لیکنه: امین پاچا
دلته هر څه د زورواکو په لاس دي، دلته قانون د زورواکوښکار شوی، دلته تر ټولو زیات حاکمیت زورواکي لري، دلته د غریب کور ړنګ دی؛ دلته د غریب مال، ننګ، ناموس او هر څه د زورواکو د نجسو منګلو ښکار شوي، دلته د غریب بچی د خپل زړه وینې څکي، دلته د غریب کور چور کېږي، خلاصه دلته د غریب په کور ډبرې را ورېږي.
خدای پاک په قران کریم کې فرمایي چې ظالم او مظلوم دواړه ګناهګار دي. ظالم ظلم کوي او د خپل ظلم جزا به
ویني او مظلم د ظالم ظلم زغمي چې دی به هم د خپل عمل جزا ویني، (مظلوم ته په کار ده چې د ظالم پر وړاندې را پورته شي او د هغه د ظلم مخینوی وکړي). افغانستان کې هر څه له حده تېر دي، یو کس چې واک او زور ولري تر هغه کچې ظلم کوي، څو یې چې توان او وس وي چې ښه بېلګه یې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور دی.
په تېرو پنځلسو کلونو کې په بلخ کې د عطا محمد نور له خوا د خلکو مالونه چور شول، خلک ووژل شول، د خلکو ځمکې غصب شوې، خلک په نا قانونه توګه په شخصي زندانونو کې بندي شول، د خلکو ننګ او ناموس ته په ښه سترګه ونه کتل شول او په ټوله د ده څېره خلکو ته د دوزخ په څېر ګرځېدلې وه.
پخوانی حکومت او اوسنی حکومت دواړه په دې تر اوسه نه دي توانېدلي د دغه ظالم امپراتور مخه ډب کړي. د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره دغه اپراتور بیخي ښکر وکړل، داسې ښکر چې د ماتولو توان یې نه په حکومت کې لیدل کیږي او نه هم په رعیت کې. د ملي یووالي د حکومت له جوړښت څخه دوه کاله اوړي، خو تر اوسه د دې حکومت چارواکي په ځانګړې توګه ولسمشر غني نه دی توانېدلی د دغه اپراتور مخه ونیسي. ولسمشر نه یوازې چې د ګوښه کولو توان یې نه لري، بلکې کومې څرګندونې یې چې پر وړاندې کوي د هغه مخه یې هم نه شي نیولی. عطا محمد نور په وار وار ویلي چې د ملي یووالي حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر د خلکو په رایه نه دی راغلی، ده په وار وار ویلي چې حکومت یې هېڅ د ګوښه کولو توان نه لري او نه یې هم کوښه کولی شي. ده نه یوازې چې پر ولسمشر یې نیوکې کړې دي، بلکې د ده کړنې یې هم سختې غندلې او
حتا له ولسمشر څخه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.
دی سره له دې چې په بلخ کې یو لوی اپراتور دی، په دغه ولایت کې ډېری شخصي ملېشې هم لري او لا هم د شخصي ملېشو په پیاوړي کولو لګیا دی. کله چې امریکایانو په پروان ولایت کې د وسلو یوه لویه ډېپو له منځه یوړه، نو لومړی کس عطام محمد نور و چې غبرګون یې وښود او دویمه ورځ یې د امان الله ګذر کورته چېرې چې د ولسو ډیپوه وه ورغلو او هغه ته یې تسلیت وړاندې کړ.
په دې وروستیو کې د جنبش او جمعیت تر منځ ناندرۍ په زیاتېدو دي، جنبش جمعیت تورنوي چې ټول بلخ یې تر خپل انحصار لاندې کړی او د بلخ ولایت په اداري چارو کې ټول جمعیت ټول خپل کسان په دندو ګومارلي، خو جمعیت بیا ورته تورونه ردوي او د جنبش ګوند په بلخ په قومي تعصب او په بې ثبابتۍ تورنوي.
تېره ورځ یو ځل بیا په بلخ کې یو شمېر خلکو لاریون وکړ. لاریون کوونکو له حکومته وغوښتل چې د بلخ والي
عطا محمد نور په بلخ کې امپراتورېزم پیل کړی، لاریون کوونکو همدارنګه ټینګار وکړ چې که نور له دندې ګوښه نه شي نو دوی
به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي. بل خوا ویل کېږي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او حکومت تر منځ اړیکې کړکېچنې شوې دي؛ صلاح الدین رباني چې بلخ ته تللی و د جمعیت په یوه غونډه کې ویلي چې اجرایه رییس او ولسمشر یې د ګوښه کولو توان نه لري او که هر څو ترې د استعفا غوښتنه وشي، څو یې چې خپله خوښه نه وي استعفا به ورنه کړي.
اوس حکومت باید څه وکړي؟ حکومت ته په کار ده چې په خپله تګلاره کې بدلون راولي. له بېځایه چیغو او تش په نامه شعارونو لاس په سر شي او ولس ته په عمل کې ځان وښیي؛ په چارو کې بدلون، د غلو، چورواکو او چورګرو له منګلو
د یو شمېر ادارو ژغورل د حکومت لومړیتوب دی چې ښه بېلګه یې د بلخ والي بللی شو. زما په اند څو چې یوه واحده اداره رامنځته نه شي، شته ستونزې نه شې کابو کېدای، که چېرې اوس موږ د ملي یووالي حکومت ته ځیر شو، نو د چارواکو او په ټوله کې د ادارو تر منځ همغږي نه شته؛ ډاکټر عبدالله ځانته ولسمشر دی، دوستم ځانته ولسمشر دی، عطا محمد نور ځانته کېنګ وایي او ....
که چېرې حکومت د دوی د ګوښه کولو او یا هم بدلولو توان نه لري، ښه به دا وي چې ولس ته مخه کړي او ولس سره موضوع شریکه کړي، وروسته به ولس پرېکړه وکړي چې څوک څنګه له دندې ګوښه کړي.
په پوره درنښت!