټغر کينولې. دا کار په همدې دلالت کوي چې د افغانانو دښمن وسله وال مخالف مات شوی او له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري. دوی يوازې د ملکي خلکو په وژنه خپل زور ښایي.
همدا شانڅو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو ۴۷ مسافر د کندز- تخار د لویې لارې پر سر وتښتول، له هغې وړاندې هم د کندوز – بغلان پر لویه لار طالبانو د ۲۰۰ برمته کړي و چې د دغو کسانو له ډلې لږترلږه ۱۲ تنه یې بيا ووژل. همداشان له هغې وړاندې هم ورته پيښې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شوي دي.
که څه هم وسله وال طالبان په ښکاره دا نه وايې چې ياد خلک دوی برمته کړي دي خو د پييښې له نوعيته ښکاري چې دا انساني، مسلماني او بشري ضد عمل يوازې هغه څوک کولی شي چې په جګړه کې يې ماتې خوړلې وي او نور ورسره د خپل زور ازمايې بله لار نه وي پاتې. دغه بشري او مسلماني ضد عمل وسله والو طالبانو کړی دی او په دې کار سره دوی غواړي څو موخې تعقيب کړي.
لومړی: وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې نور مقاومت نه شي کولی او غواړې د مخامخ جګړې پر ځای په خلکو کې ويره خپره کړي او ولس په حکومت په ځانګړي توګه په امنيتي ځواکونو بې باوره کړي. دوی په دې توګه حکومت تر فشار لاندې راولي څو د دوی هغه اورپکي چې له حکومت سره زندانيان دي؛ له دغو مسافرو سره تبادله کړي.
دويم: دا چې وسله والو طالبانو په وروستيو کې خپل جنګي تاکتيک ته بدلون ورکړی او ملکي خلک برمته کوي نو اوس دوی د مسافرو د تښتولو په پلمه غواړي قومي جګړو ته لمن ووهي. دوی غواړي چې په هيواد کې د ازبک، پښتون او تاجیک ترمنځ اختلاف واچوي. دوی غواړي اوس د قومي جګړې له لارې خپلې موخې تعقيب کړي.
دريم: وسله وال طالبان د ملکي خلکو په برمته کولو سره غواړي په خلکو کې اندېښنې پيدا کړی او خپله تبليغاتي دستګاه پياوړې کړي. طالبان نه يوازې په خپلو ټاکل شويو افرادو او دستګاوو د حکومت په خلاف دا تبليغاتي جګړه پر مخ وړي بلکې د دغې جګړې لويه برخه پخپله يو شمير سياسيون، مدنې ټولنې او رسنۍ پر مخ وړي. دا ښکاره خبره ده چې طالب نور مات شوی او له حکومت سره د مخامخ جګړې توان نه لري يوازې دومره کولی شي چې د غلو په شان په نيمه شپه او یا د ورځې لويې لارې ته راووځي او له موټره سپرلۍ ښکته کړي. د دوی لوی هدف هم همدا وي چې په حکومت کې تشه پيدا کړي او ترې لو ببو جوړ کړي. بيا نو ترهګر سياسيون او ترهګرې رسنۍ دلته خبره په بډه کړي او په ټول ولس او افغانستان کې يې ګډه کړي چې هلۍ وسله والو د حکومت د بې کفايتۍ له وجې عام خلک تښتولي دي. رسنۍ هم په پرده بيړنی خبر خپور کړي چې په فلانۍ لاره د امنيتي ځواکونو د نشتون له امله په سلګونو خلک برمته شول.
دښمن دومره پياوړی نه دی چې د افغان امنيتي ځواکونو ملي اردو، ملي پوليسو، محلي پوليسو او د ملي امنيت له ځواکونو سره مخامخ سر په څنګ ووهي خو لکه د غلو په شان غلچکي بريدونه کوي او بيا د تبليغ لپاره يې د سياسيونو په نوم څو تنه ترهګر ګمارلي وي چې د حکومت په خلاف پراخ تبليغات وکړي. حکومت خو داسې نه شي کولی چې په لويو لارو د هر موټر پر سر يو رنجر موټر وګماري څو څوک يې برمته نه کړي. دا پخپله د ولس دنده ده چې د حکومت او امنيتي ځواکونو سره يو لاس شي او ترهګرو ته ځای ورنکړي څو په نيمه شپه يې له کورونو راونه وځي او د لويو لارو امنيت ونه ګواښي. د حکومت د تخريب په ځای لازمه دا ده چې ټول ولس په يوه غږ او د يو چتر لاندې راټول شي او په يوه چغه د خپل حکومت او امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي. په ډاډ سره وايم کله چې دښمن ته زه او ته په کور کې ځای ورنکړو نو په هيڅ صورت نه شي کولای چې زمونږ امنيت وګواښي.
لیکنه : خوشحال آصفي